کابل -- د القاعدې او داعش تر منځ تاوتریخوالی په ټولنیزو رسنیو کېد هغوی له ترخو شخړو څخه په زیاتېدونکې کچه ښکاره کیږي.
په مجازي نړۍ کې ټکرونه د دواړو ډلو تر منځ زیاتیدونکی ایډیالوژیک درز په ګوته کوي.
القاعده د «خلافت» د جوړولو له امله د داعش په هڅو اعتراض لري، په داسې حال کې چې داعش له ایران سره د اړیکو او له شیعه مسلمانانو سره د یووالي له امله القاعده محکوموي. د سلفي «جهاديزم» په هکله د دواړو ترهګرو ډلو تعبيرونه سره توپير لري.
د ایډیالوژیو د توپیر سربیره، هره ډله هڅه کوي ترڅو نوي کسان جذب کړي، او دا ډار ورسره دی چې ملاتړي به یې صف بدل کړي. دوی هم غواړي چې د تمویل لارې خوندي کړي او هم د آنلاین واکمنۍ لپاره لیوالتیا لري.
القاعده او داعش یو پر بل د بد چلند تورونه لګوي، په داسې حال کې چې دواړه د ورته عملونو مجرم دي.
دوامداره دښمني
د القاعدې او داعش تر منځ دښمني د داعش له لومړیو کلونو راهیسې راروانه ده. په ۱۳۹۴ کې، د القاعدې مشر ایمن الظواهري، د داعش بنسټ ایښودونکی ابوبکر البغدادي د «فتنې مشر» وباله او ویې وغانده.
الظواهري په ۱۴۰۱ کال کې په کابل کې د امریکا په برید کې ووژل شو، په داسې حال کې چې البغدادي په ۱۳۹۸ کال کې په سوریه کې د امریکا په پوځي عملیاتو کې ووژل شو.
په سوریه کې د ۱۴۰۲ کال د وري په میاشت کې د داعش د هغه وخت مشر ابو الحسین القریشي له وژل کېدلو څخه وروسته، داعش تور ولګاوه چې د هغه په وژلو کې القاعدې لاس درلود.
د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې د القاعدې او داعش تر منځ په سوریې، یمن او څو افریقايي هېوادونو کې نښتې شوي دي.
د متحده ایالاتو په پوځي عملیاتو کې د مهمو مشرانو په وژل کېدلو سربېره، دغو جګړو دواړه ډلې کمزورې کړې او هغوی ته د نفوذ او قلمرو د تاوان په قېمت تمام شوې.
د هغوی دوامداره شخړې د دې سبب شوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې ډير کسان ونشي ګمارلی او لږې پیسې راټولې کړي.
په کابل کې د افغان ملي اردو یو متقاعد ډګروال شمس الله نظري وویل، دواړه ډلې هڅه کوي چې د آنلاین جنجالونو په وسیله خپلې کړنې توجیه کړي او د خپلو ناراضو پلویانو ملاتړ جلب کړي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «القاعده او داعش هېڅکله دوستان نه دي او تل له یو بل سره په جګړه کې دي. که څه هم چې د هغوی «جهادي» ایډیالوژۍ سره ورته دي، لاکن هغوی نشي کولی چې یو بل وزغمي.
هغه وویل، «د القاعدې او داعش زیاتره [پخواني] ملاتړي له دغو تروریستي ډلو څخه په شا شوي دي. د دوی چلند نه اسلامي دی او نه هم انساني، له همدې امله دواړه ډلې تقریبا منزوي شوي دي.»
نړیوال فشار
په نیمروز ولایت کې د پوځي چارو شنونکي، حمزه بلوچ وویل، القاعده او داعش دواړه سره کوچني شوي او د جنګیالیو او پیسو له کمښت سره مخامخ دي.
هغوی د یوه امتیاز د ترلاسه کولو لپاره مختلف میتودونه کاروي، لاکن «تر نړیوال پوځي فشار لاندې او د ډېرو ملاتړو د نهیلۍ له امله د هغوی هڅې تر اوسه بې ګټې دي،»
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د دفاع د انعامونو پروګرام هغو کسانو ته نغدي جایزې ورکوي چې د ترهګرو ډلو د مشرانو او عملیاتو په هکله معتبر او ارزښتناک معلومات وړاندې کړي.
د وري تر میاشتې پورې، دغه پروګرام له ۲۶.۴ میلیونو ډالرو څخه ډېر انعامونه ورکړي دي.
معلومات کېدی شي د پروګرام د وېب سایټ، (+1 (201) 2124916) نمبر وټس آپ یا (dodrewardsprogram_bot) ټیليګرام له لارې وسپارل شي.
![د القاعدې او داعش تر منځ تاوتریخوالی په ټولنیزو رسنیو کې د هغوی له ترخو شخړو څخه له ورایه ښکاري. [پېکسېلز]](/cnmi_st/images/2024/08/14/47339-pexels-tracy-le-blanc-67789-607812-585_329.jpg)
داعش، القاعده، طالبان او د پاکستان پوځ ټول سره یو دي او هدف یې د افغان ولس سپکول دي. په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان ملي بیرغ ښکته کړی او د نجونو ښوونځي یې تړلي دي... ازبکستان او ګاونډیو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی. د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د افغانستان د ټرنز-افغان پروژې د پلي کېدو لپاره د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړی او دا یې هم ویلي چې ډېر ژر به د ”اسلامي امارت“ سفیر په رسمي توګه ومنل شي. په تاشکند کې د ازبکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې ازبکستان لومړنی هېواد دی چې له اسلامي امارت سره یې رسمي اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې اوس مهال د همکارۍ او متقابلې نیکمرغۍ پر بنسټ ولاړې دي. اريپوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړيکو پر پراختيا او متقابلو تعاملاتو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې هېواد يې په مهمو نړېوالو غونډو کې د افغانستان د دريځ ملاتړ کوي او هغه مسايل راپورته کوي چې پر افغانانو مستقيم اغېز لري. هغه زیاته کړه، ازبکستان له افغانستان سره په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې او له کابل سره د کانونو، برېښنا، کرنې، د تاریخي ابداتو او سیمو د بیارغونې او ساتنې په برخو کې د همکاریو پراخولو ته ژمن دی او د فرهنګي همکاریو پراختیا دوام لري. مولوي عبدالکبیر همداراز وویل، هیله لري چې نور هېوادونه او نړېوال سازمانونه به اسلامي امارت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه ومني، ځکه په نړېوالو غونډو کې یواځې اسلامي امارت د افغانستان استازیتوب کولای شي. د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال د ازبکستان لومړي وزیر ته وویل ”اسلامي امارت غواړي چې د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه د یوه سیمه ییز مرکز په توګه کار و
ځواب ورکړئ1 تبصره