امنیت

د القاعدې له خوا د المصري د مړینې تایید ښیي چې د ترهګرو هېڅ مشر خوندي نه دی

د عمران راپور

په کابل کې د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۲۹مه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له برید څخه وروسته چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې وواژه، له یوه کور څخه لوګي پورته کیږي. [ای اېف پي]

په کابل کې د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۲۹مه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له برید څخه وروسته چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې وواژه، له یوه کور څخه لوګي پورته کیږي. [ای اېف پي]

کابل -- پوځي شنونکو وویل، د القاعده له خوا په ۱۳۹۹ کال کې د خپل دویم نمبر مشر عبدالله احمد عبدالله (ابو محمد المصري) د مړینې وروستی تایید ښیي چې د هغه ځایناستي د دې توان نه لري چې ترهګرې ډلې پرمخ بوځي.

د هند نیمې لویې وچې لپاره د القاعدې تنظیم (ای کیو آی اېس) د زمري په ۱۱مه د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې په هکله په یوه اعلامیه کې بالاخره المصري د خپلو وژل شویو لوړ پوړو غړو په لسټ کې شامل کړ.

المصري د ایمن الظواهري د مرستیال په توګه د القاعدې د تروریستي عملیاتو مشري کوله. هغه په ۱۳۹۹ کې په تهران کې ووژل شو، او د ایران رژیم او القاعدې دواړو د هغه مړینه تر اوسه پورې پټه کړې وه.

د پوځي چارو شنونکو وویل، د القاعدې مهم مشران په تیرو څو کلونو کې د متحده ایالاتو او متحدینو د عملیاتو له امله له منځه وړل شوې، او نوي مشران یې د هغوی د ځای نیولو وړتیا نه لري.

الظواهري په ۱۴۰۱ کالپه کابل کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د القاعدې بنسټګر اسامه بن لادن په ۱۳۹۰ کال کې په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو.

د داعش بنسټ ایښودونکي ابوبکر البغدادي په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په سوریه کې د هغه پر پټنځای د امریکا د برید په ترڅ کې ځان ته چاودنه ورکړه او د هغه دوه ځایناستي د امریکا او د هغه د متحدینو د عملیاتو په ترڅ کې له ورته برخلیک سره مخامخ شول.

د پوځي چارو شنونکو وویل، د القاعدې او داعش د مشرانو په نښه کول د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره نړۍ واله ژمنه ښیي، په داسې حال کې چې د لوړ پوړو کسانو د وژنو زیاتیدونکي لست دا روښانه کوي چې د هغوی مشران په هېڅ ځای کې خوندي نه دي.

په اخفا کې پاتې کیدل

په ایټالیا کې مېشت افغان پوځي شنونکي محمد نعیم غیور سلام ټایمز ته وویل، د القاعدې او داعش د مهمو مشرانو په وژلو سره، د دې ډلو وړتیاوې په پاموړ توګه کمې شوې دي.

هغه وویل، «د متحده ایالاتو پوځي فشار د القاعدې او داعش مشران دې ته اړ کړي چې ځانونه پټ کړي او په وېره کې ژوند وکړي. هیڅوک دا جرئت نه کوي چې په ښکاره توګه د دغو ترهګرو ډلو مشري په غاړه واخلي.»

هغه زیاته کړه، «د داعش او القاعدې په څېر د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره، لومړی باید د هغوی مشران له منځه وېوړل شي.‌ بیا باید د هغوی عایداتي سرچینې وچې کړای شي، او په دوی باندې نظامي فشارونه باید زیات شي.»

په نیمروز کې مېشت د پوځي چارو شنونکي حمزه بلوچ سلام ټایمز ته وویل، «د دوو لسیزو مخکې په پرتله، القاعده قوي رهبري نه لري،»

هغه وویل، «په داسې حال کې چې افغانستان یو ځل بیا د القاعدې لپاره په امن ځای بدل شوی،لاکن د کمزوري مشرتابه له امله به کلونه وخت ونیسي چې دغه ترهګره شبکه بیا په پښو ودرېږي،»

هغه کسان چې د ترهګرو ډلو د مشرانو او عملیاتو په هکله د اعتبار وړ او ارزښتناک معلومات لري، کولی شي د احتمالي نغدو انعامونو لپاره د یو اېس سېنټکام د دفاع د انعامونو پروګرام ته معلومات ور وسپاري.

دغه پروګرام، له خپل پیل راهیسې له ۲۳.۴ میلیونو ډالرو څخه ډېر انعامونه ورکړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500