اسلام اباد -- د القاعدې د جنوبي اسیا څانګه چې یو وخت ډېره ځواکمنه وه، په دغې ډلې باندې له نړۍ وال فشار او د هغې د مهمو مشرانو له وژل کېدلو څخه وروسته، اوس د افغانستان او پاکستان تر منځ په سختو سرحدي سیمو کې پټېدلو ته مجبوره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د سلواغې د راپور له مخې، د هند په نیمه لویه وچه کې د القاعدې څانګې له نورو ډلو سره خپله همکاري زیاته کړې څو «په ګاونډیو هیوادونو کې خپل حضور پراخ کړي،»
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څارنې ټیم په وینا، د دوی په منځ کې تر ټولو مخکښ تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دی.
دغه ټیم وویل چې القاعده او ټي ټي پي دواړو د تحریک جهاد پاکستان (ټي جی پي) تر بیرغ لاندې بریدونه ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړه چې «د دې ډلو او ټي ټي پي ترمنځ د ځانمرګو بمي بریدګرو، جنګیالیو او ایډیالوژیکي لارښوونو د برابرولو له پلوه ډېرې اسانتیاوې موجودې دي،»
د وخت په تېرېدلو سره د سیمه ایزو ترهګرو ډلو سره د القاعده په جنوبي اسیا کې (ای کیو آی اېس) همکاري پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د یوه پخواني راپور له مخې، د القاعدې د جګپوړو مشرانو په رضایت سره، ای کیو آی اېس شاوخوا ۱۵ قوماندانان غوره کړل چې په پاکستان کې د بریدونو لپاره له ټي ټي پي سره مرسته وکړياو وروسته یې د ۱۴۰۲په وږي میاشت کې په چترال کې د ټي ټي پي د برید پرمهال جنګیالي چمتو کړل.
راپور زیاته کړه چې د ۱۴۰۲ د چنګاښ په میاشت کې، د امریکا د هدف ګرځېدلو له ډاره، القاعدې امر وکړ چې د ډلې له خوا کارول شوي ټول وسایط دې ټي ټي پي ته ډالۍ کړای شي.
په دې وروستیو کلونو کې القاعدې سره تړلې ګڼ شمېر پاکستاني ترهګرې ډلې، په ځانګړې توګه د امجد فاروقي ډله او د استاد احمد فاروق ډله، هم له ټي ټي پي سره یوځای شوې دي.
ناکامه ستراتیژي
په پېښور کې مېشت امنیتي چارواکي محمد سهیل وویل، «په افغانستان کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژنه نه یواځې په نړۍ واله کچه بلکې په پاکستان او افغانستان کې هم د دې سازمان او ترهګرۍ لپاره یو لوی ګوزار و،»
الظواهري، چې باور کیږي د لوړ پوړو بریدونو پلان جوړونکی و، د ۱۴۰۱ د زمري په میاشت کې د کابل په یوه «خوندي کور» کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. هغه په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژلو وروسته د القاعدې مشري په غاړه اخیستې وه.
د الظواهري په مشرۍ، القاعده غیر متمرکزه شوه، او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یې د القاعدې په ګډون په ټوله نړۍ کې سیمه ایزې څانګې جوړې کړې.
امنیتي کارپوهانو سلام ټایمز ته وویل، په داسې حال کې چې القاعده په جنوبي اسیا او افغانستان کې د فعالیت لپاره طرحه شوې وه، دوامدارو پوځي عملیاتو او د استخباراتو پر بنسټ ترسره شویو اقداماتو د هغې وړتیاوې په پام وړ توګه کمزورې کړې دي.
په ۱۴۰۳ لمریز کال کې، د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې د القاعدې لوړ پوړی مشر امین الحق ونیولو، چې د بن لادن نږدې ملګری و او د ملګرو ملتونو له خوا د نړۍ وال ترهګر په توګه نومول شوی دی.
د ۱۴۰۱ په نیمایي کې، متحده ایالاتو په جنوبي اسیا کې د القاعدې درې مشران د ترهګرو په توګه ونومول، چې په هغو کې د هغې مشر اسامه محمود او د ټي ټي پي یو مشر هم شامل و.
سهیل وویل، «دا د القاعدې ستراتیژي ده چې په سیمه کې خپل نفوذ وساتي، خو په عین حال کې د ملي او بین المللي ترهګرۍ ضد عملیاتو څخه ځان خوندي وساتي،»
که څه هم چې القاعده د سیمه ایزو ترهګرو ډلو تر شا خپل شتون پټوي، لاکن د ملګرو ملتونو د سلواغې راپور وایي چې د القاعدې حیثیت او ځواک «بدلون نه دی موندلی – او د هغه د پخواني ځان سیوری دی».
ډېر ښه
ځواب ورکړئ1 تبصره