کابل -- د سیمه ایزو امنیتي کارپوهانو په وینا، د مشرتابه په برخه کې د القاعدې اوږد بحران دا شبکه د سیالو ډلو په یوه شبکه باندې بدله کړې چې په کې جنایتکارې ډلګۍ په ایډیالوژیکو هدفونو باندې سیوری غوړوي.
په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي فضل حق واحد وویل، د ۱۴۰۱ د چنګاښ په میاشت کې د ایمن الظواهري له مړینې څخه وروسته د مرکزي واک نشتوالي خپلواکې ډلګۍ رامینځته کړې چې ورسره پخوانیو قوماندانانو په خپل سر عملیات پیل کړي دي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې لوړپوړي غړي د ډلې د ایډیالوژۍ د تعقیبولو پر ځای د شخصي ګټو او واک لپاره د وسلو او غیرقانوني توکو په قاچاق باندې ډېر تمرکز کوي،»
د مالي وېش د مېکانېزمونو په ګډون، د القاعدې مرکزي جوړښت سقوط کړی، په داسې حال کې چې د مرکزي مشرتابه د بیارغونې لپاره د دغې ډلې هڅې د سیمه ایزو قوماندانانو ترمنځ د ژورې بې باورۍ له امله په مکرر ډول ناکامې شوې دي.
واحد وویل، «د القاعدې هر لوړ پوړی شخص هڅه کوي ترڅو ډېر واک او نفوذ ترلاسه کړي، او هغوی یو پر بل باور نه کوي. دغې د شک فضا د هغوی له خوا د نوي مشر په اړه د موافقې مخه نیولې ده.»
په هرات کې د پوهنتون یوه استاد محمد افضل کریمي سلام ټایمز ته وویل، په ګروپونو کې درزونه ټولې شبکې ته غځیدلي دي.
کریمي وویل، په بېلابېلو هیوادونو او سیمو کې خپاره لوړ پوړي غړي د خپل واک مرکزونه او مالي ګټې تعقیبوي.
هغه وویل، له سازماني وېشونو ور اخوا، د دې ډلې عملیاتي ظرفیت هم اغېزمن شوی دی.
هغه یادونه وکړه چې د الظواهري له مړینې څخه له دوو کالونو زیات وخت تېر شوی، خو د ځایناستي په توګه د سیف العدل د ټاکلو رسمي اعلامیه نه ده ورکړل شوې.
هغه وویل، دا «ډېر څه څرګندوي او ښیي چې العدل د دغې ډلې د غړو له خوا نه دی منل شوی.»
نه جبرانېدونکی زیان
لکه څنګه چې القاعده له دننه څخه سقوط کوي، دوامدار بهرني فشار هم د ډلې تجزیه ګړندۍ کړې ده.
په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي عبدالبصیر نظامی سلام ټایمز ته وویل، «د متحده ایالاتو په عملیاتو کې د بنسټګرو او مهمو شخصیتونو له منځه وړلو نه جبرانېدونکی زیان رامنځته کړی دی،»
هغه وویل، «القاعده به هېڅکله هم خپل پخوانی قوت بیرته ترلاسه نه کړي،»
د امنیتي کارپوهانو په وینا، دا ډله نن ورځ د خپل پخواني حالت په سیوري باندې بدله شوې ده، چې یو وخت یې متحده جبهه اوس په جلا جنایتکارو ډلو باندې وېشل شوې ده.
په ایټالیا کې مېشت افغان پوځي شنونکي محمد نعیم غیور سلام ټایمز ته وویل، «په ساده ډول، د القاعدې د هغو شخصیتونو چې لاهم ژوندي دي، هغسې درناوی او ورسره وفا نه کیږي چې د سازماني یووالي د ساتلو لپاره اړین دي،»
هغه وويل، «دا حقیقت چې د القاعدې مشر د امریکایي ځواکونو له وېرې په ایران کې پناه اخیستې ده، پخپله د هغه د کمزورۍ او بزدلۍ نښه ده.»
چې ریښتیا خبره وي، زه پخپله د قاعدې ماعدې په رابطه باوري نه یم. زه فکر نه کوم چې دا به کوم واقعي او حقیقي سازمان وي. ماته هسې خیالي شی ښکاري. او د دې ډېر دلایل موجود دي. مثلا دفتر یې چېرې دی؟ له کوم ځای نه اداره کیږي؟ څوک پیسې ورکوي؟... په هر حال، هر څوک چې په هر هېواد کې ملکي خلک ووژني، باید په یوه نړۍ واله محکمه کې سزا ورکول شي.
ځواب ورکړئ1 تبصره