کابل -- د القاعدې مشري څوک کوي؟
په کابل کې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دغې ډلې د مشر ایمن الظواهريله وژل کېدلو څخه له دوو کالونو ډېر وخت وروسته، القاعده د خپل مشر د مړینې په اړه په څرګنده توګه چوپ پاتې ده او تر اوسه یې په رسمي ډول د ځایناستي نوم اخیستی نه دی.
د دې ډلې نوی مشر سیف العدل چې یو مصری دی، په ایران کې مېشت دی.
خو د القاعدې لوړ پوړي غړي د هغه واکمنۍ ته اهمیت نه ورکوي او په مؤثره توګه یې په اسلامي جمهوریت کې چې هغه په کې د ایران رژیم څخه پناه اخیستې ده، منزوي کړی دی.
![د کابل یو اوسیدونکی د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۳مه یوه ورځپاڼه لولي چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مړینې په هکله یې راپور ورکړی دی. [مسعود حسیني/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/02/12/49124-afghanistan-obl-newspaper-585_329.jpg)
د کابل یو اوسیدونکی د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۳مه یوه ورځپاڼه لولي چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مړینې په هکله یې راپور ورکړی دی. [مسعود حسیني/ای اېف پي]
دې کار د القاعدې دننه د واک تشه رامنځته کړې ده چې په پایله کې یې سیالي رامنځته کړې، او په مشرۍ کې هېڅ غالب شخص راڅرګند شوی نه دی.
په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد امین ظریفي سلام ټایمز ته وویل، «هغه کسان چې اوس مهال د القاعدې د مشرتابه ادعا کوي ډېر کمزوري اشخاص دي چې په خپلو ګټو تمرکز کوي،»
ظریفي وویل، «شبکه په بېلابېلو هېوادونو کې په کوچنیو، جلا ډلو ویشل شوې او د متحدو پریکړو کولو توان نه لري.»
هغه وویل، د القاعدې ګډوډي دومره ژوره ده چې د خپل مشر د مړینې اعلانولو یا د نوي مشر د معرفي کولو اساسي دنده یې نه ده ترسره کړې، او یادونه یې وکړه چې قوي داخلي اختلافات د ځایناستي په اړه د هر ډول اجماع مخه نیسي.
د مشرتابه بحران د القاعدې لپاره یوه ډراماتیکه ناکامي او شرم دی.
په هرات کې مېشت د نړۍ والو اړیکو کارپوه جواد فرزان سلام ټایمز ته وویل، «د الظواهري له مړینې راهیسې، ترهګره ډله تقریبا ټوټه ټوټه شوې ده،»
هغه وویل، «د القاعدې هر لوړ پوړی غړی د مشرتابه ادعا کوي، چې د یوې متحد قوماندې د جوړولو مخه نیسي.»
بې مشره او بې هدفه
فرزان وویل، د ځایناستي په اړه اوږده چوپتیا د ډلې د مهمو غړو ترمنځ د باور ماتېدل منعکسوي.
د امنیتي کارپوهانو په وینا، داخلي شخړه په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د اسامه بن لادن له مړینې څخه وروسته پیل شوهخو د متحده ایالاتو او ائتلاف له خوا د ډلې د مشرانو د له منځه وړلو لپاره تر منظمو عملیاتو وروسته د الظواهري په له منځه وړلو سره خپل اوج ته ورسېد.
په نیمروز کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي حمزه بلوچ سلام ټایمز ته وویل، «دا ډله په ښکاره ډول بې مشره او بې هدفه شوې ده،»
هغه وویل، «په نړۍ واله سطحه د یوه منل شوي مشر د ټاکلو په برخه کې نه وړتیا په ګروپ کې دننه نور اختلافات رامنځته کړي چې هغه د بشپړ سقوط په لور ټېله کوي،»
په کابل کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي فرهاد پاچا سلام ټایمز ته وویل، «داخلي شخړو دا ډله د ویجاړۍ د کندې څنډې ته ور رسولې ده،»
هغه وویل، «هغه د تېرو کالونو په پرتله ډېره کمزورې شوې ده او نور حتی دومره نشي کولی چې خپل غړي اداره کړي.»
پاچا وویل، «القاعده، چې یو وخت یې په خپلواکه توګه لوی بریدونه ترسره کول، اوس باید د نورو ډلو له لارې کار وکړي، چې د داخلي شخړو له امله یې د خاورې کنټرول او عملیاتي وړتیا دواړه له لاسه ورکړي دي.»