د افغانستان له غرونو څخه د سوریې د جګړې تر ډګرونو پورې، متحده ایالات په جدیت سره د القاعدې د غړو لټون کوي، او د دقیقو بریدونو او سیمه ییزو اتحادونو له لارې پرله پسې د دغې افراطي شبکې وړتیاوې له منځه وړي.
د پوځي چارو شنونکي یحیی محمد علي د سلام ټایمز ملګري وېب سایټ الفاصل ته وویل، «متحده ایالاتو د القاعدې او د هغې د څانګو له ایډیالوژۍ څخه رامنځته کېدونکی خطر په پیل کې احساس کړی وه،»
علي وویل، د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد کمپاینونو «پرله پسې بریاوې» ترلاسه کړې. شنونکي وایي، هدفي بریدونه، د استخباراتو راټولول او سیمه ایزو ځواکونو سره همکاري د دغو بریاوو اصلي عناصر دي.
د ۱۳۹۰ کال له برید څخه چې اسامه بن لادن یې په پاکستان کې د هغه په پټنځای کې وواژه، تر ۱۴۰۱ کال پورې د بې پیلوټه الوتکې برید چې په کابل کې یې د هغه ځای ناستی ایمن الظواهري له منځه وېوړ، د متحده ایالاتو د وړتیاوو پرله پسې پرمختګ په ګوته کوي.
ای اېف پي راپور ورکړ چې د الظواهري عملیات له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو څخه وروسته، «د واشنګټن لپاره په افغانستان کې په یوه هدف باندې له لیرې څخه د ترسره شویو لومړنیو عملیاتو یوه غټه بریا وه،»
د ای بي سي نیوز په وینا، دغه برید د پرمختللې څارنې او د هېلفایر R9X ځانګړي توغندي څخه په استفادې ترڅو ملکي تلفاتو څخه مخ نیوی وشي، د تکتيکي ظرافت مثال وړاندې کړ.
د وږي په میاشت کې، د امریکا پوځ د سوریې په شمال لویدیځ کې القاعدې سره تړلې ډله حراس الدین باندې برید وکړ چې لوړ پوړی مشر مروان بسام عبدالرؤف او اته نور کسان یې ور ووژل.
تر دې تقریبا یوه میاشت مخکې د یادې ډلې یو بل مخور سړی ابو عدالرحمان المکي ووژل شو.
له مستقیمو بریدونو څخه ور اخوا
د متحده ایالاتو ستراتیژي له مستقیمو بریدونو څخه اخوا غځېږي. د پوځي چارو شنونکی وائل عبدالمطلب وایي چې امریکایي ځواکونه د متحده ایالاتو له وتلو څخه وروسته د امنیت ساتلو لپاره ځایي جنګیالیو (د خاورې خپلو مالکانو) ته روزنه ورکوي.
په عراق کې، دغه دوه ګونی چلند ډېر ګټور وه. د اتلانتیک شورا یوه پوه انتوني پفف وویل، «د القاعدې د مشرتابه پر وړاندې د نظامي عملیاتو سربیره، امریکایي مشرانو له سیمه ایزو مشرانو سره ملګرتیا وکړه څو هغوی په سیاسي توګه منزوي کړي،»
هغه زیاته کړه، «په نتیجه کې، متحده ایالات او عراقي ملګري یې وتوانېدل ترڅو د القاعدې مشران له لویو ښاري سیمو څخه وباسي،»
دې بېلګې په سوریه کې هم ښه بریالیتوب ترلاسه کړ. هلته امریکایي ځواکونه د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) سره نږدې کار کوي. عبدالمطلب وویل، «د دوی تر منځ همغږي ډېره په زړه پورې ده او عملیاتي اهداف په دقیق ډول ترلاسه کوي،»
ټیکنالوجي ځواک یو ډیر مهم ضریب دی. سیستمونه لکه اېم کیو – ریپر ډرون او د څارنې پرمختللي سیستمونه د دقیق هدف ویشتل اسانوي او خطرونه کموي.
عبدالمطلب وویل، «وسله والو ځواکونو نه یواځې د بریالیتوبونو د خوندي کولو لپاره، بلکې د سرتیرو د ژوند ساتلو او د تلفاتو د کمولو لپاره د پرمختللې ټیکنالوجۍ څخه کار اخیستی دی،»
په داسې حال کې چې د القاعدې وړتیا په افغانستان، عراق او سوریه کې په جدي توګه خرابه شوې، علي خبرداری ورکړ چې اوس هم تر ایرو لاندې بڅري شته، البته هغه د هغوی په سیمو کې «نور یو ریښتنی ګواښ» نه دی.
ښه
ځواب ورکړئ1 تبصره