تروريزم

د افراطي موقف د ناکامۍ په ترڅ کې القاعده له یوه ګونګ حالت سره مخامخ ده

د جنه المصري راپور

د ۱۴۰۰ لمریز د وږي په ۲۹مه هغه ورځ چې د متحده ایالاتو پوځ وویل چې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې یې د القاعدې یو مشر وواژه، د سوریې له ادلیب ښار سره نږدې یو ویجاړ شوی موټر لیدل کیږي. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

د ۱۴۰۰ لمریز د وږي په ۲۹مه هغه ورځ چې د متحده ایالاتو پوځ وویل چې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې یې د القاعدې یو مشر وواژه، د سوریې له ادلیب ښار سره نږدې یو ویجاړ شوی موټر لیدل کیږي. [عمر حاج کدور/ای اېف پي]

القاعده چې یو وخت د نړۍ ترټولو ډېره وېروونکې ترهګره ډله وه، په مکمله توګه بې مشره او بې جهته شوې ده. د ترهګرۍ او استخباراتي چارو پوهان وايي چې افراطي ایډیالوژۍ او ستراتیژیکو ناکامیو هغه کسان چې تمه کېدله په کې استخدام شي، ترې منزوي کړي دي.

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدلو څخه دوه کاله وروسته، د القاعدې مرکز بې چلوونکي پاتې او څوک مشر ورته نه دی معرفي شوی.

د ترهګرۍ کارپوه وائل عبدالمطلب سلام ټایمز پورې اړه الفاصل وېب سایټ ته وویل، «په منځني ختیځ او نړۍ کې د القاعدې دوره په مؤثره توګه پای ته رسېدلې ده،»

د دې ډلې زوال دوو مهمو فکتورونو پورې تړاو لري، چې یو یې د اسلامي قانون سخت تفسیر او بل یې د ترهګرۍ ضد پرله پسې هڅې دي.

په افغانستان کې، د القاعدې له لسوڅخه لږ اصلي غړي پاتې دي. استخباراتي راپورونه ښیي چې دا هیواد د دغې افراطي ډلې لپاره د عملیاتي اډې په پرتله «تر ډېره د القاعدې د مشرانو لپاره د یوه پالنځي» حیثیت لري.

مذهبي افراطیت د مسلمانانو په منځ کې د القاعدې دریځ له منځه وړی دی.

د سعودي د اسلامي چارو پخواني مرستیال وزیر توفیق بن عبدالعزیز السدیري د الفاصل خبري وېب پاڼې ته وویل، «د القاعدې مذهبي دریځ له اسلامي اصولو څخه د پوره توپیر معنی لري،»

په هغو کې، «د ملکي وګړو ساتنه، د نورو عقایدو درناوی، او د نظرونو د اختلاف له امله د نورو مسلمانانو کافر نه بلل» شامل دي.

هغه زیاته کړه، القاعده له دې او نورو اسلامي لارښوونو څخه په بشپړه توګه سرغړونه کوي، هغه اساسي واټن په ګوته کوي چې د دې ډلې د له منځه تللو لامل شوی دی.

ژورېدونکی کړکېچ

هغه کړکېچ چې دا ډله ورسره مخامخ ده، په اکثریت شیعه ایران کې د هغې د اصلي مشر سیف العدل په پناه اخیستلو سره لا ژور شوی، ځکه دا یو داسې ګام دی چې د القاعدې اساسي ایډیالوژۍ ته زیان ور رسوي.‌

دا هغه څه رامنځته کوي چې د افراطیت په هکله د جورج ټاون پوهنتون پروګرام یې «مشکل عملیاتي او دیني سوالونه» بولي.

د امنیتي چارو کارپوه خلیل احمد افضلي الفاصل ته وویل، «القاعده او د ایران رژیم په بشپړه توګه مختلف، حتی متضاد نظریات لري، خو العدل د ژوندي پاتې کېدلو لپاره دا ذلت منلی دی،»

عبدالمطلب وویل، د ترهګرۍ پر ضد د متحده ایالاتو په مشرۍ جګړې په سیستماتیک ډول د القاعدې وړتیاوې او د سیمې کنټرول په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې له منځه وړی دی.

د بې پیلوټه الوتکو دقیقو بریدونو د هغې مشرتابه له منځه وړې، په داسې حال کې چې د تروریزم ضد هڅو د پیروانو د ور جلبولو وړتیا کمزورې کړې ده. په ورته وخت کې، د القاعدې د عراق او سوریې د څانګو په له لاسه ورکولو سره د هغې نفوذ په پام وړ توګه کم شوی دی.

سي ټي سي سینټینل راپور ورکړ چې، «یوه لسیزه مخکې، یادې ډلې ډېر تجربه لرونکي فعالان سوریې ته لېږدولي وو، چې ډېر یې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي. که څوک یې پاتې هم وي، فعالیتونه یې د تحریر الشام له خوا منع شوي دي.»

تحریرالشام او نورو ډلو چې یو وخت یې لید د القاعدې لید ته ورته و، د ځان د بقا او په نړۍ واله کچه د انزوا د مخنیوي لپاره معتدل دریځ غوره کړ، او د بیعت لپاره یې د القاعدې غوښتنې په مکرر ډول رد کړې.

نړۍ والو بدلونونو په افراطي ډلو باندې یو «نوی واقعیت» مسلط کړی او ځینې یې د اعتدال لور ته هڅولي دي.

د سعودي پخواني وزیر السدیري وویل، «افراطیت ته هر ډول ستنیدل به له سخت نړۍ وال مخالفت سره مخامخ شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب ورکړئ

زه د هېڅ انسان د وژلو پلوي نه کوم، خو د ځینو هېوادونو ظلمونه چې وګورو، نو داسې ښکاري چې ښه به دا وي چې القاعده، داعش او نورې سخت دریځې ډلې روسیې او چین ته ولاړې شي. پرون مې یو ویډیو ولیده چې پکې د ایران ولسمشر په کریملین کې لمونځ کاوه، او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم نږدې ناست و. خو ایا روسان واقعاً د اسلام او مسلمانانو پروا لري؟ که داسې وي، نو هغه څوک و چې د نهو کلونو د اشغال پر مهال یې په افغانستان کې یو میلیون افغان مسلمانان ووژل؟ ایا دا روسیه نه وه چې کلی او کورونه یې بمبار کړل؟ هو، همدغه روسانو افغانان ووژل. همدغو روسانو په افغانستان کې جوماتونه وران کړل. خلک یې ووژل، میلیونونه انسانان یې ووژل. افغانان یې مجبوره کړل چې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډه شي. په پاکستان او ایران کې افغان مهاجرین مشقطو کارنو ته اړ ایستل شول. د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل پر مهال، مسیحیان، مسلمانان او بې‌ دینه اوکراینیان ټول یو شان وژل کېدل. چین او روسیه دواړه د سپي زامن دي. ما همدلته پر همدې ویب‌ پاڼه ولوستل چې د چین حکومت هلته مسلمانان وژني، جوماتونه ورانوي او مسلمانان شکنجه کوي. بل‌ خوا، کله چې د چین ولسمشر پاکستان ته راغی، نو د پاکستان فاسد او منافق حکومت او پوځ مسلمانې نجونې دې ته اړ کړې چې د شي جین پینګ لپاره نڅا وکړي.

ځواب ورکړئ

هو، سمه ده.

ځواب ورکړئ