تروريزم

القاعده د مشرتابه په برخه کې د بحران له امله خپل اصلي اساسات تر پښو لاندې کوي

د عمران راپور

د متحده ایالاتو ځانګړیو ځواکونو د ۱۳۹۰ لمریز د غوایي په ۱۲مه د پاکستان په غرني ښار ایبټ اباد کې په دغه پټنځای کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن پل تعقیب کړ او هغه یې له منځه وېوړ. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو ځانګړیو ځواکونو د ۱۳۹۰ لمریز د غوایي په ۱۲مه د پاکستان په غرني ښار ایبټ اباد کې په دغه پټنځای کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن پل تعقیب کړ او هغه یې له منځه وېوړ. [عامر قریشي/ای اېف پي]

کابل -- د ۱۴۰۱ د چنګاښ په میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د خپل مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو راهیسې، القاعده د مشرتابه له بحران سره مخ ده او اړ شوې ترڅو د خپلې بقا د ډاډمنولو لپاره خپل بنسټیز اصول تر پښو لاندې کوي.

په داسې حال کې چې راپورونه ښیي چې په ایران کې مېشت سیف العدل د یادې ډلې مشري پر غاړه اخیستې ده، القاعدې په رسمي توګه دغه د مشرتابه لیږد نه دی تایید کړی. شنونکي وایي، چې د هغوی دا چوپتیا یو کمزوری حالت ښیي.

په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي عبدالقادر فیضي سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو څو کلونو کې د امریکا په عملیاتو کې د القاعدې ډېر مشران او مهم شخصیتونه له منځه وړل شوي دي،»

هغه زیاته کړه، «د متحده ایالاتو پوځي فشار القاعدې ته زیان رسولی دی،» او زیاته یې کړه چې، د الظواهري په مړینې سره، «القاعده په عملي توګه بې مشره شوې ده.»

فیضي وویل، «په داسې حال کې چې القاعده په افغانستان، د هند نیمه وچه، منځني ختیځ او افریقا کې فعاله ده، د دې شبکې د اداره کولو لپاره قوي رهبري نشته،»

هغه وویل، لومړنی ګواښ چې القاعده یې په افغانستان کې رامنځ ته کوي له هغو «خوندي پټنځایونو» څخه دی چې هلته یې جوړ کړي او له «نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري،»

د القاعدې کمزوري کېدل په شیعه اکثریت لرونکي ایران کې د العدل له شتون څخه څرګندیږي، ځکه دا یو ضد او نقیض موقف دی چې شنونکي ورته د القاعدې له ایډیالوژۍ څخه د انحراف په سترګه ګوري.

په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي فواد اکبري سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې رهبري دومره کمزورې او ناتوانه شوې چې د خپل اوږدمهاله دښمن، ایران تر بیرغ لاندې ژوند کول یې منلي دي،»

هغه وویل، «له ایراني رژیم سره د القاعدې د مشرانو همکاري بې له شکه ایران ته ګټه رسوي، چې له دې کمزورې رهبرۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي،»

د ایران رژیم له خوا د العدل پخوانۍ زنداني کېدا او د خوندیتابه لپاره پر دغه رژیم اوسنۍ تکیه د دې ډلې شهرت ته سخت زیان رسولی دی.

غیر باوري مشران

اکبري وویل، «د هغوی د کمزورتیا او په ایران کې د پناه اخیستلو له کبله، د القاعدې مشران بې باوره شوي او حتی په خپلو لیکو کې یې اعتبار له لاسه ورکړی او اوس دا غوره بولي چې پټ ژوند وکړي.»

هغه زیاته کړه، د القاعدې مشران د دې وېرې له امله چې هغوی به د متحده ایالاتو د هوايي بریدونو له امله په نښه شي،په ښکاره توګه فعالیت نشي کولی.

دا ډله په زیاتیدونکې توګه د خپلو عملیاتو د تمویل لپاره په جنایي فعالیتونو لکه د وسلو قاچاق او په زور پیسو اخیستلو باندې تکیه کوي.

د استخباراتي راپورونو له مخې، هغه د افغانستان له کانونواو بې وزلو خلکو څخه هم ناوړه ګټه پورته کوي.

افغان فعال سید اشرف سادات، چې اوس په سوېډن کې ژوند کوي، وویل، «د القاعدې د مشرتابه لپاره، دیني ارزښتونه او اصول هیڅ اهمیت نه لري،»

هغه وویل، «د القاعدې مشران د پیسو ترلاسه کولو او د خپلې ترهګرې شبکې د ساتلو لپاره د هر برید پورې تللو ته چمتو دي. القاعدې د خپل غیر اسلامي چلند له امله حتی د افراطي اسلامي ډلو په منځ کې اعتبار له لاسه ورکړی دی.»

سادات زیاته کړه، القاعده یا په مستقیمه توګه بریدونه ترسره کوي یا د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په څېر ډلو باندې تکیه کوي او نور مسلمانان په نښه کوي، او یادونه یې وکړه چې، د دې ډلې مشران له دین څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500