کابل -- شنونکي خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه د القاعدې دوامدار ملاتړ، سیمه ایز او نړیوال امنیت له زیاتیدونکي خطر سره مخامخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې د یوې ډلې په وینا، القاعدې په افغانستان کې د خپل حضور پراخولو ته دوام ورکړی، د روزنې کمپونه او پټنځایونه یې اوس د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت کوي.
د چنګاښ په میاشت کې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د القاعدې مالي او نظامي ملاتړ کولی شي ټي ټي پي، چې په افغانستان کې له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ پورې جنګیالي لري، په یوه «سیمه ییز ګواښ» باندې واړوي.
امنیتي شنونکو وویل، په افغانستان کې د القاعدې بیا راژوندي کېدا له ټي ټي پي سره د هغې ملګرتیا پیاوړې کړې، او دغه ډله د هېواد له مخکښو سازمانونو څخه ګڼل کیږي.
هغوی د یادو دواړو ډلو لپاره د خوندي پټنځایونو پراختیا د دې ثبوت ګڼي چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای باندې د بدلېدا خطر رامنځته کړی دی.
دغه راز، هغوی یادونه کوي چې د القاعدې مالي او نظامي ملاتړ په افغانستان کې د ټي ټي پي پراختیا او د پاکستان په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالي ته وده ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د چنګاښ په میاشت کې د بندیزونو د څار ډلې په راپور کې راغلي، «د طالبانو په رضایت او کله ناکله ملاتړ سره، ټي ټي پي په پاکستان کې دننه بریدونه زیات کړي دي،»
په راپور کې ویل شوي، دې ډلې یواځې د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۸۰۰ زیات بریدونه کړي، چې په عمده توګه یې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
د پاکستان په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د چنګاښ په ۲۶مه په یوه کلیوالي روغتیایې مرکز باندې برید کې چې ټي ټي پي پورې یې تړاو درلود، د دوو ماشومانو په ګډون ۷ کسان ووژل شول.
ټي ټي پي د لړم په ۴مه د خیبر پښتونخوا ایالت کې، چې له افغانستان سره پوله لري، د برید ادعا هم وکړه، چې لږ تر لږه ۱۴ پاکستاني پوځيان یې ووژل.
وژونکې ملګرتیا
په کابل کې میشت د پوځي چارو شنونکي عبدالواحد کریمي خبرداری ورکړ چې، «د القاعدې ملاتړ له ټي ټي پي څخه غځیدلې ده. دغه شبکه د نورو تروریستي ډلو په ملاتړ خپل نفوذ پراخوي او په افغانستان کې د ترهګرۍ لپاره د پام وړ امکانات زیاتوي.»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ترهګرۍ ضد ځواکونو د نه شتون له امله، د القاعدې په ګډون ترهګرې ډلې په ازاده توګه خپل عملیات پراخوي، چې نړۍ وال امنیت ته جدي ګواښ جوړوي،»
د افغان مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات، چې اوس په سوېډن کې ژوند کوي، وویل، القاعده «د ترهګرۍ یو چتر ده چې افغانستان یې د بیلابیلو ترهګرو ډلو لپاره په یوه پټنځای باندې بدل کړی دی،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ټي ټي پي په ګډون، تقریبا ټول یې د نفوذ لاندې فعالیت کوي. د ټي ټي پي په څېر ډلو له خوا بریدونو کې بې ګناه ملکي وګړي د تاوتریخوالي قرباني کیږي.»
سادات وويل، «له اسلامي لیدلوري څخه، ترهګري په څرګنده توګه د غندلو وړ ده. القاعده لا هم د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د ټي ټي پي ملاتړ ته دوام ورکوي، او دغه سپېڅلي اصول په بشپړه توګه تر پښو لاندې کوي.»
د ملکي خلکو وژل که مسلمان وي که عیسویي یا یهودي وي، بد عمل دی او مونږ یې غندو، خو که خبره د پاکستان د پوځ وي، دغه خبیثه اداره د افغانستان په ورانولو کې مستقیما لاس لري. که په دې جنګ کې د پاکستان پوځیان وژل کیږي، بیا دوه خبرې دي. یوه خبره دا ده چې ډېر پوهان په دې باور دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ډېر نایب وسله وال ګروپونه لري چې هغوی په یوه سیمه کې ځای پرځای کوي، سیمه پرې ناامنه کوي. له نړۍ والې ټولنې او بالخصوص له امریکا څخه پیسې ترلاسه کوي بیا د وسله والو ګروپونو پر ضد عملیات کوي، چې هم وسله وال وژني او هم د سیمې خلک وژني. دا کار اکثر د پښتنو او بلوچانو په سیمو کې کوي ځکه په پوځ کې ډېر واک د پنجابیانو په لاس کې دی. یوه سیاسي شنونکي وویل چې د پاکستان د پوځ د تصمیم نیوونکې کمېټې چې ۱۲ جیګپوړي غړي لري، ټول غړي یې پنجابیان دي. معنی دا چې پوځ د پنجاب او پنجابیانو دی چې د پښتنو او بلوچانو پر ضد تاریخي دښمني ترسره کوي. د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په افغانستان کې د شل کلن جمهوري نظام پر ضد وسله وال ګروپونه حمایه کول؟ همدا د پاکستان اسټبلشمنټ (پوځ او استخباراتي ادارې) د طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې وه. همدغه پاکستانی اسټبلشمنټ له چین او روسیې بالخصوص له چین څخه وسلې او پیسې ترلاسه کولې، بیا یې وسله والو ګروپونو ته ورکولې چې په افغانستان کې د اردو، خارجي پوځي مشاورینو او پولیسو پر ضد جنګ وکړي او ملکي خلک ووژني.
ځواب ورکړئ3 تبصره
دوی جنګیالي وروزل او بیا یې افغانستان ته ولیږل چې افغان ځواکونه، ملکي وګړي او د نړېوال ایتلافي سرتیري ووژني؟ آیا همدغه اداره نه وه چې له یوې خوا یې د نړېوال ايتلاف ملاتړ کاوه او له بلې خوا یې د طالبانو مشرانو ته پاسپورټونه او شناختي کارتونه ورکول، د دوی تجارت ته يې اسانتیاوې برابرولې او په خپلو [پاکستاني] روغتونونو کې یې د ټپيانو درملنه کوله؟ په 1990 لسيزه کې د شوروي ملاتړي رژیم د سقوط وروسته، افغان اردو، پولیس، استخبارات... هر څه ویجاړ شول. او دا ټول د پاکستان، ایران او روسیې د لاسوهنې او د دوی د پراکسي ډلو د کورنیو جګړو له امله ویجاړ شول. حتی کله چې طالبان په 1996 کال کې واک ته ورسیدل، هیچا دغه ادارې جوړې نه کړې ځکه چې هغوی هم د پاکستان د استخباراتي ادارې په امر کار کاوه. په 2001 کال کې د نړېوال ائتلاف د راتګ سره، نړېوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو او د هغه اروپایي شریکانو، د افغانستان لپاره پوځ جوړ کړ، د پولیسو ځواک يې جوړ کړ، او د افغانستان د بنسټیزو جوړښتونو جوړولو لپاره يې زرګونه میلیونه ډالر ولګول. پاکستاني ادارې د خپلو پراکسي ډلو له لارې افغان امنیتي ځواکونه او د هغوی نړېوال روزونکي ووژل او د ښوونځیو، پوهنتونونو، بانکونو، پلونو او جوماتونو په ګډون هرڅه یې ويجاړ کړل. بیا هم موږ د ملکیانو د مرګونو په اړه خواشيني یو، خو آیا باید د پاکستاني پوځ د مرګونو په اړه هم خواشيني وښیو کله چې هغوی د غدارانو او منافقينو په توګه ثابت شوي او د افغانستان په ویجاړولو کې یې مستقیم رول لوبولی دی؟ دا یوه کوچنۍ ادعا نه ده. د پاکستان د پوځ مشرانو دا په خپلو مرکو کې ویلي، او د دوی مرکې لاهم په یوټیوب کې شتون لري، چې دا ډلې د پاکستان لخوا رامنځته شوي او دا چې هغوی د دوی اتلان دي چې د
ځواب ورکړئ3 تبصره
د ستاسو د راپور لوستلو وروسته، زه غواړم خپل نظر په لاندې ډول شریک کړم: اول، د نړۍ په هر ځای کې د ملکي وګړو وژل د منلو وړ نه دی. په بل عبارت، د ملکي خلکو وژنه، که دوی مسلمانان وي یا هندوان یا نور، د غندنې وړ عمل دی. بله مسله پوځ او ادارې او اشخاص دي چې د پوځ سره تړاو لري. که پاکستان وایي چې د دې سرتیري په دې جګړه کې وژل شوي، نو دوه خبرې شتون لري؛ یوه دا ده چې ډیری کارپوهان پدې باور دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ډیرې وسله والې ډلې لري چې دوی يې په یوه سیمه کې ځای په ځای کوي او دوی دغه سیمه ناامنه کوي. دوی د نړېوالې ټولنې څخه پیسې ترلاسه کوي، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو څخه، او بیا د وسله والو ډلو پروړاندې عملیات ترسره کوي، او دوی دواړه وسله وال او محلي خلک وژني. دوی زیاتره دا په پښتون او بلوچ نفوس لرونکو سیمو کې ترسره کوي ځکه چې په پوځ کې ډېر واک د پنجابیانو په لاس کې دی. د سیاسي چارو يو شنونکي وویل چې د پاکستان د پوځ د پریکړو کمیټه، چې 12 لوړ پوړي غړي لري، ټول پنجابیان دي. یعنې، پوځ د پنجاب پورې اړه لري او پنجابيان له پښتنو او بلوچانو سره تاریخي دښمني لري. بله خبره دا ده، که وګورو چې دغه وسله والې ډلې رښتیا هم د پاکستاني حکومت مخالفې وي او غواړي چې د پاکستان حکومت پای ته ورسوي، نو دا د طب یوه بېلګه ده چې انټي باډي په انټي جین بدل شي او بدن ته زیان رسوي. زه به یو څه نور وضاحت ورکړم؛ آیا هماغه پاکستانی پوځ او استخباراتي اداره نه وه چې د 20 کالو اوږدې موده کې يې د افغانستان د جمهوریت نظام په وړاندې د وسله والو ډلو ملاتړ وکړو؟ ایا دا د پاکستان اداره نه وه چې د طالبانو مشرانو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې وه؟ ایا دا د پاکستان اداره نه وه چې د چین او روسیې څخه، په ځا
ځواب ورکړئ3 تبصره