کابل -- د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور له مخې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او القاعدې ترمنځ نږدې اړیکې داسې اندیښنې راپاروي چې د هغوی تر منځ نوره همکاري کولی شي ټي ټي پي «له سیمې څخه په اخوا» ګواښ باندې بدل کړي.
د ملګرو ملتونو د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څارنې ټیم د چنګاښ د ۸مې په یوه راپور کې چې له القاعدې سره د یادې ډلې اړیکې روښانوي، وویل، ټي ټي پي چې له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ پورې جنګیالي لري، «په افغانستان کې تر ټولو غټ ترهګر ګروپ» دی.
القاعده په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي، او د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۲ کې روزنیز کمپونه لري. دا د مرغومي میاشتې د راپور په پرتله چې ۱۰ یې یاد کړي وو، ډېرښت په ګوته کوي.
راپور وايي، «ټي ټي پي په افغانستان کې د پام وړ فعالیت ته دوام ورکوي او له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز عملیات ترسره کوي، چې اکثره یې افغانان کاروي،»
د راپور له مخې، ټي ټي پي خپل بریدونه، چې په ۱۴۰۰ کې له ۵۷۳ څخه په ۱۴۰۱ کې ۷۱۵ او په ۱۴۰۲ کې ۱۲۱۰ ته لوړ شول -- د پاکستان په سرحدي ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان متمرکز کړي دي.
راپور وايي، د القاعدې روزنې ټي ټي پي ته دا توان ورکړی چې په سختو اهدافو باندې غټ بریدونه ترسره کړي.
د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې د پاکستان پر پوځي اډې د چنګاښ په ۲۵مه د ټي ټي پي برید په وروستیو میاشتو کې د دې ډلې تر ټولو خونړی برید و.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د ۱۸ ساعته جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه اته پاکستاني پوځیان او د ټي ټي پي ۱۰ بریدګر ووژل شول.
د پاکستان پوځ وویل، برید په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر حافظ ګل بهادر تر قوماندې لاندې جنګیالیو کړی دی.
د ګاونډیانو ترمنځ تاوتریخوالی
په هرات کې مېشت فعال نذیر احمد پیمان سلام ټایمز ته وویل، د ټي ټي پي په څېر ډلې د دې سبب شوي چې افغانستان په نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکړي.
هغه وويل، «افغانستان يو بې وزله هېواد دى او د ګاونډيو هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري. څومره چې له ګاونډیانو او سیمې سره د افغانستان اړیکې خرابیږي، هغومره زیان عامو خلکو ته رسیږي.»
هغه وویل، «موږ ډېر ځلې لیدلي چې پاکستان د ټي ټي پي له امله خپلې پولې د افغانانو او افغان سوداګرو د مالونو پر مخ تړلي دي. هرکله چې دا ډله په پاکستان کې دننه بریدونه ترسره کوي، افغانان به یې تاوان زغمي.»
افغان پوځي شنونکي محمد نعیم غیور، چې په ایټالیا کې اوسېږي، وویل،ټي ټي پي په تېرو دریو کلونو کې د القاعدې او نورو ډلو د ملاتړ له امله وده کړې ده.
هغه وویل، «په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې لکه ټي ټي پي او القاعده د وسلو او پوځي تجهیزاتو، د جنګیالیو د شمېر، د یوې لویې جغرافیې د کنټرول، د مالي سرچینو د ودې او د روزنیزو مرکزونو او پټنځایونو د جوړولو او خوندي ساتلو په برخه کې خورا پیاوړي شوي دي،»
هغه وویل، «د القاعدې مالي او لوجیستیکي ملاتړ ټي ټي پي په یوه ډیره پیاوړې ترهګره ډله باندې اړولې ده. د پاکستان په پوځي تاسیساتو باندې د ټي ټي پي وروستي بریدونه ښیې چې دا ترهګره ډله ډیره پیاوړې شوې ده.»
وروستۍ څرګندونې ښیي چې چین پاکستان ته خطرناکی کیمیاوي وسلې ورکوي ترڅو د آزادۍ پلوه فعالینو او د مقاومتګرو تنظیمونو پر وړاندې یې وکاروي. د "همګام نیوز" لخوا د خپاره شوي راپور له مخې، چین د بلوڅو ملي ازادۍ غورځنګ د ځپلو په موخه پاکستان ته دا خطرناک کیمیاوي توکي ورکوي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې دا یو غیرقانوني عمل او نسل وژنه ده. نړېوالو رسنیو د دې راپور په اړه ګزارشونه پیل کړې او څرګندوي چې څنګه د می په لومړیو کې، د هند تامل ناډو ایالت کې د کاتوپلي بندر کې د ګمرک چارواکو د ۲۵۶۰ کیلو ګرامه بار مخه ونیوله چې د چینایي شرکت Chengdu Shichen Trading Co. Ltd لخوا په پاکستان کې د راولپنډۍ میشته دفاعي کمپنۍ روهیل انټرپرایزز ته لیږدول کیده. په دغه بار کې د اورتو-کلورو بینزیلیډین مالونونیتریل (CS ګاز) شامل و، چې له شانګهای څخه کراچۍ ته د هونډای شانګهای لخوا لیږدول کیده. CS ګاز ډیری د ګډوډۍ په کنټرول کې کارول کیږي او د مقرراتو له پلوه د خپل دوه ګوني استعمال (ملکي او نظامي) طبیعت له امله د کیمیاوي وسلو په توګه پیژندل کیږي، چې د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون او د واسینار د لایحې له مخې په ځانګړې توګه حساس بلل کیږي. د CS د ګازو د بار ضبط د خپراوي په نړېوالو شبکو کې د چین ښکېلتیا په ګوته کوي. بیجینګ د دوه ګوني کارونې ټیکنالوژۍ د جوړولو وږد تاریخ لري چې د ملکي او نظامي کارونې لپاره ژر تیاریږي. چین ډېر وخت نړېوال مقررات او د صادراتو کنټرولونه له پامه هم غورځوي. د دغه ضبط او ورپسې پلټنو تر ټولو خطرناک اړخ د پاکستان د قانون پلي کوونکو ادارو لخوا د ازادۍ پلوو سياسي ځواکونو پر ضد د دغو ممنوع کيمياوي موادو احتمالي استعمال دی.
ځواب ورکړئ1 تبصره