امنیت

افغانستان ته د القاعدې د احتمالي راستنېدا په هکله اندیښنې زیاتې شوي

د عمران راپور

یو افغان سړی د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۳مه په کابل کې یوه ورځپاڼه، چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مرګ په هکله توضیحات لري، لولي. [مسعود حسیني/ای اېف پي]

یو افغان سړی د ۱۳۹۰ د غوایي په ۱۳مه په کابل کې یوه ورځپاڼه، چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د مرګ په هکله توضیحات لري، لولي. [مسعود حسیني/ای اېف پي]

کابل -- شنونکي خبرداری ورکوي، که القاعده په دغه جنګ ځپلي هېواد کې ځان ځای پر ځای کړي او خوندي پټنځایونه بیا جوړ کړي، کېدی شي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو د نړۍ وال مرکز په توګه راڅرګند شي.

هغوی زیاتوي، په افغانستان کې د القاعدې بیا راپورته کېدل به نړۍ وال امنیت په پاموړ توګه له خطر سره مخامخ کړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس احمد ضیا سراج هم په هغو کسانو کې شامل دی چې دغه ډول خبرداری ورکوي.

سراج د غوایي په میاشت کې په یوه مرکه کې چې له تروریزم سره د مبارزې مرکز (سي ټي سي) په وېسټ پواینټ کې خپره کړه، خبرداری ورکړ چې القاعده غواړي افغانستان په داسې یوه مرکز بدل کړي چې له هغه ځایه په نورو هیوادونو باندې خپل ترهګریز بریدونه پلان او تنظیم کړي.

هغه وویل، «القاعده اوس په دې موقف کې ده چې افغانستان خپل د قوماندې او کنټرول مرکز وګرځوي،» او زیاته یې کړه چې د هغوی له خوا د نورو اورپکو تمویل د اندیښنې یو بل سبب دی.

هغه وویل، «د القاعدې د مشرتابه د حفظ لپاره، هغوی د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (اي ټي آی اېم)، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د ازبکستان اسلامي غورځنګ (آی اېم یو) په څېر نورو ترهګرو ډلو باندې پانګونه وکړه.»

هغه زیاته کړه، دا ډېری ‌‌‌‌‌‌ډلې د القاعدې تر لارښوونې لاندې فعالیت کوي، او زیاته یې کړه، چې القاعده د پاکستان په قبایلي سیمو او د افغانستان په ځینو برخو کې ژورې ریښې او په ایران کې یې حضور لري.

هغه وویل، «دغه راز، القاعدې په جلا توګه د تنظیم شویو جنایتونو له ګروپونو سره چې د افغانستان، پاکستان او ایران په پولو کې فعالیت کوي، قوي اړیکې جوړې کړي دي،»

نوموړي وویل، «د نشه یيزو توکو قاچاق، د انسانانو قاچاق، د وسلو قاچاق، او د داسې نورو غیر قانوني ګټورو کاروبارونو په څېر ګډې ساحې شته چې دواړو لوریو ته ګټه رسوي.»

سراج وویل، «ګواښ مخ په زیاتیدو دی،»

یو ستر نړۍ وال ګواښ

استرالیایۍ خبریالې لین اوډونیل د وري په میاشت کې فارن پالیسي مجلې ته په یوه مقاله کې لیکلي وو چې القاعده په افغانستان کې خپلو پخوانیو تاکتیکونو ته راستنه شوې ده.

هغې وویل، هغه یو ځل بیا د اورپکو د روزنې کمپونه چلوي او د نشه ییزو توکو د ناقانونه تولید، کان کیندنې او قاچاق ګټې سره شریکوي، او له دغو فعالیتونو څخه ترلاسه کېدونکي عواید په ټوله نړۍ کې خپلو ملګرو ته ور رسوي.

په ايټاليا کې د پوځي چارو افغان شنونکي محمدنعيم غيور وويل، القاعدې يو ځل بيا افغانستان، په متحده ایالاتو باندې د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو څخه مخکې وخت په څېر، په خپل پټنځاي باندې بدل کړی دی.

هغه وویل، «په تېرو دریو کلونو کې، په افغانستان کې د نورو تروریستي ډلو د پیاوړتیا ترڅنګ، القاعده بیا راژوندي شوې ده. که دا کار دوام وکړي، افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ لپاره په یوه لوی ګواښ باندې بدل شي.»

هغه وویل، «د افغانستان وضعیت له نورو هغو هېوادونو سره توپیر لري چې القاعده په کې حضور لري. د یمن، سومالیا او لیبیا په څېر هېوادونو کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو خطر شته، خو دا مهال په افغانستان کې القاعدې ته هېڅ ډول ګواښ نشته.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د افغانستان د اوسني حکومت مسؤلیت دی چې په افغانستان کې د ناامنۍ مخه ونیسي. حکومت باید له نړۍ والې ټولنې سره په شریکه کار وکړي، او هېڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي. د امنیت د ټینګښت لپاره قوي پولیسو، استخباراتو او اردو ته اړتیا ده. د افغانستان نوی جوړ شوی حکومت کولی شي چې له اروپایی اتحادیې او په ځانګړې توګه له ترکیې او تر څنګ یې له هندوستان سره د مذاکراتو له لارې خپل پرسونل وروزي او د افغانستان د ښېرازۍ لپاره په ګډه کار وکړي.

ځواب ورکړئ

نه دا ټول هسی د دښمن تبلیغات دي او په افغانستان کې امن دي او ان شاءالله ټولي نړی ته به ترې امن رسیږي تاسو هم بیځایه نیوکي مه کوي

ځواب ورکړئ

سادات

ځواب ورکړئ

تر ټولو مهمه بیا داده چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه رپوټ په کلکه رد کړی چې ویلي یې وو طالبانو له القاعده شبکې سره د اړیکو پاللو ته دوام ورکړی او دا چې دې ډلې په افغانستان کې نوي روزنځایونه جوړ کړي‌ دي. د طالبان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو خپور کړی بیان مې ولید چې ویلي یې دي "د افغانستان اسلامي امارت دغه ناسم تور په کلکه ردوي... په افغانستان کې د القاعدې اړوند هېڅوک شتون نه لري او نه هم اسلامي امارت چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا په ضد استفاده وکړي." مجاهد دا ادعا هم کړې چې ګوندې د ملګروملتونو له ادرسه د دوی پر حکومت د تورونو لګېدو "یو منظم پروګرام" پيل شوی او "موږ پوهیږو چې د امنیت شورا ځينې غړي هیوادونه طبعا له افغانستان سره خپله کینه پالي او دغه راز افواهات خپروي، خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره یې اړیکې ښيې دي، باید اجازه ورنکړي چې د دغه لوی نړیوال نهاد حیثیت خراب شي او تصامیم یې د څو هېوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخېږي."

ځواب ورکړئ

مخکې له دې چې په نوم دغه افغانانا لکه ضیاء سراج چې اوس داسې څرګندونې کوي، که په خپل ماموریت کې یې دغه ډول مخکې له مخکې اطلاعات لرل، ولې به افغانستان نن د طالبانو په لاس کې و او ولې به د القاعدې د یو ځل بیا راڅرګندېدو او فعالیت اوازې خپرېدې؛ خو هر څوک په خپلو ګټو پسې ګرځي. بل دا چې که هره تروریستي ډله په کوم ځای کې ځای پر ځای کېږي، نو ابر قدرت هېوادونو حتماً د هغې ملاتړ کوي. هیڅ امکان نه لري چې هغه ډله دې په خپل سر فعالیت پیل کړای شي. نو هر هغه هېوادونه چې وايي القاعده په افغانستان کې بیا فعاله شوې او د خطر حس ترې لري، نو مهرباني دې وکړي له طالبانو سره دې خپله همکاري زیاته کړي، څو د القاعده ډلې مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه اوچت شي. دا سمه ده چې طالب هم په خپل خره سپور دی او د چا خبره نه مني، خو که خدای مه کړه د القاعدې په ګډون ورته نورې ډلې ټپلې یو ځل بیا په افغانستان کې ځای پر ځای شي، زیان به یې ټول نړیوال وویني خو ښه ده چې د افغانستان د بقاء لپاره له طالبانو سره په ګډه کار وکړي.

ځواب ورکړئ