د افغانستان په شمال کې د ازبک افراطیانو د فعالیت په هکله د خبرتیا زنګ وغږول شو

د ماکسیم ینیسیېف راپور

یو افغان مزودور کار د ۲۰۱۴ د می په ۲۸مه په بګرام هوایي ډګر کې د یوه موټر په هنداره کې ښودل کېږي. کتونکي وایي چې افراطیان د افغانستان شمالي برخو ته د یوه جذاب هدف په سترګه ګوري ځکه چې هغه د مرکزي اسیا له لارې د مخدرو توکو د قاچاق چینلونو سره نژدې دی. [برینډان سمیالوفسکي/ ای اېف پي]

یو افغان مزودور کار د ۲۰۱۴ د می په ۲۸مه په بګرام هوایي ډګر کې د یوه موټر په هنداره کې ښودل کېږي. کتونکي وایي چې افراطیان د افغانستان شمالي برخو ته د یوه جذاب هدف په سترګه ګوري ځکه چې هغه د مرکزي اسیا له لارې د مخدرو توکو د قاچاق چینلونو سره نژدې دی. [برینډان سمیالوفسکي/ ای اېف پي]

تاشکند -- ازبکستان نړیوالې ټولنې ته د افغانستان په شمال کې د افراطیانو د مخ پر ودې حضور په هکله خبرداری ورکړ او دغه هېواد د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره امنیتي همکاري پراخوي.‌

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د اروپا د امنیت او همکارۍ د موسسې د وزیرانو د شورا غونډې ته چې د ډسمبر په ۸ مه په هامبورګ کې ترسره شوه، وویل چې په افغانستان کې روان فعالیتونه د منځنۍ اسیا سیمې ته ګواښ راولاړوي.

د دغو خبرداریو په ځواب کې، د منځنۍ اسیا هېوادونه او افغانستان په دې کار کوي چې خپل سرحدونه خوندي کړي او د افراطیانو عام ګواښ له منځه وېسي.‌

د اورپکو وهل ټکول

د افغانستان په شمال کې د افراطیانو په فعالیتونو کې د زیاتوالي یو دلیل د اورپکو د ډلو تر منځ پخپلو کې جنګ دی.‌

د امام بخاري جماعت یو اورپکی د نومبر په ۲۱مه په یوه نامعلوم ځای کې خپله وسله ښیي.‌ [د افراطیانو له یوې ویډیو څخه د ماکسیم ینیسیېف له خوا اخیستل شوی سکرین شاټ]‌

د امام بخاري جماعت یو اورپکی د نومبر په ۲۱مه په یوه نامعلوم ځای کې خپله وسله ښیي.‌ [د افراطیانو له یوې ویډیو څخه د ماکسیم ینیسیېف له خوا اخیستل شوی سکرین شاټ]‌

د ازبکستان اسلامي حرکت چې له هغو ازبک اورپکو څخه تشکیل شوی دی چې له خپل وطن څخه وتلي،‌ له ډېرو کلونو راهیسې،‌ په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو او القاعدې د یوه ملګري په توګه کار کاوه.‌

په ۲۰۱۵ کال کې،‌ د یادې ډلې قوماندان عثمان غازي د داعش سره بیعت وکړ. د هغه کال په وروستیو کې، طالبانو د افغانستان په زابل ولایت کې د ازبکستان اسلامي حرکت ته سخت تلفات ور واړول.‌ له هغه وخت راهیسې د غازي په هکله څه نه دي اورېدل شوي.‌

د دې کال په جون کې،‌ د ازبکستان د اسلامي حرکت له میاشتو میاشتو چوپتیا وروسته،‌ یوه ډله چې ځانونه یې د ازبکستان د اسلامي حرکت پاتې غړي بلل په ټولنیزو رسنیو راښکاره شوه او ویې ویل چې هغوی اوس بېرته د طالبانو لوري ته ورګرځي.

په عین حال کې، د اورپکو یو بل ګروپ، چې اکثر د بېلابېلو هېوادونو له ازبک نژادو څخه تشکیل شوی دی،‌ او د امام بخاري جماعت (IBJ) په نامه یادېږي، له کلونو راهیسې د سوریې د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.

د امام بخاري جماعت، چې د سوریې په ایدلیب ولایت کې یې د داعش تر څنګ جګړه کوله، هم د جولای په میاشت کې له طالبانو سره بیعت وکړ.‌

هغه کسان چې د ازبکستان اسلامي تحریک څخه ژوندي پاتې دي لا له پخوا راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو داسې راپورونه موجود دي، چې د امام بخاري جماعت په سوریه کې د اورپکو له مسلسلو ماتېدنو څخه وروسته افغانستان ته راځي. دا په دې مانا چې په افغانستان کې به د اورپکو شمېر لا نور زیات شي.‌

په عین حال کې،‌ داعش -- د ازبکستان د اسلامي حرکت د لنډ‌ وخت ملګری او اوس بیا دښمن -- هڅه کوي چې په افغانستان کې ځان ته د پښو اېښودلو ځای پیدا کړي، خو طالبان هغوی ته د خپل حریف په سترګه ګوري او پرېکړه یې کړې چې له منځه یې وېسي.‌

کتونکو ته خبرتیایي زنګ ووهل شو

د افغانستان د وضعې په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ډسمبر د وړاندوینې په اساس چې د نومبر په ۳۰ مه خپره شوه،‌ افغان او ایتلافي ځواکونو د داعش د افغاني څانګې تر واک لاندې سیمه ډېره تنګه کړې ده.‌

د ملګرو ملتونو په څېر کتونکیو په نظر،‌ البته د داعش دا نه وړتیا چې په ننګرهار ولایت کې له خاص ساحې څخه وځي په ټول هېواد کې د امام بخاري جماعت د اورپکو لپاره چې له سوریې څخه راوځي او د ازبکستان د اسلامي تحریک د اورپکو لپاره ښه فرصت برابروي، چې بېرته په خپلو هېوادونو باندې حملې وکړي.‌

د مثال په توګه،‌ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي حمایې او د بندیزونو د څارنې ټیم د اکتوبر په ۴مه د افغانستان د امنیتي وضعې په هکله په خپل اوم راپور کې وویل چې په هلمند ولایت کې ډېر ازبک نژاده او تاجک نژاده اورپکي موجود دي.‌

د ملګرو ملتونو ټیم لیکلي دي،‌ «افغان مقامات په دې عقیده دي چې ښایي هغوی د کتیبات امام بخاري ګروپ [IBJ] غړي وي،‌ چې د طالبانو د تحریک ... نوي مشر سره یې بیعت کړی او پخوا د سوریې عربي جمهوریت څخه افغانستان ته راوستل شوي دي.‌ جیګپوړي افغان چارواکي داسې ارزونه کوي چې په افغانستان کې د هغو جنګیالیو حضور د دې لپاره وو چې د هېواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو په سیمو کې د ملاتړو یوه شبکه جوړه کړي،‌ تجربه ترلاسه کړي او احتمالا خپلو اصلي هېوادونو ته د ستنېدلو لپاره تیاری وکړي.»‌

د ملګرو ملتونو ټیم د اکتوبر په میاشت کې خبرداری ورکړ چې،‌ «د هغو ترهګرو فعالانو تر منځ‌ شبکوي ارتباطات چې دا وخت په افغانستان کې فعالیت کوي دا ښیي چې دغه ګواښ افغانستان پورې محدود نه دی.‌ تر موجودو شرایطو لاندې،‌ هغه دا زور لري چې په ټوله پراخه سیمه او همدارنګه په نړیواله ټولنه کې نفوذ وکړي.»‌

د ترهګرو احتمالي پټنځای

د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په خبرداري کې راغلي چې،‌ شمالي افغانستان -- چې د منځنۍ اسیا درې جمهوریتونو سره سرحدونه لري -- کېدای شي چې د ځای بدلوونکیو اورپکو لپاره د پخېدلو ځمکه وګرځي.‌

په تاشکند کې د سیاسي چارو یوه کارپوه امېد اسدالله یېف له کاروانسرای سره په خبرو کې وویل،‌ « شمالي افغانستان د افراطیانو لپاره ډېر جذاب دی ځکه چې هغه د مرکزي اسیا له لارې د مخدرو توکو د قاچاق چینلونو،‌ او همدارنګه هغو ډېرو ازبک او تاجک وګړو سره نژدې دی چې د ازبکستان او افغانستان سرحدونو سره نژدې ژوند کوي،»

د شریکو نژادونو لرونکي دغه وګړي کولی شي چې اورپکو ته د دې فرصت په لاس ورکړي چې د نورو په منځ کې ننوځي او د ځانونو لپاره خواخوږي پیدا کړي.‌

د ایشیا فاونډېشن د ۲۰۱۲ کال د سروې له مخې، د افغان وګړو ۹٪ خپل ځانونه ازبک او ۳۳٪ نور ځانونه تاجک معرفي کوي.‌

اسدالله یېف وویل،‌ «داسې تنظیمونه لکه په سوریه او عراق کې د امام بخاري جماعت نشي کولی چې په ټولنه کې [د عربو ترمنځ] ځانونو ته بنسټ جوړ کړي او یوازې له بهر څخه ملاتړي استخدام کړي.‌ که چېرې هغوی [د خپلو نژادي ګروپونو] د خورو ورو وګړو تر منځ کار وکړي، کېدای شي چې د هغوی فعالیت لا نور خطرناک وګرځي.»

د اورپکو پر ضد سیمه ییزه همکاري

د سیمې مقامات چې افغانستان ته د منځنۍ اسیا د اورپکو د راتګ راپورونه یې ترلاسه کړي دي هڅه کوي چې یوه عمومي ستراتیژي جوړه کړي.‌

د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او د همګټو خپلواکو هېوادونو د استخباراتي ادارو کارپوهانو د ډسمبر په ۷ مه په بشکېک کې مشورې وکړې.‌

د همګټو خپلواکو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز د مطبوعاتو د ادارې د راپور په اساس، « اصلي موضوع... امنیت وو چې د بهرنیو اورپکو ترهګرو د وضعیت په پام کې نیولو سره چې بېرته سیمې ته راستنېږي،‌ او دا چې په منځنۍ اسیا کې څنګه د هغوی د استخدام د فعالیت مخه ونیول شي، خبرې وشوې.»

یاده موسسه د اکتوبر په میاشت کې په دې سره سلا شوه چې د راتلونکی مۍ او جون په میاشتو کې په تاجکستان کې د ترهګرۍ ضد ګډ تمرینونه وکړي.

په عین وخت کې، افغانستان او د هغه ګاونډي هېوادونه یو شمېر پوځي، ډپلوماټیک او حتی داسې اساسي نوښتونه تعقیبوي چې د اورپکو د پرمختګ مخه ډپ کړي.‌

د مثال په توګه،‌ د اکتوبر په میاشت کې، ازبکستاني او افغان چارواکو په تاشکند کې داسې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې هغوی ته یې دا وړتیا ورکړه چې یو له بل سره افراطیان او نور مجرمان تبادله کړي.‌

د افغانستان په شمالي فاریاب او جوزجان ولایتونو کې،‌ د ځاني دفاع «اربکي» ډلګۍ چې د ترکمن نژاد اقلیت له خوا جوړې شوې دي د طالبانو او نورو افراطي ګروپونو پر ضد جګړه کوي.‌

په عین حال کې،‌ افغان ځواکونه په منظمه توګه داسې عملیات ترسره کوي چې په شمال کې د هغوی له خوا د جوړو شویو پټنځایونو څخه اورپکي وژني یا یې تېښتې ته مجبوروي.‌

د ورځنیو عملیاتو په لړ کې، په پراخه کچه هڅو کې د شفق ۱ او شفق ۲ عملیات شامل دي، چې دویم یې د ډسمبر په ۹مه پیل شو.‌

په شفق ۱ کې، چې د مارچ په میاشت کې ترسره شو، د راپورونو له مخې په کندهار، زابل، اروزګان او ډایکنډي ولایتونو کې لسګونه اورپکي ووژل شول.‌

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري کاروانسرای ته وویل،‌ افغان سرتېري د هغو اورپکو پر ضد چې په شمال کې د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو سوله او ثبات ګواښي په کلکه جګړه کوي.‌

[له کابل څخه اعزازالله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500