کابل -- چارواکو سلام ټایمز ته وویل، افغان ځواکونه د هېواد په شمالي ولایتونو کې له راټولو شویو بهرنیو جنګیالیو سره د مقابلې لپاره ګامونه اخیستل پیلوي.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رخیم زاده د جنورۍ په میاشت کې په دوشنبه کې د خبرو کولو پر وخت، په افغانستان کې د تاجکستان د پولې په اوږدو کې له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پورې تاجکستاني او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو د جنګیالیو حضور تایید کړ.
په ولسي جرګه کې د کندوز یوه استازي عبدالودود پیمان د رخیم زاده له خوا ورکول شوی شمېر تایید کړ.
له سلام ټایمز سره د خبرو کولو پر وخت، هغه په شمال کې د اورپکو د شمېر د «ډېرېدا» په هکله اندېښنه ښکاره کړه.
دوه سرچینو سلام ټایمز ټه وویل، د افغانستان په شمال کې په راټولو شویو اورپکو کې د بېلابېلو ملتونو او ډلو خلک موجود دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، په طالبانو او داعش سربېره له تاجکستان او ازبکستان سره د پولې په اوږدو کې جماعت انصارالله (یو تاجک ګروپ) او د ازبکستان اسلامي حرکت هم فعال دي.
متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، د تاجکستان، ازبکستان، چیچنیا، پاکستان، منځني ختیځ، ختیځې اسیا او نورو ځایونو اورپکو د افغانستان شمال ته نفوذ کړی دی، او زیاته یې کړه چې نوموړی د اورپکو د دغو ډلو د اندازې په هکله معلومات نه لري.
افغان مقامات د تاجکستان سرحد سره د منځنۍ اسیا د اورپکو د راټولېدا په هدف نه پوهېږي، خو د راپورونو له مخې تاجک او افغان عسکر هغوی څاري.
د تخار ولایت یوه اوسېدونکي خالد محمدي سلام ټایمز ته وویل، د هغو بهرنیو جنګیالیو له ډلې څخه یو شمېر د تخار ولایت په لیرې پرتو سیمو کې له خپلو کورنیو سره اوسېږي.
هغه وویل، هغوی د «جهاد» تر عنوان لاندې د امنیتي ځواکونو او افغانانو په مقابل کې جنګ کوي.
د افغانانو غبرګون
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، هغو افغان عسکرو چې د بدخشان، تخار، جوزجان او کندوز په ولایتونو کې جګړه کوي ازبک او تاجک ترهګر ګروپونه سخت ځپلي دي.
هغه زیاته کړه، که ضرورت شي، اردو به د هغوی د ځپلو لپاره لویې حملې پيل کړي.
متقاعد جنرال امرخېل سلام ټایمز ته وویل، «افغان سرتېرو بهرنیو جنګیالیو ته سخت تلفات وراړولي دي.» هغه د لا نورو عملیاتو او د هغوی د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه.
د سرپل ولایت د امنیې قوماندان عنایت الله حبیبي ځایي رسنیو ته وویل، افغان عسکرو د جنورۍ په ۲۰مه په دغه ولایت کې د ترکمنستان او قزاقستان دوه اتباع ونیول.
په دغو دوه تنو باندې له طالبانو سره د کار کولو تور لګېدلی دی. هغو عسکرو چې دوی یې نیولي دي ۴ تنه طالبان وژلي دي.
په یوه خبري کانفرانس کې، یادو دوه کسانو خپله ملامتیا منلې ده، او ویلي یې دي چې اورپکو هغوی افغانستان ته د دې لپاره راغوښتي ول چې «جهاد» وکړي.