تروريزم

له تاجک - افغان پولې سره د اورپکو راټولیدا د خطر د زنګ اواز پورته کړی دی

د ندین بهرام راپور

د اکتوبر په ۱۵مه په درواز ولسوالۍ کې د سرحد د تاجکستان له خوا د یوې افغانې کورنۍ کور ښکاري. [ندین بهرام]

د اکتوبر په ۱۵مه په درواز ولسوالۍ کې د سرحد د تاجکستان له خوا د یوې افغانې کورنۍ کور ښکاري. [ندین بهرام]

دوشنبه -- تاجک او افغان مقامات له تاجکستان سره د پولې په اوږدو کې په افغان خاوره باندې د اورپکو د بدمرغې راټولیدنې په هکله خبر ورکوي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رخیم زاده د جنورۍ په ۲۰مه په دوشنبه کې په یوه خبري کانفرانس کې کاروانسرای ته وویل، د اورپکو په بیلابیلو ګروپونو کې تاجکان او نور بهرني جنګیالي هم موجود دي.

هغه وویل، «زمونږ د معلوماتو په اساس، په ... سرحد کې شمیر د ۱۰ زرو او ۱۵ زرو تر منځ دی. دغه حالت زمونږ اندیښنه راپورته کړې ده.»

د دې ټکي په ویلو سره، رخیم زاده اطمینان ورکړ چې، «تاجکستان له افغانستان سره په سرحد پوره کنټرول لري.»

د ۲۰۱۶ په مني کې د نویو روزل شویو طالب جنګیالیو عکسونه د طالبانو په پلوي ویب سایټونو او ټولنیزو رسنیو خپاره شول. [فایل]

د ۲۰۱۶ په مني کې د نویو روزل شویو طالب جنګیالیو عکسونه د طالبانو په پلوي ویب سایټونو او ټولنیزو رسنیو خپاره شول. [فایل]

افغان مقاماتو له تاجکستان سره نژدې د اورپکو حضور تایید کړ.

د قوماندان جنرال بابه جان په وینا د افغانستان د ۷۰۷ پامیر پولیس یونټ په سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې خواوشا ۷ زره اورپکي له امنیتي ځواکونو سره جنګ کوي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، هغه د فبرورۍ په ۱ وویل، «زمونږ د مسؤلیت په ساحه کې تر ۶۰۰ پورې بهرني اورپکي او د هغوی کورنۍ موجود دي.»

هغه د بهرنیو جنګیالیو د اصلیت په هکله جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې افغان ځواکونه تیار دي چې په شمال زون کې د یاغیانو پټنځایونه پاک کړي او د لا نور پرمختګ مخه یې ونیسي.

د اوږده سرحد څوکیداري

د تاجکستان د کورنیو چارو د وزارت د داخلي سرتیرو افسر چې غوښتل یې نوم یې وانه خیستل شي کاروانسرای ته وویل، په افغان لوري کې د موجودو اورپکو «هویت معلومول ډیر سخت دي.»

افسر وویل، دغه اورپکي ۱۰۰ ترهګرو او افراطي ګروپونو پورې تړلي دي، خو اکثر یې طالبانو، داعش او د ازبکستان اسلامي حرکت پورې تړاو لري.

افسر له افغانستان سره د تاجکستان د ۱۳۴۴ کیلومتره اوږدې پولې د ساتنې په برخه کې د تاجکستان د ننګونې په وړاندې د نړیوالې توجه غوښتنه وکړه.

هغه وویل، «په منځنۍ اسیا کې بل هیڅ هېواد له افغانستان سره دومره اوږده پوله نه لري. سرحد په غرنیو او ډبرینو سیمو کې واقع دی، چې څارنه یې سختوي.»

افسر وویل، افغانستان د هغو اورپکو لپاره د راټولیدلو په ځای بدل شوی «چې نشي کولی په سوریه یا عراق کې د ځانونو لپاره ځای پیدا کړي» چې دغه کار امنیتي حالت لا نور ننګوونکی ګرځولی دی.

له افغان لوري نه د سرحد ننداره

د دې لپاره چې د سرحد د افغاني لوري په هکله لا نور معلومات ترلاسه کړي، د کاروانسرای یو خبریال د جنورۍ په ۲۸مه په کندوز ولایت کې د دوه کلیو اوسیدونکیو سره تماس ونیو.

د امام صیب یو پخوانی اوسیدونکی، رشید د سلطان زوی، له خپلې کورنۍ سره یوځای درې میاشتې مخکې کابل ته تللی دی.

هغه وویل، دوامدارې جګړې او بې ثباتۍ هغوی دې ته اړ کړل چې وځي.

هغه کاروانسرای ته وویل، «یا طالبان راځي او حمله کوي، یا له هغوی وروسته حکومتي مقامات راځي. طالبان ډیر ظالمان دي. هغوی خواړه او پناه غواړي.»

هغه وویل، «ډیر خلک خپل کورونه ترک کوي. ځینې یې کابل ته ځي. نور له وطن نه وځي... وضعیت د خرابیدلو خوا ته روان دی.»

د اورپکو داخلي اختلاف

کاروانسرای هڅه کوله چې د افغانستان په دشت ارچي کې له یوې داسې کورنۍ سره خبرې وکړي چې تاجکي منشأ یې لرله، خو له دوه داسې سړیو سره مخامخ شوه چې ځانونه یې د طالبانو په توګه معرفي کړل.

د دلاور په نامه یوه کس چې ځان یې طالب معرفي کړ، کاروانسرای ته وویل، «هغه کورنۍ چې دا نمبر یې کاراوه دوه میاشتې مخکې له دې ښار نه کډه شوې ده،»

د محمد په نامه بل کس چې ځان یې د طالب په توګه معرفي کړ، کاروانسرای ته د طالبانو او د داعش تر منځ د سخت اختلاف په هکله خبرې وکړې.

هغه وویل، «مونږ د داعش غړو سره په دوامداره جګړه کې یو،»

هغه وویل، «د سرحد په اوږدو کې پراته اکثر اورپکي طالبان دي،» او زیاته یې کړه چې جماعت انصارالله، اسلامي جهادي اتحاد (د ازبکستان د اسلامي حرکت یو جلا شوی ګروپ» او د ترکمنستان اسلامي ګوند ځینې هغه نور اورپکي ګروپونه دي چې د تاجک - افغان پولې په اوږدو کې سره راټول شوي دي.

د طالبانو د مدعي غړو ادعاوې په مستقل ډول تایید نشوې.

تاجکستان ته احتمالي ګواښ

په دوشنبه کې د افغان چارو یوه کارپوه دوست محمد دوست وویل، که څه هم چې تاجکستان په خپله پوله سخته ګزمه کوي، په افغانستان کې نژدې اورپکي «بې له شکه د تاجکانو ملي امنیت ته ګواښ پیښوي.»

هغه له کاروانسرای سره په خبرو کې «په سرحد باندې د نا ارامۍ یا ځایي جګړې» په هکله د اندیښنو په څرګندولو سره وویل، «مونږ باید هغوی ته اجازه ورنه کړو چې تاجکستان ته نفوذ وکړي،»

دوست وویل، «زمونږ سرحدي ساتوني او اردو په لوړه کچه د جګړې لپاره تیارسۍ ده. مونږ داسې ستراتیژیک شریکان لرو چې وبه کولی شي چې په صحیح وخت کې له مونږ سره مرسته وکړي.»

د ختلون ولایت د شوراباد یوه اوسیدونکي شخرت پ وویل، ځینې وختونه تاجکان کولی شي چې له افغان لوري څخه ډزې واوري.

هغه کاروانسرای ته وویل، «مونږ د ټوپکو له ډزو سره بلد شوي یو، خو سرحدي ساتونکي تل هلته نژدې موجود وي، نو مونږ نه ویرېږو.»

د پارلمان یوه غړي او د تاجکستان د امنیت شورا پخواني منشي امیرکل عظیموف کاروانسرای ته وویل، «زه اطمینان ورکوم چې په پوله کې به بې ثباتي رامنځته نشي. ټول امنیتي ځواکونه زمونږ له سرحدونو څخه په دفاع کې بوخت دي.»

د تاجک سرحدي ساتونکوو یوه افسر چې ویې غوښتل چې هویت یې پټ وساتل شي تایید کړه، «مونږ شپه او ورځ د جګړې لپاره تیارسۍ یو.»

هغه کاروانسرای ته وویل، «هیواد دا امکانات لري چې خپل سرحد پرې وساتي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خو مونږ باید دا په یاد ولرو چې دا ټول تیاري یا چمتووالي د دې لپاره دي چې داعش د افغانستان شمال ته راوستل شي، چې متحده ایالات وکولی شي چې ترهګري په شمال باندې د حملې د یوې بهانې په توګه استعمال کړي او بې ګناه مسلمانان ووژني. د داسې عملونو په نتیجه کې، د افغانستان خلک به مجبور شي چې د متحده ایالاتو یوه دایمي اډه قبوله کړي، چې هغه به بیا د روسیې او چین لپاره یو ګواښ وي.

ځواب ورکړئ