امنیت

د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو د پخواني شوروي د ګاونډیانو پخوانۍ وېرې تازه کړې

د سلام ټایمز او اېف پي راپور

طالب جنګیالي د وږي په ۹مه په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې د یوه سړک پرغاړه سره راټولېږي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

طالب جنګیالي د وږي په ۹مه په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې د یوه سړک پرغاړه سره راټولېږي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

ترمذ، ازبکستان -- په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو د دغه هېواد د پخوانیو شوروي ګاونډیانو لپاره، چې د افراطیانو له ګواښ او د کډوالو له ناورین څخه وېرېږي، بدې خاطرې تازه کړي دي.

په داسې حال کې چې دغې جنګي ډلې هېڅکله هم د افغانستان له پولو څخه د بهر قلمرو د نیولو هڅه نه ده کړې، د هغوی د دوه لسیزو پخوانۍ واکمنۍ یو ځل بیا د منځنۍ اسیا په ګاونډیو هېوادونو کې بې باوري رامنځته کړې ده.

که څه هم چې اوسېدونکي د نویو ګاونډیانو د ورتګ لپاره ځانونه چمتو کوي، اوس د سیمې حکومتونه ځانونه دې ته تیاروي چې یو ځل بیا د هغوی قلمرو ته بې ثباتي لاره وکړي.‌

د افغانستان سرحد سره نږدې د ازبکستان په ترمذ ښار کې یوه ۲۶ کلن سوداګر عبدالعزیز مخمدجانوف وویل، «که کډوال راشي، موږ به خپل کور او مالګه او ډوډۍ هغوی ته ورکړو. نور موږ څه کولی شو؟»

یو عکس چې د زمري په ۲۴مه اخیستل شوی، په امو سیند د جوړ شوي دوستۍ پله په ۲ کیلومترۍ کې له یوې پوستې سره نږدې د اغزن سیم یوه کټاره ښیي چې ازبکستان او افغانستان له ترمذ سره نږدې یو له بله جلا کوي. ازبکستان د منځنۍ اسیا د هغو درې هېوادونو په ډله کې دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري. [تیمور اسماعیلوف/ای اېف پي]

یو عکس چې د زمري په ۲۴مه اخیستل شوی، په امو سیند د جوړ شوي دوستۍ پله په ۲ کیلومترۍ کې له یوې پوستې سره نږدې د اغزن سیم یوه کټاره ښیي چې ازبکستان او افغانستان له ترمذ سره نږدې یو له بله جلا کوي. ازبکستان د منځنۍ اسیا د هغو درې هېوادونو په ډله کې دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري. [تیمور اسماعیلوف/ای اېف پي]

له کابل څخه تښتېدلي افغان کډوال د وږي په ۷مه د کوسووو په پریستینا ښار کې د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو له یوې الوتکې څخه ښکته کیږي. [ارمند نیماني/ای اېف پي]

له کابل څخه تښتېدلي افغان کډوال د وږي په ۷مه د کوسووو په پریستینا ښار کې د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو له یوې الوتکې څخه ښکته کیږي. [ارمند نیماني/ای اېف پي]

روسیه چې په دې سیمه کې د یوه پخواني قدرت په توګه یې له منځنۍ اسیا څخه غوښتي چې افغانانو ته د پناه ورکولو په هکله د لوېدیځ غوښتنه رد کړي، دغه ډول یو احساس نه لري.

له افغانستان څخه د لوېديځ په لور تګ

که څه هم چې دغه کډوال ازبکستان ته رسېدلي دي، لاکن حکومت وایي چې هغوی ته به یواځې له دې هېواد څخه د تېرېدلو اجازه ورکړي.

د زمري په ۲۹مه دغه هېواد وویل چې د تاشکند د هوایي ډګر له لارې یې تقریبا ۲۰۰۰ کسانو ته چې اکثریت یې د اروپایي هېوادونو هغه اتباع ول چې په افغانستان کې یې کارونه کول او یو شمېر یې افغانان ول مرسته کړې ده چې له افغانستان څخه وځي او لوېدیځ ته لاړ شي.

دغه راز دغه هېواد ویلي چې ۱۵۰ تنه افغانان یې له طالبانو سره له خبرو اترو او هغوی ته د امنیت د تضمین له ترلاسه کولو څخه وروسته افغانستان ته بېرته لېږلي دي.

لاکن بیا هم داسې راپورونه خپاره شوي چې یو ګن شمېر کډوال د امو سیند له لارې ازبکستان ته تېر شوي او د افغانستان د سفارت یوه کارمند ویلي چې په ترمذ کې د کرونا وایرس مرکز د هغوی له جملې څخه ۱۵۰۰ کسانو ته ځای ورکړی دی.

تاشکند د دې وضعیت په هکله څه نه دي ویلي.

مخمدجانوف او د افغانستان سرحد سره نږدې د ترمذ نورو اوسېدونکیو د کډوالو د ور اوښتلو د راپورونو په هکله حیرانتیا ښودلې، په داسې حال کې چې ازبکستان ای اېف پي ته اجازه نه ده ورکړې چې له سرحد سره نږدې د کرونا وایرس مرکز او یوه کمپ څخه لیدنه وکړي.

له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ کالونو پورې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر وخت، د ازبکستان اسلامي تحریک (آی اېم یو) په افغانستان او پاکستان کې خپل ځان غښتلی کړ.

د ازبکستان اسلامي تحریک په ۱۳۷۸ کال کې په قرغزستان باندې په یوه زړور برید سره چې د لنډ وخت لپاره یې یوه قریه ونیوله، سیمه حیرانه کړه. ازبکستان د هماغه کال په لومړیو کې په تاشکند کې د بمي بریدونو پړه په همدغه ګروپ باندې ور واچوله.‌

د پیتسبورګ پوهنتون استاد جنیفر بریک مرتضی شویلي وویل، داسې باور موجود دی چې د ازبکستان اسلامي تحریک تر ډېره یو مات شوی ځواک دی، لاکن د هغه پاتې شوني او په افغانستان کې نورې جنګي ډلې چې د هغوی په منځ کې د منځنۍ اسیا خلک موجود دي،‌ اوس هم کېدی شي یو ګواښ رامنځته کړي.

هغه وویل، «طالبانو هېڅکله هم په منځنۍ اسیا کې کوم اقدام نه دی کړی، لاکن د هغوی په لیکو کې د منځنۍ اسیا جنګیالي شته چې کولی شي له هغوی څخه د منځنۍ اسیا پر وړاندې د یوه امتیاز په توګه استفاده وکړي.»

په ورته وخت کې، په منځنۍ اسیا کې د روسیې د پوځي فعالیتونو ډېرښت چې په ښکاره د افغانستان له لوري د طالبانو د هر ډول ګواښ پر وړاندې ترسره شوي دي، کتونکي د کریملین د حقیقي ارادو په هکله کم باوره کړي دي.

مسکو چې په منځنۍ اسیا کې یې خپل نظامي تمرینات زیات کړي، ویلي دي چې له افغانستان سره ګاونډيو هېوادونو د وسلو د اخیستلو لپاره ترې نوې غوښتنې کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د زمري په میاشت کې خبرداری ورکړ چې ښایي جنګیالي «د کډوالو په جامه کې» سیمې ته ننوځي.

خو د روسیې رژیم له دواړو لوریو سره لوبه پرمخ وړي، او لږ تر لږه له ۱۳۹۴ کال راهیسې طالبان په وسلو سمبالوي او مالي مرستې ورکوي.‌

امنیت به د ټولو په سر کې وي

د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د پخواني شوروي له درې هغو هېوادونو څخه چې له افغانستان سره سرحد لري، یواځې تاجکستان چې مسکو په کې اډه لري، له طالبانو سره د رسمي خبرو اترو له ترسره کولو څخه ډډه کړې ده.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په وروستیو کې له افغانستان سره د ۱۳۰۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې «د ترهګرو ډلو» د راټولېدلو په هکله شکایت کړی دی.

تاجکستان هغه راپورونه رد کړي چې وایي د افغانانو یوې ډلې ته یې چې تر ډېره په قوم تاجک دي او د پنجشېر په لیرې پرته دره کې د طالبانو پر ضد مقاومت کوي، نظامي وسایل لېږلي دي.

دغه بې وزلی جمهوریت چې په ۱۳۷۰مو کالونو کې له یوه پنځه کلن داخلي جنګ څخه وروسته په کې د اسلام پالو او سیمه ییزو ځواکونو ائتلاف د حکومت له خوا مات کړای شو، له اسلام څخه د ډار په هکله خپل دلایل لري.‌

سربېره پر دې، په افغانستان کې مېشت جماعت انصارالله (جي ای) چې د طالبانو پلوي افراطي ګروپ دی په مکرر ډول ژمنه کړې چې د تاجکستان حکومت رانسکور کړي. جماعت انصارالله تر ډېره د تاجکستان له اصلي اوسېدونکیو څخه جوړ شوی دی.

په پاریس کې د ټولنیزو علومو د پرمختللیو څېړنو پوهنتون (EHESS) کې یوه کتونکي څېړونکي پروېز ملاجانوف وویل، «کېدی شي چې د ترکمنستان او ازبکستان لپاره قوي اقتصادي ملاحظات لومړیتوب ولري او دا کار له طالبانو سره نږدې اړیکو ته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړه، «د تاجکستان لپاره امنیت لومړۍ درجه اهمیت لري.»

د ازادۍ راډېو تاجکي څانګې د شنبې په ورځ‌ /د وږي ۶مه/ راپور ورکړ چې، تاجکستان شاوخوا ۱۰۰۰ تنو افغان وګړو ته د متحده ایالاتو له خوا د بې ځایه کېدلو تنظیم شوي پروګرام لاندې، لنډمهالې پناه ورکړې ده.

دغه افغانان د کولاب هوایي ډګر سره نږدې د خېمو په یوه کمپ کې مېشت شوي دي.‌

ترکمنستان هم څرګنده کړې ده چې تیار دی مهاجرین ومني.

په ورته وخت کې، قزاقستان او قرغزستان اعلامیې خپرې کړي او ویلي یې دي چې د ټولنیزو رسنیو د اوازو پر خلاف یې د مهاجرینو له منلو سره موافقه نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500