تاشکند -- د طالبانو تاوتریخوالی د ازبکستان - افغانستان سرحد ته رسېدلی، چې ازبک لوري ته یې د اوسېدونکیو تر منځ جدي اندېښنې راپورته کړي دي.
ازبکستان له افغانستان سره ۱۴۴ کیلومتره اوږده پوله لري چې د امو سیند په اوږدو کې پرته ده.
د حیرتانو د دوستۍ پول چې شوروي پوځ په ۱۳۶۸ کې د وتلو لپاره پرې تېر شو، د اوښتلو را اوښتلو یوه سرحدي دروازه ده چې د سرخاندریا ولایت له مرکز ترمذ څخه یواځې ۱۸ کیلومتره لیرې پرته ده.
د غبرګولي په میاشت کې په بېلابېلو پېښو کې په لسګونو افغان سرتېري د ازبکستان خاورې ته واوښتل چې دا د جنګ زور او قوت ښه په ګوته کوي.
دلنواز جابرووا چې ۳۴ کاله عمر لري، وویل، هغې هېڅکله هم فکر نه کاوه چې د جنګ د ډزو غږونه به د هغې له کور سره په دومره نږدې ځای کې واورېدل شي.
جابرووا وویل، د هغې کورنۍ چې د سرخاندریا ولایت په ترمذ ولسوالۍ کې ژوند کوي، نشي کولی هغه څه له پامه وغورځوي چې د سرحد پورې غاړې ته روان دي.
جابرووا وویل، «ما ډزې او چیغې اورېدلي دي. هر ځل زه مجبوره یم چې د ماشومانو د غلي کولو لپاره هغوی ته وضاحت وکړم. هغوی وېرېږي.»
نوموړې وویل، «موږ مطمئن نه یو چې هغوی [طالبان] به په سرحد را وانه وړي چې له موږ نه د موټر په مزله ۱۰ - ۱۵ دقیقې لاره ده. موږ باید دا متل هېر نه کړو چې وایي: ستاسو د ګاونډي سوله او ارام ستاسو سوله او ارام دي.»
هغې وویل، «موږ په خپل هېواد کې د سولې او د هغو کسانو لپاره چې زموږ د مورني وطن له سرحدونو څخه دفاع کوي، دعا کوو.»
په ترمذ کې یوه ښوونکي محی الدین بېګمکولوف وویل، د خپلواکۍ سهار (۱۳۷۰) کې، ازبکستان سرحد بند کړ.
د ازبکستان لومړي ولسمشر اسلام کریموف سرحد بند وساته.
بېګمکولوف وویل، اوس له افغانستان سره د دوستۍ د اړیکو له جوړولو څخه وروسته هر څه بدلېږي.
هغه وویل، «اوس اوړی دی، او زه ډېر وخت بهر تېروم. تاسو کولی شئ چې په منظمه توګه ډزې واورئ؛ موږ ټول یې اورو.»
نوموړي وویل، «زه په دې باور یم چې زموږ ولسمشر به له سرحد څخه د سرغړونو اجازه ورنه کړي.»
افغان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۴مه/ تاشکند ته را ورسېد چې په «منځنۍ او جنوبي اسیا: سیمه ییز اتصال، ننګونې او فرصتونه» ګڼ ملتیزه غونډه کې برخه واخلي.
تمه ده چې غني د خپل سفر په ترڅ کې له ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف سره وګوري او په افغانستان کې د وضعیت په هکله سره خبرې اترې وکړي.
په لندن کې مېشتې ژورنالستې شاهدې تولاګانووا وویل، ښایي چې په افغانستان کې روان کړکېچ په ازبکستان او تاجکستان دواړو کې تلفات رامنځته کړي، ځکه چې دغه دواړه هېوادونه له افغانستان سره سرحد لري.
تولاګانووا وویل، «د دې لپاره باید هره هڅه وشي چې په سرحد باندې وضعیت نورمال شي او جنګ پای ته ورسېږي. موږ نه پوهېږو چې د طالبانو راتلونکي هدفونه او کارونه به څه وي،»
سولې ته ګواښ
د پلیخانوف د اقتصاد د روسي پوهنتون د تاشکند څانګې یوه استاد رونشن نظروف وویل، «د طالبانو ضد واحدونو جنګیالي ډېر ځلې هم پخوا او هم اوس د ازبکستان په پوله باندې را اوښتي دي.»
هغه وویل، «د هغوی په منځ کې ډېر ازبک نژادي خلک هم شته، او ازبکستان باید هغوی ته خوندي ځایونه ورکړي، البته نه یواځې ازبکانو بلکې د هر قوم؛ تاجکانو، ترکمنانو، هزاره ګانو او حتی د طالبانو مخالفو پښتنو قوميت لرونکو ته خوندي ځایونه ورکړي.»
هغه زیاته کړه، «خو دا باید موقت وي... کډوال باید د افغانستان هغو سیمو ته بېرته ولېږل شي چې د طالبانو د مخالفو ځواکونو له خوا کنټرولېږي.»
نظروف وویل، د همګټو خپلواکو دولتونو (سي آی اېس) په جنوبي سرحدونو کې د تر ټولو ډېر متجاوز ځواک په توګه د طالبانو راپورته کېدل څه مثبت شګون نه لري.
هغه وویل، «موږ باید په یاد ولرو چې دا ټول کالونه، د طالبانو ضد مقاومت په یوه تاجک - ازبک قومي ائتلاف باندې متکي وو، او طالبان د ټولو تاجکانو او ازبکانو پر وړاندې؛ که افغان وي که د همګټو خپلواکو دولتونو (سي آی اېس) اوسېدونکي وي، ډېر منفي نظر لري.»
هغه زیاته کړه، «سربېره پر دې، که هغوی په ټول افغانستان کې قدرت ترلاسه کړي، د نفوذ د حوزو، او په ځانګړې توګه د نشه ییزو توکو د قاچاق په سر به، چې په ننني افغانستان کې تر ټولو ډېر ګټور تجارت دی، یوه نړۍ واله جګړه ونښلي.»
نظروف وویل، واک ته د طالبانو رسېدل سولې ته یو منظم او نه ټکنی کېدونکی ګواښ دی، او دا ضروري ده چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او په سیمه کې او له سیمې څخه بهر د ټولو طالب ضد ځواکونو تر منځ همکاري پیاوړې شي.
البته، ځینې کتونکي طالبان په لومړي سر کې د افغانستان لپاره یو خطر بولي.
د سیاسي چارو یوه ازبک شنونکي کمال الدین رابیموف چې په فرانسه کې ژوند کوي، وویل، «زه فکر کوم چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید له طالبانو څخه د مستقیمو ګواښونو اندېښنه ونه کړي.»
هغه وویل، «په افغانستان کې د ۲۰ کلن جنګ په بهیر کې، د نړۍ په هکله د طالبانو په نظر کې ډېر بدلون راغلی دی. داسې هېڅ دلیل نشته چې فکر دې وشي چې که طالبان قدرت ترلاسه کړي هغوی به هڅه وکړي چې د شمال په ګډون له افغانستان څخه بهر یرغلیز پوځي عملیات پیل کړي.»
رابیموف وویل، «طالبان په خپل هېواد کې په چریکي جنګونو کې غښتلي دي، خو په خارجي خاوره کې، چې هغوی په کې اراضي نه پېژني او خلک یې ملاتړ نه کوی، هغوی د بریالیتوب چانس نه لري.»
په افغانستان کې د نا امنۍ تر شا لوی عامل پاکستان او ایران دی. که څه هم چې نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا په تېرو شلو کالونو کې له افغانستان سره د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت او په خاص ډول د کمانډو او ځانګړیو ځواکونو په جوړولو کې مرسته وکړه چې دا مرسته یې ډېر پر ځای مرسته وه لاکن په دوه لویو برخو کې یې باید مرسته کړې وای چې بدبختانه نه حکومت ورته توجه وکړه او نه نړۍ والې ټولنې، اصلا نړۍ واله ټولنه په دې نه وه ملامته چې مریض ډاکتر ته خپل درد ونه وایي ډاکتر به څه پوه شي او حکومت په دې ملامت نه وو چې د حکومت تقریبا ۹۰٪ واک د پخوانۍ شمال ټلوالې له جنګسالارانو سره وو چې هغوی په ټول قوت هڅه کوله چې پښتانه توهین، تحقیر او ذلیل کړي چې په نتیجه کې یې ډېر پښتانه له بدې ورځې طالبانو سره یوځای شول او جنګ بیا زور واخیست. هغه دوه کارونه چې باید نړۍ والې ټولنې کړي وای او ویې نه کړل دا وو چې له منافق پاکستان او ایران نه یې باید کډوال افغانان راستانه کړي وای، ځکه چې ټول طالبان چې بیا مسلح او بیا سره منظم شول په دغو دواړو هیوادونو او په ځاګړې توګه په پاکستان کې د هغه هېواد پوځ او استخباراتو منظم کړل او بیا یې افغانستان ته د افغان ملکیانو، پوځ او خارجي مشاورینو د وژلو لپاره راولېږل او اوس یې هم حمایه کوي. بله دا چې نړۍ والې ټولنې باید به افغانستان کې د برق په برخه کې کار کړی وای، که مونږ برق لرلی کولی مو شوای چې فابریکې جوړې کړو او چې فابریکې جوړې شوې وای د پاکستان او ایران له احتیاجه خلاصېدو خو بدبختانه چې داسې ونشول.
ځواب ورکړئ1 تبصره