بشري حقونه

په داسې حال کې چې بحران د بدترۍ خواته روان دی ترمذ د افغانانو لپاره په یوه ستراتیژیک مرکز باندې بدلېږي

د رستم تیمیروف راپور

افغانان د تلې په ۲۷مه په کندهار کې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا د مرستو د وېش په ترڅ کې د غنمو بوجیو د ترلاسه کولو لپاره په کتار ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغانان د تلې په ۲۷مه په کندهار کې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا د مرستو د وېش په ترڅ کې د غنمو بوجیو د ترلاسه کولو لپاره په کتار ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

ترمذ -- د ازبکستان له لارې افغانستان ته د نړۍ والو مرستو رسېدل پيل شوي دي. د دغو مرستو لپاره له ترمذ کارګو مرکز څخه د مرستو رسولو لپاره د یوه مهم ټرانسپورټي مرکز په توګه کار اخیستل کیږي.

د اوکراین د نړۍ وال هوایي شرکت یوه الوتکه چې له دوبۍ څخه یې د مرستندویو توکو ۳۲ ټنه بار را بار کړی وو د تلې په ۲۳مه ترمذ ته را ورسېدله. له هغه لومړني بار څخه وروسته تر اوسه پورې ډېر نور بارونه هم رارسول شوي دي.‌

دغه بشري مرسته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر) به یې تنظیموي، د لاریو په وسیله مزارشریف ته ورسول شي.‌

د ترمذ کارګو مرکز رییس نودیر جلیلوف کاروانسرای خبري سایټ ته وویل، «په دغې کارګو کې مهم تأمینات موجود دي. په هغو کې خېمې، لوښي او کمپلې شامل دي.»

د اوکراین د نړۍ وال هوایي شرکت یوه الوتکه د تلې په ۲۳مه له دوبۍ څخه د مرستو د یوه بار د رسولو په لړ کې ترمذ ته را رسېږي.‌ د ترمذ کارګو مرکز رییس نودیر جلیلوف وویل، په دغه بار کې د خېمو، لوښو او کمپلو په ګډون مهم تأمینات شامل دي.‌ [نودیر جلیلوف]

د اوکراین د نړۍ وال هوایي شرکت یوه الوتکه د تلې په ۲۳مه له دوبۍ څخه د مرستو د یوه بار د رسولو په لړ کې ترمذ ته را رسېږي.‌ د ترمذ کارګو مرکز رییس نودیر جلیلوف وویل، په دغه بار کې د خېمو، لوښو او کمپلو په ګډون مهم تأمینات شامل دي.‌ [نودیر جلیلوف]

جلیلوف وویل،‌ د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم د تلې له نیمایي راهیسې د ازبکستان له لارې افغانستان سره مرستې کوي.

د ترمذ کارګو مرکز په ۱۳۹۵ کې د دې لپاره جوړ شو چې د ازبکستان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ ته وده ورکړي.‌

هغه په منځنۍ اسیا کې یواځینی کارګو مرکز دی چې د افغانستان سرحد سره نږدې جوړ کړای شوی دی.

افغانستان ته د مرستو رسولو د لارې په توګه د رول تر څنګ، ازبکستان پخپله هم له خپل ګاونډي سره مرسته کوي. یواځې د سپتمبر په میاشت کې، دغه هېواد ۱۴۰۰ ټنه اوړه او له اوړو څخه جوړ مواد افغانستان ته لېږلي دي.

افغانستان ته د ننوتلو لاره

د ترمذ موقعیت دغه ښار د لوجیستیکي نظره ترڅنګ، په یوه ستراتیژیک مرکز باندې اړوي.

دا ښار منزوي شوي افغانستان ته د څو ورغلیو لارو څخه یوه ده، چې لومړی او تر ټولو مخکې د بشردوستانه مرستو لپاره کارول کیږي.‌

یوه رېللاره او لویه لاره له ترمذ څخه جنوب ته د افغانستان په لوري ځي او د دوستۍ په پله ورتېرېږي.‌

د مرستو رسولو د اسانتیا لپاره، د ازبکستان حکومت طالبانو ته په یوه سرحدي سیمه؛ سرخان دریا ولایت کې څو مرکزونو ته لاسرسی ورکړی دی.‌

د سیاسي چارو یوه ازبک شنونکي فرخود میرزابایوف وویل، «ازبکستان نه غواړي چې افغانستان په یوه ژور بشري ناورین کې ډوب شي... که هلته نا ارامي او خلک په تکلیف وي، موږ نشو کولی چې نندارې ته یې ودرېږو، په ځانګړې توګه که موږ مرسته ونه کړو، پایلې به یې په موږ باندې هم اغېز وکړي.»

میرزابایوف په طالب مقاماتو باندې ټینګار وکړ چې خپل ټول امکانات، څومره چې شوني وي، په کار واچوي او هڅه وکړي چې په خپل هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي.‌

هغه وویل، اوس په دې برخه کې د خپلو خلکو پر وړاندې یواځې هغوی مسؤل دي.

میرزابایوف وویل، د تاوتریخوالي له لارې قدرت ترلاسه کول یو شی دی. په بریالیتوب سره په هېواد کې حکومت کول او یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول کاملا جلا شی دی.

میرزابایوف وویل، «روان حالت به د نوي افغان حکومت د دوام لپاره یو غټ او سخت امتحان وګرځي، لاکن داسې ښکاري چې هغوی ځینې وخت وضعیت په بشپړ ډول نه درک کوي او په غلطو موضوعاتو باندې تمرکز کولو ته دوام ورکوي.»

هغه وویل، «آیا اوس واقعا ډېره مهمه ده چې د ښځو حقونه دې محدود کړای شي؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بشري او اقتصادي ناورين په اوج کې د افغانستان له را روان ژمي څخه د عامو افغانانو تر څنګ اړوند نړيوال سازمانونه هم انديښمن دي. تازه د ملګروملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي به د ژمي له پیل سره سم د غذايي موادو له کمښت سره مخامخ شي. د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ژمي له پیل سره به، ۲۲،۸ میلیون افغانان د خوړو له سختې بې امنیتۍ سره مخامخ شي. دې ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان لا له مخکې د نړۍ له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره لاس ګرېوان دی. فلهذا که په راروان ژمي کې له افغانستان سره حیاتي مرستې ونه شي نو میلیونونه افغانان به اړ شي چې له خپل هېواده مهاجر او د نورو غېږې ته ولوېږي چې دا حالت بیا ډېر دردوونکي دی. افغانان دې نور دومره نه ذلیله کېږي، افغانانو سره دې د بل په لاس مرستې نه کېږي، بیا دې پرې د نورو هېوادونو کمپونه نه ډکېږي، په کور د ننه دې ورته کاري فرصتونه برابر کړل شي، داسې یو کاري سیستم دې جوړ شي چې هم پرې خلک بوخت شي او هم مزدوري وکړي. له کله چې د افغانستان سیاسي وضعیت بدل شوی د خلکو ورځنی کاروبار او اقتصادي فعالیت په ټپه درېدلی دی چې خلکو ته د اقتصادي ستونزو سره سره روحي ستونزې پیدا کړي خلک له رواني تکلیفونو سره مخامخ دي. افغانانو ته دې مفتې مرستې نه ورکول کېږي بلکې د پیسو په بدل کې دې د کار غم ورته وخوړل شي.

ځواب ورکړئ

افغانستان چې په بشري مرستو ولاړ هېواد دی، نړیوالې ټولنې په روان سخت حالت کې افغانان هېر کړي او مرستې نه ورسره کوي. نړیوالې ټولنې د افغانستان په روان بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت باندې چوپتیا غوره کړې. په داسې حالت کې یې باید د افغانانو غږ اورېدلی وی، په خپلو مرستو کې یې زیاتوالی راوستی وی او په دې وضعیت کې چې افغان ماشومان له لوږې مري، د اړمنو افغانانو لاس نیوی کړی وو. هلته ملګري ملګرو ملتونو په بار بار ویلي چې د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخامخ دی او که مرستې ونه شي لوی بشري ناورین په پېښېدو دی. خو بیا هم نړیوال غلي دي. له دې نه معلومېږي چې افغانان هېڅ خواخوږی نه لري. متل دی چې په واده کې خپلوان زیات وي خو بده ورځ دوست نه لري.

ځواب ورکړئ