بشري حقونه

ناورین ځپلي افغانستان ته د ازبکستان مرستې ور روانې دي

د رستم تیمیروف راپور

د ازبکستان یو اورګاډی د مرغومي په ۲مه د مرستو د اکمالاتو یو بار افغانستان ته لېږدوي. [د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت]

د ازبکستان یو اورګاډی د مرغومي په ۲مه د مرستو د اکمالاتو یو بار افغانستان ته لېږدوي. [د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت]

تاشکند -- ازبکستان له بیلابیلو لارو څخه کوشش کوي ترڅو له افغانستان سره چې ستونزو سخت زوبل کړی مرستې وکړي. په دغه هېواد کې بشري ناورین سخت ژمي لا نور ستونزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې له لوږې سره د ۲۳ میلیونو خلکو، چې د ټولو وګړو له نیمایي څخه ډېره برخه جوړوي، د مخامخ کېدلو په هکله خبرداری ورکوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د اړیکو مسؤل فرانک ریموس د لیندۍ په ۲۶مه په تاشکند کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو نیمایي برخه د خوړو له کمښت سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړه، هغه ۳.۵ میلیونه افغانان چې په هېواد کې دننه بې ځایه شوي په ځانګړې توګه عاجلې مرستې ته اړتیا لري.‌

یو کارکوونکی د تلې په ۲۰مه افغانستان ته روان د مرستو اکمالات د ازبکستان ترمذ ته لېږدوي. [رستم تیمیروف/کاروانسرای خبري وېب سایټ]

یو کارکوونکی د تلې په ۲۰مه افغانستان ته روان د مرستو اکمالات د ازبکستان ترمذ ته لېږدوي. [رستم تیمیروف/کاروانسرای خبري وېب سایټ]

د افغانستان د برېښنا شرکت په یوه اعلامیه کې وویل، ازبکستان د مرغومي په ۱۰مه افغانستان ته د برېښنا د صادرولو پخوانی تړون د یوه کال په مخه اوږد کړ.

په اعلامیه کې راغلي، دواړو لوریو دغه هوکړه له درې ورځنیو خبرو اترو څخه وروسته نهایي کړه.

تر دغې هوکړې لاندې به ازبکستان د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په بدل کې دوه ملیارده کیلو واټه برېښنا افغانستان ته صادره کړي.

دا تړون څو ورځې وروسته له هغه اوږد کړای شو چې تاجکستان افغانستان ته د خپلې برېښنا د صادرولو هوکړه د یوه کال په مخه اوږده کړه.

تر دې مخکې د مرغومي په ۲مه د ازبکستان یوه اورګاډي د اوړو، وریژو، بورې، نورو خوړو،‌ جامو او ډبرو سکرو په ګډون د ۴۰۰۰ ټنو مرستندویو توکو یو بار د افغانستان مزارشریف ښار ته راولېږداوه.

د ازبکستان مرسته

د تېر زمري په میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت په نسکورېدلو سره د یوه بشري‌ ناورین له پیلېدلو راهیسې ازبکستان افغانستان ته د ضروري توکو اکمالات کوي.‌

مرستې په لاریو او اورګاډو کې را وړل کیږي.‌

د مرستندویو توکو لومړني اورګاډي د وږي په میاشت کې ۱۳۰۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او جامې راوړل.

لارۍ ګانې چې د ازبکستان په جنوبي برخه کې د ترمذ په سرحدي ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له یوه مرکز څخه مرستندوی توکي انتقالوي، د تلې له ۹مې راهیسې مزارشریف ته تګ راتګ کوي.

په ۱۳۹۴ کې د دغه لوجستیکي مرکز د رغونې هدف دا وو چې افغان سوداګرو لپاره ازبکستان ته د سفر او په ازبکستان کې د جوړو شویو توکو د پېرودلو لپاره په فرصت برابرولو سره د ازبکستان او افغانستان تر منځ سوداګري وغوړوي.

اوس له دې مرکز څخه د مرستندویو توکو د لېږدولو لپاره کار اخیستل کیږي.

د ترمذ د کارګو مرکز مدیر نودیر جلیلوف کاروانسرای ته وویل، ازبکستان له وږي میاشتې راهیسې ۶۴ واګونه مرستندوی توکي چې ډېر یې خوراکي توکي وو لېږلي دي.

هغه زیاته کړه، د دغه مرکز ظرفیت لوړ دی: هغه کولی شي چې په یو وخت کې ۸۰۰۰۰ ټنه کارګو ځای کړي.

دغه راز، ازبکستان له افغانستان سره له جګړې څخه وروسته مرحله کې د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي.‌

مثلا، ۳۰ ازبک کارپوهان په مزارشریف کې د هوایي ډګر په بیارغونه باندې کار کوي.

د افغانستان لپاره د ازبک ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف د لیندۍ په ۲۶مه خبریالانو ته وویل چې ټکنیشنان به خپل کار د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې پای ته ورسوي.

د Gazeta.uz وېب سایټ د خبر په اساس، سربېره پر دې، ازبکستان به د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت ۸۳ تنه کارمندان د روزنې لپاره راولي.

همغږې شوې کړنلاره

د نوکیوس ښار اوسېدونکي تاریخپوه او د شوروي - افغان جګړې پخواني برخه وال ماکسیم متنظروف وویل، د بشري مرستو په کمېدلو سره به په ازبکستان باندې د افغان کډوالو بهیر ور مات شي.

هغه وویل، «افغانان غټې کورنۍ لري، نو لوږه به په لومړي قدم کې ماشومان اغېزمن کړي. دا حیاتي ده چې داسې ګامونه واخیستل شي چې هغوی ته ځای پر ځای خواړه ور ورسول شي.»

متنظروف وویل، «بل پلو، د دغه هېواد ډېر اوسېدونکي بزګران دي. موږ باید د نورو بوټو د کرنې لپاره هغوی ته تخمونه ور توزیع کړو.»

په تاشکند کې د سیاسي چارو یوه شنونکي نوربیک علیموف د افغانستان د ۱۳۸۱ - ۱۳۹۳ د وخت د ولسمشر په یادونې سره کاروانسرای ته وویل، «له افغانستان سره د حامد کرزي د پخوانۍ ادارې له وخت راهیسې فعالانه همکاري روانه ده.»

هغه زیاته کړه، «دغه هېواد د افغانستان په اقتصاد کې پانګونه وکړه. نو نن ازبکستان په افغانستان کې د خپل نفوذ د ساتنې لپاره هغه هېواد ته هر ډول مرستې برابروي.»

ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف په خپل وار سره، له نړۍ والې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې وضعیت تر څار لاندې ونیسي.

هغه د لیندۍ په ۲۶مه په دوشنبه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دولت مشرانو د شورا په یوه غونډه کې وویل، «دا ضروري ده چې په افغانستان کې د وضعیت لپاره همغږې کړنلارې جوړې کړای شي او د هېواد له نوي مشرتابه سره خبرې اترې وشي.»

هغه وړاندیز وکړ چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان پانګې دې ازادې کړای شي چې په دې کار سره به د پراخ بشري ناورین او د کډوالو د وتلو په مخنیوي کې مرسته وشي او ګڼ شمېر ټولنیزې ستونزې به حل کړای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ازبکستان یې کور ودان چې اوس هم موږ بېچاره (افغان ولس ته) خپلې مرستې رالېږي. په داسې حال کې چې د افغانستان اوسني چارواکي ازبکستان ته د پاکستان په اشاره اخطارونه ورکوي چې د تېر حکومت دوه اړخیزه اړیکې خرابې شي. خو د ازبک چارواکو له حوصله مننه چې بیا هم دوی پر موږ زړه خوږوي او خپلې مرستې رالېږي. که څه هم دغه مرستې هېڅ ډول رغنده رول نه شي لوبولی او نه داسې مثبت تغیر راوستلی شي خو دومره به وي چې لوڅ خلک به پټ او د څو کورنیو وږې ګیډې به مړې کړې. د اخطارونو خبره مې ځکه وکړه چې تېره اونۍ د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وزیر ازبکستان ته خبرداری ورکړی چې هغه الوتکې بېرته افغانستان ته ورکړي، کومې چې د جمهوریت د سقوط پر مهال ازبکستان او تاجکستان ته اړول شوې. حال دا چې دغه شاوخوا ۵۰ الوتکې محفوظې خو طالب چې په چا زړه تړلی (پاکستان) هغوی د اوسني جمهوریت او پخوا چې افغانستان کې څومره حکومتونه سقوط شوي او څومره تجهیزات چې افغان (!) جاسوسانو ور اړولي تر اوسه یې څوک پوښتنه نه شي کولی.

ځواب ورکړئ

ازبکستان له افغانستان سره مرسته کوي او زمونږ احمق د دفاع وزیر اخطارونه ورکوي چې الوتکې راکړئ که نه، نه مو پرېږدو.

ځواب ورکړئ