ديپلوماسي

په ترمز کې د پلان شوې کونسلګرۍ په وسیله ازبک - افغان همکاري پراخېږي

د ماکسیم ینیسيیېف راپور

له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه لارۍ د غبرګولي په ۱۵مه د حیرتان د پله له لارې افغانستان ته اوړي. [د ازبکستان ملي خبري اداره]

له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه لارۍ د غبرګولي په ۱۵مه د حیرتان د پله له لارې افغانستان ته اوړي. [د ازبکستان ملي خبري اداره]

تاشکند -- افغانستان او ازبکستان په یوې وروستۍ پرېکړې سره، چې په ترمز کې د افغانستان یوه کونسلګرۍ او د سوداګریو شورا جوړه کړي، خپلې اړیکې قوي کوي.‌

دغه هوکړه د چنګاښ په ۱۷مه په کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني او د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ د ازبک پلاوي تر منځ کتنه کې وشوه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، د بحث په ترڅ کې، ازبکستان په دې هکله خپله خوښه تایید کړه چې په ترمز کې د افغانستان د یوې کونسلګرۍ کوربه واوسي.‌

غني په خپل وار،‌ د ازبکستان د حکومت له چارواکو څخه د هغوی د هڅو له امله، چې په افغانستان کې یې د سولې د ممکنولو لپاره کړي،په ځانګړې توګه د تاشکند د کانفرانس په یادولو سرهچې د کب په میاشت کې ترسره شو،مننه وکړه.‌

ازبک زده کوونکي د غوایي په ۱۵مه په ترمز کې په ښوونیز مرکز کې افغان زده کوونکیو ته کتابونه ورکوي. [د ازبکستان ملي خبري اداره]

ازبک زده کوونکي د غوایي په ۱۵مه په ترمز کې په ښوونیز مرکز کې افغان زده کوونکیو ته کتابونه ورکوي. [د ازبکستان ملي خبري اداره]

طلوع نیوز د غني له قوله وایي، «ترمز مهم ځای دی،‌ او دا فرصت به رامنځته کړي چې له افغانستان څخه قرغزستان او روسیې ته مېوه او ترکاري صادره شي، او همدارنګه دغه ښار سړې خونې لري چې کولی شي د افغانستان تولید ذخیره کړي،»

چارواکي او د سوداګریو مشران وایي،‌ چې دغه کونسلګرۍ به همکارۍ ته لاره هواره کړي، د ګډو پروژو په انکشاف کې به مرسته وکړي او پانګونه به راجلب کړي.

په ورته وخت کې، په ترمز کې به د سوداګرۍ شورا له سوداګریو سره مرسته وکړي چې په دواړو هېوادونو کې د تجارتي فعالیتونو د لا زیات انکشاف لپاره ارتباطات جوړ کړي.

د ټرانسپورټ او ښوونې او روزنې اسانتیا رامنځته کول

ترمز، چې د ازبکستان او افغانستان د سرحد په اوږدو کې پروت دی، د دواړو هېوادونو تر منځ د بشري مرستو په شمول د تلونکو او راتلونکو شیانو لپاره د ترانزیت یو مهم مرکز دی.‌

د مثال په توګه، د ازبکستان د ملي خبري ادارې په وینا، د غبرګولي په ۱۵مه، ازبکستان د حیرتانو د پله له لارې ۳۰۰۰ ټنه غنم ولېږل چې د افغانستان له هغو ولسوالیو سره، چې وچکالي په کې راغلې وه، مرسته وکړي.‌

د کونسلګرۍ پرانستل به ازبک سوداګرو او د لاریو چلوونکیو سره مرسته وکړي چې په چټکۍ او اسانۍ سره افغانستان ته داخل شي. د مرغومي په میاشت کې، دغو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د هغې کارګو لپاره، چې د کابل او تاشکند تر منځ ځي راځي، فیسونه ۵۰٪ راکم کړي.

په ترمز کې یوه لارۍ چلوونکي، عبدالجبور نوربویېف، د ټیلیګرام مسینجر له لارې کاروانسرای ته وویل، «پخوا به مونږ د افغانستان د وېزې د ترلاسه کولو لپاره تاشکند ته تللو،»

هغه وویل، «فرض کړئ، افغانستان له مونږ څخه ۵۰۰ متره لیرې دی، فقط له امو سیند څخه پورې غاړه دی، خو زه مجبور یم چې تر تاشکند پورې زر کیلومتره لاره ووهم او بیا بېرته راشم چې افغانستان ته ننوځم. که دلته کونسلګري کار پیل کړي، ډېر چلوونکي به مزارشریف ته لاړ شياو ډېر خلک به کاري فرصتونه ترلاسه کړي.»

دغه کونسلګري به همدارنګه له افغان پوهنتون پاسانو سره، چې په ښوونیز مرکز کې د زده کړې لپاره راځي، کار وکړي. دا ښوونیز مرکز د روان کال په لومړیو کې په ترمز کې پرانستل شو چې افغان اتباعو ته ښوونه برابره کړي.‌

د ازبکستان د ملي خبري ادارې په وینا، د ۳۵ زده کوونکیو یو نوی ګروپ د غوایي په ۱۴مه ازبکستان ته را ورسېد،‌ چې د زده کړې لپاره د نیول شویو افغانانو شمېر یې ۹۶ ته ورساوه.‌ کارکوونکي د ۳۰۰ چپرکټونو په ظرفیت لیلیه جوړوي.‌

زده کوونکي د ازبکي،‌ انګلیسي، فزیک او کیمیا په شمول په ۱۷ ساحو کې پوهنتوني زده کړې ترلاسه کوي او په ۱۶ نورو برخو کې حرفوي روزنه ترلاسه کوي.

د ګډې پانګونې او سوداګریزو اړیکو پراخول

د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر جمشېد خودجایوف د چنګاښ د ۱۷ مې په کتنه کې وویل، ازبکستان دې ته تیار دی چې د سمنټو د صنعت په شمول د افغانستان په بېخبنا کې پانګونې ته دوام ورکړي.‌

د طلوع نیوز په وینا، «هڅې روانې دي چې په ترمز کې د دولتي او خصوصي پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته شي، او همدارنګه افغانانو ته د وېزو د ورکړې ستونزه حل شي،»

هغه وویل، «د افغانستان سرحد سره نژدې درې زره هکتاره ځمکه د ازاد زون په توګه بېله شوې، او ژمنه شوې چې د مزارشریف او هرات تر منځ یوه رېللاره جوړه شي چې ۳۵.۸ میلیارده افغانۍ [خواوشا ۵۰۰ میلیونه ډالر] لګښت به پرې راشي،»

په ورته وخت کې، د افغان او ازبک پانګوونکیو تر منځ د خبرو اترو لومړۍ مرحله د غبرګولي په ۳۰ مه د حکومتي ادارو په اشتراک سره په ترمز کې ترسره شوه.‌

د سوداګریو مشرانو د همکارۍ په تبادله، د ازبکي تولیداتو په ننداره او د ترمز د کارګو لوجیستیک مرکز او د امو سیند بندر په کتنو کې برخه واخیستله.‌

د ازبکستان یوه پانګوونکي فرخود مظفروف کاروانسرای ته وویل، «د ازبکستان توکي یوه دوامدار مارکېټ ته اړتیا لري،»

هغه وویل، «زمونږ توکي په سختۍ سره د پرمختللیو هېوادونو مارکېټونو ته رسېږی، چې په کې ټول ښه موقفونه نیول شوي دي.‌ د افغانستان په شمالي ولایتونو کې، مونږ کولی شو چې د چینایي او هندي توکو لپاره سخته سیالي رامنځته کړو ځکه چې دا زمونږ لپاره اسانتره او ارزانتره ده چې د ځمکې له لارې یې ورسوو.»

اروپایي اتحادیه به مهم رول ولوبوي

په ازبکستان کې د اروپايي اتحادیې د پلاوي رییس، سفیر ایډوارډز سټیپرایس، هم په کتنه کې برخه اخیستې وه.‌

د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ د وزارت په وینا، هغه د دغې غونډې د ځانګړي توب په هکله خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې اروپایي اتحادیه دې ته چمتو ده چې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د غوړولو په برخه کې مرسته وکړي.‌

هغه وویل، اروپایي اتحادیه چمتو ده چې د ازبکستان په فعالې برخه اخیستنې سره «د افغان سوداګرۍ پرمختګ» پروژه تطبیق کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اول دا ښه او د خوشحالۍ خبر دی. د افغانستان نوي ځوانان نه یوازې په ازبکستان بلکې په ټوله نړۍ کې د تخنیک په چارو زده کړې وکړي او مهارتونه او ترلاسه کړي چې افغانستان ته یې ګټه ورسیږي.‌ دا زده کوونکي چې د افغانستان حکومت یې هر وطنن ته لېږي باید چې د زده کړې له پوره کولو نه وروسته بیرته وطن ته راشي او د افغانستان لپاره خدمت وکړي.

ځواب ورکړئ

زه خوشحال یم.‌

ځواب ورکړئ