ديپلوماسي

متحده ایالاتو له ازبکستان څخه نږدې ۵۰۰ افغان وګړي او نظامي منسوبین واېستل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغان وتونکي تېره میاشت په کابل کې د متحده ایالاتو یوې نظامي الوتکې ته پورته کیږي. [د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني/سینټکام]

افغان وتونکي تېره میاشت په کابل کې د متحده ایالاتو یوې نظامي الوتکې ته پورته کیږي. [د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني/سینټکام]

تاشکند -- متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۳مه/ وویل چې هغوی له ازبکستان څخه نږدې ۵۰۰ نظامي او ملکي افغانان اېستلي دي.

د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو څخه څو ورځې مخکې، افغان سرتېري په پوځي الوتکو کې له پولې پورې ازبکستان او تاجکستان ته واوښتل.

تاشکند د کډوالو د شمېر او حالت په هکله تقریبا خوله پټه ساتلې، خو د متحده ایالاتو د سفارت یوه ویاند د سې شنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل چې متحده ایالاتو د ازبک حکومت په مرسته ۴۹۴ «نظامي او ملکي» افغانان د ازبکستان په ترمذ کې له هوایي ډګر څخه اېستلي دي.

دغه ویاند د ټیلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، «دغه اېستنه د وږي په ۲۱-۲۲مه /یکشنبه - دوشنبه/ بشپړه شوه»، خو د کډوالو د مقصود منزل په هکله یې څه ونه ویل.

ازبک عسکر د زمري په ۲۴مه د امو سیند دپاسه د دوستۍ پله څخه ۲ کیلومتره لیرې د تلاشۍ یوه پوسته کې پیره کوي. دغه پول له ترمذ سره نږدې سیمه کې ازبکستان او افغانستان سره جلا کوي. [تیمور اسماعیلوف/ای اېف پي]

ازبک عسکر د زمري په ۲۴مه د امو سیند دپاسه د دوستۍ پله څخه ۲ کیلومتره لیرې د تلاشۍ یوه پوسته کې پیره کوي. دغه پول له ترمذ سره نږدې سیمه کې ازبکستان او افغانستان سره جلا کوي. [تیمور اسماعیلوف/ای اېف پي]

د افغانستان د الوتکو د برخلیک په هکله څه راپور نه دی ورکړل شوی.

د متحده ایالاتو د کانګرس یوه غړي نیویارک ټایمز ته وویل، افغان پیلوټان او د هغوی کورنۍ په متحده عرب اماراتو کې د متحده ایالاتو یوه پوځي بېس ته لېږدول کېږي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یوسف کابل ژانوف د دوشنبې په ورځ له kun.uz خبري سایټ سره د خبرو پر وخت د اېستنې خبر تایید کړ.

هغه د شمېرو له ورکولو څخه پرته وویل، «له ازبکستان څخه ټول افغان کډوال وتلي دي.»

د افغانستان د سفارت یوه کارکوونکي تېره میاشت ای اېف پي ته وویل چې ښایي تر ۱۵۰۰ پورې افغانان ازبکستان ته ور اوښتي وي.

ازبکستان د زمري په میاشت کې د کډوالو په هکله په یوه کمساري اعلامیه کې وویل چې هغوی ۱۵۰ تنه د هغوی پخپله غوښتنه او له طالبانو سره له خبرو او د خوندیتوب د ضمانت له ترلاسه کولو څخه وروسته افغانستان ته ستانه کړي.

په ورته وخت کې، تاجکستان چې له طالبانو سره له رسمي تماسونو څخه یې ځان ساتلی دی، هم د هغو کډوالو د شمېر په هکله چې دې هیواد ته ورغلي دي، څه نه دي ویلي.

په دغه هېواد کې د اروپایي اتحادیې استازې ادارې د سې شنبې په ورځ وویل هغه به د بشري مرستو په لړ کې ۱۶۰۰۰۰ یورو (۱۸۹۰۰۰ ډالر) ورکړي څو د تاجکستان په دوه ولایتونو کې چې له افغانستان سره پوله لري تر ۵۰۰۰ پورې بې ځایه شویو افغانانو ته به ګټه ورسوي.

د اروپایي اتحادیې په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له قوله راغلي چې، «کېدی شي د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه پورې د امریکایي او ناټو عسکرو له بشپړ وتلو څخه وروسته په تاجکستان کې تر ۵۰۰۰۰ پورې کډوال راجسټر شي.»

د مرستو ژمنې

له ازبکستان څخه لېږد د متحده ایالاتو د پوځ له خوا تر اوسه د اېستلو له تر ټولو لویو ترسره شویو عملیاتو څخه وروسته ترسره شو.

د کابل هوایي ډګر کې عملیات د زمري په ۲۳مه پیل شول او د وږي په ۸مه پای ته ورسېدل.

په مجموع کې، د متحده ایالاتو د پوځ الوتکو له کابل هوایي ډګر څخه له ۷۹۰۰۰ څخه ډېر ملکي کسان چې شاوخوا ۵۵۰۰ یې امریکایان او له ۷۳۵۰۰ څخه ډېر یې د درېیم هېواد وګړي او افغان ملکيان ول، واېستل.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د یوه سند په اساس، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت فرانک مکینزي د وږي په ۸مه وویل، «د متحده ایالاتو او ایتلاف الوتکو په ګډه له ۱۲۳۰۰۰ څخه ډېر ملکي خلک واېستل چې دا ټول د متحده ایالاتو د پوځ د سرتېرو په هڅو چې د هوایي ډګر امنیت یې نیولی او اداره کاوه، واېستل شول.»

هغه وویل، «د ۱۸ ورځو په ترڅ کې د ورځې په اوسط ډول موږ له ۷۵۰۰ څخه ډېر ملکي کسان واېستل چې په دې کې ۱۶ پوره ورځې کسان اېستل شوي او داسې هم راغلې چې په یوه ورځ کې له ۱۹۰۰۰ څخه ډېر کسان اېستل شوي دي.»

متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ له افغانستان او په سیمه کې له افغان کډوالو سره د ۶۴ میلیونو ډالرو نویو بشري مرستو ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې فرانسې وویل چې هغوی به د ملګرو ملتونو د عاجلې غوښتنې په ځواب کې له دغه هېواد سره د عاجلو بشري کارونو لپاره ۱۰۰ میلیونه یورو (۱۱۸ میلیونه ډالر) مرسته وکړي.

دغه مرسته له ۱۳۸۱ راهیسې په افغانستان کې او په سیمه کې د افغان کډوالو لپاره د متحده ایالاتو د ټولې بشري مرستې اندازه تقریبا ۴ میلیاردو ډالرو ته رسوي.

ملګرو ملتونو د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، ملګري ملتونه په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې په خپلو ګودامونو کې د مهمو توکو ذخیرې زیاتوي چې د افغانستان لپاره د خوراکي توکو مرستې برابرې کړي.

هغوی په دې لړ کې د ازبکستان په ترمذ کې یو لوجیستیکي مرکز جوړ کړی دی.

په ورته وخت کې، د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې د مرستندویانو یو کانفرانس د افغانستان لپاره د ۱.۲ میلیاردو ډالرو مرستې په ژمنو سره پای ته ورسېد.

اوس ملګري ملتونه له مرستندویانو څخه غواړي چې د افغانانو لپاره د خوراکي توکو، طبي تأمیناتو او نورو مهمو توکو د پېرودلو لپاره ژر تر ژره ژمنه شوې پیسې برابرې کړي.

ایشیا پلس د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، تر دې مخکې ازبکستان د خوړو، درملو او لباسونو په شمول ۱۳۰۰ ټنه بشري مرستې د افغانستان بلخ ولایت ته لېږلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه وشو چي نظاميان يي ويستلي

ځواب ورکړئ

ازبکستان ته له دغو اوښتو کسانو سره په لسګونو الوتکې هم وې. د ازبکستان حکومت باید د ملګرو ملتونو په جریان کې اچولو سره د افغانستان الوتکې بېرته افغانستان وسپاري او په عین حال کې داسې یوه ساحه رامنځته شي چې دغه ډول وسایل په کې ځای پر ځای شي او څو چې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندل کیږي له دغو وسایلو څخه استفاده ونشي.

ځواب ورکړئ