ديپلوماسي

متحده ایالاتو او فرانسې د افغانستان لپاره د میلیونونو ډالرو د نویو مرستو ژمنې وکړې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یوه نجلۍ د۱۳۹۹ د غوایي په ۱۶مه د مزارشریف په لمنه کې په یوه کثافت دانۍ کې بیا کارېدونکي مواد لټوي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

یوه نجلۍ د۱۳۹۹ د غوایي په ۱۶مه د مزارشریف په لمنه کې په یوه کثافت دانۍ کې بیا کارېدونکي مواد لټوي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۲مه/ اعلان وکړ چې، متحده ایالاتو په افغانستان کې له بشري ناورین څخه اغېزمن شویو کسانو سره د نوې بشري مرستې په لړ کې د ۶۴ میلیونو ډالرو د ورکولو ژمنه وکړه.‌

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) او د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) په ګډون د خپلواکو بشري ادارو له لارې ووېشل شي.

اعلامیه زیاتوي، دغه مرستې به د افغان کډالو په ګډون هغه له ۱۸.۴ میلیونو څخه ډېر کم وسه افغانان چې په سیمه کې موجود دي، مستقیما حمایه کړي.

په اعلامیه کې راغلي، «دا مرستې به زموږ شریکانو ته فرصت ورکړي چې ژوند ژغورونکی مصؤنیت، سرپناه، د معیشت ملاتړ، ضروري روغتیایي پاملرنه، عاجله خوراکي مرسته، اوبه، روغتیایي توکي، او د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې خدمتونه برابر کړي او د وروستیو نښتو په نتیجه کې د رامنځته شویو اړتیاوو چې سختې وچکالۍ او نورو طبیعي افتونو لا نورې پېچلې کړي دي، او د کووېډ-۱۹ د روانې وبا پر وړاندې غبرګون وښیي.»

اعلامیه وړاندې یادوي چې، «متحده ایالات له افغانستان سره تر ټولو غټ منفرد بشري مرستندوی هېواد دی، او په دې اعلان سره به یې یواځې په روان مالي کال کې د مرستو اندازه تقریبا ۳۳۰ میلیونو ډالرو ته ورسېږي.»

دغه راز، متحده ایالات به له نړۍ والې ټولنې سره کار وکړي او «د بشري مرستو بې خنډه لاسرسی، د ټولو جنسیت لرونکیو مرستندویو کارکوونکیو ازاد تګ راتګ، د بشري مرستو د کارمندانو خوندیتوب او امنیت، او د هغو کسانو لپاره چې غواړي له افغانستان څخه وځي خوندي وتل» به ډاډمن کړي.

دغه مرسته له ۱۳۸۱ راهیسې په افغانستان کې او په سیمه کې د افغان کډوالو لپاره د متحده ایالاتو د ټولې بشري مرستې اندازه تقریبا ۴ میلیاردو ډالرو ته رسوي.

له خطر سره مخامخ افغانان

له دې جلا، فرانسې هم د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د پیسو مرسته وکړي، او ویې ویل چې هغوی به د ملګرو ملتونو د عاجلې غوښتنې په ځواب کې له دغه هېواد سره د عاجلو بشري کارونو لپاره ۱۰۰ میلیونه یورو (۱۱۸ میلیونه ډالر) مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر جین یویس لی دریان په جنیوا کې د افغانستان د وضعیت په هکله د وزیرانو په کچه یوه جګپوړي مجلس ته په وینا کې وویل، «د څلورو میلیونو ښځو او شاوخوا ۱۰ میلیونو ماشومانو په ګډون، نیمایي افغانان له خطر سره مخامخ دي.»

لي دریان وویل، «دا زموږ مسؤلیت دی چې په دې نوي ازمېښت کې د هغوی تر څنګ ودرېږو.»

هغه وویل، فرانسې د دغه عاجل حالت پر وړاندې د غبرګون لپاره د ۱۰۰ میلیونو یورو د ورکولو ژمنه وکړه.

دغه ژمنه وروسته له هغه وشوه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس د دوشنبې په ورځ‌ له هېوادونو څخه وغوښتل چې له ټولو امکاناتو څخه په استفادې له افغانانو سره چې سخته اړتیا لري مرستې وکړي او د هغو ښځو او نورو کسانو چې حقونه یې تر ګواښ لاندې دي، ملاتړ وکړي.

ګوتریس له تاوتریخوالي ځپلي هېواد سره د مرستندویو هېوادونو راټولو شویو وزیرانو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې «د افغانستان خلک ژغورنې ته اړتیا لري».‌

هغه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د اروپایي سرمشریزې په دفتر کې د وینا پر وخت وویل، «له لسیزو جنګ، کړاو او نا امنۍ څخه وروسته، هغوی له ډېر خطرناک ساعت سره مخامخ دي.»

ګوتریس وویل، «راځئ پاکه خبره وکړو: دا کانفرانس په ساده ډول د هغه څه په هکله نه دی چې موږ به یې د افغانستان خلکو ته ورکړو. دا د داسې څه په هکله دی چې موږ یې پوروړي یو

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500