امنیت

د کندهار په اطرافو کې د جنګ په سختېدلو سره افغانان د کندهار ښار کمپ ته راکډه شول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له خوا د یرغلونو په چټکېدلو سره، په زرګونو افغانو کورنیو په کندهار کې خپل کلي پرېښي دي. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یاغیانو بریدونه تم نشي، کېدی شي چې د ملکي خلکو تلفات په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسیږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کندهار -- محمد صادق روانه اونۍ د کندهار ښار په لمنه کې خپل کور ته ورستون شو چې ګوري چې کور یې نویو کسانو -- طالبانو، اشغال کړی دی.

هغه د سې شنبې په ورځ /د زمري ۵مه/ د افغانستان په دویم تر ټولو لوی ښار کې د بې ځایه شویو خلکو لپاره جوړ شوي یوه کمپ کې ای اېف پي ته وویل، «هغوی ماته حتی د ننوتلو اجازه رانه کړه.»

صادق یو له هغو لسګونو زرو افغانانو څخه دی چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ وروستي جنګ، چې د وروستيو بهرنيو عسکرو د خروج په بشپړېدلو سره، سخت شوی دی، بې ځایه کړي دي.

په روانه اونۍ کې، په زرګونو خلک د موټرو، بسونو، لاریو او پښو په وسیله کندهار ته کډه شول، او په جګړه کې د راګیر کیدو په پرتله یې دا غوره وبلله چې د ښار په یوه ابتدایي کمپ کې یوه نامعلوم راتلونکي ته ځانونه وسپاري.

په عکس کې داخلي بې ځایه شوې افغانې کورنۍ د زمري په ۵مه د کندهار له اطرافو څخه په ښار کې د کډوالو یوه کمپ ته د رارسېدلو په حال کې لیدل کیږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په عکس کې داخلي بې ځایه شوې افغانې کورنۍ د زمري په ۵مه د کندهار له اطرافو څخه په ښار کې د کډوالو یوه کمپ ته د رارسېدلو په حال کې لیدل کیږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په کندهار کې په یوه حکومتي روغتون کې یو ډاکتر د چنګاښ په ۲۱مه د یوه ټپي شوي سړي چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د نښتو په ترڅ کې ټپي شوی دی، مواظبت کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په کندهار کې په یوه حکومتي روغتون کې یو ډاکتر د چنګاښ په ۲۱مه د یوه ټپي شوي سړي چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د نښتو په ترڅ کې ټپي شوی دی، مواظبت کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

ځایي چارواکو وویل، یواځې په دې میاشت کې له ۱۵۰ زرو څخه ډېر کسان را رسېدلي دي.

د بي بي عایشې په نامه یوې بلې داخلي کډوالې چې اوس له کندهار هوایي ډګر سره نږدې د حاجیانو لپاره په یوه حکومتي مرکز کې په وچ ډاګ ژوند کوي، وویل، «ما د خپل کور مخې ته په یوه چاودنه کې دوه زامن له لاسه ورکړل.»

هغې زیاته کړه، «زما د سیمې کوڅې د انسانانو په غوښو ډکې وې.»

په شمال کې د طالبانو د یرغل په دوام سره، د بشري مرستو موسسات په را روانو میاشتو کې د یوه لوی ناورین خبرداری ورکوي.

کندهار د طالبانو د راټوکېدلو ځای دی. له هغه ځای څخه دغه سخت دریځی اسلامي ګروپ په ۱۳۷۵ کې قدرت ته ورسېد، خو مخکې له دې چې د ټول هېواد واک ترلاسه کړي په ۱۳۸۰ کې د متحده ایالاتو په مشرۍ ځواکونو دغه ډله له واکه وغورځوله.

درنې نښتې

په هغو ځایونو کې چې طالبان له جګړې څخه پرته واک ترلاسه کوي، په ځانګړې توګه په ډېرو محافظه کارو کلیوالو سیمو کې، هلته ژوند تر ډېره د تېر په څېر روان دی.

خو په پرمختللیو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو له امله ملکي خلک مجبور شوي ديچې خپل کورونه پرېږدي.

د سې شنبې په ورځ د کندهار هوایي ډګر ته نږدې کمپ کې، په لسګونو ماشومانو په شګو کې لوبې کولې او ښځو په موقتو نغریو باندې د چای تیارولو لپاره اوبه جوشولې.

یوه ځوان هلک په یوه پلاستیکي تشت کې کالي وینځل په داسې حال کې چې زړو سړیو په کوچنیو ګیلاسونو کې چای څښه او ډله ډله مچان یې شړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په وینا، یواځې سږ کال په سلګونو زره افغانان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي، او دا د دې خبرداری ورکوي چې که جنګ ونه درېږي، کېدی شي چې دا بحران د افغانستان ګاونډیانو ته هم ور خپور شي.

پاکستان او ایران په ځانګړې توګه د هغو میلیونونو کډوالو افغانانو کوربه وو چې په ۱۳۵۸-۱۳۶۸ کې د شوروي اتحاد د یوې لسیزې اشغال او په ۱۳۷۰مو کالونو کې د طالبانو رژیم څخه تښتېدلي ول.

د بښنې نړۍ وال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل په ۱۳۹۸ کې وویل، په پاکستان کې له ۱.۵ میلیونو څخه ډېر ثبت شوي افغان کډوال او ۱ میلیون نه ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په وینا، د تېرې لیندۍ تر میاشتې پورې ۳ میلیونه نور افغانان په ایران کې اوسېدل چې شاوخوا ۲ میلیونو یې اسناد نه لرل.

په کندهار کې په نویو جوړو شویو کمپونو کې ډېر بیروبار او ابتدایي شرایطو وار له مخه روغتیایي ستونزې رامنځته کړي دي.

ډاکتر محمد عارف شکېب وویل، «موږ هره ورځ د ۲۵۰ او ۳۰۰ تر منځ ناروغانو درملنه کوو.»

شکېب وویل، «د هغوی له ډلې څخه اکثر ماشومان دي چې په نس ناستي، زکام او د پوستکي په ناروغیو اخته دي. په موږ ډېر بیروبار جوړ دی او لاره رانه ورکه ده.»

هر څه له منځه تللي دي

په کمپ کې ډېر خلک خپل حالت ته حیران او پرېشان دي.‌

د فېروزې په نامه یوې ښځې وپوښتل، «هغوی د چا پر ضد جنګ کوي؟ ټول هغه خلک چې هغوی له کورونو څخه اېستلو ته مجبور کړل، مسلمانان دي.»

سید محمد چې کورنۍ یې ورسره وه، وویل، «تر ډېره ملکي خلک له ستونزو سره مخامخ دي.»

نوموړي وویل، «موږ له ډېرو ننګونو سره مخامخ یو. زموږ ماشومان د غاړې په کالیو کې له کورونو څخه راووتل.»

صادق، چې کور یې یاغیانو اشغال کړی وو، د جنګ په نیمایي کې له خپل کور څخه راوتښتېد.

هغه وویل هغه ته هېڅ هم پاتې نشول.

هغه وویل، «زموږ په کور باندې ګولۍ او راکټونه لګېدل. موږ مجبور شوو چې راوتښتو.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که افغانستان د طالبانو له خوا په زور ونیول شي، دغه هېواد به یو «منزوي دولت» وګرځي.

هغه له هندوستان څخه د یوې رسمي کتنې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، «داسې یو افغانستان به چې د خلکو د حقونو درناوی نه کوي، داسې یو افغانستان چې د خپلو خلکو پر ضد ظلمونه کوي، به یو منفور دولت وګرځي.»

هغه وویل، «طالبان وایي هغوی غواړي چې په نړۍ واله سطحه په رسمیت وپېژندل شي، غواړي چې د افغانستان لپاره نړۍ وال ملاتړ ترلاسه کړي. احتمالا، هغوی غواړي چې مشران یې وکولی شي په نړۍ کې ازادانه سفرونه وکړي، بندیزونه ترې لیرې شي او داسې نور.»

نوموړي وویل، «د زور له لارې د هېواد نیول او د خلکو له حقونو څخه سرغړونه کول د یادو هدفونو د ترسره کولو لاره نه ده.»

بلینکین وویل، «یواځې یوه لاره ده، او هغه د خبرو اترو په مېز ده چې ستونزې په سوله ییز ډول حل شي، او داسې یو افغانستان سر راپورته کړي چې په معتبره ټولشموله طریقه اداره شي، او د ټولو خلکو استازیتوب په کې وشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غني په افغانستان کې د سولې پر وړاندې اصلي خنډ او عامل دی. هغه هېڅکله هم نه غواړي چې واک طالبانو ته ورکړي، او طالبان به هم هېڅکله حکومت ته تسلیم نشي، ځکه چې هغوی د امریکا د یرغل او د هغوی د ګوډاګي حکومت پر وړاندې جنګ وکړ،‌ نو که د دغې ډلې مشران د حکمتیار په څېر سوله وکړي،‌ بیا به هم سوله رانشي او د هغوی جنګیالي به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.‌ که مونږ واک په بشپړ ډول طالبانو ته په لاس ورکړو، بیا به هم سوله رانشي ځکه چې یو شمېر خلک د طالبانو او د طالبانو د ایډیالوژۍ مخالف دي. له دې امله، حکومت او طالبان دواړه باید له خپلو ۵۰٪ غوښتنو څخه تېر شي یا جوړجاړی پرې وکړي.‌ په دې صورت کې به په هېواد کې یوه د پایښت وړ سوله رامنځته او یقیني شي.‌

ځواب ورکړئ