کندهار -- د ځایي چارواکو په وینا، د افغان ملي اردو منسوبینو له تېرې جمعې /د کب ۱۰مې/ راهیسې، چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې سېلاب پيل شوی دی، خواوشا ۴۰۰ کورنیو ته نجات ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، وروسته له هغه، چې درنو بارانونو کورونه او موټرونه وېوړل او احتمالاً په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړل، سېلابونو د شنبې په ورځ /د کب ۱۱مه/ په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغانان ووژل.
د افغان هوایي ځواک ولایتي قوماندان رازق شېرزي ای اېف پي ته وویل، خو د درنو بارانونو له امله د نجات عملیات ډېر وځنډېدل.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې وویل، په کندهار ښار او خواوشا ولسوالیو درانه سېلابونه راغلل، او په متاثر شویو سیمو کې ۳۰ ساعته ۹۷ ملي متره باران واورېد.
![په دې عکس کې، چې د کب په ۱۱مه اخیستل شوی، د افغان هوایي ځواک یو غړی (ښی) د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سېلابونو په وسیله یوه متاثره شوې سیمه کې د تخلیې پر وخت یو ماشوم انتقالوي. ملګرو ملتونو د کب په ۱۱مه وویل، وروسته له هغه چې درنو بارانونو کورونه او موټرونه وېوړل او احتمالاً په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړل، سېلابونو په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغانان ووژل. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2019/03/04/16969-000_1e55fu-585_329.jpg)
په دې عکس کې، چې د کب په ۱۱مه اخیستل شوی، د افغان هوایي ځواک یو غړی (ښی) د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سېلابونو په وسیله یوه متاثره شوې سیمه کې د تخلیې پر وخت یو ماشوم انتقالوي. ملګرو ملتونو د کب په ۱۱مه وویل، وروسته له هغه چې درنو بارانونو کورونه او موټرونه وېوړل او احتمالاً په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړل، سېلابونو په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغانان ووژل. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]
ورک شوي ماشومان
د ملګرو ملتونو دغې ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، «د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان لا هم ورک دي،»
«وېره شته چې تر ۲۰۰۰ پورې کورونه به ویجاړ شوي وي،» چې د راپورونو له مخې غټ تاوانونه بېخبنأ ته ور اوښتي دي.
د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب، د کوچیانو له ډېرو رمو سره یوځای په هغې سیمه کې ناست دی چې د سېلاب اوبو د هغوی له حیواناتو سره یوځای وړې ده.
د واورې د راشو (برف کوچونو) او سېلابونو په څېر ناوړه پېښې ډېر وختونه د افغانستان غرنۍ سیمې او د سیندونو درې هغه وخت وهي چې واورې په پسرلي او اوړي کې ویلې شي. هغه د ځنګلونو په وهل کېدلو سره له بد نه بدتر شوي دي.
په هېواد کې له ویجاړوونکې وچکالۍ څخه وروسته، په دې ژمي کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د واورې ډېرې ورېدا د پسرلي په را رسېدلو سره وېرې راپورته کړي چې سخت سېلابونه به راوځي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د سلواغې تر ۲۳ مې پورې نژدې ۵۰ کسان وژل شوي دي.
افغانستان یو منظم پوځ درلود، خو جنرالان یې وطنپال نه وو او له همدې امله افغان ملي اردو څو څو ځلې ویجاړه شوه. افغان پوځ تل د تصادفي پېښو پر مهال له خپلو خلکو سره ولاړ و او د افت ځپلیو سیمو خلک یې ژغورلي دي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
مننه کوو له معلوماتو
ځواب ورکړئ5 تبصره
زموږ رښتني ویاړونه زموږ ملي ځواکونه !!!
ځواب ورکړئ5 تبصره
شهيدانو ته دې رب جنتونه نصيب کړي. کورنيوو ته دې الله اجر ورکړي په درد کې ورسره شريک يو. دولت دې د ويجاړو شوو کورونو په بيا رغونه کې خلکو سره مرسته وکړي. ملي امنيني ځواکونه واقعا د نجات پريښتي دي دوي دې سرلوړي وي، وياړو ورباندې❤️
ځواب ورکړئ5 تبصره
په زړورو امنیتي ځواکونو دې آفرین وي چې په شپې او ورځې دواړو کې په هره ممکنه طریقه له خپلو خلکو څخه دفاع کوي او خوندي کوي یې.
ځواب ورکړئ5 تبصره