چاپیریال

له وچکالۍ څخه تښتېدلي افغان بزګران په کمپونو کې له لا ډېرو ستونزو سره مخامخ دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغانستان په لوېدیځ کې له ۲۵۰۰۰۰ څخه ډېر خلک د څو میاشتنۍ اوږدې وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي. دغې وچکالۍ بزګران مجبور کړي چې خپلې ځمکې پرېږدي او هغو موقتو خېمو ته لاړ شي چې په یوه ناهواره ځمکه درول شوي دي. [جسټین ګیرارډي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

هرات -- د مراد خان اسحاقزي په نامه بزګر په خپل ژوند کې د دویم ځل لپاره مجبور شوی چې خپل کور، چې ۸۰ کاله مخکې په کې پیدا شوی وو، پرېږدي، خو هغه دا کار د جنګ له امله نه کوي بلکې د هغې بدترینې وچکالۍ له امله یې کوي چې هغه په خپل ژوند کې مخکې نه وه لیدلې.

اسحاقزی، چې د خپلو غنمو په پټیو کې د لسیزو اوږده کار وچ کړی او سوزولی دی،‌ د افغانستان د لوېدیځ له ۲۵۰۰۰۰ څخه ډېرو هغو اوسېدونکیو له ډلې څخه یو دی چې د میاشتو میاشتو اوږدې وچکالۍ، چې فصلونه، مالونه او د اوبو سرچینې یې ویجاړ کړي دي، بې ځایه کړي دي.‌

بدمرغه شرایط

په کلیوالي سیمو کې، ډېرو افغان کورنیو، چې ناوړه شرایطو ځپلي دي،‌ په کرایه کړو لاریو کې په سلګونو کیلومتره مزلونه وکړل او له هغو ولسوالیو څخه، چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ په کې جګړې کېږي، تېر شول،‌ څو ځانونه د هرات ولایتي مرکز ته ورسوي.

هلته هغوی د ښار په ډبرینو لمنو کې په موقتو خېمو کې له ستونزو ډک ژوند پیل کړ‌.‌

د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي افغان ماشومان د زمري په ۱۴مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې د اوبو له یوه ټانک څخه خپل لوښي ډکوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي افغان ماشومان د زمري په ۱۴مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې د اوبو له یوه ټانک څخه خپل لوښي ډکوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د وچکالۍ له امله بې ځایه شوی یو افغان سړی د زمري په ۱۴مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې له خپلې خېمې څخه بهر روان دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د وچکالۍ له امله بې ځایه شوی یو افغان سړی د زمري په ۱۴مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې له خپلې خېمې څخه بهر روان دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د وچکالۍ له امله د بې ځایه شويو افغان سړیو او ماشومانو یوه ډله د زمري په ۱۴مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې خېمه ودروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د وچکالۍ له امله د بې ځایه شويو افغان سړیو او ماشومانو یوه ډله د زمري په ۱۴مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې خېمه ودروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

نژدې ۱۵میلیونه افغانان په کرنه، مالدارۍ یا د کرنې اړوندو وظیفو باندې متکي دي. د بشري چارو د همغږۍ د ادارې (او سي اېچ ای) په وینا، وېره شته چې په ۲۰ هغو ولایتونو کې، چې وچکالۍ سخت ځپلي دي، له ۲ میلیونو څخه ډېر افغانان د خوړو له کمي سره مخامخ شي. [د خوړو نړیوال پروګرام]

نژدې ۱۵میلیونه افغانان په کرنه، مالدارۍ یا د کرنې اړوندو وظیفو باندې متکي دي. د بشري چارو د همغږۍ د ادارې (او سي اېچ ای) په وینا، وېره شته چې په ۲۰ هغو ولایتونو کې، چې وچکالۍ سخت ځپلي دي، له ۲ میلیونو څخه ډېر افغانان د خوړو له کمي سره مخامخ شي. [د خوړو نړیوال پروګرام]

اسحاقزي، چې د بادغیس ولایت له غورماچ ولسوالۍ څخه یې، چې په هېواد کې یو له سختو ځپل شویو ولایتونو څخه دی، خپله کورنۍ راوستې ده، وویل، «پټي خراب شول، زمونږ مالونه مړه شول، او مونږ خپل خره په دښته کې پرېښودل ځکه چې مونږ نور نشوای کولی چې هغوی ته خوراک ورکړو،»

په کمپونو کې، چې په وروستیو میاشتو کې په ناهوارو ځمکو کې جوړ شوي دي، د ژوند شرایط زوروونکي دي ځکه چې له اوسط څخه په لوړه کچه تودوخې او سخت جنګ ډېر افغانان دې ته مجبور کړي چې خپل کلي او معیشتونه ترک کړي.‌

بې رحمه او پرله پسې بادونو راوړی ګرد د کمپ د اوسېدونکیو لپاره په بل پوستکي باندې بدل شوی دی. ماشومان، چې د کورنیو لپاره له ټانکرونو څخه د اوبو د لوښو له ډکولو،‌ او په ښار کې د خیرات او کاغذونو له راټولولو څخه وزګار شي، د لوبو لپاره څه نه لري او په ډبرو لوبې کوي.

هغه سړي، چې په عزت سره به یې د خپلو کورنیو لپاره روزي ګټله، اوس بې کاره ناست دي، په داسې حال کې چې مېرمنې یې پر ځمکه د پښو په سر ناستې دي او ډوډۍ جوړوي -- او دا هغه یوازني خواړه دي چې د هغوی له جملې څخه ډېر یې د ترلاسه کولو وس لري.‌

اسحاقزي، چې یوه پاکه سپینه پګړۍ یې له سره تاو وه، وویل، «که ما کولی شوای چې هلته [بادغیس کې] پاتې شم، چې ټول هرات ښار دې راکړی وای، زه به دلته نه وای راغلی،»

یوې وچکالۍ ۱۵ کاله مخکې د لنډ وخت لپاره اسحاقزی او د هغه کورنۍ مجبور کړي ول چې خپل کور پرېږدي، خو هغه وویل چې دا یوه «زما د ژوند تر بده ده،»

'دلته له ټول له لوږې مري'

د بې ځایه شویو کورنیو دغه ډېرېدونکي شمېر افغان چارواکي او خارجي مرستندویې ادارې، چې هڅه کوي خوړو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو ته ورسېږي، تر سخت تاثیر لاندې راوستي دي.‌

د ژمي په را رسېدلو سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو منتظم، ټوبي لانزر، وویل، نورې نړیوالې مرستې ته عاجله اړتیا ده.

لانزر د تلې په میاشت کې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، «له ۵.۵ میلیونو څخه ډېر خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري،» او د هغو خلکو لپاره یې، چې سختې وچکالۍ او جګړو ځپلې دي،‌ د نورو پیسو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، «که مونږ د خیریه مرستو په برخه کې لنډ مهالي عاجل ضرورتونه ځواب نه کړو، کېدای شي مونږ هغه پرمختیایي لاسته راوړنې، چې د تېرو کلونو په ترڅ کې مو کړي دي، له لاسه ورکړو،»

دغه وچکالي، چې ۲.۲ میلیونه افغانان یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په نژدې ۲۰ ولایتونو کې متاثر کړل، په تېر ژمي کې د واورې او باران د کمي له امله پېښه شوه.‌

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د منتظم ادارې (او سي اېچ ای) وویل، خواوشا ۱.۴ میلیونه خلک خوراکي مرستو ته عاجله اړتیا لري -- چې اکثر یې په لویدیځ کې دي -- او یوازې نیمایي یې تر اوسه پورې ور رسېدلې ده.‌

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د منتظم ادارې (او سي اېچ ای) د وږي د میاشتې د ۲۹مې په یوه راپور کې وویل، د هېواد په لوېدیځ کې له ۷۰٪ څخه ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ کافي اندازه خواړه نه لري او ۳۳۲۰۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومان، چې له پنځو کالو څخه کم عمر لري، «ژوند ژغورونکې تداوۍ» ته اړتیا لري.‌

د کمپونو اوسېدونکیو ای اېف پي ته وویل چې هغوی له څو میاشتو راهیسې په چای او ډوډۍ ګوزاره کوي ځکه چې هغوی دومره پیسې نه لري چې مېوه، ترکاري یا غوښه پرې واخلي.‌

د غورماچ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي،‌ ناوخان زمانزي، چې په خپله خېمه کې ناست او شپږ ماشومان یې پرې چاپېر ول،‌ ای اېف پي ته وویل، «دلته ټول له لوږې سره مخامخ دي،»

هغه وویل، «مونږ د جنګ پروا نه لرله ځکه چې هغه له کلونو کلونو راهیسې روان دی. مونږ خوشحال وو،‌ په کرنه بوخت وو،‌ خو د وچکالۍ له امله، زمونږ ماشومان له لوږې سره مخامخ ول.»

په دغو کمپونو کې اساسي صحي اسانتیاوې کمې دي. په داسې حال کې چې یو شمېر اوسېدونکي لېټرینونه لري، په سلګونو نورو ته لا هم اړتیا ده. په ورته وخت کې، ډېر خلک په ازاده فضا کې ضرورت رفع کوي،‌ چې د سختو روغتیایي ستونزو سبب کیږي.

د افغان حکومت نوښتونه

د افغانستان د پېښو د مدیریت د ادارې مرستیال رییس قاسم رحيمي وویل، افغان حکومت مصمم دی چې له هغو کسانو سره، چې وچکالۍ اغېزمن کړي دي، مرسته وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، افغان حکومت، د نړیوالو شریکانو په ملاتړ، تر اوسه پورې د متاثرو شویو خلکو ډېرو غړو ته خوراکي،‌ غیرخوراکي او نغدي مرستې ور وېشلي او دا پروسه لا روانه ده.‌

یو نوی بې لګښته ټیلیفون مرکز، چې د وږي په میاشت کې د ملګرو ملتونو له خوا جوړ کړای شو، به هم له هغو سره چې اړتیا لري، مرسته وکړي.

د افغانستان د پېښو د مدیریت د ادارې ویاند عمر محمدي سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت ... ژمن دی چې له هغو هېوادوالو سره، چې طبیعي پېښو او وچکالۍ ځپلي دي، مرسته وکړي. مونږ به هڅه وکړو چې د مرکز له لارې مونږ ته د رارسېدونکو معلوماتو په اساس له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړو.»

د دایکندي ولایت د نیلي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، محمد جمعه، چې له یوې ناحکومتي ادارې سره کار کوي، غوښتنه وکړه چې د دغه ادارې نوم د امنیتي علتونو له کبله یاد نشي، وویل، «د سږ کال وچکالي او قحط زمونږ د هېوادوالو، په ځانګړې توګه بزګرانو لپاره د دې سبب شول چې له سختو ستونزوه سره مخامخ شي، او هغوی مرستې ته اړتیا لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ۴۱۰ عاجل لین حکومت او خیریه موسسو ته د عامو خلکو د اندېښنو د ور رسولو یوه ښه لاره ده،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500