چاپیریال

په کلیو کې د ریکارډ په کچه سختې وچکالۍ د ورانکارۍ له امله ډله ډله افغان بزګرانو ښارونو ته مخه کړه

ای اېف پي

یوه نجلۍ د چنګاښ په ۲۸مه د بلخ ولایت د مزارشریف په لمنو کې په سخي کلي کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې د اوبو د راوړلو لپاره تش لوښي له ځان سره وړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]‌

یوه نجلۍ د چنګاښ په ۲۸مه د بلخ ولایت د مزارشریف په لمنو کې په سخي کلي کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې د اوبو د راوړلو لپاره تش لوښي له ځان سره وړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]‌

مزارشریف -- غلام عباس، وروسته له هغه، چې د هغه د غنمو فصل وسوزېد او څاګانې وچې شوې، خپل څاروي خرڅ کړل او له هغو په زرګونو نورو بزګرانو سره یوځای شو چې د افغانستان د سختې وچکالۍ له امله، چې په وروستیو کې یې ساری نه لیدل کیږي، ښارونو ته کډې کوي.‌

د هېواد په ډېرو برخو کې په معمولاً لمدو او یخو میاشتو کې د واورې او باران کمي د ژمي فصل خراب کړ، چې د میلیونونو بزګرانو معیشت یې، چې وار له مخه بې ثباته وو، له ګواښ سره مخامخ کړ او د خوړو د سختو کمیو د خطر زنګونه یې ووهل.

عباس، چې ۴۵ کاله عمر لري د بلخ د حاصل خېز ولایت په چارکېنت کلي کې د سلګونو نورو بزګرو کورنیو په څېر، له خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ سره د ولایت مرکز، مزارشریف، ته کوچېدلی چې ځان ته کار پیدا کړي.‌

عباس، چې له درې لسیزو راهیسې د بزګرۍ کار کوي، ای اېف پي ته وویل، «زما داسې وچکالي، لکه سږ کال چې ده، هېڅ نه یادېږي،»‌

په دې عکس کې، چې د چنګاښ په ۲۸ مه اخیستل شوی، یو هلک د بلخ ولایت د مزارشریف په لمنو کې په سخي کلي کې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره پمپ وهي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]‌

په دې عکس کې، چې د چنګاښ په ۲۸ مه اخیستل شوی، یو هلک د بلخ ولایت د مزارشریف په لمنو کې په سخي کلي کې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره پمپ وهي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]‌

هغه وویل، «په تېر وخت کې، مونږ هېڅکله نه وو مجبور شوي چې د وچکالۍ له امله خپل کلی پرېږدو یا خپل مالونه خرڅ کړو،»

د موسم د وچوالي او د ګرمۍ د دوام له امله، د پسرلي او د اوړي د فصلونو په هکله، چې د دې کال په وروستیو کې اخیستل کیږي، زیاتېدونکې اندېښنې موجودې دي.

د قحطۍ د وختي خبرداري د سیستمونو د شبکې، چې د متحده ایالاتو نړیوالې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) په ۱۹۸۵ کې جوړه کړې ده، د معلوماتو په اساس،‌ وار له مخه داسې تمه کیږي چې په ۱۳۹۷ کې د افغانستان د غنمو حاصل به له ۱۳۹۰ کال راهیسې تر ټولو بد وي.‌

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې له دوه میلیونو څخه ډېر افغانان، چې سږ کال د اټکل ۲.۵ میلیونه ټنو غنمو له کمي سره مخامخ دي،‌ کیدای شي چې «د خوړو له سخت کمي» سره مخامخ شي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به بشري مرستو ته «سخته اړتیا» ولري.

په لسګونو زره وري او اوزې مړه شوي او ډېرو بزګرانو د کرنې د راتلونکي فصل تخمونه خوړلي، په داسې حال کې چې سیندونه او څاګانې وچېږي او څړځایونه په خاره میدانونو بدلېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو کوارډینیټر، ټوبي لنزر، په وروستیو کې ای اېف پي ته وویل، «که مقامات او نړیواله ټولنه اوس د دې ننګونې د حل لپاره راوړاندې نشي، کیدای شي چې افغانستان په را روان ژمي کې له یوې فاجعې سره مخامخ شي،»

خو په زرګونو بزګرانو د عباس په څېر وار له مخه هیله بایللې، خپله ځمکه یې پرېښې او خپلې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدلو لپاره ښارونو ته کډه کوي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې له ۷۰۰۰۰ څخه ډېر افغانان د وچکالۍ له امله ښاري سیمو ته بې ځایه شوي دي.

عباس وویل، «درې کاله مخکې، زمونږ په کلي کې ښه باران او واوره شوي ول،»‌

«فصلونو ښه حاصلات ورکړل، او ما له ۳۰۰۰۰۰ افغانیو (نژدې ۴۳۰۰ ډالرو) څخه ډېرې ترلاسه کړې، خو سږ کال، که څه هم چې ما وري او اوزې خرڅ‌ کړل، ما له ۱۰۰۰۰۰ افغانیو (خواوشا ۱۴۰۰ ډالرو) څخه لږ ترلاسه کړې.

ډېرې مرستې ته اړتیا ده

د ولایت د کرنې د ریاست رییس، ذبیح الله زوبین، په وروستیو کې ای اېف پي ته وویل، چې په بلخ کې د باران نشتوالي ډېره کرنیزه ځمکه او څړځایونه وچ کړي دي.‌

هغه زیاته کړه، په دې ولایت کې له ۴۵۰۰۰۰ څخه ډېرو بزګرانو او د کوچیانو مشرانو خپل غوایان، اوزې او پسونه حلال کړل یا یې په لږه بیه خرڅ کړل.

په دولت اباد ولسوالۍ کې د پسونو او اوزو یوه مالک، حاجي سهراب، ای اېف پي ته وویل، «ټول کلیوال حیران دي چې له خپلو مالونو سره څه وکړي او څنګه هغوی ژوندي وساتي ځکه چې د هغوی د ژوند ټوله پانګه همدغه مالونه دي،»

کرنه د اقتصاد د ملا تیر دی. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، خواوشا ۱۵ میلیونه افغانان په هغو ۲۰ ولایتونو کې، چې د دغې وچکالۍ په وسیله سخت متاثر شوي دي، په دغه سکټور کې په کار بوخت دي.

په داسې حال کې چې له پخوا څخه موجوده بېکاري د هغو افغانانو د ریکارډ وړ کچې په وسیله، چې د ایران له تهران، مشهد، او زاهدان ښارونو څخه راستنېږي او ډېر هغه چې په داخل کې د شخړو په وسیله بې ځایه کیږي، له بد نه بدتره شوې ده، د نورو کارونو د موندلو په برخه کې د هغوی فرصتونه کم دي.‌

د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ د وزارت ویاند،‌ اکبر رستمي، ای اېف پي ته وویل، د پسونو او اوزو قېمتونه رالوېدلي ځکه بزګران هڅه کوي چې مخکې له دې چې هغه لا نور کمزوري شي، ویې پلوري.‌

رستمي وویل، په عین وخت کې، د وښو قېمت زیات شوی دی. د هېواد د مالونو ډېره برخه «خوړو ته عاجله اړتیا لري.»

لنزر وویل، د ملګرو ملتونو خوراکي او نوره مرسته په وروستیو میاشتو کې د وچکالۍ ځپلو ولایتونو له ۴۶۰۰۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو ته رسېدلې ده -- یعنې د محتاجو خلکو له یو پر څلور څخه کمې برخې ته رسېدلې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500