اقتصاد

اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوي سره به د کندوز په سلګونو بزګرانو حاصلاتو ته وده ورکړي

د محمد قاسم راپور

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې (اېس سي ای) د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) سره په ګډه، په کندوز ولایت کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او نور زراعتي تولیدات وېشلي څو له هغوی سره د وچکالۍ د پایلو پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي. [عکاس: عبیدالله احمدي]‌

کندوز -- د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې (اېس سي ای) د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) سره په ګډه، په کندوز ولایت کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او نور زراعتي تولیدات وېشلي څو له هغوی سره د وچکالۍ د پایلو پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.

د کندوز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس عبدالمجید نافذ وویل، د مرستو د دې کڅوړې هدف دا دی چې زراعتي تولیدات پياوړي کړي او له بزګرانو سره چې ویجاړونکې وچکالۍ ځپلي دي، مرسته وکړي چې ښه حاصلات ترلاسه کړي.

هغه د وږي په ۲۸مه وویل، د مرستو کڅوړې «د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰۰ بزګرانو ته ور وېشل شوې وې، چې د ښو زراعتي حاصلاتو د ترلاسه کولو په برخه کې به مرسته وکړي.»

هغه وویل، «هر بزګر ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه کېمیاوي سره او ۲۵ کیلوګرامه ډي ای پي سره، او دغه راز بېلونه، کودالې، لرونه، د لو لرونه، د حشراتو درمل او نور د مالدارۍ توکي ترلاسه کړل.»

بزګران د وږي په ۲۸مه د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې له ځایي چارواکو څخه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او نور زراعتي تولیدات ترلاسه کوي. [د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]

بزګران د وږي په ۲۸مه د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې له ځایي چارواکو څخه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او نور زراعتي تولیدات ترلاسه کوي. [د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]

هغه وویل، دغه تولیدات لوړ کیفیت لري چې بزګرانو ته دا وړتیا ورکوي څو راتلونکی کال له خپلو للمي ځمکو څخه ښه حاصل ترلاسه کړي.

نافذ زیاته کړه، «زه په باور سره ویلی شم چې که هغوی زموږ د ترویج د کارکوونکیو له خوا وړاندې کېدونکې تخنیکي لارښوونې تعقیب کړي، د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کېمیاوي سره او نور زراعتي مواد به چې موږ بزګرانو ته ورکړي دي، په راتلونکي کال کې د هغوی حاصلات ۴۰٪ زیات کړي.»

د وچکالۍ له امله زیانونه

بزګران وایي،‌ د تېرو درې کالونو په ترڅ کې په لسګونو زره جریبه ځمکه د وچکالۍ له امله وچه شوې ده.

د علي اباد ولسوالۍ د قصه توپک کلي یوه بزګر نعمت الله چې ۶۱ کاله عمر لري، وویل، «وچکالي او طبیعي پېښې هغو بزګرانو ته چې په للمي ځمکو باندې چې په کال کې یو ځل کرل کیږي، کار کوي، ډېر زیات زیانونه ور رسوي.»

هغه وویل، «ما د تېرو پنځو کالونو په بهیر کې په خپله پنځه جریبه للمي ځمکه باندې غنم کرل، خو ما نشوای کولی چې کوم حاصلات ترې واخلم.»

هغه زیاته کړه، «په پخوانیو کالونو کې به موږ له هر اېکر ځمکې څخه د ۷۰۰ او ۷۲۰ کیلوګرامو تر منځ غنم ترلاسه کول، خو په تېرو درې کالونو کې موږ د دوامدارې وچکالۍ له امله له عین ځمکې څخه حتی ۷۰ کیلوګرامه غنم هم نشوای ترلاسه کولی.»

د همدغه کلي یوه بل بزګر نوروز عابدي چې ۴۹ کاله عمر لري، وویل چې په پسرلي کې د باران د نشتوالي له امله د غنمو فصل وچ شو.

هغه وویل، «ما په تېرو درې کالونو کې ما د تخم او سرې لپاره پیسې قرض کړلې، خو د حاصلاتو د خرابوالي له امله مې ونشوای کړای چې دومره پیسې وګټم چې خپل قرضونه پرې بېرته تادیه کړم.»

د یادې ولسوالۍ د چپه ګذر کلي یوه بزګر سید رسول چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «بزګرانو د تېرو څو کالونو په ترڅ کې پراخ زیانونه لیدلي دي. بزګرانو ته چې په بېلابېلو برخو کې څومره ډېره مرسته ورکول کیږي، هومره ژر هغوی کولی شي چې په خپلو ځانونو باندې بسیا شي.»

هغه وویل، «د مرستو هغه کڅوړه چې موږ ترلاسه کړې ده د زراعت د سکتور د پایښت لپاره ډېره هیله بخښونکې ده. موږ هیله لرو چې هغوی په راتلونکي کې بزګرانو ته لا نوره مرسته په پام کې ونیسي.»

د یوه بهتر حاصل په هیله

د کندوز بزګران هیله من دي چې دغه مرسته به په راتلونکي کال کې د هغوی د فصلونو حاصلات زیات کړي.

د علي اباد ولسوالۍ د بلوچها کلي یوه اوسېدونکي جمعه خان چې ۵۲ کاله عمر لري، هڅه وکړه چې په خپله له دوو هکتارو (لسو جریبو) ډېره ځمکه باندې غنم وکري او د خپل زیار ثمره وړاندې کړي.

هغه وویل، «د کب او وري په میاشتو کې د باران نشتوالي زما فصل خراب کړ. ما له کلیوالو څخه پور وکړ چې کېمیاوي سره واخلم، د ټرېکټر په وسیله د قولبې پیسې ورکړم او د خپلې ځمکې د کرنې نور لګښتونه ورکړم، خو زه اوس هم پوروړی یم.»

هغه وویل، «نن ما د غنمو اصلاح شوی تخم، سره او نور زراعتي وسایل ترلاسه کړل. زه هیله لرم چې زه به په راتلونکي کال کې ښه حاصل ترلاسه کړم او کافي اندازه پیسې به وګټم چې د خپلو څو کالونو تاوانونه جبیره کړم.»

په کندوز کې د زراعت د چارو یوه کارپوه جان اقا حق نګر په حکومت او نړۍ والو موسساتو باندې غږ وکړ چې د بزګرانو ملاتړ وکړي او د هغوی د تېرو څو کالونو د زیانونو په جبیره کولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، «له بده مرغه چې، هغه بزګران چې للمي ځمکې لري هغوی د تېرو کالونو په ترڅ کې ډېر متاثر شوي دي. موږ په تېرو دوو کالونو کې په مارکېټ کې د للمي ځمکو کوم حاصلات نه دي لرلي.»

حق نګر وویل، «که اړوندې غیرحکومتي موسسې غواړي چې له بزګرانو سره د للمي ځمکو د پیاوړتیا او په راتلونکي وخت کې د کمزوریو د کمولو په برخه کې مرسته وکړي، هغوی باید د غنمو د نورو او لا نورو اصلاح شویو تخمونو توزیع کول په پام کې ونیسي څو هغوی په راتلونکو کالونو کې د کرنې په برخه کې خپل ظرفیت لا نور غښتلی کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په اند خلک باید د وچو او للمي ځمکو پر ځای له اوبه لرونکوځمکو څخه ګټه واخلي. د اورښتونو د کمښت له امله په باران ځپلو ځمکو کې په کافي اندازه حاصلات نه راځي او دا کار د خلکو لپاره ستونزې جوړوي. داسې خبرونه مې تر دې وړاندې هم اورېدلي، چې کروندګر د باران له کموالي شکايت کوي او وايي، چې د باران له امله د غنمو د کښت پيسې ضايع شوې دي. نو د خلکو لپاره دا غوره ده چې په دې سیمه کې له کښت څخه ډډه وکړي او خپلې پیسې ضایع نه کړي.

ځواب ورکړئ

دا د خوشحالۍ خبر دی. افغانستان یو زراعتي هیواد دی او یوه افغانۍ هم چې زراعت ته په وده ورکولو باندې لګول کیږي بیرته درې افغانۍ ګټه کوي. مونږ نور صنایع او تولیدي فابریکې نه لرو چې خلک مو په کې کارونه وکړي. او دا چې ډېر افغانان په زراعت اخته دي، نړۍ والې موسسې او مرستندویان باید د زراعت په برخه کې پانګونه زیاته کړي. مونږ د دوی ډېره مننه کوو. بدبختانه چې د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې د میلیاردونو ډالرو په راتګ سره هم په افغانستان کې هېڅ تولیدي فابریکه جوړه نشوه. کاش هغه پیسې چې د افغانستان په ویجاړولو باندې لګول کېدلې، د افغانستان په ودانولو لګېدلی وای اوس به مونږ هم د نورو هیوادونو په څېر په ځان باندې متکي وو.

ځواب ورکړئ