اقتصاد

د کندوز او سرپل د بزګرانو عایداتي سرچینې وچکالۍ وچې کړي دي

د محمد قاسم راپور

د افغانستان په شمال کې په کندوز او سرپل ولایتونو کې بزګرانو، چې للمي ځمکې کري، سږ کال ونشوای کولی چې د وچکالۍ له امله خپل حاصلات ټول کړي. ځایي چارواکو وویل چې سږ کال د ۵۰۰۰۰ هکتارو للمي ځمکې له جملې څخه له ۴۰۰۰۰ هکتارو څخه د ډېرې ځمکې فصلونه ټول نشول. [عکس سلطان محمد نبي زاده اخیستی دی]

کندوز -- ولایتي چارواکي وایي، هغه بزګران چې په کندوز او سرپل ولایتونو کې للمي ځمکې کري، سږ کال د وچکالۍ له امله ونه توانېدل چې حاصلات ټول کړي.

په سیمه کې للمي فصلونه لکه غنم او وربشې معمولا د تلې په میاشت کې کرل کیږي او د غوایي په میاشت کې اخیستل کیږي.‌

د کندوز ولایت د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست عبدالغفار صدیقي وویل، په دغه ولایت کې اکثر للمي غنم ټول نه کړای شول.

هغه وویل، «په کندوز کې شاوخوا ۴۹۲۵۰ هکتاره للمي ځمکه کرل شوې وه، خو د هغې په ۸۰٪ ځمکه باندې کرل شوي فصلونه وچ شول، او په سیمه کې بزګرانو ته درانه زیانونه ور واوښتل. دا ځمکې د ولایت په مرکز او دغه راز په خان اباد، دشت ارچي او قلعه زال ولسوالیو کې پرتې دي.»

دا عکس چې د تلې په ۲۳مه اخیستل شوی، یو ځوان په داسې حال کې ښیي چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وچه ځمکه قولبه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

دا عکس چې د تلې په ۲۳مه اخیستل شوی، یو ځوان په داسې حال کې ښیي چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وچه ځمکه قولبه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

صدیقي وویل، «موږ بزګرانو ته ور رسېدلي زیانونه د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او شریکباڼو غیر حکومتي موسسو سره شریک کړي دي.»

هغه وویل، «هیله ده چې بزګران هغوی ته د ور رسېدلو تاوانونو په بدل کې یو څه مرسته او جبران ترلاسه کړي.»

په ورته وخت کې، د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس عبدالقادر وحدت وویل،د سرپل ولایت په سوزمه کلا، سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو کې، تر ۶۰٪ پورې غنم او وربشې سږ کال حاصلات نه لري.

هغه وویل، «د کال په پيل کې هېڅ باران ونشو... او د بزګرانو اکثر للمي فصلونه وچ او مړه شول.»

هغه زیاته کړه،‌ «موږ هڅه کوو چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او شریکباڼو غیر حکومتي موسسو له لارې له بزګرانو سره مرسته وکړو.»

له زیانونو سره مخامخ کېدل

په کندوز کې د هغو بزګرانو چې للمي ځمکې لري د ژوند تېرولو وسایل او فصلونه وچ شوي دي.

په دشت ابدان کې یوه بزګر نظرمحمد چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، هغه له دوو هکتارو څخه ډېره ځمکه باندې غنم کرلي وو.

هغه وویل، «د کب او وري په میاشتو کې باران ونشو،» چې ورسره فصلونه وچ شول، او زیاته یې کړه،‌ «ما پیسې قرض کړې چې سره واخلم، ټرکټر ونیسم او نور مصارف برابر کړم. اوس زه نه پوهېږم چې پیسې څنګه بېرته ورکړم.»

په دشت ابدان کې د رحمان بیردي په نامه یوه بل بزګر چې ۵۷ کاله عمر لري، وویل، وچکالي او نور افتونه د هغو بزګرانو لپاره چې په داسې للمي ځمکو باندې کار کوي چې په کال کې یو ځل کرل کیږی، بزګرانو ته غټ زیانونه ور رسوي.

هغه وویل، «موږ به د کال په دې وختونو کې حاصلات اخیستل، خو سږ کال هېڅ حاصلات نشته ځکه چې زمونږ ټول فصلونه وچ شول.»

هغه زیاته کړه، «هر بزګر ته د ۱۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ افغانیو [۱۱۲۲ - ۵۶۰۸ ډالرو] تر منځ زیانونه ور اوښتي.»

په علي اباد ولسوالۍ کې د عبدالرؤف په نامه یوه ۴۱ کلن بزګر وویل، «ما تېر کال په خپله ځمکه باندې ۳۵۰۰ کیلوګرامه غنم وکرل چې ۱۴۰۰۰ کیلوګرامه غنم یې وکړل.»

هغه وویل، «سږ کال، ما ۲۸۰۰ کیلوګرامه غنم وکرل، خو نه یوازې دا چې کوم حاصل مې وانه خیست، بلکې د تخم پيسې هم راباندې راغللې.»

د اوکراین جنګ اندېښنې زیاتې کړي دي

رؤف زیاته کړه، «د کندوز غنم په تېرو کالونو کې ګاونډیو ولایتونو ته وړل کېدل، خو سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د زیانونو له امله ښایي د غنمو قیمت لوړ شي.»

هغه وویل، اندېښنې په زیاتېدلو دي چې د کندوز اوسېدونکي به د غنمو له کموالو سره مخامخ شي.

دا اندېښنې د غنمو د هغه نړۍ وال بحران له امله لا نورې زیاتې شوي چې په اوکراین باندې د روسیې جنګ رامنځته کړی دی.

د روسیې سمندري ځواک په توره بحیره کې د اوکراین بندیز ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د غلې د دغه کندو هېواد صادراتي لارې پرې وتړي.

د روسیې له یرغل څخه مخکې چې د کب په ۵مه پيل شو، اوکراین د خپلو بندرونو له لارې په میاشت کې نږدې ۴.۵ میلیونه ټنه زراعتي تولیدات صادرول چې په دې لړ کې نړۍ ته د ۱۲٪ غنمو، ۱۵٪ جوارو او د لمرګلي د سم نیمایي غوړیو صادرات شامل وو.

جنګ او روانې محاصرې تر ډېره سوداګري درولې، او د اورګاډو او لاریو په وسیله بدیلې لارې نشي کولی هغه غټ لوجیستیکي او مالي خنډونه هوار کړي چې نړۍ والو مارکیټونو ته د دومره ډېرو تولیداتو د رسولو لپاره باید له مخې لیرې شي.

په کندوز ولایت کې یوه حکومتي مامور محمد رفیق قاري زاده وویل، «هغه حکومتي او غیرحکومتي موسسې چې د زراعت په سکتور کې کار کوي باید له بزګرانو څخه غنم په لوړ قیمت وپېري او بیرته یې په مارکیټ کې په ټیټ قیمت وپلوري څو د خوراکي توکو قیمتونه زیات نشي او بزګران پیسې له لاسه ور نه کړي.»

هغه وویل، «که داسې کار ونشي، بزګرانو ته به هر کال تاوانونه ور ورسیږي.»

په کندوز کې د زراعت د چارو یوه متخصص محمد حسین سیرت په نړۍ والو ادارو، غیر حکومتي موسسو او حکومت باندې غږ وکړ چې بزګرانو ته د هغو زیانونو بدل ورکړي چې هغوی سږ کال لیدلي دي.

هغه وویل، «سږ کال په للمي ځمکو باندې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله لږ دي.»

سیرت وویل، «که شریکباڼې غیرحکومتي موسسې غواړي چې د هغو بزګرانو د کم وسۍ په کمولو کې مرسته وکړي چې للمي ځمکې کري، بیا په کار ده چې هغوی ته د غنمو هغه تخمونه ورکړي چې هغوی استعمال کړي ول څو بزګران وکولی شي چې په راتلونکي کال کې کرنې ته دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داسې ښکاري چې د ځمکې د تودوخي ناورین په افغانستان کې هم خپل مستقیم اثرات ښکاره کوي. مخکې تر دې به بارانونه نه کېدل او اوبه به کمېدې او خو دا دی اوس اور هم شروع وکړه. د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور پر اساس چې زه یې دلته کټ مټ نقلوم ((څه باندې دوه اوونۍ کیږي چې د نورستان ولایت په ځنګلونو کې اور لګیدلی او د سیمې اوسیدونکي وایي، د دې اور مړه کول یې د وسې څخه بهر دي، د خلکو د مالوماتو له مخې تراوسه په دې اور کې ۲۰۰ جریبه ځنګل سوځیدلی دی. تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین د شارژدافیر دینګ ینان څخه غوښتي چې نورستان ولایت پدې ځنګلونو کې د اور په مړه کولو دې په سمدستي توګه همکاري وکړي. دغه راز ددې راپور له مخې کونړ کې طالب چارواکي وایي، د دغه ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند «دیګل» سیمې په ځنګلونو کې اور لګیدنه رامنځته شوې ده. بل لور ته په ټولنیزو رسنیو کې داسې داسې خبرونه خپاره شوې، چې د ننګرها د دور بابا ولسوالۍ په«ماشین ناو باغ» غره کې هم له تیرو پنځو ورځو راهیسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله په ځنګل کې اور لګیدلی او دا اور په چټکۍ د خپریدو په حال کې دی. له یوې خوا لوږه او بېکاري شي، له بلې خوا د طالبانو د منځنیو پېړیو واکمني شي او بیا ورپسې داسې اورونه. د سړي زړه د افغانستان نه تور کړي. مننه!

ځواب ورکړئ

دا لیکنه زما لپاره خواشینوونکې ده. افغانان د کلونو جګړو وروسته د یو بل آفت سره هم لاس او ګرېوان دي او هغه د ځمکې د تودوخې د درجې لوړېدل دي چې په ټول هیواد کې یې د خلکو ژوند د ګواښ سره مخ کړی دی. البته دا ستونزه یوازې په لویدیځو ولایتونو کې نه ده. په جنوب کې وضعیت په وار وار له دې څخه خراب دی. د ځمکې د تودوخې د لوړېدو ستونزه په افغانستان کې هغه وخت لا زیاته اندېښنه زېږوي چې د یو قانوني او مسؤلیت منوونکي دولت په نه شتون کې د چاپېریال د ساتنې لپاره هیڅ ډول واضح او معلومه کړنلاره وجود نه لي.

ځواب ورکړئ

دا د څلویښت کلنې جګړې او په افغانستان کې د نړیوالو زبرځواکونو له خوا د بیلابیلو وسلو د کارولو نتیجه ده. سربیره پردې، دا د نړیوالې تودوخې او د چاپیریال د بحران نښه هم ګڼل کیدی شي. نړۍ له خطرناکې راتلونکې سره مخامخ ده چې د نړۍ د سترو قدرتونو له خوا د شین کوریزو ګازونو په تولید او همدارنګه د طبیعي زیرمو د زیاتې استفادې له امله رامنځته کیږي چې د ځمکې بقا ته هم زیان رسوي. د نړۍ ستر اقتصادي قدرت لرونکي هیوادونه هره ورځ د آزادۍ، د انساني ارزښتونو د ساتنې او د بشري حقونو د دفاع نارې وهي، خو په حقیقت کې پر انسانانو، ځمکه او طبیعت دواړو باندې ظلم کوي. دغه هېوادونه خپل اقتصاد، پرمختګ او سوکالي د ځمکې د خرابولو او د ميليونونو انسانانو د وينو په تویولو سره ترلاسه کوي.

ځواب ورکړئ