انرجي

د بلخ بزګرانو د اوبو لګولو لپاره لمریزې انرژۍ ته مخه کړې ده

د محمد قاسم راپور

د اوږدو وچکالیو او د اوبو د نشتوالي له امله، په بلخ ولایت کې بزګرانو د ژورو څاګانو اېستلو او د اوبه لګولو لپاره د لمریزې برېښنا کارولو ته مخه کړې چې ورسره د هغوی زراعتي حاصلات زیات شوي دي. [عکس شعیب همدرد اخیستی دی]

کندوز -- د اوږدو وچکالیو پر وړاندې د مبارزې او د زراعتي حاصلاتو د پیاوړي کولو لپاره، په بلخ ولایت کې بزګرانو د ژورو څاګانو اېستلو او د اوبه لګولو لپاره د لمریزې برېښنا کارولو ته مخه کړې ده.

د بلخ د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس شمس الله خالد وویل، بزګرانو په مزارشریف او د بلخ په ولسوالیو کې د اوبو د کموالي د پوره کولو او د خپلو پټیو او باغونو د اوبه کولو لپاره په سلګونو ژورې څاګانې اېستلي چې له لمریزې برېښنا څخه په استفادې سره اوبه پمپ کوي.

هغه وویل، «د ژورو څاګانو اېستل او د لمریزو تختو نصبول د اوبو د کموالي په پوره کولو کې چې بزګران ورسره مخامخ دي، یو مهم ګام دی. دغه راز دا به زراعتي حاصلات هم زیات کړي.»

هغه وویل، «موږ هڅه کوو چې ټولې هغه ستونزې چې بزګران ورسره مخامخ دي وارزوو او په وخت سره یې حل کړو.»

لمریزې تختې د غبرګولي په ۲۳مه د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د اوبو لګولو لپاره واټرپمونو ته برېښنا ورکوي. [عکس شعیب همدرد اخیستی دی]

لمریزې تختې د غبرګولي په ۲۳مه د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د اوبو لګولو لپاره واټرپمونو ته برېښنا ورکوي. [عکس شعیب همدرد اخیستی دی]

خالد وویل، هغو کسانو چې یواځې د باران په تمه پاتې کېدلو پر ځای په لمریزه برېښنا چلېدونکې څاګانې اېستلي دي د هغوی فصلونو ښه حاصلات ورکړي دي.

د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د تانا کلي یوه بزګر عبدالوکیل چې ۴۶ کاله عمر لري، وویل، په داسې حال کې چې پخوا کروندګرو کولی شوای چې یواځې غنم او وربشې وکري، سږ کال هغوی وکولی شوای چې مېوه او په ځانګړې توګه خټکي وکري.

هغه وویل، «ما په لس جریبه ځمکه باندې هندواڼې وکرلې. اوس دغه مېوه رسېدلې او ښه حاصلات لري. له سهار نه تر ماښامه، موږ لګیا یو د یوه څلور انچه پایپ په وسیله ځمکې اوبه کوو.»

هغه وویل، د هغه ځمکه له اوږدې مودې راهیسې د وچکالۍ له امله شاړه پرته وه.

خو اوس د یوه لمریز برقي سیستم په نصبولو سره، هغه کولی شي چې د مېوو او ترکاریو بېلابېل ډولونه وکري.

د زراعتي حاصلاتو زیاتېدل

د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې یوه ۵۳ کلن بزګر بازمحمد وویل، د لمریزې انرژۍ په وسیله له څاګانو څخه د اوبو را اېستلو او کارولو د زراعت په سکتور کې کارونه ډېر اسان کړل.

هغه وویل، «زما فصلونه څو کاله پرله پسې د وچکالۍ او د اوبو د نشتوالي له امله وچ شول چې ماته یې مالي زیانونه راواړول.»

محمد وویل، «څو بزګرانو ماته مشوره راکړه چې د لمریزو تختو نصبول د للمي ځمکو د اوبه کولو غوره لاره ده. له دې امله، ما په خپل خرڅ لمریزې تختې واخیستلې.»

هغه زیاته کړه، «د دې سیستم په نصبولو سره، نه یواځې د زراعت لپاره د اوبو ستونزه حل شوه، بلکې زموږ کورنیو هم د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.»

په بلخ ولایت کې یوه کروندګر جنت ګل چې ۵۹ کاله عمر لري، وویل، «وچکالۍ او د باران کموالي موږ مجبور کړو چې ژورې څاګانې وباسو. موږ له لمریزې برېښنا نه په استفادې سره خپلو پټیو ته اوبه رسوو، او دغه کار زموږ زراعت بیا را ژوندی کړ.»

ګل چې په ۱۵ جریبه ځمکه باندې یې هندواڼې کرلي دي، وویل، «زما د غنمو فصلونه سږ کال د باران د نشتوالي او وچکالۍ له امله وچ شول چې ډیر تاوانونه یې راواړول، خو زه خوښ یم چې هندواڼې به زما تاوانونه جبیره کړي.»

هغه زیاته کړه، «د اوبو لګولو دا نوی سیستم د کروندګرو لپاره هم مؤثر دی او هم ارزان دی.»

کروندګر او ځمکوال په بلخ ولایت کې ژورې او نیمه ژورې څاګانې باسي، او هغوی خوښ دي چې د پټیو حاصلات یې زیاتېږي.

د چاربولک ولسوالۍ په ملېشي کلي کې یوه کروندګر سیف الدین رحماني وویل، په دې کلي کې له ۴۰۰۰ جریبه څخه ډېره للمي ځمکه ده او دغلته له ۱۰۰ څخه ډېرې څاګانې اېستل شوي دي.

هغه وویل، «موږ له یو جریب ځمکې څخه ۴۲۰ کیلوګرامه غنم اخیستل، خو زه مطمین یم چې په راتلونکي کال کې به موږ له هر جریب ځمکې څخه ۸۴۰ کیلوګرامه غنم حاصل واخلو.»

هغه وویل، «زه هره ورځ خپل پټي اوبه کوم او ما بېلابېل ډول مېوې او دانې کرلي او خوښ یم چې ښه بار یې نیولی دی.»

کنټرول شوې کیندنې

مقامات او کتونکي وایي، په داسې حال کې چې لمریزه انرژي د حاصلاتو په بهترولو کې ګټوره تمامیږي، بزګران باید د څاګانو په اېستلو کې پام وکړي.

په بلخ ولایت کې د اوبو لګولو د چارو یوه شنونکي محمد نظیم سمون وویل، له یوه ستراتیژیک پلان څخه پرته د څاګانو اېستل او تر ځمکې لاندې اوبو کارول به هم د زراعت اوبه او هم د څښلو اوبه کمې کړي.

هغه وویل، «د ځمکې د اوبو کچه ورځ تر بلې ښکته کیږي.»

هغه زیاته کړه، «د زراعت لپاره د اوبو کمی باید په منطقي لارو حل کړای شي، او د ځمکې اوبه باید په منظمه توګه مدیریت کړای شي.»

سمون وویل، مقامات باید داسې ستراتیژۍ جوړې کړي چې بزګران او ځمکوال وکولی شي چې د ځمکې د اوبو له کمولو پرته خپل زراعت ته دوام ورکړي.

په بلخ کې د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس خالد وویل، د داسې غیرمعیاري څاګانو په اېستلو باندې به چې د ځمکې د اوبو کچې ته زیانونه ور رسوي، یو شمېر محدودیتونه ولګول شي، چې خلکو ته یې زیانونه ور ونه رسیږي.‌

هغه وویل، «موږ پلان لرو چې یو مجلس دایر کړو او په ټول بلخ ولایت کې د دغه ډول څاګانو د اېستلو د مخنیوي په هکله د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لارښوونې شریکې کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ خلک باید اوبه وساتي، د هغو لپاره زیرمې جوړې کړي او راټولې یې کړي ځکه چې د ځمکې اوبه ورځ په ورځ کمیږي. دا ښه خبره ده چې کروندګر خپلې کروندې خړوبوي او له هغو څخه زیات حاصلات ترلاسه کوي، خو د اوبو په مصرف کې باید احتیاط وکړي، ځکه دا اوبه یوازې زمونږ حق نه دی. دا د راتلونکو نسلونو حق هم دی. که مونږ اوبه خوندي نه کړو، ممکن په راتلونکو څو کلونو کې د څښاک اوبه ونه لرو.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د اوبو کچه ورځ تر بلې لاندې روانه ده. دا وخت افغانستان له شدېدې وچکالۍ سره مخ دی. د اوبو د ماهرینو په وینا، د خمکې لاندې اوبه د میلیونونو کلونو ذخیره ده چې په دې ذخیره کې د راتلونکو نسلونو حق تلف کېدل ظلم دی. دولت او ولس ته په کار دي چې د اوبو د بهېدو مخه ونیسي، لوی او کوچني ډیمونه دې جوړ شي، دې کار لپاره دې حشرونه وشي او په هر قیمت چې وي اوبه له بهېدونکي او له هېواده له ایستونکي حالت څخه را وګرځول شي. که دې حالت ته توجه و نه شي، لرې نه ده چې په راتلونکو کلونو کې د څښاک د اوبو له قلت سره مخ شو. مسولینو ته په کار ده چې د اوبو د کنټرول په برخه کې له مسلکي اشخاصو په ځانکړی د تېر حکومت له مسلکي اشخاصو سره رابطه وکړي، مشورو ته یې غوږ ونیسي او عمل پرې وکړي.

ځواب ورکړئ

عجب وطن لرو. مستې او ډېرې زیاتې اوبه لرو. سیندونه لرو. خو تاوان یې موږ او ګټه یې نورو ته رسېږي. په داسې یو وطن کې چې په پراخه کچه د سیندونو اوبه ولري، ولې د ځمکې اوبه راووېستل شي او په کروندو کې مصرف کړل شي؟ دا د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره ګټه نه؛ بلکې لوی زیان دی چې ښايي په راتلونکو څو کلونو کې ورسره مخامخ شي او حتی د څښاک پاکو اوبو ته به لاسرسی هم ونه لري. په لنډ مهال کې د سولرو (لمریزې انرژۍ) اوبو راوېستلو ګټه دا چې د یو چا ځمکه به خړوب او ښه حاصل به ورکړي خو په اوږد مهال کې د ځمکې لاندې د اوبو زېرمې راختموي. د وخت حاکم نظام ته په کار ده چې په جدي توګه اقدام وکړي او د بزګرانو لپاره په بدیلو لارو غور وکړي.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه د افغانستان د اوبولګولو سیستم لا هم پخوانۍ طریقې تعقیبوي او عصري شوي نه دي. یو لامل یې د اوبو لګولو د منظمې داخلي شبکې نشتوالی دی، چې کولی شي د اوبو د ضایع کیدو او په خپل سر د ژورو څاګانو د کیندلو مخه ونیسي. زه له نظیم سمون سره موافق یم. د ژورو څاګانو غیر معیاري کیندل کولی شي په راتلونکي کې د کروندګرو او ځایي خلکو لپاره ډیری ستونزې رامینځته کړي. زه نه پوهېږم چې چارواکي دې مسئلې ته څومره اندېښمن دي، خو له دوی مې دا غوښتنه ده چې ژر تر ژره دې په دې اړه کار پیل کړي، څو د غیر معیاري ژورو څاګانو د کیندلو مخه ونیول شي. مننه

ځواب ورکړئ

سربېره پر دې، بزګران کولی شي په یو شمېر نورو پروګرامونو کې هم کار وکړي. نن ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه لولم چې ځايي خلکو د پیسو او بسپنو په راټولولو سره د اوبو د ذخیره کولو لپاره کوچني بندونه جوړ کړي دي. د همدې سیمو انجینران د بندونو د جوړولو او ډیزاین چارې پر غاړه لري او د ځوانانو شورا هم د سیمې له خلکو او د هغوی له انډیوالانو څخه په بهر کې د پیسو د ټولولو مسؤلیت لري. سربېره پر دې به د هغو ویجاړونکو سېلابونو مخه ونیسي چې له یوې خوا د کروندګرو ځمکې له منځه وړي او له بلې خوا به د ځمکې لاندې اوبه پورته کوي او د څښاک اوبه هم ورته برابرېږي. که خلک یو د بل تر څنګ ودریږي، دوی کولی شي د غیر دولتي موسسو او مرستندویو موسسو په مرستو باندې له تکیه کولو پرته په خپلو ټولنو او ژوند کې مثبت بدلون راولي.

ځواب ورکړئ

که څه هم دا ښه پرمختګ دی او د کرنیزو محصولاتو د لوړولو ترڅنګ به د هېواد د کروندګرو اقتصاد هم ښه کړي، خو باید وویل شي، چې د دې اوبو ډېر مصرف به په اوږده مهال کې ګڼې ستونزې رامنځته کړي. په داسې حال کې چې د سولر واټرپمپونو کارول ډېر لګښت نه لري، بزګران او د ځمکې خاوندان به له سهار نه تر ماښامه پورې ترې کار اخلي او هڅه به کوي چې له اوبو څخه اعظمي ګټه پورته کړي، خو په ياد ولرئ چې دا کار به په هېواد کې د اوبو د کمښت لامل شي. او څو کاله وروسته به د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې په بشپړه توګه وچې شي چې د لوی ناورین سبب به شي. نو له همدې امله حکومت باید اقدام وکړي او د دغو څاګانو په کلکه څارنه وکړي او د اوبو د زیات استعمال مخه ونیسي. دا هم ضروري ده چې مدني فعالان د اوبو د کارولو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې وګومارل شي او دوی په دې پوه کړي چې د دې اوبو زیات استعمال به د دوی او راتلونکو نسلونو په وړاندې ډیر خنډونه رامنځته کړي.

ځواب ورکړئ