سوداګري

یونیسف په جوزجان کې د ۲۰۰۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبو ته لاسرسی برابر کړ

د محمد قاسم راپور

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې ځایي خلکو او مقاماتو د وري په ۳۱مه د یونیسف په مرسته د اوبو رسونې د یوې پروژې د پټۍ پرې کولو په مراسمو کې برخه اخیستې ده. [د جوزجان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې ځایي خلکو او مقاماتو د وري په ۳۱مه د یونیسف په مرسته د اوبو رسونې د یوې پروژې د پټۍ پرې کولو په مراسمو کې برخه اخیستې ده. [د جوزجان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست]

کندوز -- ځایي چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د کوچنیانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په جوزجان ولایت کې د اوبو رسونې دوه پروژې بشپړې کړي چې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

د جوزجان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس اسدالله حمزه وویل، په دغو پروژو کې د اوبو د ذخیرو جوړول، د ژورو څاګانو اېستل، د لمریزو واټرپمونو لګول او د اوبو رسونې د یوې ۴۰۰ متره ژورې شبکې رامنځته کول شامل ول.‌

حمزه وویل، دغه بېخبناوې د ولایتي مرکز شبرغان په تنګه او حسن تبین کلیو کې او د فیض اباد ولسوالۍ په بیزګک کلي کې جوړې شوې.

هغه زیاته کړه، «دا پروژې د درې میاشتو په ترڅ کې بشپړې شوې او د غوايي په ۱ رسما افتتاح شوې.»

هغه وویل، «د دغو پروژو لګښت چې د یونیسف له خوا تمویل شوي دي تر ۹ میلیونو افغانیو پورې وو او د ۲۰۰۰ کورنیو او په یوه ځایي ښوونځي کې د ۱۰۰۰ زده کوونکیو د څښاک د اوبو د نشتوالي ستونزه یې حل کړه.»

حمزه وویل، «په دې حساس وخت کې د ملګرو ملتونو د ادارو رول مهم دی، او هره پروژه چې د دغو موسساتو له لارې تطبیق کیږي هغه هم د پرمختګ او هم د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په پام کې نیولو سره ډېره زیاته اغېزمنه ده.»

د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی

د جوزجان اوسېدونکیو له سیندونو او ویالو څخه د څښلو اوبه اخیستلې چې په ناروغیو د اخته کېدلو خطر، په ځانګړې توګه د ماشومانو او لویانو تر منځ، په کې موجود وو.

د بیزګک کلي یوه اوسېدونکي نقیب الله حیدربېک وویل، اکثرو اوسېدونکو پرته له ده چې د ځمکې مالګینې اوبه وڅښي، بله چاره نه لرله.‌

هغه وویل، «زموږ په کلي کې ژورو څاګانو یا لږ ژورو څاګانو په ورته ډول کار ونه کړ ځکه چې زموږ د کلي اوبه مالګینې دي. اوس چې د اوبو رسونې شبکه جوړه شوې او خلکو ته پاکې اوبه ور رسېدلي دي، موږ ډېر خوښ یو.»

حیدربېک وویل، پخوا کلیوالو د بې وزلۍ له امله د ډنډونو او لښتیو ناپاکې اوبه هم څښلې.

هغه زیاته کړه، «د دې په نتیجه کې ماشومان او لویان په اوړي کې په موسمي ناروغیو اخته کېدل.»

د جوزجان په مرکز شبرغان کې د حسن تبین منځني ښوونځي یوه استاد محمد ذاکر خیر اندېش وویل،‌ اوس تر ۱۰۰۰ پورې زده کوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

هغه وویل، «له بده مرغه چې زموږ زده کوونکیو له څو کالونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود. ځینو له کورونو څخه اوبه راوړلې، او نورو د ویالو او ډنډونو له اوبو څخه استفاده کوله.»

هغه زیاته کړه، «زمونږ تقریبا ټول زده کوونکي د غیرصحي اوبو د څښلو له امله په نس ناستي اخته کېدل، خو اوس چې د زده کوونکیو ستونزې حل شوي، مږ ډېر زیات خوښ یو.»

په نورو پروژو باندې کار روان دی

د جوزجان د اقتصاد ریاست رییس محمد ظریف فایض وویل، په ورته وخت کې په شبرغان او اقچه ولسوالۍ کې د څښاک په دوو نورو پروژو باندې هم کار روان دی.

هغه وویل، دغه پروژې د ښېګڼې د انکشاف موسسې (او آر ډي) چې یوه افغاني غیرحکومتي موسسه ده، له خوا د ۱۰۷۰۰۰ ډالرو په لګښت پلې کېږي او لګښت یې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (یونوچا) ورکوي

فایض وویل، «دا پروژې د وري په ۳۱مه د مرکز شبرغان، منګوټي او نور اباد کلیو او د اقچې ولسوالۍ د پنجې کلي د کلیوالو په غوښتنه پیل شولې.»

هغه زیاته کړه، په درې میاشتو کې به د پروژو په بشپړېدلو سره له ۳۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

۴۰ کاله کیږي چې عامه کارونه نه دي شوي

په شبرغان کې د محمدالله رباني په نامه یوه قومي مشر وویل، دا په ۴۰ کالونو کې لومړی ځل دی چې په دې کلیو کې د عامه ګټو پروژې تطبیق شولې.

هغه وویل، «موږ ډېر خوښ یو چې د څښاک د اوبو ستونزه حل شوه ځکه چې موږ په خپل کلي کې د څښلو د اوبو د یوې منبع د نه لرلو له امله له ډېرو ننګونو سره مخامخ وو.»

رباني وویل، «د څښلو د اوبو نشتوالي زموږ کلیوال مجبور کړل چې ډېرې د اړتیا وړ اوبه له شبرغان ښار څخه چې زموږ له کلي نه ۳ کیلومتره لیرې دی، راوړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په جوزجان ولایت کې د دغې پروژې په پیلېدو سره به ګڼ شمېر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. د یونیسف دا پروګرام ډیر خوشحالوونکی دی. د جوزجان ولایت اوسېدونکي له کلونو راهیسې خپلې د څښاک اوبه له سیندونو څخه ترلاسه کوي او د دې غیر صحي اوبو په څښلو سره په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي. زه د یونیسف موسسې لخوا د ژورو څاګانو د بمبو نصبولو هرکلی کوم. هیله ده چې د جوزجان ولایت خلک به له دې ژورې څاه څخه ښه ګټه پورته کړي. په درنښت، مصور

ځواب ورکړئ

زېربنايي کارونه چې څوک کوي، له زړه پرې خوشالېږم. د وطن د ابادۍ برخه کې یوه خښته چې په بله اېښودل کېږي په روان اقتصادي ناورین کې غنیمت کې راځي. او بل مهم دا چې د داسې پروژو په تطبیق سره نه یوازې د پاکو اوبو سهولت برابر شو؛ بلکې یو څو کورنیو د دې درې میاشتو په موده کې حلاله نفقه وګټله او هم یې د ابادۍ په برخه کې کار وکړ نه د هېواد د تخریب برخه کې.

ځواب ورکړئ

دا یو ښه اقدام دی، خو په ریښتیا چې دا په هیواد کې د څښاک د اوبو د ستونزو د حل لپاره یو کوچنی او لومړنی ګام دی. شریکباڼې ادارې باید ژورو څاګانو د کیندلو پر ځای چې لنډمهاله وي خو د اوږدمهاله ستونزو لکه د ځمکې لاندې اوبو د کمښت لامل کیږي، د اوبو رسولو د سترو شبکو په جوړولو باندې تمرکز وکړي، تر څو زیات خلک د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي او له بلې خوا دایمي اوبه جوړې کړي او د دې ستونزې لپاره د حل لاره راوباسي. له بده مرغه، په تیرو ۲۰ کلونو کې، نړیوالو شریکباڼو په کوچنیو، لنډ مهاله پروژو تمرکز کړی او اوس هم دې کار ته دوام ورکوي.

ځواب ورکړئ

ښه خبر دی

ځواب ورکړئ