اقتصاد

د ملګرو ملتونو پروژې د کندوز اوسېدونکیو لپاره ۱۰۰۰ موقت کاري فرصتونه برابر کړل

د محمد قاسم راپور

په افغانستان کې د فقر او بې کارۍ په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د کندوز ولایت د ۱۰۰۰ کورنیو لپاره لنډمهاله کارونه برابروي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په دې کار کوي ترڅو په افغانستان کې د فقر او بې کارۍ په ترڅ کې د کندوز ولایت د ۱۰۰۰ اوسېدونکیو لپاره لنډمهاله کارونه برابر کړي.‌

د کندوز ښاروالۍ د ځایي حکومتدارۍ د څانګې رییس محمد فاروق وویل، دغه پروژه چې محلي خلک د لارو د پاکولو او د کثافت ټولولو لپاره استخداموي، په څلورو پړاوونو کې به د کندوز په ښار کې تطبیق شي.

هغه وویل، د دغه پروګرام لومړی پړاو د لړم په ۲۶مه پیل شو او ۲۵۰ کسانو ته یې کار برابر کړ. په پام کې ده چې دا د کندوز ښار په اتو ناحیو کې ۴۰ ورځې دوام ومومي.

هغه وویل، هغه ښاریان چې په پروژه کې کار کوي د ۸ ساعته کار په بدل کې د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

په دې عکس کې چې د لړم په ۲۶مه اخیستل شوی، د کندوز یو شمېر اوسېدونکي په کندوز ښار کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا د یوې تمویل شوې پروژې له لارې په لنډمهالو کارونو کې برخه اخلي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د لړم په ۲۶مه اخیستل شوی، د کندوز یو شمېر اوسېدونکي په کندوز ښار کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) له خوا د یوې تمویل شوې پروژې له لارې په لنډمهالو کارونو کې برخه اخلي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

هغه وویل، د دغې پروژې موخې دا دي ترڅو کاري فرصتونه برابر کړي، فقر کم کړي، د خوړو تأمین یقیني کړي،‌ کندوز ښار او سړکونه او ویالې یې پاک او کثافت ټول کړي.‌

فاروق وویل، د ښار په عامو سړکونو او ویالو کې ډېر زیات کثافت ټول شوی وو چې بېلابېلې ناروغۍ یې خپرولې، او زیاته یې کړه چې د داسې پروژو تطبیق «د ښار انځور بدلوي».

د هېواد په ډېرو برخو کې د عامه خدمتونو په درېدلو سره،‌کثافت او ګندګي په یوه لویه ستونزه باندې بدل شوي دي.‌

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي صدیق الله میهن پور وویل، کثافت په سړکونو او لښتیو کې ټولېږي او بندوي یې، چې بیا په ژمي کې اوبه په دوکانونو او عامه ځایونو باندې ورځي.

هغه وویل، «هر کال په ژمي کې چې د واورې او باران اوبه لښتیو ته ورټولېږي، هغه د خلکو کورونو او دوکانونو ته ورځي.»

هغه زیاته کړه، «له دې امله، موږ په ټولو ښاریانو باندې غږ کوو چې کثافت په کثافت دانیو کې واچوي څو د ویالو د بندېدلو مخه ونیول شي.»

فقر او بې کاري

د پروژې په ترڅ کې برابرېدونکی عاید په پروژه کې د استخدام شویو کسانو لپاره مهم دی.

د کندوز یو شمېر اوسېدونکیو چې په دغې پروژه کې یې برخه اخیستې ده، وویل، هغوی د تېر حکومت په نسکورېدلو سره خپلې دندې له لاسه ورکړې او دا چې دغه پروژه به له هغوی سره د هغوی کورنیو ته د نفقې په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

عبدالشکور محمدي چې ۳۸ کاله عمر لري او په دغې پروژه کې کار کوي، سلام ټایمز ته وویل چې هغه د تېر حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته خپله د موټروانۍ وظیفه له لاسه ورکړه.

هغه وویل، «د حکومت له بدلېدلو څخه وروسته د کندوز اکثرو ځوانو اوسېدونکیو خپلې وظیفې له لاسه ورکړې.»

هغه وویل، دغه پروژه برخه والو ته فرصت ورکوي چې خپلو کورنیو ته نفقه ورکړي.

د رحیم الله اقتاش په نامه یوه بل ۳۸ کلن برخه وال وویل، دغه پروژه ۲۵۰ برخه والو کارګرانو ته د دې فرصت برابروي چې هره ورځ خپل کور ته په خوښۍ سره لاړ شي.

هغه وویل، «په موږ کې ځینې خلک داسې د کورنیو غړي لري چې په ورځ کې صرف د یو وخت خوړو توان لري.»

اقتاش وویل، «زه داسې خلک پېژنم چې له سهار نه تر ماښامه یې د کندوز ښار په مرکز کې د کار لپاره انتظار کړی خو تش لاس کورونو ته تللي دي.»

په هېواد کې وروستیو بدلونونو د اکثرو کورنیو د ژوند شرایط سخت اغېزمن کړي دي. اقتاش وویل، ډېرې کورنۍ په فقر کې ژوند کوي.

د مغزونو د فرار مخنیوی

د کندوز ښاروالۍ یوه سلاکار حفیظ الله رسولي سلام ټایمز ته وویل، د داسې پروژو تطبیق به له هېواد څخه د ځوانو افغانانو د وتلو مخه ونیسي.

هغه وویل، په تېرو درې میاشتو کې بهر ته د ډېرو ځوانو افغانانو د تګ انګېزه بې کاري او فقر وو، او زیاته یې کړه چې ډېر کسان اوس هم دې ته سترګې په لار دي چې وتښتي.

رسولي وویل، «که نړۍ واله ټولنه او مرستندوی هېوادونه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو داسې پروژې تطبیق کړي، زموږ ځوانان به له هېواد څخه ونه وځي.»

رسولي وویل،‌ په هېواد کې فقر او بې کاري ځوان افغانان مجبوروي چې د کار لټون پسې بهرنیو هېوادونو ته له خطرناک او غیرقانوني لارو ولاړ شي،‌ او ځینې یې د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

جوره قل چې ۴۹ کاله عمر لري او د یو اېن ډي پي په پروژه کې یې برخه اخیستې ده وویل چې فقر او لوږې هغه مجبور کړ ترڅو د تلې په میاشت کې خپل دوه زامن د کار لپاره ایران ته ولېږي.

هغه وویل، «زما د دواړو زامنو کار و بار په تېر حکومت کې ښه وه؛ یو مستري وو او بل خیاط. د حکومت په بدلون سره ډېرو افغانانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړې او زه مجبور شوم چې خپل زامن ایران ته ولېږم.»

هغه وویل، وروسته هغه خبر شو چې د ایران د سرحدي ګزمې ځواکونو د هغه زامن نیولياو بد چلند یې ورسره کړی دی.

هغه له خپلو زامنو څخه وغوښتل ترڅو کندوز ته بیرته ور ستانه شي.

هغه وویل،‌ که په هېواد کې او په ځانګړې توګه په کندوز ولایت کې فابریکې جوړې شي، ټول ځوان افغانان چې د ګاونډیو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له خوا ورسره بد چلند کیږي، به افغانستان ته راستانه شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه خبر دی. افغانستان ته راتلونکې مرستې باید په داسې او دې ته ورته نورو داسې پروژو باندې ولګول شي چې عادي افغانانو ته یې ګټه ورسیږي. بهتره به دا وي چې په خوراکي توکو باندې سب سایډي ولګول شي مثلا د اوړو بوجۍ چې اوس په ۲۳۰۰ افغانۍ ده باید له نړۍ والو مرستو نه داسې ترتیب ونیول شي چې همدغه اوړه خلکو ته په ۱۳۰۰ افغانۍ ور ورسیږي او که تر دې هم کم شي لا به بهتره وي. دغه راز غوړي، ګاز، بوره، چای، لوبیا، غوښه... تر لسو قلمو توکو پورې چې سب سایډي ولګول شي، د اقتصادي ستونزو مخه نیول کیږي. بله دا چې باید پخوانیو مامورینو او معلمانو ته معاشونه ورکول شي.

ځواب ورکړئ