اقتصاد

افغانان د قېمتونو لوړوالي او د بې کاري له زیاتوالي سره لاس او ګرېوان دي

د عمران راپور

افغانان د سوداګرۍ له کمښت، د فقر او بې کارۍ زیاتوالي او د لومړنیو توکو د قېمتونو د لوړوالي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک بیا ترلاسه کولو راهیسې، په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو قېمتونه له ۵۰٪ څخه ډېر زیات شوي دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- افغانان د سوداګرۍ له کمښت، د فقر او بې کارۍ زیاتوالي او د لومړنیو توکو د قېمتونو د لوړوالي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د طالبانو له خوا د زمري په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې په افغانستان کې د خوړو او سون توکو قېمتونه له ۵۰٪ څخه ډېر زیات شوي دي.‌

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار یو اوسېدونکی نور احمد وایي چې هغه د خوراکي توکو د قېمتونو د زیاتېدلو له امله نشي کولی د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.‌

هغه وویل، «قسم په خدای له یوې نیمې میاشتې راهیسې چې طالبانو بیا واک ترلاسه کړی دی موږ غوښه نه ده پخه کړې.»

په دې عکس کې چې د تلې په ۸مه په هرات ښار کې اخیستل شوی یو دوکاندار په داسې حال کې لیدل کیږي چې د مشتریانو لپاره انتظار کوي. [عمران/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د تلې په ۸مه په هرات ښار کې اخیستل شوی یو دوکاندار په داسې حال کې لیدل کیږي چې د مشتریانو لپاره انتظار کوي. [عمران/سلام ټایمز]

هغه وویل، «د خپلو وږو بچیانو د مړولو لپاره، زه مجبور یم چې خیر ټولولو ته مخه کړم.»

احمد وویل،‌ یواځې له نیمروز ولایت نه هره ورځ په زرګونو خلک مجبورېږي چې د لوږې او بې کارۍ له امله ایران ته کډه شي.

په هرات ښار کې د محمد همتي په نامه یوه دوکاندار وویل چې هغه له دوه میاشتو څخه په کم وخت کې خپل ۷۵٪ مشتریان له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل، «د خوراکي توکو د قیمتونو د زیاتوالي له امله لږ خلک د سودا اخیستلو لپاره راځي،‌ او دغه راز هغوی د پخوا په پرتله لږ خوراکي توکي اخلي.»

هغه زیاته کړه، «د خوراکي توکو قیمتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. موږ نشو کولی هغه توکي چې موږ یې نن خرڅوو په عین قېمت سبا وپېرو.»

همتي وویل، «د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د خوراکي توکو قیمتونه ۴۰ - ۵۰٪ زیات شوي دي.»

هغه وویل، د افغانانو په منځ کې فقر او بې کاري زیات شوي او هغوی خپل د پېرودلو ځواک له لاسه ورکوي.

د پانګې تېښته

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس یونس قاضي زاده وویل، په هېواد کې په حکومت کې بدلون ناوړه اقتصادې پایلې لرلې.

هغه وویل، واک ته د طالبانو په رسېدلو سره، په هرات ولایت کې ځینو سوداګریزو شرکتونو هېواد پرېښود او خپله پانګه یې بهر ته ولېږدوله، او زیاته یې کړه چې شرکتونه او پانګوونکي اوس هم په نوي نظام باندې پوره باور نه کوي.

قاضي زاده زیاته کړه، «په بانکونو کې د خصوصي سکتور د شتمنیو کنګل کېدلو او په هېواد کې د طالبانو له خوا په بانکي فعالیتونو باندې د بندیزونو لګېدلو د سوداګریو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي دي.»

هغه وویل، «د ګمرکي محصولاتو اندازې ثابتې نه دي... او له یوې ورځې څخه بلې ته زیاتېږي.‌ په ګمرکي عملیاتو کې د ثبات نشتوالی په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو په قېمت باندې ژور اغېز لري.»

په هرات کې د خوراکي توکو د واردوونکیو د اتحادیې رییس عبدالواحد وحیدي وویل، واردوونکیو له ځینو هېوادونو څخه د اساسي توکو پېرودنه ځنډولې ځکه چې د هغوی پانګه په بانکونو کې کنګل شوې ده.

هغه زیاته کړه، واردوونکي د خوراکي توکو د واردولو لپاره لږه شته پانګه استعمالوي،‌ خو هغه چې د کاروبار د ترسره کولو وس لري هغه ډیر کم دي او نشي کولی چې د بازار اړتیاوې پوره کړي.

هغه وویل، «خوراکي توکي په مارکېټونو کې ډېر کم دي،‌ له دې امله، د دغو توکو قیمتونه ورځ تر بلې زیاتېږي.»

وحیدي وویل، «دغه سخت حالت د خوراکي توکو ډېری واردوونکي خپلو سوداګریو ته له دوام ورکولو څخه زړه توري کوي.»

هغه وویل، «د هغوی ډېر له هېواد څخه د وتلو په هکله فکر کوي او غواړي چې خپله پانګه بهر ته وباسي.»

بشري ناورین

په افغانستان کې زیاتېدونکې بې وزلۍ او لوږې د بشري ناورین وېرې رامنځته کړي دي.‌

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې یوه ټولنپوه محمد نادر کریمي وویل، د خوراکي توکو د قیمتونو د زیاتېدو او اقتصادي ستونزو له امله، ډېرې کورنۍ خپل ماشومان په لوږه ویده کوي.‌

هغه زیاته کړه،‌ د افغانستان د ښارونو اوسېدونکي خوراکي توکي نه لري، په داسې حال کې چې کلیوالو د وښو خوړلو ته مخه کړې ده.‌

کریمي وویل، «د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې په تېرو دوو میاشتو کې خلک له لوږې مري. که ستونزې یې حل نشي، بې شمېره افغانان،‌ په ځانګړې توګه ماشومان به د اقتصادي ستونزو له امله له لوږې ومري.»

هغه وویل، دا د طالبانو مسؤلیت دی چې کاري فرصتونه رامنځته کړي او په بازارونو کې د لومړنیو توکو قېمتونه مدیریت کړي.‌

کریمي زیاته کړه، «لاکن طالبان لږې عایداتي سرچینې لري او نشي کولی چې د افغانانو اړتیاوې په صحیح توګه پوره کړي.‌ که نړۍ والې مرستې بیا پيل نشي، کېدی شي چې په هېواد کې یو بشري ناورین رامنځته شي.»

په هرات ښار کې یوه اقتصادپوه محمد احسان عزیزي وویل، «په دې سخت حالت کې چې سوداګرۍ په کې درېدلي او افغانان د خوړلو لپاره خوراکي توکي نه لري، طالبان باید په بانکونو باندې لګېدلي بندیزونه لیرې کړي څو شرکتونه وکولی شي چې له بېلابېلو هېوادونو سره نوي قراردادونه لاسلیک کړي او واردات بیا پيل کړي.»

عزیزي وویل،‌ د دې حالت ډېر زیان عادي افغانانو ته رسېږي او هغوی نشي کولی چې نور کړاوونه وزغمي.

هغه وویل، «افغانان نه خواړه لري چې ویې خوري نه روغتیایي خدمتونو ته مناسب لاسرسی لري. د لوږې له امله د ماشومانو او ښځو مړینې به ډېرې دردوونکې وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که نړیوال په ریښتیا هم بشري حقوقو ته ژمن وي نو په روان بد حالت کې دې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او د افغانستان د اقتصاد د پاشل کېدو د مخنیوي په موخه دې لاس په کار او د نقدي مرستو تر څنګ دې پرختیايي پروژې په افغانستان کې پلې کړي. دا چې افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی، په کار داده چې ملګري ملتونو او نور نړیوال بنسټونه افغانانو ته د مرستو د وړاندې کولو لپاره لاس په کار شي او روان حالت چې ژمی هم راروان دی او هوا په سړېدو ده، بدل کړي. او که چېرته په افغانستان کې په روان وضعیت کې د خلکو لاسنیوی ونه شي ورو ورو به فقر، لوږه، او جرمي پېښې وده وکړي چې دې سره به نه یوازې د افغانستان راتلونکي ته سرخوږی جوړ شي بلکې نور هېوادونه به هم ترې اغیزمن شي.

ځواب ورکړئ

مطلب دا چې افغانستان بیا ورو ورو په داسې یوه هېواد باندې بدلیږي چې فقر، لوږه، جرمونه، اعدامونه به په کې روان وي، د پاکستان د بې کیفیته موادو لپاره به پلورنځی وي او نړۍ به بیا هر افغان ته د یوه مجرم او قاتل په سترګه ګوري. پاکستاني استخبارانو یو ځل بیا د خپلو زړو جاسوسانو لپاره فرصت برابر کړی چې له کابل څخه لیدنه وکړي او د طالبانو په منځ کې په بېلابېلو طریقو نفوذ وکړي. په دې هکله د تاند راپور کې هم معلومات راغلي دي چې زه یې دلته وړاندې کوم: تاند:( چارشنبه، د ميزان يوويشتمه) د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشران له ۲۰ کلن ځنډ څخه وروسته بيا د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلي. دوی له د طالبانو سره د حکومت چلولو لپاره یې د مرستې وعده کړی او دا يې هم ويلي، چې له داخلي بې کوره شو خلکو ته به مرستي ورسوي. یاد شوی ګوند، چې د قاضي حسين احمد له لوري تاسیس شوی، په پاکستان کې د حزب المجاهدین په نوم ګوند هم لري. حزب المجاهدين ډلې کشمیر او افغانستان ته خپل جنګیالي هم لیږلي دي. جماعت اسلامي خپله په پاکستان کې د انګریزانو لخوا د جوړو شويو قوانينو تر چتر لاندې جمهوري نظام ته تابع دی او د ټاکنو له لارې د واک ګټلو لپاره مبارزه کوي. دا ګوند په افغانستان کې له څلورو لسيزو راهيسې د نظام ړنګولو د هڅو ملاتړ کوي. د دغه ګوند موسس قاضي حسين احمد په افغانستان کې د داود خان د جمهوري نظام له نسکورولو سره هم مرسته کړې وه او په دې کار يې اعتراف کړی و. ويل کيږي، چې پخوانی ولسمشر او د جميعت اسلامي ګوند موسس برهان الدين رباني هم د داود خان خلاف وسله وال بغاوت ته د هماغه لخوا جذب شوی او روزل شوی و.

ځواب ورکړئ