بشري حقونه

له ۱۰۰ څخه ډیر موسیقاران د طالبانو له خوا په موسقۍ د بندیز له ویرې له افغانستان څخه ووتل

د سلام ټايمز او اې اېف پي راپور

د زهره په نامه د افغانستان لومړۍ ښځینه ارکسترا د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۱۹مه د سویټزرلنډ په ډاوس کې د نړیوال اقتصادي فورم د پای مراسمو په ترڅ کې اجرا ترسره کوي. [فیبریس کوفیني/ای اېف پي]

د زهره په نامه د افغانستان لومړۍ ښځینه ارکسترا د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۱۹مه د سویټزرلنډ په ډاوس کې د نړیوال اقتصادي فورم د پای مراسمو په ترڅ کې اجرا ترسره کوي. [فیبریس کوفیني/ای اېف پي]

سیډني -- د موسیقۍ له ۱۰۰ څخه ډېر زده کونکي او ښوونکي د طالبانو لخوا د هیواد تر نیولو وروسته له کابل څخه په یوه زړه بوږنوونکې الوتنه کې له افغانستان څخه وتښتیدل.

احمد سرمست وویل، د هیواد د نوي مشرانو لخوا د موسيقۍ پروړاندې د بندیزونو له ویرې، د افغانستان د موسيقۍ انسټیټیوټ ټول ۱۰۱ غړي د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۱۱مه) ماښام دوحې ته ورسېدل.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ بنسټ ایښودونکی سرمست، چې اوس د آسټرالیا په میلبورن کې ژوند کوي، وویل، دا ډله چې شاوخوا نیمایي یې ښځې او نجونې دي، پلان لري ترڅو د پرتګال د حکومت په ملاتړ دغه هیواد ته الوتنه وکړي.

هغه وویل، خو د الوتنې بریا تر وروستۍ شیبې پورې په شک کې وه.

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۳۰مه اخیستل شوی، ۱۹ کلنه نګینه خپلواک (ښي اړخ ته)، چې په افغانستان کې د آرکستر لومړۍ ښځینه لارښوده ده، پداسې حال کې چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ کې د مشق پرمهال د خپلو موسیقارانو مشري کوي، د موسیقۍ کارپوه احمد سرمست تر څنګ ولاړه ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۳۰مه اخیستل شوی، ۱۹ کلنه نګینه خپلواک (ښي اړخ ته)، چې په افغانستان کې د آرکستر لومړۍ ښځینه لارښوده ده، پداسې حال کې چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ کې د مشق پرمهال د خپلو موسیقارانو مشري کوي، د موسیقۍ کارپوه احمد سرمست تر څنګ ولاړه ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

سرمست وویل، په کابل کې د قطر د سفارت په مرسته، موسيقاران په کوچنیو ډلو کې د ښار هوایی ډګر ته ولږدول شول.

په لومړي خنډ کې، وسله والو طالبانو چې د کابل هوایی ډګر اداره کوي د دوی ویزې تر پوښتنې لاندې راوستې. خو د قطر سفارت چارواکو ستونزه حل کړه.

بیا نجونو او میرمنو ته ویل شوي ول چې دوی نشي کولی د خپلو لنډمهالو خدمت پاسپورټونو سره چې معمولا چارواکو ته صادریږي هیواد پریږدي.

'د ډېرو اوښکو وخت'

سرمست وویل، «زما درک دا ده چې د پاسپورټونو ډول ستونزه نه و بلکه دا چې نجونې له هیواد څخه تښتیدلې ستونزه وه.»

یوځل بیا، قطري چارواکو د دوی د تګ په اړه خبرې وکړې.

قطر، چې له کابل څخه د ۱۲۳۰۰۰ څخه د ډیرو افغان او بهرنیو وګړوپه تاریخي هواي ایستنه کې مخکښ رول ولوباوه، د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، د طالبانو له مشرانو سره د ښکېلتیا او د کابل په هوایي ډګر کې د عملیاتو څخه په ملاتړ، په افغانستان کې د یوه مهم منځګړي په توګه راڅرګند شو.

سرمست وویل، کله چې الوتکه بالاخره څو ساعته وروسته د موسيقارانو سره،چې د زهرا د ارکسترا په څېر ډېرې پکې ښځې وي، پورته شوه،احساساتو په ده باندې غلبه وکړه.

هغه وویل، «دا د ډېرو اوښکو وخت و. ما خورا زيات وژړل. زما کورنۍ ما سره یوځای ژړل. دا زما په ټول ژوند کې ترټولو خوشحاله شیبه وه.»

د انسټیټیوټ بنسټ ایښودونکي وویل چې هغه د خپلو زده کونکو سره ډیرې په زړه پوري شېبې تیرې کړې، چې په نړیوالو کنسرتونو کې يې ډیرې ستاینې وشوې.

«مګرم د هغه احساس او خوښۍ بیان چې کله مې واوریدل چې د دوی الوتکه له ځمکې پورته شوه، خورا سخت کار دی.»

زهره، د ۳۵ ځوانو موسیقارانو یوه ډله چې له ۱۳ نه تر ۲۰ کالو پورې عمرونه لري، چې ځینې پکې یتیمانې یا د بې وزلو کورنیو څخه دي، په ۱۳۹۵ کال کې د سویس په داووس کې په نړیوال اقتصادي فورم کې د خپلې اجرا له برکته د نړۍ په کچه شهرت ترلاسه کړ.

موسیقۍ د زهره نجونو ته د ژوند یو بل چانس ور په برخه کړ. په دې ارکسترا کې د وایلن، پیانو او دودیزو افغاني وسیلو د غږولو ماهرو لوبغاړو په ډله کې یو شمېر یې پخوا په کوڅو کې ګدایي کوله.

موسيقي تر برید لاندې

سرمست وویل، له کابل څخه بهر ته د دغو نجونو او نورو موسيقارانو لیږد د طالبانو له خوا د قدرت د نیولو راهیسې د یوه اوږده پلان پایله ده.

هغه وويل، «له هغې شیبې راهيسې چې طالبانو په کابل کې واک ترلاسه کړ، د موسیقۍ او موسيقارانو په وړاندې تبعیض پیل شو. د افغانستان د خلکو غږ یو ځل بیا غلی کړای شو.»

طالبانو، چې د ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ کال پورې د خپلې مستبدې او ظالمې واکمنۍ پرمهال يې په موسيقۍ بنديز لګولی و، د زمري ۲۴م بیرته واک ته ورسیدل.

دوی دا ځل د یوې معتدلې حکومتولۍ وعده کړې -- که څه هم چې دا یې روښانه کړې چې افغانستان به له شرعي قانون څخه د خپل محدود تعبیر په چاوکاټ کې اداره کړي.

د طالبانو د اسلام د سخت تعبیر له مخې، یواځې د انسان غږ باید میوزیک تولید کړي -- او یواځې د خدای په ستاینه کې.

مګرم د موسيقۍ په اړه د دغه تحریک دریځ ضد و نقیص ده، او تر دې دمه کوم روښانه فرمان ندی صادر شوی.

د بیلګې په توګه، د تیرې اونۍ په پای کې د کابل څخه بهر د طالبانو په یوه غونډه کې د وزیرانو او د طالبانو لوړ پوړو چارواکو له ویناو څخه مخکې دیني موسیقي غږول کیده.

دوی ته په کور کې د پاتې کیدو ويل شوې وه.

د سرمست په وینا، طالبانو د موسيقۍ انسټیټیوټ غړو ته ویلي چې تر امر ثاني پورې دې په کور کې پاتې شي. نږدې دوه میاشتې وروسته، تر اوسه دوی ته نور معلومات ندي ورکړل شوي.

سرمست وویل، له کابل څخه تېښته یواځې لومړۍ مرحله وه. هغه ژمنه وکړه چې تر هغه پورې به کار وکړي ترڅو چې ټول ۱۸۴ پاتې پخواني او اوسني ښونکي او زده کونکي ویستل شوي نه وي او د «پاتې ښوونځي سره یوځای شوي نه وي.»

تیره میاشت په کابل کې دغه انستیتوت ته د ای اېف پي لخوا د لیدنې پرمهال، د موسيقۍ غږ شتون نه درلود.

پرځای یې، د طالبانو سرتیرو خبرې کولې او وسله وال ساتونکو کلاشینکوفونه په انګړ کې هڅکول، چې د ونو تر سیوري لاندې د موسيقۍ تاو شوي سمبولونه په ونو باندې په سپرې سره ليکل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د موسیقۍ دغه ګروپ ډېر ښه وکړل چې هېواد یې پرېښود او لاړل، کم تر کمه د دوی ژوند خو به خوندي وي، راتلونکی خو به یې جوړ وي. دا چې سبا څه کېږي او بېګا څه کېږي په دې اړه خو به سوچ ورسره نه وي چې بیا به له چا سر غوڅېږي. دا اوس چې زه دا لیکل کوم ډېر زیات اندېښمن یم، ځان ته کورنۍ ته مې، دوستانو ته مې، خپل حیا او عزت ته مې چې څه به کېږي.

ځواب ورکړئ