کډوالان

پرتګال افغان مهاجرو هنرمندانو او د هغوی کورنیو ته ښه راغلاست وویل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

پرتګال د لیندۍ په ۲۲مه د افغانستان د موسیقۍ د مخکښ انسټیټیوټ د زده کوونکیو او ښوونکیو په ګډون ۲۷۳ افغان کډوالو ته چې د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته له خپل هېواد څخه راووتل، ښه راغلاست وویل. [جیروم پین/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

لیزبن -- پرتګال د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۲مه/ د افغانستان د موسیقۍ د مخکښ انسټیټیوټ د زده کوونکیو او ښوونکیو په ګډون ۲۷۳ افغان کډوالو ته چې د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته له خپل هېواد څخه راوتلي وو، ښه راغلاست وویل.

دغه هنرمندان د تلې په میاشت کې له کابل څخه قطر ته راغلل او بیا په پرتګال کې ځای پرځای شول.

د افغانستان د موزیک د ملي انسټیټیوټ رییس او مؤسس احمد ناصر سرمست وویل، اوس چې هغوی خوندي او په لیزبن کې ځای پرځای شوي دي، د ښوونځي بیا پرانستل یو مهم هدف دی.

هغه وویل، «مسؤلیت دا دی چې دغه ښوونځی بیا پرانستل شي. موږ د افغانستان د موزیک لپاره یو ماموریت لرو چې باید دوام ورکړو.»

د افغانستان د ملي آرکستر ترسره کوونکی محمد قمبر نوشاد د تلې په ۲۶مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یوه کانسرت په ترڅ کې د افغانستان د موزیک د ملي انسټیټیوټ د موزیک هنرمندانو ته، چې زهره هم په کې شامل دی، لارښوونه کوي.‌ د زهره ګروپ ټولې غړې ښځې دي. [ای اېف پي]

د افغانستان د ملي آرکستر ترسره کوونکی محمد قمبر نوشاد د تلې په ۲۶مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یوه کانسرت په ترڅ کې د افغانستان د موزیک د ملي انسټیټیوټ د موزیک هنرمندانو ته، چې زهره هم په کې شامل دی، لارښوونه کوي.‌ د زهره ګروپ ټولې غړې ښځې دي. [ای اېف پي]

د موزیک یوې زده کوونکې شګوفۍ ساپۍ د پرتګال په پلازمېنه لیزبن کې یوه نظامي هوایي ډګر ته په رسېدلو سره وویل، «له نړۍ والې ټولنې څخه مننه. تاسو ټولو زموږ ژوند وژغوره.»

د افغانستان د موزیک د ملي انسټیټیوټ یوه هرمند مرتضی محمدي وویل، «زه ډېر خوښ یم چې خپل دوستان خوښ وینم. موږ کولی شو چې د موسیقۍ لوبولو ته دوام ورکړو. هغه په ریښتیا سره ما خوشحالوي.»

د پرتګال لومړي وزیر انتونیو کوستا په ټوېټر د دغه خبر هرکلی وکړ او ویې ویل چې، «زده کوونکي، ځوانانې، ځوانان او د هغوی خپلوان به دا فرصت ولري چې په پرتګال کې واوسیږي او خپلې زده کړې بیا پیل کړي.»

د پرتګال او قطر همکاري

د پرتګال د حکومت له خوا د وړاندې شویو ارقامو په اساس، دغه هېواد تر اوسه پورې ۷۶۴ اکثر ځوان افغان کډوال منلي دي.‌

دغه راز، دغه هېواد د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم په لسګونو لوبغاړې او د هغوی کورنۍ د تلې په میاشت کې منلي دي.

قطر، چې له کابل څخه د هوا له لارې له ۱۲۳۰۰۰ څخه د ډېرو افغان او بهرنیو وګړو په تاریخي را اېستنه کې یې یو مخکښ رول ولوباوه، د امریکايي ځواکونو له وتلو څخه وروسته په افغانستان کې د یوه مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی دی.

سرمست د تلې په ۱۳مه د استرالیا له ملبورن ښار څخه له ای اېف پي سره په یوه مرکه کې وویل، د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ ۱۰۱ غړي د خپل هېواد د نویو مشرانو له خوا د موزیک پر ضد د بریدونو له وېرې د تلې په ۱۱مه دوحې ته ورسېدل.‌

هغه وویل، هنرمندان په افغانستان کې د قطر د سفارت په مرسته کابل هوایي ډګر ته راوستل شول، خو د دغو عملیاتو بریالیتوب تر وروستۍ شېبې پورې په شک کې وو.‌

په هوایي ډګر کې مقاماتو د نجونو د وېزو او پاسپورټونو په هکله پوښتنې کولې، خو قطري چارواکو وکولی شوای چې د هغوی د تېرېدلو لپاره لاره هواره کړي.

سرمست وویل، څو ساعته وروسته چې بالاخره د زهره په ګډون چې ټولې غړې یې ښځې دي، د موسیقۍ د هنرمندانو الوتنه وشوه، هغه ایله د ارام ساه واخیستله.

هغه وویل، «دغه وخت مې اوښکې راماتې شوې. ما ډېر زیات وژړل. زما کورنۍ هم له ماسره یو ځای ژړل. دا زما په ټول ژوند کې تر ټولو ډېره د خوښۍ شېبه وه.»

زهره چې له ۳۵ څخه ډېرې ځوانې هنرمندانې په کې لوبېږي او له ۱۳ څخه تر ۲۰ کالونو پورې عمرونه لري چې ځینې یې یتیمانې او یا د غریبو کورنیو غړې دي، په ۱۳۹۶ کال کې په داووس ښار کې د نړۍ په اقتصادي غونډه کې د اجرا وړاندې کولو له لارې نړۍ والې صحنې ته لاره وکړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500