امنیت

پتنګ الوزول، نڅا کول، موزیک غږول: د افغانانو تفریح یو ځل بیا د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخ دي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

سړي د غبرګولي په ۱۹مه د جلال اباد په لمنو کې د یوه سیند پر غاړه چیلم څکوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

سړي د غبرګولي په ۱۹مه د جلال اباد په لمنو کې د یوه سیند پر غاړه چیلم څکوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

مسلکي موسیقار سید محمد (ښی) د غبرګولي په ۱۸مه په کندهار کې په سید موزیک سټوډیو کې له هارمونیه غږوونکي غلام محمد سره یوځای د خپلې جاپانۍ، د منځنۍ اسیا یوه دودیزه تار لرونکې د موسیقۍ آله، په وسیله تمرین کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

مسلکي موسیقار سید محمد (ښی) د غبرګولي په ۱۸مه په کندهار کې په سید موزیک سټوډیو کې له هارمونیه غږوونکي غلام محمد سره یوځای د خپلې جاپانۍ، د منځنۍ اسیا یوه دودیزه تار لرونکې د موسیقۍ آله، په وسیله تمرین کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

نایڼه فریده د غبرګولي په ۲۰مه په کابل کې په خپل سینګارځي کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړه ده. [ادېک بیري/ای اېف پي]

نایڼه فریده د غبرګولي په ۲۰مه په کابل کې په خپل سینګارځي کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړه ده. [ادېک بیري/ای اېف پي]

د غبرګولي په ۲۰مه په کابل کې د یوه سینګارځي یوه عمومي منظره. [ادېک بیري/ای اېف پي]

د غبرګولي په ۲۰مه په کابل کې د یوه سینګارځي یوه عمومي منظره. [ادېک بیري/ای اېف پي]

یوه نایڼه (سینګارګره) د غبرګولي په ۲۰مه په کابل کې په یوه سینګارځي کې د یوې پښتنې ناوې نوکان رنګوي. [ادېک بیري/ای اېف پي]

یوه نایڼه (سینګارګره) د غبرګولي په ۲۰مه په کابل کې په یوه سینګارځي کې د یوې پښتنې ناوې نوکان رنګوي. [ادېک بیري/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۲۰مه اخیستل شوی، یوه پښتنه ناوې چې د خپل واده لپاره یې دودیزې جامې اغوستی دی په کابل کې په یوه سینګارځي کې لیدل کیږي. [ادېک بیري/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۲۰مه اخیستل شوی، یوه پښتنه ناوې چې د خپل واده لپاره یې دودیزې جامې اغوستی دی په کابل کې په یوه سینګارځي کې لیدل کیږي. [ادېک بیري/ای اېف پي]

یو نایي د غبرګولي په ۱۹مه په هرات کې د یوه مشتري وېښتان جوړوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو نایي د غبرګولي په ۱۹مه په هرات کې د یوه مشتري وېښتان جوړوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

پتنګ پلورونکي د غبرګولي په ۱۹مه د کابل د زاړه ښار په شور بازار سیمه کې په یوه دوکان کې مشتریانو ته په تمه ناست دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

پتنګ پلورونکي د غبرګولي په ۱۹مه د کابل د زاړه ښار په شور بازار سیمه کې په یوه دوکان کې مشتریانو ته په تمه ناست دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو پتنګ پلورونکی د غبرګولي په ۱۹مه د کابل د زاړه ښار په شور بازار سیمه کې په یوه ګودام کې خپله سودا ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو پتنګ پلورونکی د غبرګولي په ۱۹مه د کابل د زاړه ښار په شور بازار سیمه کې په یوه ګودام کې خپله سودا ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

منیژه تلاش، چې د بریک ډانس د نڅاګرو د یوه ګروپ چې ډېری غړي یې هزاره هلکان دي، یواځینۍ ښځینه غړې ده د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې د یوه حرکت تمرین کوي. [ادېک بیري/ای اېف پي]

منیژه تلاش، چې د بریک ډانس د نڅاګرو د یوه ګروپ چې ډېری غړي یې هزاره هلکان دي، یواځینۍ ښځینه غړې ده د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې د یوه حرکت تمرین کوي. [ادېک بیري/ای اېف پي]

منیژه تلاش (چپ)، چې د بریک ډانس د نڅاګرو د یوه ګروپ چې ډېری غړي یې هزاره هلکان دي، یوازنۍ ښځینه غړې ده د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې د یوه حرکت د تمرین پر وخت د ګروپ د یوه غړي له خوا د یوه حرکت د ماتولو پر وخت ګوري. [ادېک بیري/ای اېف پي]

منیژه تلاش (چپ)، چې د بریک ډانس د نڅاګرو د یوه ګروپ چې ډېری غړي یې هزاره هلکان دي، یوازنۍ ښځینه غړې ده د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې د یوه حرکت د تمرین پر وخت د ګروپ د یوه غړي له خوا د یوه حرکت د ماتولو پر وخت ګوري. [ادېک بیري/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو په ۱۳۷۵-۱۳۸۰مو کالونو کې د خپلې واکمنۍ پر وخت د پتنګ الوزولو، تلوېزیون کتلو، کوترو الوزولو، په خپله خوښه وېښتانو جوړولو او حتی د موزیک د اجرأ کولو او ورته غوږ نیولو په ګډون، په لسګونو په ښکاره بې ضرره فعالیتونه او ساعت تېرۍ غیر قانوني ګرځولي وو.

له هغه نه په وروسته کالونو کې دا شیان بیا رامنځته شول، او ډېر افغانان وارخطا دي چې که سخت دریځي اسلامپالي بیا قدرت ترلاسه کړي بېرته به بند شي.

د طالبانو سیاسي مشرانو ژمنه کړې چې د ښځو حقونه به خوندي کړي، نجونو ته به اجازه ورکړي ترڅو ښوونځیو ته لاړې شي، دپلوماتیک ماموریتونه به خوندي کړي او د هېواد خلکو ته به خدمتونه وړاندې کړي.

خو د یاغیانو له خوا د خاورې د لاندې کولو په دوام سره، د سیمو اوسېدونکي مجبورېږي چې خپل کورونه پرېږدي،‌ او هغه وګړي چې پاتې کېږي خبر ورکوي‌ چې طالبان سړیو ته امر کوي چې ږیرې اوږدې کړي او ښځې نه پرېږدي ترڅو له نارینه محرم څخه پرته له کورونو څخه بهر وځي. .

یو پتنګ پلورونکی د غبرګولي په ۱۹مه د کابل د زاړه ښار په شور بازار سیمه کې خپله سودا د خرڅلاو لپاره نندارې ته ږدي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو پتنګ پلورونکی د غبرګولي په ۱۹مه د کابل د زاړه ښار په شور بازار سیمه کې خپله سودا د خرڅلاو لپاره نندارې ته ږدي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

له افغان حکومت سره د سولې خبرو کولو ته له ژمنتیا کولو راهیسې، طالبانو د حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې د مشرانو او ژورنالستانو د په نښه کولو یو کمپاین پیل کړی دی.

اورپکو د برېښنا او مخابراتي خدمتونو ستنې د چاودنو په وسیله راچپه کړي،‌ غټې بېخبناوې او د ټرانسپورټ لارې یې ویجاړې کړي، او د واکسیناسیون د ژوند ژغورونکیو کمپاینونو مخه یې نیولې ده.

ای اېف پي یو شمېر هغو فعالیتونو ته، چې طالبانو پخوا منع کړي وو او د هغو کسانو اندېښنو ته چې اوس په دغو فعالیتونو کې برخه اخلي،‌ کتنه کړې ده.‌

موسیقار

سید محمد د یوه مسلکي موسیقار په توګه، د جاپانۍ، چې د منځنۍ اسیا یوه دودیزه تار لرونکې د موسیقۍ آله ده، په غږولو سره چې هغه یې له هلکتوب نه غږول پیل کړي دي، نفقه ترلاسه کوي.

هغه ته اوس هم هغه ماخوستن په یاد دی چې دوه لسیزې مخکې طالبان په هغه کور ورننوتل چې ده او د ده ملګرو په کې موزیک غږاوه او سندرې یې ویلې.

د طالبانو له خوا د اسلام د سخت تفسیر په اساس، یواځې د انسان غږ جایز دی چې ویې باسي او هغه هم چې د خدای (ج) ستاینه پرې وکړي.

محمد چې اوس ۴۰ کلن او د یاغیانو د راټوکېدلو د پخواني مرکز کندهار اوسېدوکی دی، وویل، «زه کوچنی وم، نو زه یې زما له ملګرو نه لږ ووهلم

هغه وویل، «بیا هم تر درې ورځو پورې ما نشوای کولی چې ودرېږم.»

هغه وویل چې دی لا نېکمرغه وو او څرګنده یې کړه چې په یوه بله موقع طالبانو د جاپانۍ د غږولو له امله د هغه د یوه ملګري ګوتې پرې کړې وې.‌

له واک څخه د یاغیانو له شړل کېدلو وروسته، محمد یو کانسرټ ورکړ.

هغه وویل، «کله چې موزیک وغږېد، زما بدن له ډېر خوند او هیجان نه په لړزه شو. داسې یو خوند چې زموږ هېواد ازاد شو او اوس خلک ازاد وو چې یو نوی ژوند پیل کړي.»

له هغه وخت راهیسې، د محمد په څېر ډېر افغانان مسلکي موسیقاران او سندرغاړي شول.‌

دغه د ۸ ماشومانو پلار ای اېف پي ته وویل، «که موږ په ډار کې ژوند وکړو،‌ بیا په ژوند کې هېڅ خوند نشته.»

هغه هوډ لري چې که طالبان قدرت بیا ترلاسه هم کړي، هغه به خپل شوق ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، «که هغوی زموږ ګوتې هم پرې کړي، بیا به هم موږ موزیک وغږوو.»

د سینګار هنرمنده

په کابل کې په یوه کوچني دوکان کې، نایڼه فریده له یوې شرمیندوکې ځوانې افغانې ښځې څخه یوه نوراني ناوې جوړوي.

د فریدې سینګارځی چې په هېواد کې د سلګونو دغه ډول سینګارځایونو له ډلې څخه دی چې د خپلې سختې مشهورتیا سره سره له یوه نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دی.‌

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر وخت د ښځو حرکت او فعالیتونه سخت محدود کړي، او په عام محضر کې یې د سینګارځایونو فعالیتونه منع کړي ول.

۲۷ کلنې فریدې چې غوښتل یې نور هویت یې څرګند نشي، وویل، «که هغوی بیا راشي، موږ به هېڅکله هم دغه ډول ازادي چې اوس یې لرو، بیا ونه لرو.»

هغې وویل، «هغوی نه غواړي چې ښځې کار وکړي

د فریدې په دوکان باندې د پنجشنبې او جمعې په ورځو چې په سلګونو خلک د ودونو د مراسمو لپاره سره ټولېږي، ګڼه ګوڼه ډېره وي.

د سړیو له سترګو پناه، ښځې دغلته ورځي ترڅو د څو ساعتونو په مخه خپل ځان ته پاملرنه وکړي.

فریدې وویل، «زه فکر کوم طالبان به په خپل راتګ سره موږ مجبورې کړي ترڅو له هېواد څخه وځو.»

پتنګ جوړونکی

د کابل د یوه ګرم بازار په یوه دوکان کې ناست زړګی چې شاوخوا یې په سلګونو رنګین پتنګان ایښي دي، هوډ لري چې دغه کاروبار چې د هغه کورنۍ له نسلونو نسلونو راهیسې کړی دی، ونه دروي.

طالبانو په دې پلمه چې ځوانان د لمانځه او نورو مذهبي فعالیتونو له ترسره کولو څخه منع کوي،‌ د پتنګانو الوزول غیرقانوني ګرځولي وو، خو زړګي او کورنۍ یې خپل کار ته دوام ورکړ.‌

د شور بازار په منځ کې په خپل دوکان کې له ای اېف پي سره د خبرو کولو پر وخت دغه ۵۹ کلن سړي وویل، «البته، موږ دا کار په پټه کاوه.»

د هغه رنګین دوکان په سلګونو نازک او تیار پتنګان د خرڅلاو لپاره لري، او هغه د پېچلیو فرمایشي ډیزاینونو لپاره فرمایشونه هم اخلي.

د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو راهیسې د کالونو په اوږدو کې دغه کاروبار وده وکړه.‌

زړګي وویل، «ازادي ده... موږ کولی شو چې له کوم ډار پرته خپل پتنګان ازادانه نندارې ته وړاندې او خرڅ کړو.»

نن، کله چې شمال ښه وي، د افغانستان په روښانه اوبرنګ اسمان کې په زرګونو پتنګان په هوا کې لیدل کیږي.

ځینې یې یو بل سره جنګوي او الوزوونکي هڅه کوي چې یو بل د الوزولو په مهارتونو په ښودلو سره مات کړي او ځینې د شیشه یي تار په وسیله د مخالفینو تارونه پرې کوي.

زړګي وویل، «که بند شي، خلک به سخت وکړېږي. له دې کار څخه په زرګونو کورنۍ نفقه ترلاسه کوي.»

د بریک ډانس نڅاګر

له هغې ورځې چې منیژې تلاش بریک ډانس پیل کړ، هغه پوهه شوه چې د طالبانو له خوا به په نښه کیږي.

منیژه د هغه ګروپ چې ډېر غړي یې هزاره هلکان دي یواځینۍ ښځینه غړې ده چې په کابل کې -- معمولا په پټه د بریک ډانس تمرین کوي.

دغه ۱۸ کلنه جینۍ د خپلې مور ملاتړ له ځان سره لري. مور یې څو کاله مخکې د مېړه له ورکېدلو وروسته د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره څو دندې ترسره کوي.

خو د منیژې لپاره، چې غواړي په اولمپیک لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي، د خپل تمرین جاري ساتلو بې خطره نه دي.‌

هغه نه یواځې دا چې یوه جینۍ ده او په یوه ممنوع فعالیت کې برخه اخلي، دغه راز هغه د هزاره ټولنې غړې هم ده، او ځینې اسلامي افراطیان هزاره ګانو ته د مرتدینو په سترګه ګوري او ډېر وختونه د داعش له خوا په نښه کیږي.

منیژې تلاش وویل، «که طالبان بدل شوي نه وي او ښځې په کورونو کې ایسارې او حقونه یې تر پښو لاندې کړي، بیا به نو زما او د افغانستان د میلیونونو ښځو لپاره ژوند بې معنی وي.»

له دې خطر سره سره، چې ګروپ مجبور شو چې د مرګ د ګواښونو له ترلاسه کولو څخه وروسته خپل د تمرین ځایونه بدل را بدل کړي، هغه هوډمنه ده چې د خپل شوق تعقیبولو ته به دوام ورکړي.

په افغانستان کې په ډېرو برخو کې مخکښې ښځې موجودې دي، او تلاش اوس خپل ځان یوه له هغو څخه بولي.‌

هغې چې یوه زېر پیراهني او تور پای پېچ یې اغوستي، داسې یو لباس چې ښایي طالبان یې منفور وبولي، او خولۍ یې په سر کړې وه، وویل، «پخوا موږ پولیسانې نه لرلې، اوس یې تاسو په هرځای کې وینئ.»

هغې وویل، «ما د هدف ګرځېدلو خطر پر غاړه واخیست. زه په زړه کې ډارېږم، خو زه به له خپل کار نه په شا نشم.»

قیلون څکول

محمد سلیم او د هغه ملګري هر مازدیګر، له جلال اباد څخه د تېر شوي یوه سیند پر غاړه،‌ سره ټولېږي او قیلون څکوي.‌

سلیم چې له یوه خوټېدونکي چیلم څخه یې د مېوې خوند لرونکي تمباکو کش کړل او دود یې پوف کړ، وویل، «دا وخت په افغانستان کې قیلون څکول ډېره عادي چاره ګرځېدلې.»

خو طالبان وایي چې هغه خلک مستوي او دا داسې شی دی چې په قران کریم کې منع دی.

د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د قیلون کافي ګانې پرانستل شوې،‌ چې په پایپونو باندې اخته مشتریانو ته د زعفرانو ګرم چای ورکوي.‌

د کافي مالک بختیار احمد وایي، دا عادت ښه دی چې ځوانان له کوڅو یا د نشه ییزو توکو په څېر منکراتو کې له ښکېل کېدلو څخه را ایسار کړي.

احمد وویل، «دلته امن دی.‌ موږ په کافي کې قیلون څکوو او موزیک غږوو.»

هغه وویل، «که طالبان له خپلو زړو نظریاتو سره بیا راشي، هغوی به موږ منع کړي.»

نایي

په هرات کې د محمد قادري په سالون کې کاروبار په چټکۍ سره روان دی، او ځوانان په کې د ږیرې کلولو یا په فېشني بڼه د وېښتانو جوړولو ته، چې د هغوی د په زړه پورې باليووډ یا هالیووډ لوبغاړي له وېښتانو سره سر وخوري، په کتار انتظار کوي.

قادري چې له لسو کالونو راهیسې د سړیو وېښتان جوړوي، وویل، «افغانستان یوې نوې نړۍ ته داخل شوی دی.»

هغه وویل، «اوس ډېر نایان موجود دي، ډېر ځوانان فېشنونه کوي... حکومت یې هغسې مخالفت نه کوي لکه طالبانو چې کاوه.»

په داسې حال کې چې په کلیوالو سیمو کې سړي اسلامي سټایلونه خوښوي، چې پاس شونډه کلوي او له موټي نه اوږده ږیره ساتي، د ښارونو اوسېدونکي تازه فېشنونه تعقیبوي.

خو قادري او د هغه مشتریان وېرېږي چې که طالبان راستانه شي د هغوی په خوښه کېدونکي کارونه به پای ته ورسیږي.‌

هغه وویل، «که طالبان ښار او بازار ته راننوځي موږ وېرېږو چې ښایي هغوی هغسې وي لکه ۲۰ کاله مخکې چې ول.»

یوه منظم مشتري ثناءالله امین زیاته کړه، «بیا به ښځې چادرۍ په سروي، او ځوان سړي به اجازه نه لري چې هغه څه وکړي چې هغوی یې غواړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جالب او هر اړخیز راپور دی، ښه معلومات په کې راټول شوي دي، خو یو څه غرضي ښکاري. په غیر مستقیم ډول داسې تبلیغات په کې شوي دي لکه په لوی لاس چې د طالبانو د راتګ لپاره چاپېریال جوړول کیږي. د دې پرځای چې خلک نهیلي شي په کار دا دی چې د حکومت او وسله والو تر منځ د سولې هڅې ګړندۍ شي. جنګ د هېڅ افغان په ګټه نه دی.

ځواب ورکړئ