روغتیا

په میتافیتامین د روږدو په شمېر کې زیاتوالي په اپین او هیرویینو د اعتیاد په برخه کې د افغانستان ستونزې زیاتې کړي دي

ای اېف پي

د کابل په لمنه کې د تداوۍ په یوه لوی مرکز کې، د نشه ییزو توکو ګنګس ښکارېدونکي په لسګونو معتادان د پولیسو له بسونو څخه ښکته کیږي او د مرکز په لور روانیږي. دغه سړي چې د افغانستان د پلازمېنې په کوڅو کې نیول شوي دي، د بې زهره کولو د یوه جبري پروګرام مرکز ته لېږل کیږي. دا مرکز د میتافیتامین چې په لوړه کچه اعتیاد رامنځته کوي په کارولو او تولیدولو کې د ډېرښت د مهارولو لپاره جوړ شوی دی. [نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د کابل په لمنه کې د تداوۍ په یوه لوی مرکز کې، د نشه ییزو توکو ګنګس ښکارېدونکي په لسګونو معتادان د پولیسو له بسونو څخه ښکته کیږي او د مرکز په لور روانیږي.

دغه سړي چې د افغانستان د پلازمېنې په کوڅو کې نیول شوي دي، د بې زهره کولو د یوه جبري پروګرام مرکز ته لېږل کیږي. دا مرکز د میتافیتامین چې په لوړه کچه اعتیاد رامنځته کوي په کارولو او تولیدولو کې د ډېرښت د مهارولو لپاره جوړ شوی دی.

د میتافیتامین ناڅاپي راښکاره کېدلو، چې څو کاله مخکې یې په افغانستان کې نوم هېڅ نه وو اورېدل شوی، په داسې یوه هېواد کې چې وار له مخه په اپین او هیرویینو د اعتیاد له کړکېچ سره مخامخ دی، مقامات له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.‌

سلیمان چې ۲۵ کاله عمر لري او یو له هغو ۴۰ کسانو څخه دی چې د تداوۍ مرکز ته راغلي دي،‌ وویل،‌ «نشې زما ژوند راویجاړ کړ.»

د نشه ییزو توکو معتادان د لړم په ۲۲مه په کابل کې د نشه ییزو توکو د درمنلې په یوه مرکز کې، د حکومت له خوا د پیل شوي هغه جبري پروګرام د برخې په توګه چې غواړي معتادان له نشه ییزو توکو څخه خلاص کړي، ارام کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د نشه ییزو توکو معتادان د لړم په ۲۲مه په کابل کې د نشه ییزو توکو د درمنلې په یوه مرکز کې، د حکومت له خوا د پیل شوي هغه جبري پروګرام د برخې په توګه چې غواړي معتادان له نشه ییزو توکو څخه خلاص کړي، ارام کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لړم په ۲۲مه اخیستل شوی، د نشه ییزو توکو معتادان په کابل کې په نشه ییزو توکو د اعتیاد مرکز ته له رسېدلو څخه وروسته د نوم لیکنې لپاره، د حکومت له خوا د پیل شوي هغه جبري پروګرام د برخې په توګه چې غواړي معتادان له نشه ییزو توکو څخه خلاص کړي، انتظار کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لړم په ۲۲مه اخیستل شوی، د نشه ییزو توکو معتادان په کابل کې په نشه ییزو توکو د اعتیاد مرکز ته له رسېدلو څخه وروسته د نوم لیکنې لپاره، د حکومت له خوا د پیل شوي هغه جبري پروګرام د برخې په توګه چې غواړي معتادان له نشه ییزو توکو څخه خلاص کړي، انتظار کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د نشه ییزو توکو معتادان د لړم په ۲۲مه په کابل کې د نشه ییزو توکو د درملنې په یوه مرکز کې، د حکومت له خوا د پیل شوي هغه جبري پروګرام د برخې په توګه چې غواړي معتادان له نشه ییزو توکو څخه خلاص کړي، تمرین کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د نشه ییزو توکو معتادان د لړم په ۲۲مه په کابل کې د نشه ییزو توکو د درملنې په یوه مرکز کې، د حکومت له خوا د پیل شوي هغه جبري پروګرام د برخې په توګه چې غواړي معتادان له نشه ییزو توکو څخه خلاص کړي، تمرین کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

درمل جوړوونکي یا فارمسستان د لړم په ۲۱مه په کابل کې د افغانستان د نشه ییزو توکو په عمومي لابراتوار کې د نیول شویو نشه ییزو توکو د نمونو ازموینه کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

درمل جوړوونکي یا فارمسستان د لړم په ۲۱مه په کابل کې د افغانستان د نشه ییزو توکو په عمومي لابراتوار کې د نیول شویو نشه ییزو توکو د نمونو ازموینه کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د دغه نشه ییز توکي -- چې په محلي حساب شیشه بلل کیږي -- فزیکي تاثیرات د سلیمان له ډوبو سترګو او ننوتو غومبرو څخه له ورایه معلومیږي.‌

نوموړی وایي چې هغه څو کاله مخکې په ایران کې د استوګنې پر وخت په نشه روږدی شو.‌ هغه زیاته کړه چې، «زه به د دغو نشه ییزو توکو د ترلاسه کولو لپاره له مزدورۍ څخه نیولې تر غلا پورې هر هغه څه چې کولی شم وکړم.»

سلیمان او د ابن سینا په نامه د افغانستان د نشه یانو د درملنې په تر ټولو لوی مرکز کې نور ناروغان باید د ۴۵ ورځو په مخه لازمي تداوي ترلاسه کړي.

ابن سینا مرکز چې په یوه پخواني پوځي مرکز کې واقع دی شاوخوا ۹۰۰ سړي ځای کړي دي. د ښځو لپاره په نورو ځایونو کې کوچني مرکزونه موجود دي

د ابن سینا سرطبیب او مشاور عبدالجبار جلیلي وویل، تر ۱۳۹۶ پورې دا مرکز تر ډېره په هغو معتادانو باندې ډک وو چې په اپین باندې روږدي ول.

هغه په پراخه ودانۍ کې چې لمر پرې وړانګې خپرې کړې وې د معتادانو یوې ګرځېدونکې ډلې ته په اشارې، ای اېف پي ته وویل، «اوس، شاوخوا ۷۰٪ ناروغان د میتافیتامین معتادان دي.»

د افغانستان د روغتیا چارواکي وایي، شمېرنې خفه کوونکې دي چې ډېر ناروغان په شیشه او اپین دواړو باندې روږدي دي. له ۸۰٪ څخه ډېر ناروغان به بېرته ستانه شي.

د نقیب الله په نامه یوه بل معتاد دوه کاله مخکې هغه وخت د دغه مصنوعي محرک درمل استعمالول پیل کړل چې د هغه خور د طالبانو په یوه بمي برید کې ووژل شوه او یوه کليوال هغه ته وویل چې داسې یو «نه معتادوونکي» نشه ییز توکی استعمال کړي چې غم یې کم کړي.

دغه ۳۴ کلن سړي وویل، «په اول کې...‌زما خوښ شو.»

«خو بیا یې تیاره لوری راغی،‌ او زه د لېونتوب خواته روان شوم، چې له تاوتریخوالي څخه ډک چلند او د خپلې کورنۍ په غړو باندې بریدونه مې پیل کړل.»

له اپین څخه مخکې کېدل؟

د ۱۳۹۴ ارقامو -- هغه وخت چې وروستۍ هر اړخیزه ملي سروې وشوه -- وښودله چې افغانستان شاوخوا درې میلیونه په نشه ییزو توکو اخته کسان لري، چې د هېواد د ۳۷ میلیونو اوسېدونکیو یوه لویه برخه جوړوي.

تحلیلګران وایي چې دا شمېر زیات شوی، او روغتیایي چارواکي اټکل کوي چې کیدای شي د هغو معتادانو چې شیشه استعمالوي تناسب شاوخوا ۴۰٪ وي.

خو یوازې څو کاله مخکې، میتافیتامین یا شیشه په عملي توګه موجوده نه وه.‌

د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې چارواکو وویل، د میتافیتامینو د نیولو په هکله په لومړي ځل په ۱۳۸۷ کې په هلمند ولایت کې راپور ورکول شو چې یوازې یو څو ګرامه وو.

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې یوه جیګپوړي چارواکي کبیر ابراهیم خېل وویل، د ۲۰۱۹ په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د ۹۳۵ کیلوګرامو یو غټ مقدار ونیول شو.

هغه ای اېف پي ته وویل، «د هغې اندازې په پام کې نیولو سره چې هغه زیاتېږي، دا به د حیرانۍ وړ نه وي چې هغه ژر په افغانستان کې د اپین ځای ونیسي.»

دا بدلون به په داسې یوه هېواد کې چې د نړۍ د ناقانونه اپین نژدې ۹۰٪ حاصل ورکوي ډېر د پام وړ وي او دا پوښتنه راولاړوي چې آیا د افغانستان میتافیتامین بهد نشه ییزو توکو د قاچاق کولو عین نړۍ والې لارې تعقیب کړي.

په دې هکله هېڅ‌ ارقام نشته چې اوس افغانستان څومره صادروي. د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د مرکز ویاند خالد مؤحد وویل، په تېرو دوه کالونو کې ایران، هندوستان او سعودي عربستان ته د تلونکو څو لېږدېدنو مخه ونیول شوه.

له ۱۳۹۴ کال څخه مخکې، په دې برخه کې افغاني تولیدات ډېر کم وو، او تر ډېره داسې باور کېده چې له ګاونډي ایران څخه راځي، چې هلته سیدوفیدرین یا هغه ترکیبي جز چې د زکام په درملو کې موندل کیږي، د میتافیتامینو د پخولو لپاره د خمیرې په توګه کارول کیږي.

خو جوړوونکیو موندلې چې هغوی کولی شي چې د «عمان» په نامه له یوه محلي غرني بوټي څخه استفاده وکړي.‌

افغان چارواکي، په ۱۳۹۶ کال هغه وخت چې یو بس یې چې ۱۴۰۰ کیلوګرامه عمان یې انتقالاوه په فراه ولایت کې ودراوه، خبر شول چې محلي خلک له دغه ډول ایفیدرا بوټي څخه کار اخلي.

د طالبانو ښکېلتیا

د افغانستان د نشه ییزو توکو د تقاضا د کمونې د پروګرام مرستیال عبدالشکور حیدري وویل، د میتافیتامین کاروباریان د هغه د استعمال د پراختیا لپاره تشویقوونکي تکتیکونه کاروي.

حیدري وویل، «هغوی وایي چې میت یا شیشه څوک نه روږدی کوي او کولی شي چې ستاسو د اپین اعتیاد ته ماتې ورکړي. بیا هغوی قېمتونه کموي او په ځینې مواردو کې د هیرویینو توزیع بندوي چې معتادان مجبور شي چې میتافیتامین ته مخه کړي.»

طالبانو، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د خپل یاغیتوب د تمویل لپاره له اپین څخه کار اخیست،هم دغه غوړېدونکي مارکېټ ته مخه کړې ده.

په لندن پوهنتون کې د لیرې ختیځ او افریقا د څېړنو یوې څېړونکې جاسمین باتیا وویل، «طالبان په هغو سیمو کې چې کنټرول یې په لاس کې لري د هر کیلو تولید شوي میتافیتامین په سر مالیه ترلاسه کوي.»

د متحده ایالاتو پوځ په ۱۳۹۶ کال کې د طالبانو په سیمو کې د نشه ییزو توکو د جوړونې د لابراتوارونو په نښه کول پیل کړل.

د تېر غوایي په میاشت کې، د متحده ایالاتو هوایي بریدونو په فراه ولایت کې د میت د تولید هغه لابراتوارونه چې طالبانو چلول او لرل، وویشتل.‌

په کابل کې د ابن سینا د تداوۍ په مرکز کې چارواکو خبرداری ورکړ چې دا هېواد دې تیار نه دی چې د میت په وړاندې مبارزه وکړي.

د ابن سینا رییس زلمي نوروزي وویل، «مونږ مجبور یو چې د خپلو خلکو د خوندي کولو لپاره سخت کار وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500