روغتیا

د نشه ییزو توکو سوداګر او طالبان غواړي چې په کندوز کې د ناقانونه نشه ییزو توکو سوداګري پراخه کړي

د هدایت الله راپور

د کندوز ولایت چارواکي وایي چې په شمالي ولایتونو کې د نشه ییزو توکو سوداګر معتادان دې ته هڅوي چې لا نور نشه ییز توکي وکاروي، او طالبان هڅه کوي چې بزګران د کوکنارو کرلو ته مجبور کړي. [هدایت الله]

کندوز -- چارواکي وایي، د نشه ییزو توکو مافیاوې او طالبان هڅې کوي څو داسې لارې ومومي چې په کندوز ولایت کې د نشه ییزو توکو خرڅول او د کوکنارو تولید زیات کړي.

په کندوز کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس عبدالبصیر مرشد وویل، په بغلان، بدخشان، تخار او بلخ ولایتونو کې چې سره ګاونډیان دي، د نشه ییزو توکو سوداګر هڅه کوي چې د کندوز ولایت په هغو سیمو کې چې په نسبي توګه د کوکنارو د تولید او په نشه ییزو توکو د اعتیاد له مصیبت څخه خلاص دي، خپل عملیات پراخ کړي.

مرشد سلام ټایمز ته وویل، دا نوي استخباراتي معلومات چې «ښیي چې د نشه ییزو توکو مافیا په کندوز ولایت کې د نشه ییزو توکو معتادان دې ته هڅوي څو نشه ییز توکي واخلي» په سیمه کې موجوده ستونزه لا پسې ډېروي.‌

مرشد وویل، په کندوز کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست څخه ترلاسه شوي معلومات ښیي چې په دغه ولایت کې په نشه ییزو توکو د معتادو کسانو شمېر له ۳۰۰۰۰ څخه ډېر دی.

د نشه ییزو توکو معتادان د ۱۳۹۳ د لیندۍ په ۲۰ مه په کندوز ښار کې څکول کوي. [اجمل آرین]

د نشه ییزو توکو معتادان د ۱۳۹۳ د لیندۍ په ۲۰ مه په کندوز ښار کې څکول کوي. [اجمل آرین]

په عکس کې د ۱۳۹۵ د سلواغې په ۱۶مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې د معتادانو لپاره په یوه ۸۰ بستریز روغتون کې د نشه ییزو توکو له اعتیاد څخه بیا رغېدونکي کسان لیدل کیږي. هغوی په ایران کې د مهاجرت پر وخت معتاد شوي ول. [اجمل آرین]

په عکس کې د ۱۳۹۵ د سلواغې په ۱۶مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې د معتادانو لپاره په یوه ۸۰ بستریز روغتون کې د نشه ییزو توکو له اعتیاد څخه بیا رغېدونکي کسان لیدل کیږي. هغوی په ایران کې د مهاجرت پر وخت معتاد شوي ول. [اجمل آرین]

هغه وویل، «د دغو معتادانو له ډلې څخه یو پر درې برخه له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، او هغوی خپل خپلوان هم په نشه ییزو توکو معتاد کړي دي. هغوی په ایران کې د هیرویینو،‌ کرستال مېت او اپین په څېر نشه ییزو توکو په کارولو بلد شوي او بیا افغانستان ته راستانه شوي دي.»

د نشه ییزو توکو د سوداګرۍ پر ضد مبارزه

بېلابېلې هڅې روانې دي چې د نا قانونه نشه ییزو توکو پر ضد مبارزه، او له معتادانو سره مرسته وشي.

د کندوز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند امام الدین رحماني سلام ټایمز ته وویل، د کندوز پولیسو د تېر کال په جریان کې له ۱۰۰ څخه ډېر مشکوک کسان د نشه ییزو توکو د قاچاق، سوداګرۍ او خرڅانه په تورونو کې نیولي دي.

رحماني وویل، «پولیس هوډ لري چې د نشه ییزو توکو مشکوک کسان او قاچاقچیان په سملاسي توګه ونیسي.»

هغه وویل، «مونږ د کندوز ولایت له قومي مشرانو، محلي استازو او عادي اوسېدونکیو څخه غواړو چې د نشه ییزو توکو د سوداګرو د معرفي کولو او د هغوی په هکله د راپور ورکولو په برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي.»

د کندوز ولایت د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس مرشد وایي، په ورته وخت کې د ماليې وزارت «د کندوز لپاره د اتو کالو په مخه د کال ۷۸ میلیونه افغانۍ (۱ میلیون ډالر) ځانګړې کړي» چې د کوکنارو کرنه په کې صفر ته راولي. کابل وار له مخه ۶۲۰ میلیونه افغانۍ (۸ میلیونه ډالر) دغه ولایت ته ځانګړې کړي دي.

مرشد وویل، دا ولایت یادې پیسې د بندونو او د اوبو د ذخیرو، لوبغالو، د نشه ییزو توکو د معتادانو د تداوۍ لپاره د دوه روغتیایي مرکزونو د جوړونې په شمول د بېخبنا، او نهرونو په جوړولو لګوي.

هغه زیاته کړه،‌مقامات دا پیسې د دې لپاره لګوي څو داسې «بدیل معیشتونه» پرې رامنځته کړي چې عاید جوړوي او محلي خلک دې ته برابروي چې د کوکناور کرنه ودروي.

هغه وویل، ولایتي اداره همدارنګه پلان لري چې د نشه ییزو توکو کاروونکي له کوڅو څخه روغتیایي مرکزونو ته انتقال کړي او درملنه یې وکړي.

چارواکي وایي چې لا هم د نور کار کولو ته اړتیا ده.‌

په کندوز ښار کې د نشه ییزو توکو د معتادانو د درملنې لپاره د ۸۰ بستریز روغتون رییس ډاکتر عبدالقدوس میاخېل سلام ټایمز ته وویل چې روغتون یې دا ظرفیت نه لري چې د دغه ولایت اټکل ۳۰۰۰۰ د نشه ییزو توکو کارونکي تداوي کړي او دا چې د عامې روغتیا وزارت باید داسې ګامونه پورته کړي چې په دغه روغتون کې د بسترونو شمېر زیات کړي.

دا وخت د هغه روغتون په دغه ولایت کې یوازنی داسې مرکز دی چې د معتادانو درملنه کوي. دې ته ورته دوه کلینیکونه چې یو په قلعه زال او بل په دشت آرچي ولسوالیو کې ول، د نا امنۍ له امله بند کړای شول.‌

میاخېل وویل، د چپرکټونو د نشتوالي له امله نارینه، ښځینه او ماشوم معتادان په کورونو کې په مړژواندي حالت کې پاتې دي.

هغه وویل، «یوازې په قلعه زال ولسوالۍ کې ۱۰۰۰۰ په نشه ییزو توکو اخسته کسان موجود دي، چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.»

هغه وویل، «د قلعه زال اوسېدونکي قالینې اوبي او د هغوی د کورنیو غړي په نشه ییزو توکو روږدي دي. ښځې د کار کولو پر وخت خپلو ماشومانو ته اپین ورکوي چې ماشومان یې ویده شي.»

طالبان بزګران مجبوروي چې کوکنار وکري

په ورته وخت کې طالبانو په وروستیو وختونو کې د کندوز ښار په دشت آرچي ولسوالۍ او د کندوز ښار په بز کندهاري، قوچي، کوبي او حضرت سلطان سیمو کې بزګران مجبور کړل چې کوکنار وکري. د مرشد په وینا،‌ عسکرو د فصل د رسېدلو پر وخت د هغوی کرهڼې ور ویجاړې کړې.

د دشت آرچي ولسوالۍ په نعیم جان کلي کې یوه بزګر سید الرحم غني زاده سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو له مانه وغوښتل چې په خپله ځمکه کوکنار وکرم. ما هغوی ته وویل چې زه نه غواړم چې په خپله ځمکه نا روا بوټی وکرم خو هغوی زه مجبور کړم چې دا کار وکړم.»

هغه وویل، «کله چې کوکنار ورسېدل، حکومت عملیات پیل کړل او زمونږ کرهڼې یې ویجاړې کړې.»

غني زاده وویل، «طالبان باید په مونږ باندې د ناقانونه بوټو کرنه تحمیل نه کړي. مونږ غواړو چې قانوني فصلونه وکرو.»

نور ډېر نېکمرغه ول او ویې کولی شوای چې د طالبانو د فشار په وړاندې مقاومت وکړي.

په کندوز ښار کې د بز کندهاري کلي یوه بزګر صدیق الله طاهري چې ۵۳ کاله عمر لري وویل، «زه د طالبانو فشار ته تسلیم نشوم او په خپله ځمکه باندې مې کوکنار ونه کرل ځکه زه پوهېدم چې هغه یو ناقانونه فصل دی او ګټه یې طالبانو او مافیایي ډلو ته رسېږي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې ما د طالبانو غوښتنه رد کړه، هغوی پر ما ظلم وکړ او مجبور شوم چې څو ورځې سیمه پرېږدم...زه پوهېدم چې هغوی په هغو پبیسو باندې چې د کوکنارو له لارې یې پیدا کوي، وسلې او مهمات اخلي او بیا د افغانانو او حکومت پر ضد جنګ کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500