روغتیا

ایران په نشه ییزو توکو روږدي کسان نیمروز ته را اړوي، چې افغانانو ته یې ستونزې ډیرې کړي دي

د علي راپور

ځایي چارواکي وایي، د ایران حکومت له تېرو څو کالونو راهیسې په نشه ییزو توکو روږدي کسان د افغانستان د نیمروز ولایت په پوله باندې را اړوي. [عبدالغفار عزیزي]

کابل -- ځایي چارواکي وایي، تهران له تېرو څو کالونو راهیسې په نشه ییزو توکو روږدي کسان په زوره د افغانستان د نیمروز ولایت په پوله را اړوي او نه یې پرېږدي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د نیمروز ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې آمر بریدمن احسان الله هوتک وویل، «د نشه ییزو توکو یو شمېر معتادان چې پولیسو راټول کړي او د معالجې مرکزونو ته یې انتقال کړي دي ایراني وګړي دي.»

هغه وویل،‌ د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست ته له ۱۰۰ څخه د ډېرو ایراني معتادانو د شتون په هکله راپور ورکړل شوی دی.‌ هغوی د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا له افغانانو سره یوځای را اېستل شوي دي او اوسد ولایت په مرکز زرنج کې ژوند کوي.

هوتک وویل، «د ایران حکومت دغو معتادانو ته حتی د هغوی له درملنې څخه وروسته هم اجازه ورنه کړه چې ایران ته بېرته داخل شي.»

دوه ایراني معتادان د زمري په ۳۰مه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې نشه ییز توکي کاروي. [عبدالغفار عزیزي]

دوه ایراني معتادان د زمري په ۳۰مه د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې نشه ییز توکي کاروي. [عبدالغفار عزیزي]

هغه وویل، «په نیمروز کې موجود ایراني معتادان بې کوره دي، او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.»

د نیمروز د ولایتي شورا یوه غړي نعمت الله صدیقي وویل، په نیمروز ولایت کې د نشه ییزو توکو د ایراني معتادانو شتون په یوه ټولنیزه شتونزه باندې بدل شوی دی.

هغه وویل، دغه د نشه ییزو توکو معتادان نشي کولی چې خپلو کورونو ته بېرته ستانه شي.‌

هغه وویل، «د ایران حکومت په قصدي توګه خپل د نشه ییزو توکو معتادان له افغان کډوالو سره یوځای راباسي. د نشه ییزو توکو دغه معتادان په زرنج ښار کې پاتې کېږي چې د جدي ټولنیزو ستونزو سبب کیږي.»

صدیقي وویل، تهران نشي کولی چې په ایران کې د نشه ییزو توکو د غټ شمېر معتادانو چاره وکړي، له دې امله یې افغانستان ته رالېږي.‌

هغه وویل، که چېرې نیمروز ولایت ته د نشه ییزو توکو د ایراني معتادانو را اېستل دوام ومومي، دا کار به ډېر خطرناک شي او د زرنج ښار د اوسېدونکیو لپاره به ژوند ډېر سخت کړي.

د ایران له خوا شړل شوي

په زرنج کې اوسېدونکیو ایراني معتادانو دا خبره تایید کړه او د ایراني نظاميانو له خوا د ترخه چلند کیسې یې شریکې کړې.

د ایران د کرمانشاه یوه اوسېدونکي محسن قیاسي چې اوس د زرنج په کوڅو کې ژوند کوي، وویل، «پولیسو زه له دې امله افغانستان ته را واړولم چې زه معتاد یم.»

هغه وویل، «ما هغوی ته زارۍ وکړې چې زه ایرانی یم، خو هغوی ماته غوږ ونه نیو.»

هغه وویل، «زه ایرانی یم. زه د هویت اسناد لرم. زما ټوله کورنۍ په کرمانشاه کې ده. زه په افغانستان کې هیڅوک هم نه لرم، او یو سخت ژوند لرم.»

قیاسي وویل هغه له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د نشه ییزو توکو د ګڼو نورو ایراني معتادانو په منځ کې چې افغانستان ته را اړول شوي دي د زرنج په کوڅو کې «د نهیلۍ ژوند کوي».

په زرنج کې د نشه ییزو توکو یوه بل ایراني معتاد محمد محمدي وویل، «یوه ورځ ما په کرج [په ایران کې د البرز ولایت مرکز]‌ کې نشه ییز توکي کارول چې پولیس راغلل او زه یې ونیولم.»

هغه وویل، «هغوی اته شپې زه په یوه کمپ کې وساتلم او بیا یې په زاهدان کې یوه کمپ ته انتقال کړم.‌ په زاهدان کې ما هغوی ته ډېر وویل چې زه ایرانی یم، خو هغوی زما خبرې ته غوږ ونه نیو او زه یې افغانستان ته راواړولم.»

هغه وویل، «موږ په نیمروز کې نه څوک لرو او نه څوک پېژنو؛ موږ شپه او ورځ هسې ګرځو راګرځو. زه د ورځې په جریان کې لږ کار کوم، خو د نشه ییزو توکو د اخیستلو لپاره کافي نه دي. موږ یو بې باوره ژوند لرو، او هسې اخوا دې خوا ته ګرځو راګرځو.»

محمدي وویل، «موږ نه پوهېږو چې ولې د ایران حکومت د نشه ییزو توکو معتادان راوباسي، خو موږ ایرانیان یو. هغوی باید موږ داسې نه وای راشړلي او موږ یې باید خپل برخلیک ته پرېښي وای.»

د زاهدان ښار یوه اوسېدونکي عبدالمالک وویل، له اعتیاد څخه د یوې بهانې په توګه په کار اخیستلو سره، په ایران کې پولیس د نشه ییزو توکو معتادان په زور او چل سره راباسي.

هغه وویل، «کله چې پولیس راغلل موږ نشه ییز توکي کارول او موږ یې ونیولو او افغانستان ته راواړولو. مونږ هغوی ته وویل چې موږ ایرانیان یو او موږ باید خپلو کورنیو ته خبر ورکړو، خو هیچا زموږ زارۍ نه اورېدلې.»

هغه وویل، «موږ په نیمروز کې هیڅوک هم نه پیژنو، او دلته کار هم نشته. موږ له لوږې څخه کړېږو.»

د درملنې په برخه کې ننګونې

په نیمروز کې ځایي چارواکي وایي، د نشه ییزو توکو د ایراني معتادانو درملنه څو ځلې وشوه، خو هغوی بېرته روږدي کیږي ځکه چې هغوی داسې هېڅ ځای نه لري چې لاړشي.

د نیمروز د عامې روغتیا سرپرست رییس نصیراحمد هیبت وویل، چارواکي هره میاشت له کوڅو څخه په لسګونو معتادان ټولوي او د درملنې لپاره یې روغتونونو ته وړي.‌

هغه وویل، «په معتادانو کې ایراني وګړي هم شامل دي چې موږ یې په روغتونونو او د نشه ییزو توکو په مرکزونو کې درملنه کوو.»

هیبت وویل، «موږ افغان معتادان له درملنې څخه وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د هغوی کورنیو ته ورانتقالوو، خو ایراني معتادان په کوڅو کې پاتې کېږي. په پایله کې، هغوی بېرته نشې ته ورګرځي.»

هغه وویل، «موږ بله لاره نه لرو مګر دا چې دغه ایراني معتادان ټول کړو او بیا یې علاج وکړو. دغو معتادانو حکومت ته جدي ننګونې رامنځته کړي دي چې د معالجې په پروسه کې یې د افغان معتادانو ځای نیولی ده.»

په زرنج ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال حمید عظیمي وویل، افغانستان ته د نشه ییزو توکو د ناروغو معتادانو په را اړولو سره، ایرانی رژیم د هغوی د انساني وقار سپکاوی کوي او د خلکو له حقونو څخه سرغړونه کوي.‌

هغه وویل، «سره له دې چې افغان حکومت د ایراني معتادانو په وړاندې هېڅ مسؤلیت نه لري، خو بیا هم د هغوی درملنه کوي او د ایران حکومت ته یې روغ ورسپاري،‌لاکن ایران یې بېرته نه اخلي.»

عظیمي وویل، «د ایران حکومت باید د خپلو وګړو د بشري حقونو درناوی وکړي او دغو ناروغو خلکو ته اجازه ورکړي چې له خپلو کورنیو سره بېرته یوځای شي.»

هغه وویل، که د ایران حکومت په خپلو وګړو باندې رحم نه کوي -- او هغوی د تل لپاره د هغوی له کورنیو څخه جلا کوي -- هغوی به هېڅکله هم په ایران کې اوسېدونکیو افغان کډوالو باندېرحم ونه کړي، او په حقیقت کې، دغه هېواد تل د هغوی له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ د ایران، افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان په چټلو رژیمونو.‌

ځواب ورکړئ

د ایران حکومت په ایران کې د افغان ځوانانو د اعتیاد مسؤل دی. د هغه هېواد چارواکي باید افغانانو ته ځواب ووایي چې دغه ځوانان څنګه په ایران کې په نشه ییزو توکو باندې روږدي شول.

ځواب ورکړئ

که د افغانستان حکومت د هېواد د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر نه کړي، د هېواد نیم ځوانان به په راتلونکو څو کالو کې په نشه ییزو توکو باندې اخته شي. په افغانستان کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله، اکثر ځوانان ایران ته سفر کوي، او هلته په نشه ییزو توکو باندې اخته کیږي.‌

ځواب ورکړئ

د هغو ځوانانو چې ایران ته د کار موندلو لپاره ځي، په سلو کې پنځوس بېرته په معتاد حالت کې راګرځي. زه حیران یم چې هغوی په ایران کې نشه ییز توکي څنګه پیدا کوي. ولې پخپله ایرانیان په نشه ییزو توکو نه روږدي کیږي چې افغانان پرې روږدي کیږي؟‌ زه فکر کوم چې ایرانیان او د ایران حکومت په قصدي توګه نشه ییز توکي د افغان کډوالو لپاره موجودوي څو افغان ځوانان پرې روږدي شي او د خپلې ټولنې لپاره د اوږو بار وګرځي. که داسې نه وي،‌ بیا څنګه کېدی شي چې هغوی په یوه بهرني هېواد کې دومره په اسانۍ سره نشه ییز توکي ترلاسه کړي؟ دا څنګه کېدی شي چې غریب کډوال کارګران دې په یوه بهرني هېواد کې نشه ییز توکي واخیستلی شي؟ تاسو پوهېږئ چې نشه ییز توکي ډېر قېمته دي او دا سخته ده چې یو کډوال دې یې په یوه بهرني هېواد کې وپېري. افغان حکومت باید له ایران سره ټولې پولې وتړي او د هېواد ځوانانو ته اجازه ورنه کړي چې د کار لپاره ایران ته لاړ شي. حکومت باید په هېواد کې فابریکې جوړې کړي چې ځوانان په هېواد کې په وظایفو باندې مقرر شي. حکومت باید په نړۍ واله ټولنه باندې فشار واچوي چې د افغان ځوانانو لپاره کاري فرصتونه جوړ کړي. که چېرې افغان حکومت ایران ته د افغان ځوانانو د ناقانونه سفر مخه ونه نیسي، د ایران حکومت به زمونږ ځوانان خراب کړي. ایراني مقامات د دغو ځوانانو یو شمېر سیند ته غورځوي، او په نورو باندې ډزې کوي او یو شمېر نور یې د نشه ییزو توکو په وسیله وژني.‌

ځواب ورکړئ

غوره به دا وي چې د افغانستان حکومت د ایراني معتادانو تداوي وکړي بیا ایراني دپلوماتان او ژورنالستان وغواړي او هر ایرانی معتاد د رسنیو په مخکې خپل ځان معرفي کړي چې څوک دی د چا زوی دی کله او چېرې پیدا شوی او څه کار یې کاوه چې په نشو اخته شو. ایران او پاکستان تل د افغانستان لپاره ستونزې جوړې کړي دي او دا یې یوه بله ستونزه ده چې د افغانانو لپاره یې جوړه کړه.

ځواب ورکړئ