بشري حقونه

د ایران له خوا د افغان ماشومانو را اېستنې د هرات د چارواکو غوسه راوپارولې ده

د عمر راپور

افغان چارواکي وایي، ایرانی رژیم په جبري توګه افغان ماشومان د هغوی له کورنیو څخه جلا کوي، راټولوي او بیا یې یواځې افغانستان ته رالېږي. د ارقامو له مخې، د تېر یوه کال په ترڅ کې له ۲۵۰۰ څخه ډېر افغان ماشومان له ایران څخه را اېستل شوي دي. [عمر]

هرات -- ایرانی رژیم په جبري توګه افغان ماشومان د هغوی له کورنیو څخه جلا کوي، راټولوي او بیا یې یواځې افغانستان ته رالېږي.

په هرات کې افغان چارواکي وایي، ایراني مقامات د ښځو او ماشومانو په ګډون هر افغان ماشوم، چې رسمي اسناد ورسره نه وي، نیسي او په سملاسي توګه یې د هغوی له خپلوانو سره له تماس نیولو څخه پرته له خپل هېواد څخه راباسي.

د هرات ولایت د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رییس احمد جاوېد نادم وویل، هره ورځ شاوخوا ۱۰ ماشومان چې ایراني ځواکونو د هغوی له کورنیو څخه جلا کړي د اسلام کلا د بندر له لارې هرات ته راستنېږي.‌

هغه زیاته کړه، د تېر یوه کال په ترڅ کې، ایراني حکومت له ۲۵۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د هغوی د سرپرستانو له حضور څخه پرته په پوله افغانستان ته را اړولي دي.

په دې عکس کې چې د کب په ۲۱مه اخیستل شوی، یو شمېر افغان ماشومان چې ایراني رژیم له خپل هېواد څخه را اېستلي دي په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د کب په ۲۱مه اخیستل شوی، یو شمېر افغان ماشومان چې ایراني رژیم له خپل هېواد څخه را اېستلي دي په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمر]

هغه وویل، «دا چې دغه ماشومان اکثر په افغانستان کې کورنۍ نه لري، هغوی له جدي ستونزو سره مخامخ شوي دي.‌ افغان حکومت د دغو ماشومانو له ډلې څخه په لسګونو کسان په سرپناوو کې تر هغه وخته ساتي چې خپلوان یې معلوم شي.»

هغه زیاته کړه، «هغه ماشومان چې ایراني نظامیانو له خپل هېواد څخه را اېستلي له اروایي ستونزو سره مخامخ شوي دي. د اسلام کلا په بندر کې داسې حقوقي مشاورین موجود دي چې له دغو ماشومانو سره مرسته کوي. د کډوالو او راستنېدونکو د چارو ریاست را اېستل شوي ماشومان له اسلام کلا بندر څخه هرات ښار ته را انتقالوي او هغوی ته خواړه او جامې ورکوي.»

نادم وویل، له ایران څخه را اېستل شوي ماشومان د ۱۰ او ۱۷ کالونو تر منځ عمرونه لري.‌

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، د ایراني حکومت له خوا د افغان ماشومانو نیول او را اېستل غیرانساني او غیر مذهبي کار دی.

هغه زیاته کړه، د ایراني ځواکونو له خو دا د تاوتریخوالي عملونه د ښه ګاونډیتوب له اخلاقو، نړۍ والو بشري قوانینو او د بشري حقونو له منل شویو کنوانسیونونو څخه سرغړونې دي.‌

ظلم او تاوتریخوالی

یوه شپه، ایراني پولیسو ۱۴ کلن ګل احمد په یوه شاړ حمام کې یواځې بند کړی وو او ډوډۍ یې هم نه وه ورکړې.

احمد وویل، هغه په مشهد کې له خپل کور څخه بهر راوتلی وو چې ډوډۍ واخلي چې پولیسو ونیو او د هغه د کورنۍ له خبرولو څخه پرته یې را واېست.

احمد وویل، «د شپې ۸ بجې وې چې زه پولیسو ونیولم او په یوه شاړ حمام کې یې واچولم.»

هغه وویل، «په ورپسې سهار، پولیسو یو شمېر نور ماشومان او زه یوه ځای ته چې هلته هغوی کډوال راټولوي وېوړو... څو ورځې وروسته، ایراني امنیتي ځواکونو موږ د سفېد سنګ کمپ ته بوتلو چې هلته موږ دوه شپې پاتې شوو او بیا یې اسلام کلا بندر ته راوستلو او له خپل هېواد څخه یې را واېستلو.»

احمد زیاته کړه، «موږ سخت ډار شوي وو ځکه چې پولیسو موږ ټول په کمپ کې وهلو. هغوی په ماشومانو، زړو یا ښځو باندې هېڅ رحم نه کاوه، او د لرګیو او کېبلونو په وسیله به یې وهل.»

محمد چې ۱۵ کاله عمر لري ایراني پولیسو په زاهدان کې نیولی او د هغه د کورنۍ له خبرولو څخه پرته یې افغانستان ته را اېستلی دی.

محمد وویل، «یوه ورځ زه د پولیسو په ګزمه وربرابر شوم، او کله مې چې د تېښتې هڅه وکړه هغوی ډزې راباندې وکړې. موږ څو کسان ټپیان شوو او پولیسو ونیولو.»

هغه زیاته کړه، پولیسو ټول ماشومان په یوه ګډوډ، خراب ځای کې ساتلي وو او اوبه او خواړه یې نه ورکول.

هغه وویل، «ایراني پولیسو زموږ له هر کس څخه ۴۵۰۰۰ تومان (۸۲۰ افغانۍ یا ۱۱ ډالر) واخیستل، او بیا یې په زاهدان ښار کې ساربان کمپ ته ولېږلو او هلته یې بیا رانه په زور سره پیسې واخیستلې.»

محمد زیاته کړه، «ایراني امنیتي ځواکونو به په کمپونو او په لاره دواړو کې کډوال په سوکانو او د لرګیو او د توپکو په کونداغونو باندې وهل.»

هغه وویل، «کله چې موږ د افغانستان سرحد ته راورسېدو، له موږ سره هېڅ څه [پیسې] پاتې نه وې او ایراني پولیسو هر څه رانه لوټلي وو. وروسته له هغه چې موږ افغانستان ته راننوتلو، افغان حکومت موږ ته خواړه او پیسې راکړې او بیا یې یوه کمپ ته ولېږلو چې هلته یې خواړه او جامې راکړې.»

غیرانساني کارونه

په هرات ولایت کې مقاماتو د ایراني نظامیانو له خوا له کورنیو څخه د ماشومانو جلا کول او د هغوی د کورنیو نه خبرول وغندل او دا کار یې له بشري پرنسیپونو څخه سرغړونه وبلله.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «د ایران له خوا د کورنیو له خبرولو څخه پرته د افغان ماشومانو را اېستل له نړۍ والو کنوانسیونونو او د افغانستان او ایران تر منځ له دوه اړخیزو موافقو څخه سرغړونه ده.»

هغه وویل، افغان حکومت له ایراني حکومت څخه تمه لري چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزې هوکړې مراعت کړي او له سرپرستانو څخه پرته د ښځو او ماشومانو را اېستل ودروي.

فرهاد زیاته کړه، «هغه ماشومان چې ایران یې افغانستان ته را اړوي له جدي ننګونو سره مخامخ کیږي ځکه چې هغوی له چاپېریال سره بلد نه دي او دلته کورنۍ نه لري.»

هغه وویل، «په دې سربېره چې پخپله ماشومان له ډېرو ستونزو سره مخامخ کیږي، هغه حکومتي ادارې چې د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې کار کوي ګڼې ننګونې لري ځکه چې هغوی نشي کولی چې د دغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو کورنۍ پیدا کړي.»

فرهاد وویل، «موږ دا مسئله په کابل کې له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې، او هیله لروو چې هغه به د دپلوماتیکو چینلونو له لارې حل شي او د ایران حکومت به دې ته متوجه شي چې له افغان حکومت سره دوه اړخیزې هوکړې مراعت کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خدای دې په ټوله نړۍ کې د نړۍ خوړونکې امریکا ټول مزدوران هلاک کړي. د افغانستان د مظلومو خلکو په منځ کې د داسې غلطو خبرونو په خپرولو سره، تاسو د امریکایانو د مزدورانو په توګه کار کوئ.

ځواب ورکړئ

افغانان غریبان نه په افغانستان کې دننه ښه ورځ لري نه له افغانستان څخه بهر. په دغو ماشومانو او د هغوی په کورنیو باندې جبر او ظلم د نه بخښلو وړ دی. خدای دې ایران او ایرانیان هلاک کړي.

ځواب ورکړئ

ایران یو ډېر ظالم هېواد دی. زه فکر نه کوم چې کوم بل هېواد به له کډوالو سره داسې چلند وکړي. کم عمره ماشومان که حتی یو جرم هم ترسره کړي، نه نیول کیږي. دغو ظالمانو هغوی د هغوی له کورنیو څخه جلا کړل او افغانستان ته یې راولېږل.‌ ښایي تر ډېرو ورځو پورې د هغوی کورنۍ په دې پوه نشي چې ماشومان یې چېرې دي او ولې هغوی کورونو ته ورستانه نشول؟ په دا دومره ورځو کې به یې کورنۍ څومره زورېدلې وي. ایرانیانو له دغو ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره یو غټ ظلم کړی دی.

ځواب ورکړئ

اصلا په دې برخه کې ملامتیا یوازې د ایران نه ده. ایران او پاکستان خو له ۴۵ کالونو راهیسې معلوم دي چې د افغانستان دښمنان دي. امریکا او اروپایي هېوادونه چې ځانونه د افغانستان خواخوږي بولي او ادعا کوي چې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې یې په افغانستان کې ۱۰۲ بیلیونه او کله ۱۳۳ بیلیونه ډالر لګولي دي باید ځواب ورکړي چې ولې تر اوسه یو افغان مجبوریږي چې ایران او پاکستان ته د مزدورکارۍ لپاره لاړ شي؟ ولې په افغانستان کې امنیت نشته؟ ښه دا به ومنو چې په اطرافونو کې د پاکستان اجیر طالبان ناامني جوړوي او خلک وژني، ولې امریکا او افغان حکومت په ګډه په دې ونه توانېدل چې په ښارونو کې امنیت راولي او خلکو ته حتی ابتدایي فابریکې جوړې کړي چې کار په کې وکړي؟ ۱۰۰ بیلیونه نه، ۱۰ بیلیونه ډالر دې ماته څوک راکړي له افغانستان نه ورته جنت جوړوم.

ځواب ورکړئ

افغان حکومت باید په کابل کې د ایران سفیر د ایران د دغه عمل له امله احضار کړي، او وضاحت ترې وغواړي چې ولې د هغه هېواد له افغان ماشومانو سره داسې بې انصافي کوي؟ همدارنګه، افغان حکومت باید په ایران کې افغان سفیر سره تماس ونیسي او هغه ته حکم وکړي چې دا ستونزه په هغه هېواد کې له ایراني چارواکو سره شریکه کړي او کلک تاکید پرې وکړي چې له هغه هېواد څخه د افغان ماشومانو اخراج ودروي.‌ دا د ایران د حکومت له خوا په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ضد یو ډېر غټ وحشت یا ظلم دی.

ځواب ورکړئ

افغان حکومت باید له ایران سره خپل دپلوماتیک روابط پرې کړي. دغه هېواد هېڅ یو ښه ګاونډی نه دی. زه په دې شرمیږم چې ځینې وختونه جیګپوړي افغان حکومتي چارواکي ایران یو ښه ګاونډی او پاکستان یو دښمن بولي.‌ اوس باید دا چارواکي راشي او د دغو غریبو ماشومانو کورنیو ته وضاحت ورکړي چې ولې ایران د دغو کورنیو پر ضد داسې د ظلم او وحشت عمل کوي؟ پاکستان او ایران دواړه هڅه کوي چې افغانستان ویجاړ کړي او افغانستان د یوه هېواد په توګه په رسمیت نه پېژني.‌ چې ریښتیا درته ووایم، پاکستان د افغان کډوالو پر ضد هومره ظالم نه دی څومره چې ایران او ایرانیان د هغوی په وړاندې دي. په حقیقت کې،‌ پاکستان د کډوالو پر وړاندې دومره بد نه دی. مرګ په ظالم ایران.

ځواب ورکړئ