کډوالان

ایران د وړیا اوبو د بهیر په درېدلو، له افغان کډوالو سره ناوړه چلند زیات کړی دی

د عمران راپور

ایراني امنیتي ځواکونو په مکرر ډول ویلي چې هغوی به له کمال خان بند څخه د اوبو د وړیا بهېر د درېدلو په بدل کې افغان کډوالو ته اجازه ور نه کړي چې په ایران کې ژوند وکړي. اوس د هغوی ډېر په جبري توګه له ایران څخه را اېستل شوي او په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې په موقته سرپناه کې ژوند کوي. [عمران/سلام ټایمز/ټولنیزې رسنۍ]

هرات -- ایراني مقاماتو په وروستیو اونیو کې، وروسته له هغه چې په افغانستان کې کمال خان بند له هلمند سیند څخه د اوبو وړیا بهیر ودراوه، له افغان کډوالو سره ناوړه چلند زیات کړی دی.

کمال خان بند چې د نیمروز ولایت په چاربورجک ولسوالۍ کې پروت دی، د ۱۴۰۰ کال د وري په میاشت کې د هغه له پرانستل کېدلو راهیسې په لومړي ځل له اوبو څخه ډک شوی دی. په دغه بند باندې په ۱۳۵۰ لمریز کال کې کار پيل شوی وو.

د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو په هکله د ۱۳۵۲ کال د تړون په اساس،‌ ایران حق لري چې له هلمند سیند څخه په یوه ثانیه کې ۲۶ مکعب متره اوبه ترلاسه کړي.

خو له لسیزو راهیسې، ایران هر کال په میلیاردونو مکعب متره اوبه په وړیا ډول ترلاسه کوي چې دا له هغه مقدار څخه چې په تړون کې قید شوي ډېرې زیاتې دي.‌

افغان کډوال چې له ایران څخه را اېستل شوي د سلواغې په ۲۰مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

افغان کډوال چې له ایران څخه را اېستل شوي د سلواغې په ۲۰مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

یرغل او دښمني

عیني شاهدان وایي، اوس د وړیا اوبو بهیر درېدلی،او ایراني مقامات خپله غوسه په افغان کډوالو باندې سړوي.‌

د بادغیس ولایت یوه اوسېدونکي جانداد ابراهیمي وویل، ایراني امنیتي ځواکونو په مکرر ډول ویلې چې هغوی به د کمال خان بند له لارې د اوبو د درېدلو په ځواب کې، افغان کډوالو ته اجازه ورنه کړي چې په ایران کې ژوند وکړي.

ابراهیمي په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی او اوس په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې په موقته سرپناه کې ژوند کوي.

هغه د سلواغې په ۲۰مه وویل، «کله چې ایراني عسکرو زه پخپل د کار په ځای کې ونیولمم، ماته یې سخته شکنجه راکړه او اجازه یې رانه کړه ترڅو خپل کالي راواخلم، او د کډوالو د توقیف یوه کمپ ته یې انتقال کړم.»

هغه وویل، «زه چې په کمپ کې وم، ایراني نظامیانو تر ۴۸ ساعتونو پورې ماته صحیح خواړه نه راکول. که څه هم چې زه له لوږې مړ کېدلم، لاکن هغوی زه په بې رحمۍ سره وهلم.»

د غزني ولایت یوه اوسېدونکي ظفرخان جلالي چې هغه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې پناه اخیستې ده، وویل، له هغه وخت نه چې په کمال خان بند کې د اوبو را ایسارېدل پيل شوي، ایراني عسکر د افغان کډوالو پر وړاندې لا ډېر متشنج شوي او بد چلند کوي.

هغه زیاته کړه، په ایران کې تل افغان کډوال شکنجه کیږي.‌

هغه وویل، «ایراني عسکر له اجازې پرته د افغانانو کورونو ته ننوځي، نیسي یې، وهي یې او بیا یې افغانستان ته را استوي.»

جلالي وویل، ایراني مستخدمینو افغان کارکوونکیو ته خبرداری ورکړی چې حکومت داسې یو پروګرام پیل کړی چې هغوی ونیسي او راویې باسي، او دا چې هغوی باید له ایراني امنیتي ځواکونو څخه پټ شي.

هغه وویل، د کډوالو کمپ ته په لاره او په کمپ کې دننه، ایراني عسکر له افغانانو څخه په زور پیسې اخلي او هر څوک چې اعتراض وکړي هغه په مرګ ډبوي.‌

د کاپيسا ولایت اوسېدونکی سید محمد اکرمي یو بل را اېستل شوی کس دی چې په دغه کمپ کې ژوند کوي.‌

ایراني عسکرو هغه ته ان دومره وخت نه دی ورکړی چې خپله کورنۍ؛ مېرمن او څلور ماشومان، ورسره افغانستان ته راولي.

هغه وویل، «زه په کار کې وم چې ایراني عسکرو ونیولم. ما هغوی ته زارۍ وکړې چې اجازه راکړي ترڅو خپله مېرمن او ماشومان له ځان سره راولم، لاکن هغوی ماته اجازه را نه کړه چې را یې ولم.»

اکرمي وویل، «ایراني عسکرو زه سخت په لغتو ووهلم... او راته یې ویل چې زه اجازه نه لرم چې خپله کورنۍ ووینم. اوس زما کورنۍ په ایران کې ده، خو نه پوهېږم چې چېرې به وي.»

د را اېستل کېدونکو کسانو د شمېر ډېرېدل

په وروستیو اونیو کې د ډیریدونکیو را ایستنو په ترڅ کې د کډوالو پر وړاندې زور زیاتی ډیر شوی.

د هرات ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس عبدالحی منیب وویل، د سلواغې له ۴مې څخه مخکې، ایران هره ورځ د اسلام کلا بندر له لارې د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ افغان کډوال را اېستل.

هغه د سلواغې په ۱۹مه وویل، دغه شمېر د ورځې د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ تر منځ را اېستل کېدونکیو مهاجرینو ته رسېدلی دی.

هغه وویل، «په را اېستل کېدونکیو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي. هغوی په خپلو کورونو یا د کار ځایونو کې نیول شوي دي.»

منیب زیاته کړه، «موږ په ایران کې د افغان کډوالو د وهل کېدلو او شکنجه کېدلو په هکله وحشتناک راپورونه ترلاسه کړي دي.»

هغه وویل، «یواځې په تېرو پنځو میاشتو کې، ۵۰۰ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان په کې شامل ول، ایراني پولیسو سخت ډبولي او بیا یې افغانستان ته راشړلي دي.»

نوموړي وویل، «هغوی د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته داخل شوي چې هلته زموږ طبي ټیمونو د هغوی د هغو ټپونو درملنه وکړه چې د ایرانیانو په لاس له شکنجې څخه یې ترلاسه کړي ول.»

په نیمروز کې یوه سرحدي قوماندان محمد هاشم حنظله وویل، په وروستیو ورځو کې د را اېستل شویو کډوالو شمېر ۳۰٪ زیات شوی دی.‌

هغه وویل، «زموږ ارقام ښیي چې نیمروز ولایت ته هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه ډېر کسان راننوځي.»

حنظله وویل، «اکثرو دغو کډوالو له څو میاشتو راهیسې په ایران کې کارونه کړي وو او پیسې یې نه وې ترلاسه کړې. ایراني پولیسو هغوی نیولي او په زور یې را اېستلي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانانو پر ضد چا خپل چلند نه دی بد کړی؟ آیا امریکا ترې پیسې نه پټوي؟ که نه یې منئ د بایډن اعلان او حکم وګورئ. له افغانستان نه چې ایران اوبه پټوي او امریکا ترې پیسې پټوي دا دواړه یو ډول دي. د امریکایانو برجونه عربانو وران کړ، د عربانو مشر په پاکستان کې راووت خو امریکایان یې تاوان له افغان ولس نه اخلي. آیا دا یو انساني فکر دی؟ امریکایي عوام ښه خلک دي، مینه ناک دي، احترام په کې شته، خو حکومتونه یې مشکلات لري.

ځواب ورکړئ

ایران او پاکستان د افغانستان لپاره د یوه سپي غوږونه دي! سلام ټایمز چې هر وخت د ایران په مقابل کې د افغانانو احساسات راپاروي، غوسه کوي یې؛ نو ولې د منافق پاکستان هغه ظلمونه نه رسنیز کوي چې له افغانانو سره یې کوي. هره ورځ د پاکستان له لوري په افغانان ظلمونه کېږي، په سرحدي سیمو کې پرې توغندي راتوغوي، کوزې پښتونخوا ته تلونکي افغانان د پاکستاني ملېشو له لوري وهل کېږي، حیا او عزت یې لوټ کېږي، سل او زر نورې خبرې. ولې سلام ټایمز د افغانانو په مقابل کې د پاکستاني مستبد حکومت دغه ډول کړنې نه رسنیزې کوي؟ سلام ټایمز یوازې د افغانانو اړوند هغه مسایل رااخلي چې د امریکا په ګټه وي او افغانان وهڅوي چې د ایران په مقابل کې غږ پورته کړي. سمه ده چې تاسو خبر خپروئ، خو کم تر کمه په روان وضعیت کې د افغانانو حالت درک کړئ، نوره شکنجه مه ورکوئ. پاکستان دا څویم ځل دی چې بسته د افغانستان حکومتونه راچپه کوي خو یو خبر مو د پاکستان په منافقت خپور نه کړ، مګر دا چې ایران سره ستاسو شخصي مسایل دي افغانان په کې وردخیل کوئ!

ځواب ورکړئ