کډوالان

ایران د هلمند سیند د اوبو په هکله د شخړې له امله افغانانو ته ډله ییزه سزا ورکوي

د عمران راپور

په دې وروستیو کې د ایراني رژیم له خوا را شړل شوي افغان کډوال ادعا کوي چې ایراني پولیسو د هلمند سیند د اوبو د شخړې په سر د ډله ییزې سزا په توګه هغوی شکنجه کړي او پیسې او مالونه یې ترې اخیستي دي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د ایراني رژیم له خوا را شړل شوي، ادعا کوي چې ایراني پولیسو دوی شکنجه کړي او د هلمند سیند د اوبو د شخړې په اړه یې د ډله ییزې سزا په توګه د هغوی پیسې او توکي اخیستي دي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو پر سر وروستۍ لانجه هغه مهال پیل شوه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د غوایي په ۲۸مه افغان چارواکي تورن کړل چې ایران ته د هلمند د «حقابې» په ورکولو کې یې خپل مکلفیتونه نه دي پوره کړي.

هغه چې په ګواښونکې ژبه یې خبرې کولې، افغانستان تورن کړ چې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او یا د ایران د اوبو د قانوني حقونو په ورکولو کې لازمه همکاري نه کوي.

د بغلان ولایت پخواني اوسېدونکي شاه منصور رجبي سلام ټایمز ته وویل، چې د ایران په مازندران ولایت کې یې د تعمیراتي چارو کار کاوه، چې له خپلو دوو همکارانو سره یوځای په خپل کار ځای کې ونیول شو.

له ایران څخه راشړل شوي افغان کډوال د زمري په ۳مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

له ایران څخه راشړل شوي افغان کډوال د زمري په ۳مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

د تعمیراتي چارو دغه ۲۸ کلن کارګر وویل، «ایراني پولیسو زه ووهلم او پیسې او موبايل یې رانه واخیستل. هغوی موږ یو توقیف ځای ته انتقال کړو، چې هلته یې موږ ته درې ورځې او شپې مناسب خواړه یا اوبه نه راکول.»

رجبي وویل، «ایراني پولیسو به موږ ته ویل چې موږ باید شکنجه شو او دا چې موږ په ایران کې د اوسېدو حق نه لرو ځکه چې افغانستان د هلمند سیند اوبه بندې کړې دي.»

هغه زیاته کړه، «هغوی زموږ په مخ کې درې افغان ځوانان داسې سخت ووهل چې د هغوی لاسونه او پښې یې مات کړل. هغوی چیغې وهلې چې ټول افغانان به را وشړي

هغه وویل، «د ایران حکومت له هغه وخت راهیسې چې د هلمند د سیند د اوبو قضیه را پورته شوې، په ټول هېواد کې پر افغانانو فشار راوړي، چې په ایران کې د افغان کډوالو ژوند ډېر ستونزمن کړي.»

رجبي د زمري په ۳مه له ایران څخه را وشړل شو او په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې یې موقتي پناه ځای موندلی دی.

هغه په ایران کې د خپلې استوګنې په اړه وویل، «په هغه هیواد کې وخت تېرول ډېر دردناک دي.»

د دایکندي ولایت پخوانی اوسیدونکی الله یار محمدي، چې له ایران څخه را شړل شوی او د ملګرو ملتونو د کډوالو په یوه کمپ کې اوسیږي، وویل، د ایران حکومت د هلمند سیند د اوبو له لانجې څخه د را شړلو د پلمې په توګه کار اخلي.

دغه ۴۳ کلن سړي وویل، «ما د تهران په یوه ودانۍ کې له څلورو نورو افغانانو سره کار کاوه چې پولیس راغلل او موږ ټول یې بندیان کړو او ویې ویل چې تاسو پر موږ اوبه بندې کړي دي، موږ به تاسو باندې خواړه بند کړو.»

هغه وویل، «نانوایانو به موږ ته ډوډۍ نه راکوله، او که پوه به شول چې موږ افغانان یو نو مغازو ته به یې د تللو اجازه هم نه راکوله. پولیسو به هرچیرې افغانان وهل، سپکول او کنځلې به یې ورته کولې.»

په را شړلو کې زیاتوالی

د هرات ولایت د کډوالو چارو مسؤل عبدالله قیومي وویل، هره ورځ له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې افغانان له ایران څخه د اسلام کلا د پولې له لارې را شړل کېږي.

هغه وویل، دا د را اېستل شویو کسانو له پخواني شمېر سره، چې معمولا د ورځې د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ و، توپیر لري.

قیومي وویل، «ډېر را ایستل شوي کډوال د ایران حکومت څخه شکایت کوي، په ځانګړې توګه د ایراني پولیسو لخوا چې دوی ځوروي او پیسې ترې اخلي.»

هغه زياته کړه، يو شمېر افغان کډوال پاسپورټونه لري، خو ايراني پوليس د هغوى پاسپورټونه ضبطوي او را شړي یې.

د بدخشان ولایت پخوانی اوسیدونکی محب الله زاهد چې ۲۶ کاله عمر لري، په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی او په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې ژوند کوي.

زاهد وویل چې د ایران په فارس ولایت کې یې ۱۵ ورځې په ګرمه هوا کې په یوه تعمیراتي پروژه کې کار کاوه. کله چې هغه له خپل کاروال څخه د معاش غوښتنه وکړه، کاروال پولیس ورته راوغوښتل او هغه پرته له دې چې معاش ترلاسه کړي له ایران څخه را واېستل شو.

هغه سلام ټایمز ته وویل، ایراني چارواکي له هر فرصت څخه په استفادې په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد کار کوي. هغوی اکثر وختونه د اوبو مسئله د یوې پلمې په توګه کاروي.

زاهد وویل، «هر وخت به چې ایراني پولیسو زه وهلم، هغوی به پوښتنه کوله چې ولې مو د هلمند سیند اوبه بندې کړې دي.»

هغه وویل، «هغوی به د توقیف مرکز ته په لاره او مرکز کې له توقیف شویو کډوالو، حتی ماشومانو او ښځو سره بد چلند کاوه.»

هغه زیاته کړه، «ایراني پولیسو او موټروانانو به په زور له موږ څخه پیسې اخیستلې او هغه کسان به یې سخت وهل چې پیسې به یې نه ورکولې.»

زاهد وویل، «له هغه وخت نه چې د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو په سر شخړې زیاتې شوي، ایراني کاروالان د افغان کارګرانو معاشونه نه ورکوي.»

هغه وویل، «کله چې موږ پولیسو ته ورغلو، هغوی د ایراني کاروالانو ملاتړ وکړ او سمدلاسه یې موږ ونیولو او را ویې شړلو.»

په افغانستان کې وچکالي

د ایران رژیم په داسې وخت کې د خپلې حقابې غوښتنه کوې چې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی او بزګران نشي کولی چې خپلې ځمکې وکري.

د نيمروز ولايت د چار بورجک ولسوالۍ یوه کروندګر نياز محمد چې ۴۸ کاله عمر لري، وويل چې سږ کال د وچکالۍ له امله نشي کولى کرنه وکړي.

هغه وويل، «په نيمروز کې د هلمند سيند کې اوبه نشته. د کمال خان بند د سختې وچکالۍ له امله تش شوی دی. په سیند کې داسې اوبه نشته چې ایران ته یې ور پرېږدي.»

هغه زياته کړه، «موږ تږي يو، او زموږ د ځمکو د کرلو لپاره اوبه نشته. موږ څنګه کولای شو ایران ته اوبه ورکړو؟»

محمد وویل، له لسیزو راهیسې، ایران د هلمند سیند څخه له خپلې برخې څخه ډېرې اوبه تر لاسه کړي، او باید افغانستان ته پیسې ورکړي.

د هرات ښار د چاپېریال ساتنې کارپوه خلیل احمد فقیري وویل، افغانستان د اقلیم د بدلون له امله سخت ځپل شوی او د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

هغه وويل، «د افغانستان او ايران ترمنځ د هلمند سيند د اوبو تړون په ۱۳۵۱ کال کې د هغه وخت د حالاتو پر بنسټ شوى و،» او يادونه یې وکړه چې په دغه تړون کې راغلي چې د اوبو د کمښت په صورت کې افغانستان مکلف نه دى چې ايران ته اوبه ورکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله، د ایران حکومت حق نه لري چې د خپلو اوبو د حقونو لپاره پر افغانستان فشار راوړي.»

فقیري وویل، «د هلمند سیند د اوبو د تړون د یوې برخې په توګه، د ایران حکومت هیڅکله د دې تړون له مخې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.»

هغه زیاته کړه، «له کلونو راهیسې، هغه په تړون کې له کړې هوکړې څخه زیاتې اوبه ترلاسه کړي، خو افغانستان ته یې په بدل کې هیڅ نه دي ورکړي.»

فقیري وویل، «د ایران حکومت هم له افغانستان سره پولې ته څېرمه ژورې څاګانې ایستلي، چې په ناقانونه توګه له سیند څخه اوبه ترلاسه کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هغو افغانو ښځو لپاره چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په ایران کې پناه اخیستې، په هغه هیواد کې مناسب کاري فرصتونه نشته. هغوی په یوه پیغام کې ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د هغوی د ستونزو د هواري لپاره هڅو هم کومه پایله نه لرله. یوې ښځې چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ایران ته تللې، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې ډېری ښځې چې په بېلابېلو برخو کې د کار او زده کړو سابقه لري، دغه هېواد ته مهاجرې شوي، خو د کار لپاره مناسب فرصتونه نه لري. د هغې په وينا، د مناسب کار د نشتوالي له امله يو شمېر دغه ښځې ځينو «سختو کارونو» ته چې د نارینه وو لپاره دي، مجبورې شوي دي. هغې زياته کړې، چې دغه ښځې د خپل کار او ژوند له شرايطو شکايت کوي. دغې افغانې ښځې ویلي، چې د ایران حکومت د افغان کډوالو ښځو ته د کار پیدا کولو په برخه کې هېڅ ژمنه نه ده کړې. په ایران کې افغان مهاجرې ښځې وايي چې دوی په وار وار په ایران کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د خپلو غوښتنو د اوریدو لپاره مراجعه کړې، خو «په سپکاوي سره د یادې موسسې له دروازې څخه شړل شوې دي». هغې وویل چې ملګرو ملتونو د کار د پیدا کولو او د استوګنې په برخه کې د ښځو غوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی. رسنیو ملګرو ملتونو ته پیغام استولی چې په ایران کې د ښځو د ستونزو په اړه له یاد سازمان څخه ځواب ترلاسه کړي، خو له پرله پسې هڅو سره سره یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د پام وړ شمېر وګړي د امنیتي ګواښونو، محدودیتونو او د بې وزلۍ د زیاتوالي له امله ایران ته مهاجر شول. طالبانو په افغانستان کې ښځې په بېلابېلو برخو کې له کار کولو څخه منع، او په کور کې پاتې کېدلو ته مجبورې کړي دي.

ځواب ورکړئ

د ایران د ناولي رژیم استخباراتو سره د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس، د جواد کریمي قدوسي په مشرۍ د ایران د پارلمان د اوو غړو یوه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل. هغوی د امنيت او د نشه ييزو توکو پر وړاندې د مبارزې په شمول د دواړو خواوو لپاره د علاقې وړ مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې. هغوی د قاچاق د مخنیوي، د پولو د ساتنې او سوداګرۍ په هکله خبرې وکړې. متقي په دې کتنه کې څرګنده کړه چې واک ته د طالبانو په راتګ سره په هېواد کې امنيت تامين شوى دى او د افغانستان امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل چې د داعش ډلې ترهګر له منځه يوسي چې دا کار نه يوازې د افغانستان په ګټه دى بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ګټو لپاره هم مهم دی. متقي وويل، چې د طالبانو رژيم له نشه ييزو توکو سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي او د کوکنارو کښت نږدې صفر ته راټيټ شوى دى. د امارت په پخوانۍ دوره کې په نشه ييزو توکو د روږدو کسانو شمېر په زرګونو کې و، خو د اشغال (جمهوریت) په شل کلنه موده کې دا شمېر میلیونونو ته لوړ شو، او د طالبانو افراطي رژیم د هغوی درملنه پیل کړه او په وروستیو کې یې د لسګونو زرو روږو کسانو درملنه وکړه او دا لړۍ لا هم روانه ده. د افغانانو او ایرانیانو نظر دا دی چې ایراني ملایان او افغان ملایان (طالبان) یو بل ته ورته دي او په خپل حماقت او جهالت کې له یو بل سره ډېر توپیر نه لري. نه ایراني طالبان او نه افغان طالبان د خلکو په انساني او ملي ارزښتونو باور لري او نه انسانیت ورته ارزښت لري. موږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو، چې د افغان طالبانو او ايراني طالبانو په مشرانو باندې بنديزونه ولګوي، خو دا بنديزونه بايد داسې نه وي، چې د دغو دواړو هېوادونو ولسونو ته زيان ورسوي ا

ځواب ورکړئ

ایران تل په ایران کې میشت افغان کډوال شکنجه کړي او اوس یې هم ځوروي. ایران به هیڅکله د افغانانو دوست نشي. ایران له کلونو راهیسې د افغانانو له اوبو په ناحقه ګټه پورته کوي او د افغانستان حکومتونو هېڅکله دا وخت نه دی موندلی چې له ګاونډي هېواد ایران څخه د خپلو اوبو غوښتنه وکړي. په عین حال کې ایران زموږ ښه دوست نه دی پاتې شوی، تل یې په ایران کې د میشتو افغان مهاجرینو سره ظلمونه کړي او د ایران حکومت افغانانو ته هیڅ درناوی نه لري. دا مهال موږ پخپله د هلمند سیند څخه زیاتو اوبو ته اړتیا لرو. سږ کال د وچکالۍ له امله زموږ ډېرو بزګرانو خپلې ځمکې نه دي کرلي. د افغانستان اوسني حکومت د خپلو حقونو د دفاع توان موندلی دی. موږ پخپله اوبو ته سخته اړتیا لرو. د څو کلونو جګړو په ترڅ کې زموږ ډېری ځمکې له کښته پاتې شوې. اوس مهال په افغانستان کې جګړه نشته. خلک غواړي په خپلو ځمکو کې کرنه وکړي، نو د دې لپاره موږ پخپله ډیرو اوبو ته اړتیا لرو.

ځواب ورکړئ

ایران د خپلو جاسوسانو په زور د افغانستان اوبه له تړون څخه لس چنده زیاتې کارولي دي. اوس چې طالبانو دا مسله راپورته کړه او ویې ویل چې تاسو له خپل حق څخه اضافي اوبه نشئ ترلاسه کولی، دوی پرې ډیر فشار راوړي. د ایران ظالم حکومت نور واک نه لري او اوس غواړي د افغان مهاجرینو او کارګرانو په نیولو او وهلو سره خپله عقده سړه کړي. ایران یو فاشیست حکومت دی چې د نړیوال تروریزم لپاره کار کوي او ټول عمر یې د افغانانو د ځپلو او ځورولو هڅه کړې ده. زه باور لرم چې دا ظالم نظام به بالاخره ړنګ شي او مظلوم افغانان به له دې ظالم حکومت څخه خلاص شي.

ځواب ورکړئ

د معلوماتو پر بنسټ یوازې د جولای په میاشت کې د ایران په زندانونو کې څلور تنه افغانان اعدام شوي دي. البته دا معلوم رقم دی، دا چې نورو سره به د ایران اخوندي رژیم څه ډول چلند کړی معلومات ترې نشته. او دا ټول د هلمند سیند د اوبو لپاره ایران داسې کړنې له افغانانو سره کوي، څو په افغانانو له دې لارې فشار وارد شي او رسماً د هلمند سیند اوبو کې زیاته برخه ورته ومني. ایران نه یوازې دا چې اوس له افغانانو سره بد وضعیت کوي؛ بلکې له ډېر پخوا په ایران کې مېشتو افغانانو سره بد وضعیت کوي، آن په موټر کې ناست افغانانو ته یې اور اچولی، له ګړنګونو یې غورځولي او دوی یې له زورېدو خوند اخیستی، هلته په سرو شګو کې یې څملولي، د پهلوانۍ کلبونو کې یې زمزق په توګه ترې کار اخیستی دی... خو د افغانستان له واکمن حکومت مو هیله ده چې تسلیم نه شي او د اوبو برخه کې متخصص کسان وګوماري چې ملامتیا راوانړي؛ بلکې ایرانیان ملامت او چې حق یې نه کېږي په موږ ناحقه حق نه کړي.

ځواب ورکړئ