انرجي

د اوبو سخت کموالي د فاریاب په سلګونو کورنۍ بې ځایه کړي دي

د محمد قاسم راپور

افغانان په ټول هېواد کې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي. په عکس کې چې د سلواغې په ۳مه اخیستل شوی، افغانې نجونې د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې له یوې ویالې څخه د څښاک د اوبو بوشکې ډکوي. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

افغانان په ټول هېواد کې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي. په عکس کې چې د سلواغې په ۳مه اخیستل شوی، افغانې نجونې د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې له یوې ویالې څخه د څښاک د اوبو بوشکې ډکوي. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

میمنه -- اوسیدونکي وايي، وچکالۍ او د اوبولګولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو زیاتې کارونې په فاریاب ولایت کې څاه ګانې وچې کړې، چې په پایله کې یې د څښاک د اوبو کمښت رامنځته شوی او سلګونه کورنۍ یې کډه کولو ته اړې کړې دي.

د میمنې ښار د خلکو یوه استازي محمد نسیم نظربیک چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «له بده مرغه، سږ کال د اوبو د کمښت له امله، په خواجه سبزپوش ولسوالۍ او د ولایت د مرکز په ځینو برخو کې له ۴۰۰ څخه ډېرو کورنیو خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته لېږدېدلي دي،»

هغه د چنګاښ په ۲۴مه وویل، «ځینې څاګانې وچې شوي، او د میمنې په دمقول سیمه کې د یوې مرستندویې موسسې له خوا جوړ شوی د اوبو رسولو سیستم خراب شوی دی. مونږ څو ځلې له سیمه ییزو چارواکو څخه د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه، خو مونږ ته هېڅ پاملرنه ده شوې،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، د اوبو کمښت ته د رسېدلو لپاره، په کار ده چې د فاریاب په المار او دهندره کې نیمګړی بندونه باید بشپړ شي، او د خشت پل په سیمه کې بند باید جوړ شي.

افغانان په ټول هېواد کې د اوبو له سخت کموالي سره مخامخ دي. په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۴مه اخیستل شوی، ماشومان د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د سرک په اوږدو کې د خرو تر څنګ چې د اوبو بوشکې پرې بار دي، روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان په ټول هېواد کې د اوبو له سخت کموالي سره مخامخ دي. په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۴مه اخیستل شوی، ماشومان د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د سرک په اوږدو کې د خرو تر څنګ چې د اوبو بوشکې پرې بار دي، روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان په ټول هیواد کې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي. په عکس کې چې د غبرګولي په ۱ اخیستل شوی، افغانې نجونې د کندهار په لمنه کې د څښاک له اوبو څخه بوشکې ډکوي. [ثناءالله صیام/ای اېف پي]

افغانان په ټول هیواد کې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي. په عکس کې چې د غبرګولي په ۱ اخیستل شوی، افغانې نجونې د کندهار په لمنه کې د څښاک له اوبو څخه بوشکې ډکوي. [ثناءالله صیام/ای اېف پي]

د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د شورقل پخوانى اوسېدونکى ارباب نظر چې ۵۱ کاله عمر لري، وویل، درې مياشتې وړاندې يې له خپل کلي ميمنې ښار ته کډه وکړه.

هغه وویل، چارواکو د اوبو کمښت سره د مقابلې لپاره د ځایی خلکو غوښتنې له پامه غورځولي دي.

هغه د چنګاښ په ۲۳مه وویل، «ما خپله کورنۍ د وري په میاشت کې میمنې ښار ته ولیږدوله، ځکه چې د څښاک د اوبو تر ټولو نژدې سرچینه له هغه ځای څخه چې مونږ اوسیږو ۷ کیلومتره لیرې وه. ما نشوای کړای چې هره ورځ اوبه راوړم، له دې امله مونږ مجبور شوو چې کلی پرېږدو،»

هغه وویل، «د سیمې اوسیدونکي، په ځانګړې توګه کونډې او ماشومان چې پلرونه یې په ایران کې ژوند کوي، مجبور ول چې له خواجه قشري سیمې څخه په یخو ژمو او ګرمو دوبو کې لږ تر لږه ۷ کیلومتره مزل وکړي،»

د شورقل یوه اوسېدونکى سعدالله نوابي چې ۴۹ کاله عمر لري، وویل، د هغه په سيمه کې هره کورنۍ مجبوره ده چې هره ورځ د اوبو ډکې بوشکې له خرو څخه په استفادې سره انتقال کړي.

نوابي دا هم وويل چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ ۷ کيلومتره مزل کوي.

هغه د چنګاښ په ۲۳مه سلام ټایمز ته وویل، «په شورقل سیمه کې شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ اوسېدلې، خو د اوبو کمښت له ۴۰۰ څخه ډېرې کورنۍ مجبورې کړې چې سیمه پرېږدي،»‌

د ولایت مرکز ته نږدې هم وضعیت له دې څخه بهتر نه دی.

٤٦ کلن عبدالرحيم چې د ميمنې ښار په یوه کلیواله سیمه دمقول کې اوسېږي، هره ورځ د ترانسپورت له بېلابېلو وسیلو څخه په استفادې سره د اوبو په لټون پسې د ښار مرکز ته ځي.

هغه وويل، «زه هره ورځ له دريو يا څلورو ګاونډيانو سره یو ځای ځم چې اوبه راوړم او په ساعتونو ساعتونو په کتار کې انتظار کوم،» او زياته یې کړه چې هغه بايد کار پرېږدي او رېکشا چلوونکو ته له ۱۰۰ افغانيو (۱.۱۷ ډالرو) څخه ډېرې پیسې ورکړي چې اوبه ورته کور ته راوړي.

هغه زياته کړه، پخوا د دمقول سيمې اوسېدونکو د اوبو رسولو پر هغه سيسټم تکيه کوله، چې د يوې مرستندويې موسسې له خوا جوړ شوى و، خو پمپ يې څلور مياشتې وړاندې خراب شو، چې له امله يې په سلګونو کورنۍ د څښاک له اوبو څخه بې برخې شولې.

د مصرف کمولو هڅې

د فارياب د اوبولګولو رياست چارواکي وايي، که چېرې د ځمکې لاندې اوبو څخه غير مسؤلانه کار اخيستل دوام ومومي، په دغه ولايت او په ځانګړې توګه ميمنه کې به اوبه کمې شي.

د فارياب د اوبولګولو رياست سرپرست رئیس عمر ځلاند وويل،وچکالي، غير قانوني ژورې څاګانې، د کرنې لپاره د ځمکې لاندې اوبو کارول او زيات مصرف د دې لامل شوي چې څاګانې وچې شي او د اوبو سرچينې له یوه کال څخه بل ته کمې شي.

ځلاند سلام ټایمز ته وویل، «د یوې سروې له مخې چې یو کال وړاندې ترسره شوې، په فاریاب ولایت کې په باغونو او کروندو کې ۵۰۰۰ ژورې څاګانې [...] موجودې دی، او ښايي دا شمېر په تېر کال کې نور هم زیات شوی وي،»

هغه وويل، «د اوبو لګولو رياست به ډېر ژر په څاګانو کې ميټرونه نصب کړي، څو د ځمکې لاندې اوبو د زياتې کارونې مخه ونيول شي او په کورنيو کې به د اوبو د کارولو لپاره معيارونه جوړ کړي،»

هغه خبرداری ورکړ، که خلک د اوبو استعمال کم نه کړي او د غیرقانوني ژورو څاګانو د اېستلو مخه ونه نیسي، ‌دا ستونزه به په هر چا باندې اغېز وکړي.

ځلاند زیاته کړه، اوسیدونکي باید په خپلو کورونو کې د باران او واورې د اوبو د ذخیره کولو لپاره کوهیان وکني او د ځمکې لاندې اوبو په بیا تاندولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، د هغه دفتر په رسمي ډول د فارياب والي څخه غوښتنه کړې چې د دې ولايت له اړوندو ادارو سره د ژورو څاګانو د کيندنې او د اوبو د زياتې کارونې د مخنيوي په برخه کې همکاري وکړي.

د ميمنې ښار يوه اوسيدونکي سلطان محمد فهيم، چې ٣٤ کاله عمر لري، وويل، له افغانستان سره د پاکو اوبو د برابرولو په موخه د میلیونونو ډالرو نړۍ والې مرستې سره سره، لا هم دغه بحران په خپل ځای پاتې دی.

هغه وويل، «له بده مرغه دولتي چارواکو د څښاک د اوبو کمښت ته ډېره پاملرنه نه ده کړې. د څښاک د اوبو د کمښت له امله د اوسېدونکو د ځای بدلولو اړتيا ښيي چې لا هم مرستې ته اړتيا لري،»

هغه خبرداری ورکړ، «که چېرې افغانستان له نړۍ سره خپلې اړیکې عادي نه کړي او ډاډ ترلاسه نشي چې مرستې افغانانو ته ور رسیږي، هیواد به له یوه بشري ناورین سره مخامخ او وضعیت به خراب شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د قوش تېپې کانال پروژه چې یو ګام هم مخې ته ځي؛ زړه مې ورته باغ باغ کیږي. دغه پروژه د هېواد په آبادۍ، ښېرازۍ، سوکالۍ او پرمختګ کې مهم اهمیت لري، چې د اوبو د مدیریت کارپوهانو ورباندې ډېر بحثونه کړي. زه په شمالي ولایتونو کې د دغې پروژې یوازې یوې کوچنۍ خو مهمې ګټې ته اشاره کوم. دا څه وخت کېږي چې ماته په شمال کې د څښاک د اوبو، حفظ الصحې او نظافت، چې معمولاً د (واش) اصطلاح ورته کارول کیږي، د فعالیتونو د هماهنګۍ مسوولیت راسپارل شوی. د شمال په پینځو ولایتونو کې، چېرته چې زه کار کوم لکه سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپُل او فاریاب، د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه نهایت جدي ده. دلته په زیاترو ځایونو کې د ځمکې لاندې اوبه نشته او که کوم ځای کې پیدا هم شي؛ نو هغه کېمیاوي ملوثیت لري ـ یا ډېرې تروې وي او یا ترخې؛ د څښاک لپاره مناسبې نه وي. ځایي خلکو له پخوا له «کندو» څخه استفاده کوله، چېرته چې د بارانونو اوبه راټولیږي او بیا وروسته له هماغو اوبو څخه د څښاک او نورو کورنیو اړتیاوو لپاره استفاده کیږي. خو دا چې تېر کابو درې کاله وچکالي وه؛ نو دغه کندې وچې شوې او خلکو د څښاک لپاره بله هېڅ سرچینه نه درلوده. واش کلستر مجبور شو، چې د ګرمې هوا په تېرو څو میاشتو کې د خپلو شریکانو له طریقه په فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګانو کې خلکو ته د ضرورت وړ د څښاک اوبه د ټانکرونو په مرسته چمتو کړي. البته دا لړۍ اوس هم ادامه لري. په واش سکټور کې د ټانکرونو په مرسته د اوبو چمتو کول تر ټولو وروستی آپشن (last resort) دی، چې بله هېڅ چاره نه وي! دا ځکه چې د ټانکرونو په مرسته د اوبو چمتو کول، له یوې خوا اقتصادی ندي او اوبه یې چندان خوندي ندي؛ له بلې خوا ورته کومه مناسبه (ایګزیټ ستراتیژي) نشته. یوه لنډه مهاله حل‌لار ده.

ځواب ورکړئ

ټول افغانان د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخامخ دي. په افغانستان کې د اوبو سطحه ورځ په ورځ ښکته کیږي. د اوبو د کمښت یو لامل دا دی چې اکثره ځمکوالو په خپلو ځمکو کې شمسي تختې نصب کړي او د اوړي په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۲ تر ۱۴ ساعتونو پورې په غیر ضروري ډول په ځمکه کې بهیږي. که د افغانستان اوسنی حکومت د ځمکو غاصبین له دې کار څخه منع نه کړي، د افغانستان خلک به د اوبو د کمښت له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

ځواب ورکړئ

حکومتي چارواکي باید تر هر څه وړاندې دې مسلې ته پام وکړي او جدي ګامونه واخلي ځکه دا یو بشري ناورین دی، د افغانستان خلک له اوبو پرته ژوند نشي کولی. اوس په څو ولایتونو او سیمو کې اوبه وچې شوې دي. هېواد ورو ورو د وچکالۍ له ستونزې سره مخامخ کیږي. د هېواد خلک وږي وو، اوس تږي دي، خو زموږ حکومت پر ښځو د شرعي قانون د پلي کولو فکر کوي. لومړی باید د وچکالۍ ستونزه حل شي.

ځواب ورکړئ

څه چې طالبان کوي اکثر یې د شریعت خلاف کارونه دي، بلکې اکثر یې د انګرېزانو هغه پلانونه عملي کوي چې د امان الله خان د واکمنۍ پر ضد یې پیل کړي وو او د امان الله خان پرمختیایي واکمني یې رانسکوره کړه. طالبان تر ټولو مخکې، د تعلیم په برخه کې د قران کریم حکم په صحیح معنی نه تطبیقوي.‌ مثلا، د اسلام او محمدي شریعت ابتدا په (اقرأ) شوې ده. یعنې ولوله، په داسې حال کې چې دوی د تعلیم مخه نیسي. دا احمقان په دې نامه چې د ښځو له مکتبونو نه بې حیایي رامنځته کیږي، په مجموع کې د ښځو د تعلیم مخه نیسي. دا صحیح ده چې په غرب کې د ښځو لباس زمونږ د ښځو له لباس سره فرق کوي، لاکن د دې معنی دا نه ده چې مونږ باید خپلې خویندې او لوڼې له تعلیم نه محرومې کړو. که خبره د حجاب وي، دوی کولی شي چې ښځو ته حکم وکړي چې په حجاب کې دې مکتبونو ته لاړې شي، لاکن په ګرده نړۍ کې په لسګونو اسلامي هېوادونو کې کوم هېواد ښځې له تعلیم نه منع کړي دي؟؟؟؟

ځواب ورکړئ

د اوبو ستونزه جدي ده. که واکمن نظام په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه کړي، خلک به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي. اوس امارت د ږیرې د اوږدوالي او لنډوالي په اړه فکر کوي. مسلمانه، خلک له لوږې او تندې مري او ته لکه سوټا ارام ناست یې.

ځواب ورکړئ

زه حیران یم چې ولې د سیمې میلیاردر عبدالرشید دوستم چې د هېواد د شمال د خلکو او په ځانګړې توګه د فاریاب ولایت د اوسېدونکو وینې وزبېښلې، د دې خلکو لپاره یې د پاکو اوبو زمینه هم نه ده برابره کړې؟ دا لازمي نه ده چې بهرنۍ موسسې دې د خلکو لپاره ټول خدمتونه او په ځانګړې توګه اساسي خدمتونه وړاندې کړي. دا د حکومت په ګډون د ټولو پخوانیو جنګسالارانو لکه دوستم، ملک، ایشچي او داسې نورو چې په مختلفو جرمونو په ځانګړې توګه د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکیل وو، مسؤلیت و او دا چې خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړي. جنایتکار دوستم په افغانستان کې د ازبک قوم د مشر له مقام څخه د ټولو دولتي، سیمه ییزو او نړۍ والو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره کار اخیستی، په داسې حال کې چې هغه خپلو خلکو ته هیڅ ډول خدمت نه دی کړی او نه یې کوي. په داسې حال کې چې نوموړی پخپله په ترکیه کې ناست دی، اوس خلک د طالبانو پر ضد راپورته کیدو ته هڅوي. د افغانستان خلک به فکر نه لري چې د داسې جنایتکارانو خبرې اوري او مني. په ورته وخت کې، مونږ له ټولو ملي او بین المللي موسسو مننه کوو چې د دا ډول خدمتونو په وړاندې کولو کې ونډه لري او هیله لرو چې لا زیات خدمتونه وړاندې کړي. په احترام، محمد

ځواب ورکړئ