هلمند -- په هلمند ولایت کې د اوبو رسولو شبکه چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (یونوچا) له خوا تمویل شوې اوس زرګونه اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابروي.
د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د ټولنیزعمل موسسې (سي ای اېچ پي او) اوه شبکې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او اته نورې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې جوړې کړي دي.
په هلمند کې د سي ای اېچ پي او رییس، فضل الحق امیري وویل، دا سیستمونه په هغو سیمو کې جوړ شوي چې اوسیدونکیو یې پخوا د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.
هغه وویل، «ټولې ... شبکې په لمریزه بریښنا سمبالې دي او کولی شي چې له ژورو څاګانو څخه د ذخیرو لویو ټانکونو ته اوبه انتقال کړي. د دې ... شبکو ظرفیت لوړ دی، او شپه ورځ د ځایی اوسیدونکو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابروي،»
هغه زياته کړه، «د هلمند ولايت د ځينو سيمو اوسېدونکي له ډېرو کلونو راهيسې د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي. پخوا به يې اوبه اخيستلې او يا به يې ککړې اوبه کارولې،»
هغه وویل، «خو اوس د هغوی ستونزې هوارې شوې دي.»
د امیري په وینا، په ۱۵ سیستمونو ټولټال ۴.۵ میلیونه افغانۍ (۵۲۰۰۰ ډالر) لګښت شوی، چې اوچا چمتو کړي دي.
د مارجې ولسوالۍ یوه قومي مشر خیرمحمد نورزي وویل، پخوا به د اوبو رسولو د پروژې له پلي کېدلو څخه مخکې اوسېدونکو غیرصحي اوبه څښلې.
هغه وويل، «زموږ په سيمه کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ډېره ټيټه ده، او زياتره [اوسيدونکي] د ژورو څاګانو د کيندلو وس نه لري. هغوی په سختۍ سره د ځانونو لپاره د څښاک اوبه برابروي.»
هغه زياته کړه، «يو شمېر [نوې] ... شبکې ښوونځيو ته څېرمه جوړې شوې دي. ماشومان به اوس په ښوونځيو کې پاکو اوبو ته لاسرسى ولري. پخوا به اوبه له بیرون څخه راوړل کېدې او پاکې نه وې،»
له ناروغۍ څخه خلاصون
ځايي خلک وايي چې د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی د ناروغیو لامل وو، خو اوس د اوبو له نويو ذخیرو څخه ګټه اخلي.
د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي ۵۱ کلن نعمت الله وويل، ماشومان يې تل د ناپاکو اوبو له امله په ناروغيو اخته کېدل.
هغه وويل، «اوبه پاکې نه وې، خو پخوا به مو څښلې ... اوس برابرې شوې اوبه ډېرې پاکې دي. زموږ د سيمې اوسېدونکي چې اوس هر کله وغواړي د نل له اوبو ګټه اخلي او اوبه کور ته وړي،»
هغه وویل، «دې پروژو ډېرې اسانتیاوې را منځته کړې دي. زموږ کورونو ته څېرمه د اوبو څو نلونه نصب شوي، او کورنۍ کولی شي له نږدې نل څخه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.»
د مارجې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي عبدالبصير چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل ډېر خوښ دى، چې د کور مخې ته يې نل لګول شوى او اوس د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسى لري.
هغه وويل، «موږ د ناپاکو اوبو له امله د کولرا او اسهال په څېر ناروغيو اخته کېدو. زموږ ماشومان اکثرا په بېلابېلو ناروغيو اخته کېدل او څو ورځې به په روغتون کې بسترېدل،»
نوموړي وویل، «موږ ډېر خوښ یو چې دا ناروغۍ زموږ کلیوال نه ګواښي. موږ اوس د نل له لارې د څښاک اوبو ته لاس رسی لرو، او دا خورا پاکې دي.»
بصیر وویل، د بشري موسساتو له خوا چمتو شوي مرستې د هغو ځایی کلیوالو ژوند، چې په لیرې پرتو سیمو کې اوسېږي او له اوږدې مودې راهیسې له لومړنیو خدماتو څخه بې برخې ول، بدل کړی دی.
ژوند بدلول
د لښکرګاه يوه اوسېدونکي، ٢٩ کلن رحمت الله وويل، پخوا به خلکو د څښاک د پاکو اوبو لپاره پيسې ورکولې، خو اوس په کورونو کې وړيا اوبه ترلاسه کوي.
هغه وويل، «د نل اوبه د معدني اوبو په څېر پاکې او صحي دي. لکه څنګه چې د شبکو له لارې بېلابېلو سيمو ته رسېږي، اوبه فلټر کېږي،»
هغه زیاته کړه، «د اوبو رسولو د پروژې په پرانیستلو سره زموږ ژوند ډېر ښه شوی دی،»
ډیر هغه کسان چې رحمت الله ته نږدې ژوند کوي له فقر او بېکارۍ سره مخامخ دي؛ او هغه وویل چې د اوبو نوې ذخیره د هغوی لپاره خورا ډېره ارزښتناکه ده.
د لښکرګاه یوه بل اوسېدونکي عبدالستار چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، «د مرستندویو موسسو له خوا برابرې شوې مرستې زموږ ژوند بدل کړی دی،»
هغه وويل، «له يوې خوا هغوی له موږ سره هره مياشت د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته کوي او له بلې خوا يې زموږ کورونو ته پاکې اوبه رسولي دي. که مرستندويو موسساتو د دې نوښت ملاتړ نه وای کړی، د داسې خدمتونو وړاندې کول به هيڅکله ممکن شوي نه ول،»
هغه زیاته کړه، د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې، «مرستندویو موسسو په میلیونونو افغانان ژغورلي دي،»
هغه وویل، «مرستې په بې وزلو او اړو خلکو باندې د اقتصادي بحران ناوړه اغیزې کمې کړې دي،»
ستار وویل، که د نړۍ والې ټولنې مرسته نه وي،افغانستان به له تیارو او بحران سره مخامخ شي.
د افغانستان ډېرې سیمې په تېره بیا هلمند د تېرو شلو کلونو د بدمرغه جګړې له امله د نړیوالو مرستندویو موسسو له مرستو بې برخې شوې. په دغو سيمو کې امنيتي وضعيت د پراختيايي پروژو د پلي کېدلو مخه نيولې ده. د افغانستان ځينې سيمې د تاريخ په اوږدو کې له داسې پرمختيايي پروژو څخه ليرې ساتل شوي، چې له امله يې د خلکو او دولت تر منځ واټن رامنځته شو، او بالاخره په کورنۍ جګړه بدل شو. څومره چې زه پوهیږم، د دې سیمې خلک د اوبو د ترلاسه کولو لپاره د لاسي پمپونو یا ژورو څاګانو څخه کار اخلي. د یادونې وړ ده چې د کمزوري اقتصاد له امله اکثره خلک نشي کولی چې د ځان لپاره دا ډول پروګرامونه جوړ کړي. د يادونې وړ ده چې په دې سيمه کې ډېرې څاګانې سرلوڅې پاتې دي، او لا هم د کوچنيانو د مرګ لامل ګرځي. مونږ هیله لرو چې یاد پروګرام د هیواد نورو لیرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي او د یوې څارونکې ډلې شتون ته اړتیا ده چې دا روانې پروژې په بشپړه توګه وڅیړي ترڅو وګوري چې آیا هغه په ریښتیا حقدار ته سپارل کیږي او که نه، ځکه په ډېرو مواردو کې مو ولیدل چې نورې نړۍ والې مرستې د بې وزلو خلکو پرځای د سیمه ییزو مافیا جیبونو ته تللې.
ځواب ورکړئ5 تبصره
هر انسان د څښاک اوبو ته سخته اړتیا لري. په افغانستان کې اکثره خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د افغانستان په ولایتونو کې د اوبو رسولو سیستم نشته. دا یوازې په کابل ښار کې شتون لري او د اوبو رسولو سیسټم په څو سیمو کې موجود دی. په ۲۴ ساعتونو کې د یو ساعت لپاره په نلونو کې اوبه تیریږي او خلک باید په دغه یو ساعت کې خپلې اړتیاوې پوره کړي. ملګرو ملتونو په هلمند ولایت کې د اوبو رسولو پروژې په پرانیستلو سره د خلکو ژوند له مکروبي ناروغیو څخه وژغوره. د دې ولايت اوسېدونکي له ناپاکو اوبو څخه ګټه پورته کوله او اوس په کافي اندازه پاکو اوبو ته لاس رسى لري. ملګرو ملتونو په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په ولایتونو کې ډېرې ګټورې پروژې پیل کړې او افغانان د دغو پروژو تود هرکلی کوي. زه له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوم چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د اوبو رسولو دا ډول پروژې پیل کړي، تر څو بې وزله افغانان لږ تر لږه د څښاک له پاکو اوبو څخه ګټه واخلي. زه له سلام ټایمز ورځپاڼې څخه غوښتنه کوم چې دا پیغام د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ته ورسوي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې کلونه کلونه د جګړې په میدان بدل شوی و. خلک یې غریب او فقیر خلک و. د کوکنارو کسب او کار یې کاوه چې هغه هم مافیايي بانډونو ته یې د وخت سره او یا هم طالبانو ته ګټه رسېده. د هلمند خلک په تېرو دوو لسیزو څه چې تېرو پنځو لسیزو کې لکه د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر د ژوند له ډېرو کمو امکاناتو برخمن وو. په دې ولایت کې بیا جګړه نسبت د نورو ولایتونو څو چنده په زور کې وه. که موږ یې د تېرو څو کلونو جنګ ته نظر وکړو له یوې خوا پاکستانیانو جنګ تود ساتلی و. له بلې خوا برتانویانو چې د جګړې مسؤلیت یې هم د یوه افغان په غاړه و. او هغه افغان د افغان پوځ یو نوی ځوان جنرال سمیع سادات وو چې هره پرېکړه یې په احساساتو کوله. نوموړي دغسې جنګ کاوه لکه څنګه چې پنجابیانو کاوه. نه پنجابیانو زموږ خوارو هلمندیانو ته کتل او نه سادات کتل. ځکه پنجابیان خو هسې هم د جنګ لپاره و او سادات چې د برتانیې سره یې اړیکه و ګل ګل د افغان پوځ ځوانان او کلیوال یې په دې جنګونو کې ووژل او هغه ساحې یې په اور کې نیولې وې. په هر حال د افغانستان د جګړې کیسه د نړۍ ټولو رسنیو ته معلومه ده چې تاوان یې افغان بچي وګاله او نن په تشه ګېډه ناست دی... خو زه خوښ ځکه یم چې د هلمند نه په وروستیو څو میاشتو کې که ډېر د ابادۍ څه نه اورو؛ نو حد اقل جګړه خو بیخي پکې صفر ده. او دا زموږ لپاره ډېر غټ څه ده. ځکه که یو قوم په شل یا دېرش کلونو کې یو یو چم یو چېرته د ابادۍ په نوم کېږدي نو باوري دې وي چې په دومره موده کې به یې سیمه ښېرازه او سرسبزه وي. د پردیو له احتیاجه به خلاصه وي. هلته به که د نړۍ په سطحه نه وي نو د سیمې په سطحه به مجهز معیاري روغتون، ښوونځی، پارک او د ژوند نورې اسانتیاوې شتون ولرو...
ځواب ورکړئ5 تبصره
د اوبو سرچینې پیدا کول اسانه دي. هره موسسه او هر ارګان دا کار کولی شي. خو هغه څوک چې استفاده له دغو د اوبو سرچینو څخه کوي پکار ده چې د اوبو له استعمال سره نهایت احتیاط وکړي. زما په نظر یوازینی هېواد به افغانستان وي چې خلک د اوبو د استعمال برخه کې ضایعاتو ته پام نه کوي. او هر ځای چې ګورې هر کور کې به څاه ایستل شوي وي. دا څاګانو په مجموع کې د ځمکې د ځمکې د اوبو اصلي منابعو ته ضرر کوي. او موږ دا هم نه وایو چې موسسات دې خلکو ته عامه پوهاوی وکړي او ورته دې ووایي چې اوبه دې کمې وکاروي؛ بلکې دا پوهه دې خلک پخپله پیدا کړي او اوبه دې بې ځایه نه لګوي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
له ملګرو ملتونو او دغه بلې موسسې څخه مننه چې د هلمند خلکو ته یې پاکې اوبه برابرې کړي دي. د اوبو تر څنګ باید خلکو ته دا تربیه هم ورکول شي چې اوبه ضایع نه کړي، او بله دا چې د اوبو د نل خواوشا ته بوټي وکري چې سیمه ورسره زرغونه شی. زمونږ په وطن کې له ۴۵ کالونو راهیسې د روسانو، پاکستان، ایران، برتانیا، امریکا... جنګونه روان دي او زمونږ څو نسلونه خلک له تعلیم څخه محروم پاتې شوي دي. نه یوازې زمونږ ماشومان بلکې ځوانان او مشران هم د اوبو په ارزښت پوره نه پوهیږي. هم اسلام د اوبو د ارزښت په باره کې صریح حکمونه کوي او قران کریم وایي چې وجعلنا من الماء کل شیئ حی [ترجمه] : «مونږ هر شی په اوبو ژوندی ساتلی دی». او هم معاصر فکر دا وایي چې اوبه باید ضایع نشي او په کارولو کې یې احتیاط وشي. خو دا چې زمونږ د خلکو ذهنونه جنګ ځپلي دي، داسې ټکو ته توجه نه کوي. زه بیا له موسساتو څخه هیله کوم چې لطفا د اوبو د سرچینو د جوړولو تر څنګ، هغوی ته د اوبو د ساتنې او د سیمې د زرغونولو په هکله فکر او تربیه ورکړئ. مننه
ځواب ورکړئ5 تبصره