اقتصاد

د هغو افغانانو شمېر چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي نږدې دوه برابره شوی او ۳۴ میلیونو ته رسېدلی دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغانې ښځې د وري په ۲۴مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانې ښځې د وري په ۲۴مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) سې شنبه /د وري ۲۹مه/ وویل چې شاوخوا ۳۴ میلیونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دا شمیره په ۱۳۹۹ کې د ثبت شويو اټکل ۱۹میلیونو په پرتله یو حیرانوونکی؛ دوه برابره زیاتوالی په ګوته کوي.

د افغانستان د وګړیو تازه سرشمېرنه نه ده شوې، او ملګري ملتونه د ۴۰ میلیونو اټکلي سرشمېرنه کاروي؛ یعنې داسې اټکل کیږي چې د هېواد ۸۵٪ وګړي په فقر کې ژوند کوي.

د یو اېن ډي پي راپور وايي، «ځینې خلک مجبور شوي چې خپل کورونه، ځمکې یا شتمنۍ چې عاید تولیدوي، وپلوري.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) مقیم استازي عبدالله الدرداري د وري په ۲۹مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که سږ کال بهرنۍ مرستې کمې شي، ښايي افغانستان د ګړنګ له څنډې څخه ګړنګ ته ور ولوېږي». [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) مقیم استازي عبدالله الدرداري د وري په ۲۹مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که سږ کال بهرنۍ مرستې کمې شي، ښايي افغانستان د ګړنګ له څنډې څخه ګړنګ ته ور ولوېږي». [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په راپور کې راغلي، «نورو په ناراحته کوونکې توګه د خپلو کورنیو د غړو څخه په ګتې یعنې ماشومانو باندې د کار کولو او د کوچنیو لوڼو ودولو له لارې د پيسو ترلاسه کولو دردوونکي عمل ته مخه کړې ده

پراخې بهرنۍ مرستې ودرول شوې او له ۱۴۰۰ کال راهیسې د مرستې پروګرامونه په ډراماتیک ډول کم شول ځکه چې ډیرو هیوادونو په کابل کې له اوسنيو واکمنانو سره نغ غواړي چې کار وکړي.

هغو غیرحکومتي موسسو ته چې لا هم حیاتي مرستې کوي د تېر کال د لیندۍ په میاشت کې هغه وخت یو بل سخت ګوزار ورکړل شو چې افغانې ښځې له هغوی سره له کار کولو څخه منع کړای شوې.

دغه بندیز په روانه میاشت کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته وغځول شو، او یادې ادارې وویل چې په دې هکله چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، له یوه «ناوړه انتخاب» سره مخامخ دی.

دا حکم له ۱۴۰۰ کال راهیسې د ښځو په ازادۍ باندې د محدودیتونو په لړ کې چې تنکۍ نجونې په کې له ښوونځیو څخه ایسارې شوي او ښځې له پوهنتونونو او ډیری وظیفو څخه ایستل شوي دي، تر ټولو وروستی حکم دی.

ګړنګ ته لوېدل

ملګري ملتونه د کارمندانو او عملیاتي لګښتونو د تادیه کولو لپاره په پراخه کچه امریکایي ډالر افغانستان ته لیږدوي – دا نغدي تزریقات دي چې د دغه هیواد د کمزوري اقتصاد د پياوړتیا په برخه کې خورا مهم رول لوبوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) په وینا، د ۱۴۰۰ د لیندۍ میاشتې څخه د ۱۴۰۱ تر جدي پورې له دې لارې شاوخوا ۱.۸ میلیارد ډالر را وارد شوي دي.

یادې ادارې د کال په پیل کې خبرداری ورکړ چې «که د مرستې اندازه چې ملګري ملتونه یې چمتو کولو توان لري کم شي، د لېږل کېدونکیو نغدو پیسو اندازه به کمه شي.»

له دې امله، که ملګري ملتونه خپل کار کم کړي، نو دا به د مرستې کمولو او د نهیلو افغانانو لپاره د اقتصادي ژوند د یوې مهمې کرښې په کمولو کې دوه برابره اغیزه ولري.

ملګرو ملتونو دا خبرداری هم ورکړی چې کېدی شي محدودیتونه په سرچینه کې د مرستې بندې کړي، او بسپنه ورکوونکي د هغو پروژو لپاره د نغدو پیسو ورکولو څخه ویره لري چې نشي پلي کیدی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ میلادي کال غوښتنې تر دې دمه د خپلو ۴.۶ میلیارد ډالرو هدف له جملې څخه یواځې ۵٪ ترلاسه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) مقیم استازي عبدالله الدرداري په یوه بیان کې وویل، «که سږ کال بهرنۍ مرستې کمې شي، ښايي افغانستان د ګړنګ له څنډې څخه ګړنګ ته ور ولوېږي».

ډېرې منفي پایلې

ډیرو موسسو د ډسمبر په میاشت کې د غیرحکومتي موسسو له خوا د افغانو ښځو په کار کولو د بندیز په اعتراض کې خپل عملیات وځنډول.

له څو ورځنیو بحثونو څخه وروسته هغه کسان چې د روغتیا په برخه کې کار کوي له دغه حکم څخه مستثنی کړای شول، خو یو اېن ډي پي وویل چې ۱۵۰ غیرحکومتي موسسو او مرستندویو ادارو «خپل ټول یا نیم کار ځنډولی دی».

د مرستو چارواکي وايي چې دوی ښځینه کارکونکو ته اړتیا لري چې په ټول هیواد کې د افغان ښځینه ګټه اخیستونکو په پیژندلو او ملاتړ کې مرسته وکړي.

الدرداري په کابل کې د یو اېن ډي پي د راپور د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، «دا بندیز ډېرې منفي پایلې لري.»

هغه وویل، «که موږ ښځینه همکارانې ونه لرو، څوک به دروازه وټکوي، څوک به ملاتړ وکړي او څوک به په کورونو کې له افغان میرمنو سره خبرې وکړي؟»

ملګرو ملتونو دوې اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندیزونو له لګېدلو څخه وروسته ټولو افغانانو؛ نارینه او ښځینه دواړو ته ویلي، چې خپلو دفترونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

الدرداري وویل، «د اوس لپاره دوی له کوره کار کوي او دوی به د ملګرو ملتونو کارکونکي پاتې شي او دوی ته به معاش ورکول کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

فقر ورځ په ورځ زیاتیږي او کمیږي نه، ځکه چې په تېرو دوو کلونو کې اسلامي امارت د بیکارۍ د کمولو لپاره هېڅ هڅه نه ده کړې. موږ له نړۍ والې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د بیکارۍ په کمولو کې مرسته وکړي. راتلونکی ژمی به د افغانانو لپاره تر ټولو سخت ژمی وي، له یوې خوا سړه هوا او له بلې خوا بېکاري!

ځواب ورکړئ

ترهګر له کومه شول؟ ترهګر او ترهګري هسې خوشې درواغ دي. ترهګر د پاکستان پوځ دی چې له ۴۰ کالونو راهیسې وسله وال تربیه کوي او افغانان پرې وژني. ترهګر د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) ده چې له څلورو لسیزو راهیسې وسله والو ته فکري روزنه ورکوي چې په افغانستان کې مکتبونه، کلینیکونه، روغتونونه،... ویجاړ کړي، معلم ووژني، روشنفکر ووژني، ... او د هر ډول پرمختګ مخه ونیسي. همدا دوه ادارې په کشمیر کې هم د انسانانو د وژلو ماشینونه چلوي. په هندوستان کې هم انسانان وژني. په بنګله دېش کې یې هم وژل. همدغو دوه سازمانونو د القاع دې مشر ته هم په پاکستان کې پناه ورکړې وه. پنځه کاله مسلسل یې وساته. خو آیا په نړۍ کې داسې څوک شته چې د دغو ترهګرو او د ترهګرو د پالونکو مخه ونیسي؟ نه. او دا ترهګر او د ترهګرو پالونکي جوړ کړي چا دي؟ آی ایس آی د انګریز جنرال رابرت کاتهوم له خوا جوړه شوې ده. د پاکستان پوځ د انګریز جنرال دوګلاس میزري له خوا جوړ شوی دی. ورانکاري ټوله انګرېز کوي، دین په کې زمونږ بدنام شو، وطن په کې زمونږ وران شو، افغان ځوان چې دېرش کلنۍ ته ورسېږي داسې ښکاري لکه د نورې نړۍ ۶۰ کلن انسان ځکه نه یې له ژوند نه خوند واخیست، نه یې اقتصاد جوړ شو، نه یې رخصت وپېژاند، نه یې جیب کې پیسې پیدا شوې او نه یې له چا سره سیالي برابره شوه. مطلب دا چې له افغان انسان سره د انګریزانو، روسانو، پاکستانیانو، ایرانیانو، امریکایانو په شمول ټولو ظلم وکړ او اوس د چین وار دی. وګورو چې چین به څومره افغانان ووژني او څومره معادن به ولوټي.

ځواب ورکړئ

زه د طالبانو تر څنګ نړۍ واله ټولنه په تېره بيا امريکا د دې وضعيت مسووله ګڼم. ټولو ته څرګنده وه چې طالبان د حکومت کولو وړتيا او ظرفیت نه لري. یوازې په دې پوهیږي چې څنګه د پاکستان او په ځانګړې توګه د پاکستان د لعنتي پوځ له حکمونو سره سم افغانستان وران کړي، څنګه چاودنه وکړي او څنګه ورانی وکړي، خو امریکا د خپلو ګټو لپاره له دې جاهلې ډلې سره کېناسته، څو کاله یې خبرې وکړې او افغانستان یې طالبانو ته تسلیم کړ. طالبان هره ورځ د جاهلیت د زمانې افکار د افغانستان پر خلکو تحمیلوي او غواړي چې افغانستان بیرته منځني پیړیو ته بوځي، ځکه چې امریکا افغانستان طالبانو ته او د طالبانو له لارې پاکستان ته تسلیم کړ.

ځواب ورکړئ

د فقر کچې دا راپور داسې حال کې لولم چې دوه ورځې وړاندې ملګري ملتونو وویل، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنه‌کړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشته کې یوه (زړه بوږنونکې) پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي. که طالبان خپل ضد ته دوام ورکړي، دا پرېکړه یې زه عادلانه بولم ملګري ملتونه په افغانستان کې خپل فعالیت و دروي، ځکه یو څوک چې د یوه هېواد مشران ځان ګڼي پکار ده چې د خپل ولس غم ورسره وي. او کله چې طالب د یوه حاکم نظام په توګه زموږ غم نه کوي نو خارجیان یې ولې په کیسه کې شي؟ له کله چې طالبانو د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه همکارانو بندیر لګولی، د ملګرو ملتونو څه باندې درې زره نارینه او ښځینه کارکونکي په کور ناست دي او دندو ته نه‌ځي. په دومره شمېر کسانو کې داسې هم شته چې تر ۵ زرو ډالرو زیات معاش لري. که اوسط د هر کارمند ۲۰۰۰ ډالر معاش واخلو نو د درې زرو شپږ میلیونه ډالر کېږي. دا رقم که په عامو خلکو بندیږي نه یوازې دا درې زره کسان متضرر کېږي؛ بلکې زرګونه کورنۍ په غیر مستقیم ډول ترې متضرره او ژوند یې په رښتیا د مرګ لور ته روانیږي. ځکه که پیسې نه وي انسان طبعاً خپل ورځنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی او چې یې پوره نه کړې هره ورځ به د لسګونو کسانو د ځان وژنې شاهدان اوسو.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې بې وزلي تر دې حده زیاته شوې ده چې څوک د خوراک لپاره مناسبه لاره نه لري. نژدې ۸۵٪ ماشومان له ۶ کلنو څخه نیولې تر ځوانو هلکانو او نجونو پورې د کابل ښار له واټونو څخه پلاستیکونه او کاغذونه راټولوي ترڅو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. د کرزي او اشرف غني د واکمنۍ پر مهال به چې سهار وختي له کوره د کار لپاره وتلم، ټول هلکان او نجونې په لېوالتیا ښوونځي ته تلل او د کابل ښار سړکونه د هلکانو او نجونو له امله ښایسته ښکارېدل. اوس تاسو هیڅ زده کونکي ښوونځي ته نه ګورئ ځکه چې د ښوونځي د زده کونکي او هغو ماشومانو چې کاغذ او پلاستیک راټولوي د جامو ترمینځ هیڅ توپیر نشته. د افغانستان ۸۵٪ خلک دومره بې وزله شوي چې د خپلو زامنو او لوڼو لپاره د ښوونځي سامان نشي اخیستلی. ځکه که دوکاندار دی، که دولتي کارکوونکی وي، د دوی عاید ورځ په ورځ کمیږي او نشي کولی د خپلو زامنو او لوڼو اړتیاوې پوره کړي چې ښوونځي ته ځي. هر هغه څوک چې په کابل ښار او یا د افغانستان په بل ولایت کې دوکان لري او د دوکان مالک ته د خپل دوکان کرایه ورکوي، نشي کولی دومره څه وګټي چې د خپل دوکان کرایه ورکړي. دوکاندار هم هغه سرمایه خوړلې چې په دوکان کې یې درلودله. د کار د نشتوالي له امله دوی دومره عاید نه لري چې ځان ته پرې خواړه برابر کړي. له همدې امله، هغوی د خپلو دوکانونو سرمایه وخوړه. ډیری دوکانونه تړل شوي دي. د افغانستان خلک په بد اقتصادي حالت کې دي. بهرني هیوادونه باید د افغانستان د بې وزلو خلکو په خاطر اوسنی حکومت په رسمیت وپیژني، ځکه د افغانانو اقتصاد ورځ په ورځ خرابیږي.

ځواب ورکړئ