اقتصاد

ملګري ملتونه له لوږې او اقتصادي ستونزو څخه د افغان کورنیو د ژغورلو لپاره نغده مرسته او کاري فرصتونه برابروي

د عمر راپور

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) هغو ۵۰۰۰ کورنیو ته د نغدي مرستو وېش پیل کړی چې د هېواد په لویدیځه سیمه کې شخړې یا وچکالۍ بې ځایه کړې دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- ملګرو ملتونو د زرګونو هغو کم وسو افغان کورنیو لپاره بشردوستانه مرستې زیاته کړې چې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د لوږې او بشري ناورین په درشل کې شپې ورځې سبا کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) هغو ۵۰۰۰ کورنیو ته د نغدي مرستو وېش پیل کړی چې د هېواد په لویدیځه سیمه کې شخړې یا وچکالۍ بې ځایه کړې دي.

هره کورنۍ به ۲۶۵ ډالر نغده مرسته ترلاسه کړي.‌

د بشردوستانه مرستو کڅوړه د متحده ایالاتو، اروپایي هېوادونو، استرالیا، کاناډا او جاپان له خوا تمویل شوې ده.‌

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پرګروام د کار په بدل کې د نغدو پیسو د پروژې په لړ کې، کارګران د لیندۍ په ۱۰مه په هرات ښار کې یو نهر پاکوي. [عمر/سلام ټایمز]

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پرګروام د کار په بدل کې د نغدو پیسو د پروژې په لړ کې، کارګران د لیندۍ په ۱۰مه په هرات ښار کې یو نهر پاکوي. [عمر/سلام ټایمز]

د افغانستان په لوېدیځ زون کې د یو اېن اېچ سي آر ویاند وحید احمد عنایت د لیندۍ په ۱۰مه وویل، د دغې نغدې مرستې هدف دا دی چې د را روان ژمي په موسم کې د بې ځایه شویو کورنیو ژوند وژغورل شي.

هغه وویل، «هغو کسانو چې زموږ مرسته ترلاسه کړې د ژوند بل هیچ مدرک نه درلود، او که یې مرسته نه وای ترلاسه کړې، ډېر احتمال وو چې هغوی د ژمي په ترڅ کې خپل ماشومان له لاسه ورکړي وای.»

عنایت وویل، ملګري ملتونه او مرستندوی هېوادونه به په دغو سختو شرایطو کې افغانان یواځې پرې نه ږدي او څومره چې امکانات اجازه ورکوي هومره ډېرو بې وزلو کورنیو ته به بشردوستانه مرستې برابرې کړي.

هغه وویل، «موږ به د ژمي په ټولو میاشتو کې د بشردوستانه مرستو برابرولو ته دوام ورکړو، او لا نورو کم وسو کورنیو ته به مرستې ور ورسوو.»

داد محمد چې د بادغیس ولایت له جوند ولسوالۍ څخه هرات ته را بې ځایه شوی، یو له هغو کسانو څخه دی چې د یو اېن اېچ سي آر مرسته یې ترلاسه کړې ده.

هغه وویل، دغه نغده مرسته به د هغه له کورنۍ سره مرسته وکړي چې په ژمي کې ژوندي پاتې شي.‌

داد محمد وویل، «ما په خپل کلي کې کرونده کوله، خو جنګونو زه مجبور کړم چې خپله سیمه پرېږدم. اوس هلته نه کار شته او نه حکومت شته چې له موږ سره مرسته وکړي.»

هغه وویل، «په تېرو دوو میاشتو کې ما هېڅ عاید نه درلود او د یو بل چا په کور کې اوسېدم. موږ هېڅ شی نه لرو چې ویې خورو او له لوږې مرو.»

د کار په بدل کې نغدې پیسې

سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د تلې په میاشت کې د ناورین پر ضد د مقابلې لپاره د «ابادي» په نامه یو نوښت پیل کړ څو د زرګونو افغانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.

دغه پروګرام به د هېواد د ډېرو کم وسو کورنیو لپاره عاجله مرسته برابره کړي.

د ابادۍ هدف دا دی چې په افغانستان کې د ډېرو کم وسو وګړو او کوچنیو سوداګریو د ملاتړ له لارې د بشري فاجعې او د هېواد د اقتصاد د سقوط مخه ونیسي.

د یو اېن ډي پي مدیر اچیم سټاینر د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «هېواد سملاسي بشردوستانه مرستې ته اړتیا لري، لاکن موږ دغه راز د محلي اقتصادي پروګرامونو جاري ساتلو ته اړتیا لرو. په دې توګه باید ډاډ ترلاسه شي چې خلک اوس هم د ژوند څوری لري او داسې احساس کوي چې هغوی په خپلو سیمو کې یو ښه راتلونکی لري.»

په افغانستان کې د یو اېن ډي پي مقیم استازي عبدالله الدرداري د لیندۍ په ۱۰مه وویل، د دغه نوښت په یوه برخه کې «کار د نغدو پیسو په بدل کې» پروژه شامله ده چې د زرګونو بې کاره افغانانو لپاره به لنډمهالی عاید برابر کړي څو هغوی د راتلونکي ژمي په میاشتو کې د لوږې پر وړاندې مقابله وکړی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په هرات ولایت کې تر ۱۵۰۰ پورې کورنیو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي دي.

ورځ مزدورانو په هرات ښار کې د یوه ۶ متره پراخ نهر پاکول پیل کړي او بیا به د نورو کارونو د ترسره کولو لپاره توظیف کړای شي.

الدرداري وویل، «دغه پروګرام ښځې هم تر پوښښ لاندې نیسي. موږ د لاسي صنایعو او کوچنیو سوداګریو په څېر ساحو کې د ښځو ملاتړ کوو.»

هغه زیاته کړه، دغه مرسته نېغ په نېغه د افغانستان د خلکو جیبونو ته ورځي.‌

د کاري فرصتونو د چټک پروګرام (ابادي) یوه ګټه اخیستونکي عصمت الله وویل چې هغه له ډېرو اقتصادي ننګونو سره مخامخ وو، او اوس چې یوه دنده او یو عاید لري نو ډېر د خوښۍ احساس کوي.

هغه وویل، «ما د خوراک لپاره هېڅ نه لرل، نه مې پیسې لرلې چې خوراکي توکي پرې واخلم. اوس چې زه یو عاید لرم نو و به کولی شم چې د خپلې کورنۍ په دسترخوان خواړه کېږدم.»

هغه وویل، «زما خوښېږي چې په کار بوخت واوسم او وکولی شم چې د خپلې کورنۍ لپاره حلال عاید وګټم. زه خفه وم ځکه چې زه بې کاره او غریب وم . زه هیله لرم چې و به کولی شم ترڅو کار ته دوام ورکړم او خپل هېواد جوړ کړم.»

فقر او لوږه په ډېرېدلو دي

د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته او له هېواد سره د نړۍ والو مرستو په کمېدلو سره، په ګرد افغانستان کې فقر او لوږه ډېر زیات شوي دي.

د خوړو د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د اټکل په اساس، ښایي د ۲۰۲۲ میلادي کال تر نیمایي پورې تر ۹۰٪ افغان وګړيو اقتصاد د فقر له کچې ښکته شي.

ډبلیو اېف پي خبرداری ورکړی چې،‌ په افغانستان کې د اوسېدونکیو اټکل ۳۹ میلیونو وګړو له جملې څخه تر ۲۳ میلیونو پورې وګړي له سختې لوږې سره مخامخ دي.

د هرات ښار یوه معلول اوسېدونکي عبدالقدیر چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، پخواني حکومت له هغه سره میاشت په میاشت مرسته کوله خو په تېرو څلورو میاشتو کې یې هېڅ نه دي ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، د تېر حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، معلول خلک د څه تادیاتو له ترلاسه کولو څخه پرته پاتې او له لوږې سره مخامخ دي.

هغه وویل، «زه نه پوهېږم چې څه وکړم. زه هېڅ لاره نه لرم چې خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ته پرې نفقه برابره کړم. ژمی را رسېدلی، او موږ هېڅ نه لرو چې ویې خورو یا ځانونه پرې تاوده کړو.»

په هرات ښار کې یوه مزدورکار سید محمد وویل چې هغه په تېرو څلورو میاشتو کې کار نه دی کړی او له لوږې او سخت فقر سره مخامخ دی.‌

هغه وویل، «زه څلور ماشومان لرم او د خپلې کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی یم. په تېرو څلورو میاشتو کې زه هره ورځ راوتلی یم چې کار پیدا کړم،‌ لاکن نه یم توانېدلی چې حتی د یوې ورځې لپاره کار پیدا کړم.»

محمد وویل، «تر اوسه پورې هیچا هم له موږ سره مرسته نه ده کړې. ما څو ځلې د والي دفتر سره رابطه او د مرستې غوښتنه وکړه خو تر اوسه پورې مې څه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نقدي مرستو سره زه کاملا مخالف یم. البته داسې کورنۍ شته چې د ګټې یې څوک نه وي، ممکن په جنګونو کې یې نارینه له لاسه ورکړي وي. که د مرستو تقسیم داسې وشي چې؛ د کورنۍ د سرپرست د شتون او نه شتون په بنیاد په پام کې ونیول شي ښه به وي. په دې اساس مونږ څو ډوله کورنۍ موندلی شو، هغه کورنۍ چې سرپرست یې شته ، هغه چې سرپرست یې نه شته، هغه چې سرپرست یې شته خو ضعیف دی/د فزیکي کار کولو توان نه لري. اصلي خبره د هغو غریبو کورنیو ده چې سرپرست لري او سرپرست یې د کار کولو جوګه هم دی. سمه ده چې غریبه کورنۍ ده – له پامه باید و نه غورځول شي. دغه ډول اشخاصو ته باید نقدې پیسې ور نه کول شي بلکې دوی ته د کار کولو په بدل کې مزد ورکول شي. له دوی څخه باید د هېواد په ابادۍ کې ګټه واخیستل شي. یو وخت به ځینو موسسو د کار په بدل کې غنم ورکول. په کلیوالي سیمو کې به کار څه و؟ د ویالو صفا کول، د بندونو جوړول... په اوس وخت کې که نور هیڅ کار نه وي، دا کار خو شته چې په کلیوالو سیمو کې په دښتو کې کندې و ایستل شي، دنالو خولې بندې شي او اوبه را ایسارې شي. دا کار په جمهوریت کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې د کابل ښار په څنډو کې تر سره شو. باوري یم چې سږنۍ واورې به په کې ډېرې ذخیره شوي وي. افغانانو ته په کار دا ده چې خپلې اوبه را ایسارې کړي. او که دغه شان نقدې پیسې و وېشل شي، دوه تاوانه به وشي. یو به دا وي چې خلک به لټ شي. د موسساتو په تمه به شپې سبا کوي. بل تاوان به دا وي چې اوبه به مو د تېر په څېر هسې روانې وي. د وطن ښېرازي مهمه ده. خپل وطن ښېرازه کول په کار دي او که نه، ټول عمر به افغانان د نړیوالې ټولنې په اوږو بار وي. رازئ کار وکړو او د خلکو د اوږو بار نه شو.

ځواب ورکړئ

د جمهوریت تر سقوط نېږدې موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني یوه ورځ وینا کوله، طالبان یې مخاطب کړل، ویې ویل، «راځئ، امنیت کې تاسې لاس راکړئ، اقتصاد مانه وغواړئ». که غواړئ، افغانستان ته په اقتصادي توګه حرکت ورکړو. په خپلو پښو ودریږي. له احتیاج او بې وزلۍ خلاص شي. څوک مجبوره نشي چې د لوږې له لاسه خپل اولاد خرڅ کړي، ترڅو پرې نور وږي اولادونه وساتي. کاش د واک و ځواک د هوس پر ځای یو بل ته لاسونه ورکړل شوی وای. د جګړې پر ځای دایمي سولې، ثبات او اقتصادي ټیکاؤ ته کار شوی وای. هېڅوک بیګانه نه وای بلل شوی. د افغانستان دا ځوانه بشري پانګه داسې تیت و پرک نه وای شوی. چا به هم اوس د لوږې له لاسه د موټر ټیرونو ته ځان نه غورځاوه. نه به یې ځان وژنه کوله. نه به یې خپل اولادونه په ډک کې بازار کې پلور ته وړاندې کاوه. نه به هم د پوهنتون پروفیسور/ پروفیسوره په ریړې د فروټو خرڅېدو ته ودرېده. نه به هم د ښوونځي او پوهنتون ښوونکې د چا بوټان د لسو روپو لپاره نه رنګول. نه به هم د نانوایانو مخې ته د وږو تور سرو او ماشومانو ګلها لېدل کېده. نه به هم د خوړو نړۍ وال پروګرام ویل چې« د لوږې له لاسه به ۲ میلونه افغانان مړه شي». کاش هر لوري د خپلو هڅو او خواریو په محراق کې یوازې«افغانستان او افغان انسان» ته لومړیتوب ورکولای. نن به مو دا قیامتونه خلکو نه تجربه کول. نه به چا د وښو خوړولو تجویز کاوه. نه به دا تېښته وای. نه به دا دوزخې ژوند؛ خو متاسفانه چې یو بل یې ونه منل. یو بل یې ونه زغمل او هرچا ویل چې«من» خو زه یم...او په دې توګه افغانستان یو فرصت ضایع کړ!

ځواب ورکړئ

هيڅوک دغلا مافيا ته ځان په ګوتو نه ورکوي هيڅوک بيا نه غواړي چې پارلمان يې بيا دفضله موادو دتخليه کونکو اډه وي هيڅوک بيا نه غواړي چې ستار مير ذکروال يې وزير داخله پيشقل بسم الله خان يې وزير حربيه لبنانۍ رولاګۍ يې ملکه او مغل خيل معصوم جان يې دظبط حوالاتو شهزاده وي پراخ بنسټي په دي مانا هم نه ده چې قاري دي وزير وي ، اخندزاده دي والي وي ، صاحبزاده دي رئيس وي ، ملا دي بانکدار وي او حفيظ جي دي دهرڅه واکدار وي افغانستان شپږديرش مليونه نفوس لري په سيمه کې ترټولو زوړ مملکت دى ، اصناف لري ، سياسي قشرونه لري ، اجتماعي صفونه لري ، قومي جوړښتونه لري ، فرهنګي سازمانونه لري ددې ملت له ټولو اقشارو څخه حکومتي نمايندګي پراخ بنسټي ده دغه نماينده ګي بايد دتقوا اوپرهيزګارۍ پر بنسټ وي

ځواب ورکړئ

د ملګرو ملتونو له خوا د کار په مقابل کې نغدې پیسې پروګرام ډېر د ستاینې وړ دی. یو اېن ډي پي له تاسو څخه مننه. افغانان په وړیا ډول نغده مرسته نه غواړي او نه عاجلې مرستې په وړیا ډول غواړي، او دا یې خوښیږي هم نه. لطفاً هر ډول مرستې د کار په بدل کې کړئ.‌ افغانانو ته موقتې او دایمي وظیفې ورکړئ او هغوی به سخت او مؤثر کار وکړي. د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ورکوئ ټول افغانان به ټوله ورځ درته کار کوي، او د کار ډول فرق نه کوي. دغه کار کېدی شي چې د نهرونو کیندل، د سرک د غاړو د لښتیو پاکولو، د اوبه لګولو د نهرونو پاکول، تعمیراتي کارونه او هر داسې څه وي چې ملګري ملتونه یې د ژمي په ترڅ کې له نورو بې وزلو افغانانو سره د کار کولو پر وخت ورته اړتیا لري.‌ اړمن افغانان مقرر کړئ چې له نورو اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي او هغوی ته په منصفانه توګه اجوره ورکړئ.‌ لطفاً هغو خلکو ته چې کار کولی شي نغدې پیسې مه ور وېشئ.

ځواب ورکړئ