اقتصاد

ملګرو ملتونو د کندهار شاوخوا ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره نغده مرسته وکړله

د رحیم الله خپلواک راپور

په داسې حال کې چې ډېر افغانان له بې وزلۍ او لوږې څخه کړېږي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د سلواغې په ۱۳مه په کندهار ولایت کې له شاوخوا ۵۰۰ کم وسو کورنیو سره نغده مرسته وکړله. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار-- په داسې حال کې چې ډېر افغانان له بې وزلۍ او لوږې څخه کړېږي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د سلواغې په ۱۳مه په کندهار ولایت کې له شاوخوا ۵۰۰ کم وسو کورنیو سره نغده مرسته وکړله.

په ترلاسه کوونکیو کورنیو کې اړمنې، داخلي بې ځایه شوې، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې، معلولین او داسې کورنۍ شاملې دي چې مشران یې له لاسه ورکړي دي.

د سلواغې په ۱۳مه، د یادو کورنیو له ډلې څخه هرې یوې ته ۴۷۷۰۰ افغانۍ (۵۳۰ ډالر) نغده مرسته ورکړل شوه.

په کندهار کې د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو سرپرست رییس نقیب الله مؤمن وویل چې دغه کم وسه کورنۍ د کندهار ښار او ځینو ولسوالیو اوسېدونکې دي.

یو سړی (چپ) د سلواغې په ۱۳مه په کندهار ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) له ځایي کارکوونکیو څخه نغده مرسته ترلاسه کوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

یو سړی (چپ) د سلواغې په ۱۳مه په کندهار ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) له ځایي کارکوونکیو څخه نغده مرسته ترلاسه کوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

هغه وویل، «د اړمنو خلکو د تشخیص لپاره یوه سروې ترسره شوې وه. هغوی ډېر غریب دي او مرستې ته سخته اړتیا لري. که دغه ډول مرسته نه وای ورکړل شوې، د هغوی ژوند به ډېر ننګوونکی او سخت شوی وای.»

هغه زیاته کړه، په کندهار کې د خیریه موسساتو له خوا د وړاندې کړای شویو مرستو په وسیله په زرګونو کورنۍ له سختې لوږې څخه وژغورل شوې.

محمد قاسم چې ۳۸ کاله عمر لري د کندهار ښار اوسېدونکی دی او دغه مرسته یې ترلاسه کړې ده. هغه یو مزدورکار او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی دی.

هغه وویل هغه ورځ مزدوري کوله او کولی یې شوای چې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي، خو په تېر کال کې بې کاره و او د غریبۍ کندې ته ور ولوېد.

قاسم وویل، «ډېرې شپې موږ خواړه نه لرو، او شپه له چایو سره د یوې مړۍ ډوډۍ په خوړلو سره تېروو. زه په سختۍ سره کولی شم چې دومره پیسې وګټم چې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ وچه ډوډۍ واخلم.»

هغه وویل، «زما پلار درې میاشتې مخکې د یوې ناروغۍ له امله مړ شو. ما دا وس نه درلود چې د هغه درملنه وکړم. زما مور ناروغه ده او عملیات ته اړتیا لري.»

هغه وویل، «زه تصمیم لرم چې د دې نغدې مرستې یوه برخه د خپلې مور په تداوۍ ولګوم او په نورو پیسو باندې اوړه، غوړي او وریژې واخلم.»

هغه وویل نغدې مرستې د هغه د مور ژوند او د هغه کورنۍ له لوږې څخه وژغورل.

د لوږې پر وړاندې مقابله

نور کم وسه افغانان چې د یو اېن اېچ سي آر نغده مرسته یې ترلاسه کړې، وایي، دغه مرسته به د هغوی کورنۍ له فقر او لوږې څخه وژغوري.

سردارمحمد چې ۶۱ کاله عمر لري د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی او د یوې اوه کسیزې کورنۍ مشر دی.

هغه کندهار ښار ته راغلی چې مرسته ترلاسه کړي او ډېر خوښ دی چې هغه به تر څه وخته له تنګسې او لوږې څخه خوندي شي.

هغه وویل، «موږ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مقابله کوو. موږ هېڅکله هم دومره غریب شوي نه وو. په دې ولسوالۍ کې هر سړی زما په څېر غریب دی او نشي کولی چې حتی په شپه ورځ کې یو وخت ډوډۍ پیدا کړي.»

هغه زياته کړه، «په بازار کې د خوراکي توکو بيې د پخوا په نسبت تقریبا دوه برابره زیاتې شوي دي. موږ د اړتيا وړ خوراکي توکو د اخيستلو لپاره پيسې نه لرو. موږ ډېر سخت ژوند تېروو.»

هغه زياته کړه چې د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوې نغدي مرسته به هغه دې ته جوړ کړي چې د څو مياشتو لپاره د خپلې کورنۍ لپاره خوراکي او نور ضروري مواد واخلي او د يو څه مودې لپاره به د خپلو ماشومانو د لوږې له اندېښنې څخه خلاص شي.

د کندهار اوسېدونکي عبدالقادر چې ۴۲ کاله عمر او د يوې شپږ کسيزې کورنۍ مشري پر غاړه لري، هم وويل، چې د نغدو پيسو په ترلاسه کولو خوښ دى.

هغه وويل، «که مرستې نه وای وېشل شوې، نو دا به زموږ لپاره خورا سخته وه چې له بې وزلۍ او کم وسۍ سره مقابله وکړو.»

هغه وویل، «زه هر سهار د کار موندلو لپاره بهر ته ځم. ټوله ورځ هلته تېروم، خو کار نشته او د شپې تش لاس کور ته ستنېږم.»

قادر چې ورځ مزدوري کوي، وويل، «زه د بېکارۍ له امله ډېرغريب شوى يم. په کور کې مناسب خواړه نه لرو.»

هغه وويل، کورنۍ يې له خوراک پرته شپې تېروي او يا يواځې يو څه وريژې خوري، او دا هغه څه دي چې د ده ورته وس رسېږي.

د بشردوستانه مرستو اهمیت

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران او بېکارۍ له امله فقر او لوږه خپره شوي، د نړۍ والې ټولنې له خوا برابرېدونکو بشري مرستو په میلیونونو افغانان له لوږې څخه ژغورلي دي.

په کندهار ښار کې د سياسي چارو یوه کارپوه سکندر بهير وویل، د نړۍ والې ټولنې مرستو په افغانستان کې د يوه احتمالي بشري ناورين مخه نيولې ده.

هغه وويل، «اوس چې زياترو خلکو خپلې دندې او عايد له لاسه ورکړي، د نړۍ والې ټولنې عاجلو مرستو ته جدي اړتيا ده. د نړۍ والې ټولنې له خوا ورکړل شوې مرستې ډېر بې وزله خلک له قحطۍ څخه ژغورلي دي.»

هغه زياته کړه، «په لیرې پرتو کليو او ولسواليو کې د بشري موسسو له خوا برابرو شويو مرستو ته ځايي خلک لاسرسى لري. که چېرې دا ډول مرستې نه واى، خلک وس نه لري چې ځانونو ته د ورځې حتی یو وخت ډوډۍ برابره کړي.»

بهير وويل، په اوسنيو شرايطو کې له فقر او لوږې څخه د افغانانو د ژغورلو يواځینۍ هيله د نړۍ والې ټولنې بشري مرستې دي.

په کندهار ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال خوشال نوري وويل، نړۍ والې ټولنې په داسې حال کې خپلې مرستې پراخې کړې چې افغان ولس بله هيله نه لري.

هغه وویل، «د افغانستان اقتصاد په ټپه درېدلی او خلکو خپل عایدات او دندې له لاسه ورکړې دي. زیاتره افغانانو د پېرودلو ځواک له لاسه ورکړی او د خپلو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د پېرودلو توان نه لري. په داسې حالت کې د نړۍ والې ټولنې مرستې خورا حیاتي او ضروري دي.»

هغه ۱۳۸۰- ۱۴۰۰ کالونو ته په اشارې سره وویل، «افغانستان ډیر سوکاله شوی و، او د نړۍ والې ټولنې له خوا د برابرو شویو مرستو له امله په ۲۰ کلونو کې د ژوند شرایط ښه شوي ول.»

نوري وويل، «په اوسنيو شرايطو کې چې افغانستان له بحران سره مخامخ دى، نړۍ واله ټولنه په خپله ژمنه ولاړه ده چې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او له هغوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د نغدي مرستو او خوراکي توکو د مرستې مخالف یم ځکه چې دغو له موږ نه سوالګر جوړ کړي دي. که مرسته وشي، نو دا به غوره وي چې اړمن خلک وپیژندل شي او د کار وسیلې ورته برابرې شي. د بېلګې په توګه، هغه کسان چې په کوم مسلک پوهېږي باید د هغه مسلک اړوند وسایل ورکړل شي، او هغه کسان چې کوم مسلک یې نه دی زده کړی باید کراچۍ ورکړل شي، څو دوی په خپلو هڅو سره ګټه وکړي او کار یې دوامدار واوسي. هیله ده چې دې ټکو ته جدي پام وشي.

ځواب ورکړئ

په دې ورځ د شوروي وروستی سرتېری له افغانستان څخه ووت. ۳۴ کاله وړاندې د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وروستۍ ډله د جنرال بوریس گروموف په مشرۍ د حیرتان بندر له لارې د امو سیند باندې تېره شوه او د افغانستان اشغال پای ته ورسېد. شوروي اتحاد چې د ۱۹۷۹ میلادي کال د ډسمبر په ۲۴ مه یې پر افغانستان یرغل پیل کړ، د یوه کال په موده کې د جینوا د تړون له مخې د ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ کړ. پر افغانستان د پخواني شوروي د کابو لس کلن یرغل په ترڅ کې څه باندې یو میلیون افغانان او لږ تر لږه ۱۴ زره شوروي سرتیري وژل شوي او تر ۵۰ زرو زیات شوروي سرتیري ټپیان شوي دي. په دې جګړه کې شاوخوا یو میلیون افغانان ټپیان شوي او ډېری یې د تل لپاره معیوب شوي دي. د شوروي د یرغل په پایله کې په میلیونونو افغانان ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول. د افغانستان اکثریت کلي وران شول، د پرمختګ بهیر ودرول شو او د افغانستان په چارو کې د ګاونډیانو د لاسوهنې او ناوړه استفادې لپاره لاره پرانستل شوه، چې تر اوسه یې چا مخه نه ده نیولې. په افغانستان کې د پخواني شوروي د جګړې پای زموږ په هېواد کې د یوې بلې جګړې پیلامه وه. د سرو لښکرو له وتلو دوه کاله وروسته مجاهدینو بریا ترلاسه کړه او ډېر ژر په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شوه چې په پایله کې یې ډېر افغانان ټپیان او ووژل شول او ډېر نور کډوال شول. کله چې د شوروي وروستی افسر جنرال بوریس گروموف د امو سیند څخه تیر شو، د راپورونو له مخې هغه شاته نه و کتل. دغه پوځي جنرال له افغانستان څخه د وتلو په اړه خپله خاطره داسې بیانوي، «زه د شوروي وروستی عسکر وم چې له افغانستان څخه راووتم. په وروستیو شیبو کې، ما په خپل ځان کې یو لویه خلا احساس کړه، ځکه چې یو تیاره او ګ

ځواب ورکړئ

هغه وضعیت چې افغانان ورسره اوس مخامخ دي واقعاً دردونکی او وحشتناک دی. د افغانستان په ټولو ولایتونو او حتی په پلازمینه کابل کې له ۷۰٪ څخه زیات خلک له بې وزلۍ، بې نظمۍ او د قانون له نشتوالي سره مخامخ دي. دا ټول د طالبانو/پاکستان له خوا د کودتا په پایله کې او د یو شمیر شنونکو په وینا د برتانیا له خوا د سولې او پخلاینې د مخنیوي په نتیجه کې رامنځته شول، او طالبان مجبور شول چې پلازمینه په زور سره ونیسي. تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلسن هندوستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، که طالبان د نړۍ والې ټولنې ځینې وړاندیزونه ومني، نړیواله ټولنه چمتو ده چې له هغوی سره تعامل وکړي. دا د طالبانو لپاره زرغون څراغ دی، خو له بده مرغه طالبان سیاسي ذهنیت نه لري او دا هم څرګنده نه ده چې له نړۍ والې ټولنې سره دوستي کوي او که نه. که هغوی د نړۍ والې ټولنې شرایط ومني، دا به د عامو افغانانو او زموږ د ګران هیواد افغانستان په ګټه وي او که یې ونه مني، نو ډېر امکان لري، چې خدای مه کړه افغانستان نور هم بدبخته شي. خدای ‍(ج) دې زموږ په ولس باندې رحم وکړي. آمین

ځواب ورکړئ

د ملګرو ملتونو یا یو اېن اېچ سي آر ادارې دا بشري مرسته، د ۴۷۷۰۰ افغانیو دغه نغدي مرسته کولی شي د دغو بې وزلو کورنیو راتلونکی جوړ کړي. په دې سختو حالاتو کې چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی، د ملګرو ملتونو یوازینۍ مرسته کولی شي چې د افغانستان بې وزله خلک د لوږې له ګواښ څخه وژغوري. خدای دې وکړي چې د سیمې هېوادونو په خپله سروې کې احتیاط کړی وي او د ۴۷۷۰۰ افغانیو د مرستې لپاره یې په حقیقت کې اړمن کسان ثبت کړي وي. د افغانستان خلکو خپل عاید او دندې له لاسه ورکړي دي. د افغانستان اقتصاد په ټپه ولاړ دی. ډېری هغه کسان چې کار یې کاوه او له دولت څخه یې معاش اخیست، اوس په کورونو کې ناست دي، نه کار لري او نه هم نورعاید لري. هغوی یوازې د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته ګوري. موږ افغانان به هېڅکله د ملګرو ملتونو او اروپايي هېوادونو بشري مرستې هېرې نه کړو. ملګري ملتونه تل د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.

ځواب ورکړئ

له غریبانو سره مرسته پرځای کار دی. زه یوه اندېښنه لرم. د جمهوریت په ۲۰ کالونو کې چې واک تقریبا ټول د پخوانۍ شمال ټلوالې له جنګسالارانو سره و هغوی به ۸۰٪ بهرنۍ مرستې خپلو سیمو ته وړلې او د پښتنو سیمو ته به یې هېڅ نه ور پرېښودل. دغه کار د پښتنو په زړونو کې کرکه پیدا کړله. ځکه د پښتنو سیمو او په ځانګړې توګه کلیو ته به یوازې د حکومتي الوتکو بمونه، د ناټو ځواکونه بمونه او د طالبانو ځانمرګي ورتلل. په دې توګه د پښتنو په سیمو کې هر څه وران ویجاړ شول. زما اندېښنه دا ده چې اوس باید د کندهار او نورو پښتون مېشتو ولایتونو تر څنګ، د غیر پښتنو سیمې هم له پامه ونه غورځول شي. په کار دی چې د بامیانو هزاره ګانو ته هم مرستې ورکول شي. د تاجکانو او د ازبکانو سیمو ته هم باید مرستې ورسول شي. یو وخت د پاکستان د منافق رژیم پالیسي داسې وه چې په تورخم کې به یې غیر پښتانه (تاجکان، ازبکان، هزاره ګان) نیول او پیسې به یې ترې غلا کولې. دا چې په تورخم کې د پاکستاني حکومت منسوبین پښتانه ول، له دې امله به د افغانستان غیر پښتنو د پښتنو په مقابل کې نفرت کاوه. زه د سلام ټایمز له لارې د افغانستان له حاکمانو او بهرنیو موسسو څخه غوښتنه کوم چې د غیر پښتنو سیمې دې له پامه نه غورځوي. په احترام، محمد

ځواب ورکړئ

دا مرستې به ټیک د طالبانو لاسته یا د هغوی خپل او خپلوانو لاسته ورغلي وي. وروستي معلومات دادي چې بهرنۍ مرستې ډېره برخه یې د طالبانو یا د هغوی پلویانو ته رسیږي او عام خلک په خپل ځای پاتې وي. پکار ده چې دا مرستې د یو بې طرفه بنسټ له لوري ووېشل شي چې عام بې وسه خلکو اه هم ورسیږي. دلته چې خبره شي طالب وایي جهاد مې کړی سنګر ته تللی یم، دا او هغه په همدې نومونو مرستې او ټول امتیازات ترلاسه کوي...

ځواب ورکړئ

سلام زما نوم اخوند زاده د کندهار افغانستان څخه دی. د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې راهیسې هیڅوک مرسته نه کوي او زما بریښنالیکونو ته هیڅ ځواب نه ورکوي. زه له ۲ کلونو راهیسې هڅه کوم چې د خپلو ماشومانو لپاره خوراکي توکي او وچې شیدې واخلم، لاکن هیڅوک له موږ سره مرسته نه کوي. مهرباني وکړئ هڅه وکړئ او زما له ماشومانو سره مرسته وکړئ. موږ په افغانستان کې په ډیر غریب او بد حالت کې یو، د خپلو ماشومانو لپاره بیړنيو خوراکي توکو او وچو شیدو ته اړتیا لرو. زما د موبایل تیلیفون شمېره ۰۰۹۳۷۰۰۳۳۰۴۵۲ ده. همدا زما د وټس آپ نمبر هم دی. زه د کندهار ولایت په ۱۱ ناحیه کی اوسیږم.

ځواب ورکړئ