اقتصاد

په کندهار کې د ډوډۍ پخولو شرکت په لسګونو داسې ښځې چې د نفقې ګټل ور ترغاړې دي په کار ګومارلي دي

د عمر راپور

د افغانستان په کندهار ولایت کې یوه خصوصي شرکت د شاوخوا ۷۰ ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي دي. هغوی په کندهار ښار کې د ډوډۍ پخولو په یوه دوکان کې په محلي طریقه ډوډۍ پخوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- شاوخوا ۷۰ ښځې، چې هره یوه یې د یوه نغري مخې ته ناسته ده، په کندهار ښار کې د ډوډۍ پخولو په یوه لوی پخلنځي کې بوختې دي، ډوډۍ پخوي.

د ډوډۍ دغه پخلنځی په کندهار ښار کې د عزیزي په نامه یوه خصوصي شرکت جوړ کړی، چې د بې وزلو ښځو لپاره یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

ښځې د ورځې تقریبا ۲۰۰ – ۲۵۰ افغانۍ (۲.۲۵ – ۲.۸۰ ډالر) اجوره ترلاسه کوي. هغوی د خپلو کورنیو د نفقې ګټل پرغاړه لري، ځکه چې ډېرو یې خپل مېړونه د جنګ په بهیر یا په طبیعي مرګ له لاسه ورکړي او د نورو مېړونه یا معلول دي یا په نشه ییزو توکو روږدي دي.

هغوی هره ورځ له ۶۰۰۰ څخه ډېرې ډوډۍ پخوي چې د پخلنځي مالک یې په کندهار ښار کې په بازار کې پلوري.

ښځې د مرغومي په ۲۶مه په کندهار ښار کې په یوه پخلنځي کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د یوه خصوصي شرکت لپاره په محلي طریقه ډوډۍ پخوي، او هغوی یې په خپل وار سره د سیمې دوکانونو ته ور وېشي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

ښځې د مرغومي په ۲۶مه په کندهار ښار کې په یوه پخلنځي کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د یوه خصوصي شرکت لپاره په محلي طریقه ډوډۍ پخوي، او هغوی یې په خپل وار سره د سیمې دوکانونو ته ور وېشي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

تورپېکۍ چې ۴۲ کاله عمر لري او د شپږو ماشومانو مور ده، په دغه پخلنځي کې کار کوي. د هغې مېړه چې یو بزګر و، دوه کاله مخکې د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د جګړې په ترڅ کې ووژل شو.

هغې وویل، «هغه وخت چې زما مېړه ژوندی و، موږ د خپلو حاصلاتو د عاید له لارې ژوند کاوه، خو د هغه له مړینې څخه وروسته ما بزګرۍ ته دوام ورنه کړای شو، او زما په ژوند کې زما ستونزې له هماغه ځای څخه پیل شوې.»

هغې وویل، «اوس زه کولی شم چې د ډوډۍ په پخلنځي کې د کار کولو له لارې په میاشت کې ۶۰۰۰ – ۷۰۰۰ افغانۍ [۶۷.۵۰ – ۷۸.۷۰ ډالر] وګټم. ما ډېرې اقتصادي ستونزې لرلې، خو اوس چې زه کار کوم، تر څه حده زما ستونزې هوارې شوي دي. که ما دلته د کار کولو فرصت نه درلود، زه نه پوهېږم چې څنګه به ما نفقه برابروله.»

رازیمه چې ۴۲ کاله عمر لري، په دغه پخلنځي کې کار کوي ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي ځکه د هغې مېړه په نشه ییزو توکو معتاد دی.

هغې وویل، که دا پخلنځی نه وای جوړ شوی، ټولې هغه کونډې او بې وزلې ښځې به چې هلته کار کوي، مجبورې شوې وای چې د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره خیرات وغواړي.

هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې دلته کار کوم. ما په مکرر ډول د ډېرو دفترونو او کورونو دروازې وټکولې چې یوه وظیفه پیدا کړم، خو پیدا مې نه کړله. بې کاري ډېره سخته ده. که موږ کار ونه کړو، موږ نشو کولی چې د خپلو ځانونو لپاره خواړه پیدا کړو او موږ به له لوږې ومرو.»

رازیمې وویل، په کندهار کې د ښځو په کار باندې له سختو بندیزونو سره سره، هغې وکولای شوای چې خپل ماشومان له لوږې څخه وژغوري.

له بې وزلۍ څخه ځان خلاصول

ستاره چې ۳۸ کاله عمر لري، هره ورځ د سهار له ۶ بجو څخه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې په دغه پخلنځي کې کار کوي. هغه هره ورځ له ۲۰۰ څخه ډېرې ډوډۍ پخوي او د خپل ورځني کار په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ (۲.۲۵ ډالر) ګټي.

د ستارې مېړه په نشه ییزو توکو معتاد دی، او تېر څلور کاله هغه د خپلو څلورو ماشومانو لپاره د نفقې برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري.

هغې وویل چې ټولنیزو محدودیتونو هغې ته سخته ضربه ور رسولې او هغه مجبوره ده چې په کار کې چادري په سر کړي.

ستارې وویل، له سختو ټولنیزو محدودیتونو او د ښځو د کار پر وړاندې له مخالفت سره سره، هغه مجبوره شوه چې له لوږې څخه د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره له کور څخه بهر کار وکړي.‌

هغې وویل، «زه د وظیفې په موندلو کې نهیلې شوم. له هغه وخت نه چې ما دلته کار پیدا کړی، زه نور د بل چا په ملاتړ باندې متکي نه یم. له پخلنځي څخه زما عاید کافي دی، او اوس زه کولی شم چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم.»

هغې وویل، «هره میاشت چې زه خپله تنخوا واخلم، د خپلو ماشومانو لپاره اوړه، غوړي،‌ وریژې او نور د اړتیا وړ توکي اخلم.»

ستارې وویل، «هغه وخت چې زه بې کاره وم، مجبوره وم چې د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو موندلو په خاطر خیرات وغواړم، خو اوس چې زه یوه وظیفه لرم او کولی شم چې نفقه وګټم، له خیرات غوښتلو او په نورو باندې له تکیې کولو څخه خوندي یم.»

خیریه چې ۵۸ کاله عمر لري، د خپلې نګور او څلورو یتیمو لمسیانو سرپرستي پر غاړه لري. د هغې زوی، چې د پولیسو افسر و، درې کاله مخکې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې په جګړه کې ووژل شو.

د زوی له مړینې څخه وروسته، هغه مجبوره شوه چې د کور مشري پر غاړه واخلي. د هغې مېړه ۱۰ کاله مخکې د یوې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.‌

هغې وویل، «زه مجبوره یم چې دلته کار وکړم. که زه کار ونه کړم،‌ لمسیان به مې له لوږې ومري. موږ د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ (۳۴ ډالر) کرایه ورکوو، او زه مجبوره یم چې د دغو پیسو د موندلو لپاره کار وکړم.»

هغې وویل، «هغه وخت چې زما زوی ژوندی و، زموږ ژوند ښه روان و، ځکه چې هغه پیسې ګټلې.»

هغې وویل، «د هغه له شهادت نه وروسته زموږ ژوند بدبخته شوی دی. له هغه وخت راهیسې موږ له سختیو او ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي یو. تر دې چې موږ په لوږه شپې تېرې کړي دي.»

خیریې وویل له هغه وخت نه چې هغې په پخلنځي کې کار پیل کړی، د هغې د ژوند شرایط ښه شوي دي.‌ هغې وویل هغه خوشحاله ده چې کولی شي له کور څخه بهر کار وکړي او خپله کورنۍ د نورو په ملاتړ باندې له تکیې څخه وژغوري.

د نورو کاري فرصتونو غوښتنه

په کندهار ښار کې د ښځو د پخلنځي رییس روح الله مبارز وویل، هغه هره ورځ د ښځو له خوا له پنځو څخه تر شپږو پورې عریضې ترلاسه کوي چې غواړي په پخلنځي کې کار وکړي.

هغه وویل، «تر یوې میاشتې مخکې مودې پورې زموږ په پخلنځي کې ۵۰ ښځو کار کاوه، خو اوس دغه شمېر ۷۰ ته رسېدلی دی. موږ سخت زیار باسو ترڅو خپل ظرفیت لوړ کړو څو وکولی شو چې نورې ښځې هم مقررې کړو او په یوه میاشت کې دننه د کارونو شمېر ۱۰۰ ته لوړ کړو.»

هغه وویل، «دا وخت زموږ د کارمندانو شمېر لږ دی ځکه چې له موږ سره اسانتیاوې او بودجه لږ دي، خو موږ نیت لرو چې په را روانو میاشتو کې تر ۱۰۰ پورې غریبې ښځې مقررې کړو. زموږ هدف دا دی چې د هغو ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړو چې د خپلو کورنیو د نفقې ګټل ور تر غاړې دي او له غریبۍ څخه کړېږي.»

مبارز وویل، ښځې د ورځې تر شپږو ساعتونو پورې کار کوي او سم چې هغه نورې کارمندانې مقررې کړي، هغه به د خپل پخلنځي د تولید ظرفیت د ورځې له ۱۵۰۰۰ ډوډیو څخه زیات کړي.‌

زرغونه چې ۳۶ کاله عمر لري او د شپږو بچیانو مور ده،‌ په کندهار ښار کې د کار لټون کوي.‌

هغې وویل د هغې مېړه لارۍ چلوله او څلور کاله مخکې د کندهار – کابل په لویه لاره یوه چاودنه کې خپلې پښې له لاسه ورکړې، اوس هغه نشي کولی چې له کور څخه بهر لاړ شي.

هغې وویل، «زه د خپل مېړه او ماشومانو د مړولو لپاره وظیفې ته سخته اړتیا لرم. زه چې هر چېرې ځم،‌ نشم کولی چې کار پيدا کړم. زه په اونۍ کې یوه یا دوه ورځې د خپلو ګاونډیانو په کورونو کې کالي وینځم او کولی شم چې د یوې کاري ورځې په بدل کې یواځې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ افغانۍ [۳.۴۰ – ۵.۶۰ ډالر] ترلاسه کړم.»

زرغونې وویل، «په کور کې زه یواځینی کس یم چې کولی شم کار وکړم.‌ که زه کار ونه کړم، زما مېړه او ماشومان به له لوږې ومري. زموږ ګاونډیان او خپلوان هېڅ نه لري او نشي کولی چې له موږ سره مرسته وکړي.»

هغې وویل،‌ «په کندهار کې اکثره ښځې دې ته اړتیا لري چې کار پیدا کړي، خو هغوی مجبورې دي چې غریبي او لوږه تېر کړي ځکه هغوی نشي کولی چې بهر وځي او دلیل یې دا دی چې سخت محدودیتونه پرې لګېدلي او ځینې په دې هکله منفي نظر لري چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې سختو شرایطو کې داسې خبر ته باید خو شاله شو، ځکه خلک د یوې کپلې ډوډۍ پسې سر کردانه ګرځي او نه پیدا کېږي. دا چې اوس میرمنو ته په دغه شرکت کې د ډوډۍ پخولو زمینه برابره شوې زبردست کار شوی دی، ځکه اکثره میرمنې د کورونو سرپرستانې دي، نو دا ورته یو طلاي چانس په لاس ورغلی دی . زه خو وایم، چې هر سړی باید د میرمنو لپاره بنسټیز کارونه تر سره کړي، څو میرمنې اړې نه شي سوال وکړي. په وطن کې تر ټولو زیاته مظلومه طبقه ښځې دي، چې په هر ادلون بدون کې تر نارینه و زیاتې اغیز منې کېږي او ژوند ورته بکه سره سکروټه ګرځي.

ځواب ورکړئ

ورته به خوشاله شو کنه دنیا کوم طرف روانه ده او موږ چېرته پاتې یو. موږ اوس دېته هم خوشالیږو چې یو څو ښځې په ډوډۍ پخولو لګیا دي او په دې شکل خپلو بچیانو ته حلاله نفقه ګټي. آه د افغان سپېره بخته چې تر کله به دغسې یې.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې، که خصوصي شرکتونه په نورو سکتورونو کې هم پانګونه وکړي او بې وزله ښځو ته کار پيدا کړي، ان شاءالله د بېکارۍ کچه به راټيټه شي. په وروستیو جګړو کې د کندهار خلکو ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د څو کلونو راهيسې د ملګرو ملتونو موسسې د کندهار خلکو ته هيڅ توجه نه ده کړې او د کندهار خلکو د بهرنيو موسسو له مرستو څخه هم ګټه نه ده اخيستې او دا مهال د ملګرو ملتونو ادارې هغو ولايتونو ته چې جګړه په کې وه، ډېره پاملرنه کوي.

ځواب ورکړئ

دا یو حقیقت دی چې په تېرو شلو کلونو کې د کندهار او نورو پښتون مېشتو سیمو خلک تر نورو ډېر اغېزمن شوي دي. له يوې خوا نړۍ وال ايتلاف د پښتون ميشتو سيمو په کلیو باندې بمباري وکړه او له بلې خوا پاکستاني ځواکونو د طالبانو په جامه کې د پښتنو په سيمو بريدونه وکړل او د هغو سيمو بنسټونه يې ويجاړ کړل. د تاجک، هزاره او ازبک مېشتې سیمې نسبتاً ارامې وې، ځکه چې د يادو ډلو زياتره مشرانو او نږدې ټولو يې په حکومت کې کار کاوه او له نړۍ والو ځواکونو سره يې اړيکې درلودې، چې له بده مرغه يو شمېر يې د پښتنو وروڼو پر ضد جګړه تحميل کړه. خوښ یم چې په کندهار کې داسې خیریه سیستم جوړ شوی دی. خدای دې زموږ په ټول هیواد رحم وکړي. آمین

ځواب ورکړئ

د دې خصوصي شرکت کار د ستاینې وړ دی او د دې خبر په لوستلو زه خوښ شوم. دا یو څرګند حقیقت دی چې هیڅ هیواد نشي کولی په بهرنیو مرستو سره په خپلو پښو ودریږي. ښه بېلګه یې افغانستان دی. په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته په ميلياردونو ډالر راغلل، خو په دې شلو کلونو کې مونږ نه د برېښنا يوه لويه شبکه جوړه کړه او نه هم یو مجهز روغتون. نو غوره ده چې د هېواد پانګوال او سوداګر هڅه وکړي چې د دې پر ځای چې خپله سرمایه بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي او هلته پانګونه وکړي په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي. زه پوهیږم چې ناامني ډیره ده او خلک اندیښمن دي، خو موږ هم باید له دې بحرانونو څخه کار واخلو او هڅه وکړو چې له شته منابعو سره د خپل هیواد په ثبات او ځان بسیاینې کې ونډه واخلو.

ځواب ورکړئ