امنیت

په افغانستان کې د داعش له حملې ژوندي پاتې کسان له فقر او لوږې سره لاس او ګرېوان دي

د محمدقاسم راپور

افغانانې د تېر کال د کب په ۱۲مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې قالینې اوبي. [ناصر الماس/سلام ټایمز]

افغانانې د تېر کال د کب په ۱۲مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې قالینې اوبي. [ناصر الماس/سلام ټایمز]

مزارشریف -- هغه کورنۍ چې په افغانستان کې یې د داعش په بریدونو کې خپل نفقه ګټونکي له لاسه ورکړي اوس له سختې بې وزلۍ او لوږې سره مخامخ دي.

دا کورنۍ د خپلو عایداتو د اصلي سرچینې په له لاسه ورکولو سربیره، مجبورې دي چې د تېرو درې کلونو په ترڅ کې په ښځو باندې لګېدلو زیاتیدونکيو محدودیتونو، چې له کور څخه بهر د هغوی د کار کولو مخه نیسي، پر وړاندې مبارزه وکړي.

د مزار شریف اوسېدونکې ۳۵ کلنې معصومې نظري د ۱۴۰۱ د غوایي په ۱ پر جومات د داعش په برید کې خپل مېړه له لاسه ورکړ. په برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول او ۹۰ نور ټپیان شول.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما مېړه یو کارګر و، خو د داعش خونخورو وسله والو هغه په یوه سپېڅلي ځای کې د تل لپاره له موږ څخه واخیست،»

نظري اوس په کور کې ډوډۍ او بولاني پخوي، چې د هغې ١٢ کلن زوى يې بيا د مزارشريف په ورځنيو بازارونو کې پلوري.

هغې وویل، خو لا هم دغه کورنۍ له جدي اقتصادي ننګونو سره مخامخ ده.

نظري وویل، «زه تل په دې سوچ کوم چې زما او زما د ماشومانو راتلونکی به څنګه شي،»

رحیمې چې ۳۶ کاله عمر لري او د امنیتي اندېښنو له امله یې یواځې لومړی نوم یاد کړ، پخوا په مزارشریف کې په یوه حکومتي اداره کې د ساتونکې په توګه کار کاوه.

له هغه وخته چې د هغې مېړه په جومات کې په عین برید کې ووژل شو او نوموړې له کور څخه بهر له کار کولو څخه ایساره کړای شوه، هغه له ګڼو ننګونو سره مخامخ شوې ده.

هغې وویل، «زه نور مهارتونه نه لرم، او که لرل مې هم، بیا هم نشم کولی چې کار وکړم. اوس دا ډېره سخته ده چې زه له کوم عاید یا کاري فرصتونو څخه پرته د خپلو پنځو بچیانو لپاره ډوډۍ وګټم.»

رحیمې زیاته کړه، «ډېرې ورځې داسې وي چې موږ هېڅ خواړه نه لرو چې ویې خورو،»

وېره او اندېښنه

افغان څارونکي د داعش له خوا په ځانګړې توګه د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتوالي خبرداری ورکوي.

په کاناډا کې مېشت سیاسي شنونکي حمیدالله عابدي وویل، «د ۱۴۰۰ کال له زمري راهیسې، داعش پورې تړلیو جنګیالیو په افغانستان کې ګڼ شمېر بریدونه کړي دي،»

عابدي وویل، «په ملکي وګړو باندې قصدي بریدونه جنګي جنایت دی. په هزاره ګانو او نورو مذهبي اقلیتونو باندې د داعش بریدونه له نړۍ والو قوانینو څخه سرغړونه ده چې په افغانستان کې هم د تطبیق وړ دي.»

کورنۍ د ډار او ناامنۍ له امله هره ورځ له ستونزو سره مخامخ دي.

په مزارشریف کې د عزت الله په نامه یوه دوکاندار چې ۴۲ کاله عمر لري او په ۱۴۰۱ لمریز کال په جومات باندې شوي برید کې یې خپل ۲۸ کلن ورور له لاسه ورکړ، وویل، «موږ نور خپل ماشومان ښوونځي ته نه لیږو او له تیارې څخه مخکې خپل دوکانونه تړو څو د داعش د احتمالي بریدونو مخه ونیول شي،»

هغه وويل، «تعليم زموږ د ماشومانو حق دى، چې بايد ښوونځي ته د زده کړې لپاره لاړ شي، خو موږ د خونديتوب احساس نه کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو جګپوړی غړی ګیلمان وزیر تېره اوونۍ په اسلام اباد کې په یوه برید کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د هغه روغتون مخې ته د دغه غورځنګ پلویانو ته په وینا کې د نوموړي مړینه تایید کړه چې ښاغلی وزیر پکې بستري و. په ګیلمان وزیر د یکشنبې په ورځ د جولای په اوومه په اسلام اباد کې د یوې ډلې له خوا سخت برید وشو. د برید وروسته ښاغلی وزیر په ټپي حالت کې د اسلام اباد په یوه روغتون کې بستر شوی و. د هغه مړینه چې په پښتو ژبه کې د وطنپالو شعرونو په لیکلو هم مشهور وه، په پاکستان او افغانستان کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې ځان په پاکستان کې د پښتنو د حقونو مدافع بولي، په ټول هېواد او نړۍ کې د هغو اعتراضونو په غبرګون کې لاریونونه کړي، چې دوی یې پر خپلې ټولنې د هدفي بریدونو په توګه یادوي. دغه غورځنګ د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت کړنې هم غندلي او په دغو سیمو کې یې د پوځ پوځي عملیات «نسل وژنه» بللې ده.

ځواب ورکړئ

زموږ له بدبختیو د وتلو لار یوازې په تعلیم کې ده. چې کله یوه ټولنه لوستې وي، شعور یې لوړېږي. انسان د ښه، بد، تېر، اوس او راتلونکي تحلیل په خلاصو مغزو کولی شي. په دې پوهېږي چې څوک یې دوست څوک یې دښمن دی. خو تر ټولو مهم په دې یې سر خلاصېږي چې له دوست او دښمن سره څه ډول برخورد وکړي. څه وکړي چې تېر بیا پرې تکرار نشي. څه وکړي چې سبا یې د نن غوندې نه وي. احساساتي نه بلکې سنجیده پریکړې کوي. تر هغو چې موږ تعلیم ونکړو، بېلابېل فکرونه ونه لولو او د تحلیل قوه مو پیاوړې نکړو متاسفانه همدا دومداره سناریو به راباندې تکرارېږي. ټولنې ښځو او نرو په ګډه جوړې کړې. د کومې ټولنې چې ښځې لوستې او فعالې نه دي نارینه یې هم ښه ژوند نه لري. له زابل نه یوې نجلۍ چې له مکتب نه محرومه ده ویلې چې زه مې په ورور اوس دوه چنده زحمت باسم. ډېر ورسره کار کوم چې درس ووايي. ویل یې وایم چې که زه ترې له درس نه محرومه شوم حداقل دی خو یو ځای ته ورسېږي. خو باور وکړئ که دا ورور هر څومره کوښښ وکړي بیا به په یوه نه په بله بڼه د همدې بلا قرباني وي. موږ بشري قویې ته اړتیا لرو. فکري تولید ته اړتیا لرو. موږ نه یوازې د تعلیم زده کړې ته بلکې د علم تولید ته اړتیا لرو. موږ له سره تعرفېدو ته اړتیا لرو. موږ اړتیا لرو چې په سنجیده ډول ځان، ټولنه او تاریخ تحلیل کړو. پوښتنې مطرح کړو. زړور شو او وپوښتو چې کوم کمی په موږ کې دی، کوم ظلم د نورو ډېر دی. تر هغه چې همدا جرات پیدا نکړو، د ښځو او نرو، د لویو او وړو په تعلیم کار ونکړو حال به مو خدا که بدل شي. اول فرض په موږ ټولو د تعلیم دی. #LetAfghanGirlsLearn #IQRA #تعلیم

ځواب ورکړئ

دا باید محاکمه شي، ترڅو خلک په آرامۍ سره ژوند وکړي.

ځواب ورکړئ

د کانکور عمومي ازموينې په لړ کې، د ملا هبت الله د دفتر له ولايت څخه راپورونه دا دي، چې ايله ۱۸۸۰ کسانو په سږنۍ کانکور ازموينه کې ګډون کړی دی. کندهار چې په تېره شل کلنه جګړه کې تر ټولو ډېر ناامنه و، هغه مهال يې هم په ولسواليو کې ځوانانو او په تېره نجونو لوړو زده کړو ته کافي لاسرسی نه درلود، خو بيا به يې هم د کانکور ګډونوال د سږني شمېر څو چنده وو او هلکانو او نجونو لوړو زده کړو ته لاسرسی درلود. په سږني کانکور کې د کمو ګډونوالو لرونکو ولايتونو په سر کې فراه (۴۷۳) تنه، هلمند (۱۷۰۰) تنه، خوست (۳۰۰۰) تنه او ننګرهار ولايت (۹۵۰۰) تنه وو. د تېرو څلورو کلونو ارقام دغه تغيير په ډېر ښه ډول واضح کوي. په ۱۳۹۹ کال کې د کانکور د ګډونوالو شمېر ۱۷۹ زره وو، ۱۴۰۰ کال کې ۱۷۹ زره، ۱۴۰۱ کال کې ۱۴۵ زره تنه، په ۱۴۰۲ کال کې دغه کچه ۸۴ زرو او روان کال ۵۰ زرو تنو ته راښکته شوې ده. د نجونو پر زده کړو بنديز، ملايزم او اقتصادي او سياسي بې ثباتي هغه عوامل دي، چې له لوړو زده کړو څخه يې د ځوانانو مخ اړولی دی.

ځواب ورکړئ