اقتصاد

'د اوو خویندو' ورکشاپ د هرات ښځو ته روزنه او عاید برابروي

د عمر راپور

د افغانستان په لوېدیځ ښار هرات کې اوو خویندو د لاسي صنایعو یو ورکشاپ پرانستی چې د افغانو ښځو پر مخ د زده کړو له بندیدلو سره سره ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړي. دغه ورکشاپ چې د اوو خویندو په نوم یادیږي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مرسته جوړ شوی چې دغو خویندو ته یې د ګنډلو ماشینونه او نور وسایل ورکړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د اوو خویندو یوه کورنۍ په هرات ښار کې سره راټوله شوې چې د لاسي صنایعو یو ورکشاپ پرانیزي او یو شمیر ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) د ګنډلو ماشینونو او نورو وسایلو په مرسته کولو سره د خویندو د هڅو ملاتړ وکړ.

عزیزه امیني چې ۴۶ کاله عمر لري او تر ټولو مشره خور ده، «د اوو خویندو ورکشاپ) مدیریت پر غاړه لري.

هغې وويل، په دې ورکشاپ کې شاوخوا ٢٠ نجونې او ښځې چې د خپلو کورنيو ډوډۍ ګټونکي دي، کار کوي.

ښځې د چنګاښ په ۳۱مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په داسې حال لیدل کیږي چې په وړیا توګه خیاطي زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د چنګاښ په ۳۱مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په داسې حال لیدل کیږي چې په وړیا توګه خیاطي زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې د چنګاښ په ۳۱مه سلام ټایمز ته وویل، «موږ خویندو اوه میاشتې مخکې په ګډه ورکشاپ جوړ کړ. موږ د ماشومانو لپاره محلي افغاني جامې، او همدارنګه جرابې او ماسکونه جوړوو. زموږ زیاتره زده کوونکي... د پوهنتون محصلین دي چې له زده کړو بې برخې شوي دي.»

هغې زياته کړه، «ټولې نجونې او ښځې چې له موږ سره کار کوي د خپلو کورنيو ډوډۍ ګټونکي دي. په اوسني حالت کې زياتره نارينه بې روزګاره دي او د خپلو کورنيو د روزلو توان نه لري.»

اميني وويل هغه او خويندې يې هيله لري چې خپل ورکشاپ پراخ کړي، څو وکولی شي زياتې نجونې او ښځې جذب کړي او هغوی ته هيلې ورکړي.

یوې بلې خور زهرا امیني چې ۴۱ کاله عمر لري، وویل، ښځې باید یو د بلې ملاتړ وکړي، څو ځانونه له مخ په زیاتیدونکيو محدودیتونو څخه وژغوري.

هغې وويل، «زه خوشحاله يم چې موږ وکولای شوای د ځانونو او نورو ښځو لپاره له کور نه بهر د کار زمينه برابره کړو. د دې ورکشاپ جوړول موږ ته ناشوني ښکارېدل، خو کله چې مو هوډ وکړ او له يو بل سره مو مرسته وکړه، بريالي شوو.»

هغې زياته کړه، «موږ هڅه کوو چې د کار وړ مېرمنو لپاره، چې له بېکارۍ سره مخامخ دي، کار پيدا کړو. ښځې غواړي چې په ټولنه کې کار وکړي او له اقتصادي پلوه د خپلو کورنيو ملاتړ وکړي.»

د هیلې څراغ

٢٣ کلنې رحيمې اميني وروسته له هغه چې زده کړې بندې شوې، له خپلو خويندو سره کار پيل کړ.

هغه چې د هرات پوهنتون د غاښونو طب د پنځم کال محصله وه، اته میاشتې وړاندې د ښځو پر لوړو زده کړو د بندیز له امله مجبوره شوه چې پوهنتون ته ولاړه نه شي.

اميني، چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې د خياطۍ د مهارت په زده کولو بوخته ده، وويل، له زده کړو څخه د بې برخې کېدلو او له خپلو ټولګيوالو څخه د جلا کېدلو ذهني فشار د خياطۍ د زده کړې له لارې کم شوى دى.

هغې وويل، «زه نه شم کولى چې په کور کې پاتې شم او وګورم چې هیلې مې له خاورو سره خاورې شي. زه خپل وخت نه ضايع کوم، او د خياطۍ په زده کولو سره يو مهارت ترلاسه کوم.»

هغې وویل، «تعلیم زموږ انساني او اسلامي حق دی، او نور باید ترې محروم نه شو... ښوونځي او پوهنتونونه باید ژر تر ژره پرانستل شي څو افغانې نجونې بېرته خپلو زده کړو ته ورستنې شي.»

هغې وويل، «زه په ټولو هغو نجونو چې له زده کړو څخه بې برخې شوي دي، غږ کوم چې هيلې له لاسه ورنه کړي او په ټولنه کې کار کولو ته دوام ورکړي او تر هغه چې ښوونځي او پوهنتونونه پرانيستل کیږي، مهارتونه زده کړي. موږ نجونې بايد دا محدوديتونه په فرصتونو باندې بدل کړو چې خپلې پوهې ته وده ورکړو.»

د هرات ښار اوسېدونکې او د نهم ټولګي زده کوونکې ستاره احمدي له دریو میاشتو راهیسې د اوو خویندو ورکشاپ کې خیاطي زده کوي.

هغې وویل چې ورکشاپ د هغې تیاره ژوند ته د هیلو څراغ راوړی دی.

هغې زیاته کړه، «کله چې زموږ ښوونځی وتړل شو، زه د ډیر وخت لپاره په کور کې پاتې وم، په خپګان او ذهني فشار کې وم، موږ به ښوونځي ته تللو او له کوره د وتلو عادت وم، خو د ښوونځیو په تړلو سره د یوه زنداني په څېر په کور کې بندۍ شوم.»

ستاره وويل، «دلته کار کولو زه له ذهني فشار څخه وژغورلم او تر يوې اندازې پورې یې زما د ستونزو په هېرولو کې مرسته وکړه. زه هم هره مياشت په هغه معاش چې ترلاسه کوم، له خپلې کورنۍ سره مرسته کوم.»

د کورنیو ملاتړ

۳۴ کلنه خاطره افضلي، چې د څلورو ماشومانو مور ده، له پنځو میاشتو راهیسې د اوو خویندو ورکشاپ کې کار کوي.

هغه د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ (۵۸ ډالره) ګټي او په دې توانیدلي چې خپله کورنۍ له فقر او لوږې څخه وژغوري.

افضلي وويل مېړه يې په يوه دولتي اداره کې کار کاوه، خو دنده يې له لاسه ورکړه او له هغه وخت راهيسې بېکاره دی.

هغې وويل، «زه خوشحاله يم چې په داسې وخت کې له کوره بهر کار کوم چې ښځې د ژوند له هر اړخ څخه بې برخې دي. دلته يوازې ښځې کار کوي، او موږ په دې د راحت احساس کوو چې سره ګډ کار کوو.»

هغې زياته کړه، «بايد په ټولنه کې د ښځو پر کار کولو بنديز نه وي. موږ ښځې بايد د خپلو کورنيو د ملاتړ لپاره کار وکړو. شپه او ورځ په کور کې پاتې کېدل او له نورو څخه دا تمه کول چې موږ ته يې برابر کړي، غير منطقي دي.»

افضلي وويل په دې وياړي چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوي، او له محدوديتونو سره سره به له کوره بهر کار ته دوام ورکړي.

۲۸ کلنه ملکه نظري چې پنځه میاشتې وړاندې له بادغیس څخه هرات ته بې ځایه شوې وه هم اوس د اوو خویندو ورکشاپ کې کار کوي.

هغې وويل،‌ «ما په بادغيس کې په يوه انسټیټیوټ کې کار کاوه، خو د محدوديتونو له امله مې دنده له لاسه ورکړه. زه مجبوره شوم چې له بې وزلۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره له بادغيس څخه هرات ته کډه شم.»

هغې زیاته کړه، «زه خوشحاله یم چې په دې ورکشاپ کې کار کوم او عاید لرم.»

ملکې وویل، «زما مېړه وزګار دى، او زموږ مالي وضعيت ښه نه دى. زه د هغه معاش په وسیله چې دلته یې ترلاسه کوم د کور کرایه ورکوم او د کورنۍ نور لګښتونه پوره کوم.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانې ښځې او نجونې له سخت حالت سره مخامخ دي، خو د خوښۍ خبره ده، چې په هېواد کې داسې زړورې افغانې ښځې لرو چې د خپلې پوهې او زړورتيا له لارې په دې سختو حالاتو کې د هېواد له بېوزلو ښځو سره مرسته کوي. ډیری افغانې ښځې او نجونې شته. په دې سخت وخت کې له ښځو سره لږه مرسته هم ښه خبره ده ځکه چې اکثره ښځې د خپلو کورونو روزونکي دي او په دې حالاتو کې لږه هیله هم ښه ده. له یو اېن ډي پي څخه مننه چې د اوو خویندو ورکشاپ سره یې مرسته وکړه او بې وزلو افغانو ښځو ته یې هیله ورکړه.

ځواب ورکړئ

تالیبان افغانستان ته له بیرون د یو عادي اروپایي، امریکایي، افریقایي، روسیي او یو بل سیالاني چې شاید د سیاحت سره خوا کې کومه بله فاحشه اجنډا او هدف هم ولري، ورتګ ته څڼې غورځوي. کرۍ ورځ یې ټولنیزې رسنۍ پرې ډکې کړي وي. وزیران یې هرکلي ته ودریږي. موټرې، امکانات او ساتونکي ورکوي؛ خو برعکس یې د وطن میلونونه نخبه او متخصص قشر فرار کړی دی. افغانستان ته په بیرته ګرځېدو یې ګواښي. زنداني کوي یې. تهدیدوي او ان ورک کوي یې. درېغه چې له بهرنیو سیالانیانو سره هغسې چلند، د امنیتي وضعیت د ښه ښودلو، له خلکو سره د ښه برخورد او په ټوله کې د دې هدف لپاره کوي...

ځواب ورکړئ

باور وکړئ چې دلته هره افغانه مور او خور د حقونو مبارز او اتله ده، چې په داسې سختو شرایطو او حالاتو کې د خپلو کورنیو لپاره یو څه خوشحالي ترلاسه کوي. حاکم نظام د ښځو لپاره شرایط سختوي او د ژوند ټول امکانات ترې اخلي. هیڅوک نه پوهیږي چې ښځو حاکم نظام ته څومره زیان رسولی دی چې اوس یې نفرت نه سړېږي. د بهرنیو موسسو او یو شمیر ښځینه مبارزینو څخه مننه کوم چې د ښځو د حقونو لپاره یې یو کوچنی کار برابر کړی دی.

ځواب ورکړئ

څومره عالي کار یې کړی چې هم یې ځانته بوختیا برابره کړې او هم یې ۲۰ نورو ښځو ته. خو هسې نه ستاسو د خبر په لوستلو سره علماء (چارواکي) دغه ورکشاپ ونه تړي. وايي به چې دوی هم فحشا خپروله. څنګه چې یې مکتبونه او پوهنتونونه په دې بهانه بند کړل چې فحشاء په کې خپرېده اوس به داسې ځایونه هم بند کړي. او په زوره به د دې ښځو ژوند له اقتصادي ګواښ سره مخامخ شي. دا سمه ده چې سلام ټایمز نورو ښځو ته د کار کولو انګېزه او فکر ورکوي، خو که له بل اړخه وګورو کېدای شي د داسې مسایلو راسپړل په زوره یو چاته تاوان ورسوي...

ځواب ورکړئ