د ښځو حقوق

په هرات کې په زرګونو سوداګرې د ملګرو ملتونو په ملاتړخپلو تجارتونو ته پراختیا ورکوي

د عمر راپور

د ملګرو ملتونو او نورو نړۍ والو موسساتو په مرسته، د افغانستان په هرات ولایت کې ښځینه متشبثینې توانیدلي چې خپل تجارتونه پراخ کړي او خپل تولیدات په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې چې د غبرګولي له ۳مې څخه تر ۷مې پورې روان و، د ښځو له خوا جوړ شوي ګڼ شمېر لاسي صنایع او نور تولیدات نندارې ته وړاندې شول. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د ملګرو ملتونو او نورو نړۍ والو موسساتو مداخلو په هرات ولایت کې د ښځینه سوداګرو د فعالیتونو په وده کې مرسته کړې ده.

په لوېدیځه سیمه کې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې (ای ډبلیو سي سي آی) په وینا، د نړۍ والو موسساتو مالي او د ظرفیت جوړونې ملاتړ ډېرې ښځې هڅولې چې په هرات کې سوداګریز فعالیتونه پیل کړي.

په لوېدیځه سیمه کې د ای ډبلیو سي سي آی مرستیالې بهناز سلجوقي وویل، ډېرو هغو ښځینه متشبثینو چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې څخه وروسته یې خپلې دندې له لاسه ورکړې وې، د نړۍ والو موسساتو په ملاتړ نوي تجارتونه پرانستي دي.

هغې وويل، «د مرستندويو موسساتو له خوا چمتو شوې مرستې د ښځو د کار په پرمخ بوولو کې خورا اغېزمن دي.»

په عکس کې چې د غبرګولي په ۶مه اخیستل شوی، یو شمېر ښځینه متشبثینې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) له خوا یې ملاتړ کیږي، لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۶مه اخیستل شوی، یو شمېر ښځینه متشبثینې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) له خوا یې ملاتړ کیږي، لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «د بیلګې په توګه، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په هرات ولایت کې له څه باندې ۳۰۰۰ ښځینه متشبثینو سره پراخه مرسته کړې ده. د ظرفیت لوړونې د فعالیتونو د ملاتړ سربیره، یو اېن ډي پي هرې ښځې ته ۸۷۸۰۰ افغانۍ (۱۰۰۰ ډالر) نغده مرسته ورکړي ترڅو یو کوچنی کاروبار پیل کړي.»

هغې وويل، د خوړو او کرنې موسسې (اېف ای او) هم د کرنې په برخه کې له سلګونو ښځو سره مالي مرستې کړې دي.

او د مهاجرت نړۍ وال سازمان له بې ځایه شویو ښځو سره مالي مرسته کړې او د سوداګریزو فعالیتونو په اړه یې روزنیزې ناستې وړاندې کړي دي.

د سلجوقي په وینا، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۵۰۰ ښځو او نجونو په هرات ولایت کې تجارتونه پرانیستي دي.

پرمختګ ښودل

ډېرو سوداګرو مېرمنو خپل لاسي صنایع او نور تولیدات د غبرګولي له ۳مې څخه تر ۷مې پورې په هرات ښار کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

۲۶ کلنه ربابه سروري په هرات کې د لاسي صنایعو، ګنډلو او سینګار توکو یو ورکشاپ لري.

هغې وويل، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) څخه ترلاسه شویو مرستو د دې وړتیا ورکړه چې خپل کاروبار پراخ کړي او همدارنګه د ښځو او نجونو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.

هغې وویل، «ما په کور کې یو کوچنی کاروبار کاوه او نه مې شوای کړای چې خپل محصولات په بازار کې خرڅ کړم. په هرصورت، وروسته د یو اېن اېچ سي آر د ملاتړ له برکته زه وتوانېدم چې خپل کاروبار پراخ کړم او یو لوی ورکشاپ پرانیزم.»

هغې زياته کړه، اوسمهال په دې ورکشاپ کې څه باندې ٢٠ ښځې او نجونې کار کوي.

سروري وويل، «یو اېن اېچ سي آر زموږ د خرڅلاو د ښه کولو په برخه کې مرسته کړې ده. د دې ملاتړ له برکته، په محلي بازارونو کې زموږ پلور زيات شوی، او اوس کولی شو چې صادرات وکړو.»

هغې وویل، دا ډول ملاتړ د دې لپاره مهم دی چې له یوې خوا له ښځو سره د خپلو کورنیو لپاره د نفقې ګټلو کې مرسته وکړي او له بلې خوا د هیواد اقتصاد ته ګټه ور ورسوي.

٢٨ کلنې خيريه نصرت شاوخوا يو نيم کال مخکې د جامو ګنډلو يو ځایي ورکشاپ جوړ کړ.

نوموړې د هرات ښار په يوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وه، خو د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدلو څخه وروسته يې خپله وظیفه له لاسه ورکړه.

نصرت وويل، پخوا يې د خياطۍ مهارتونه زده کړي وو او له بېکاره کېدلو څخه وروسته یې پرېکړه وکړه، چې د خياطۍ يو ورکشاپ پرانيزي، څو وکولی شي د ځان او نورو ښځو لپاره د کار فرصت برابر کړي.

هغې وويل، «له ما سره په ورکشاپ کې اته نجونې کار کوي. دوی د ښوونځيو او پوهنتونونو زده کوونکي دي چې له نورو زده کړو بې برخې شوي دي. د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدلو څخه وروسته ما پریکړه وکړه چې یو ورکشاپ پرانیزم ترڅو د هغوی لپاره د هیلې دروازه وګرځي.»

نصرت زیاته کړه، «ما خپل ژوند خپلو زده کړو او کار ته وقف کړ. زه نه غواړم خپل ځان په کور کې بند کړم او خپل خوبونه هېر کړم. زه باید بهر ته وځم او هڅه وکړم چې خپل هدفونه ترلاسه کړم.»

۳۴ کلنې ملکې هدایت هم تېر کال په هرات ښار کې د ګنډلو یو دوکان جوړ کړ.

هغې د هرات ولایت د ښار جوړونې او اراضۍ ریاست کې تر هغه وخته پورې کار کاوه چې د کار له دوام څخه منع شوه او مجبوره شوه چې په کور کې کېني.

اوس په لسګونو ښځې او نجونې، چې د خپلو کورنیو یواځینۍ ډوډۍ ګټونکې دي، د هدایت په دوکان کې کار کوي.

هغې وويل، «ما په حکومت کې خپلې دندې ته د ورستنېدلو لپاره ډېر انتظار وکړ، خو تر اوسه پورې اجازه نه ده راکړل شوې. زه په کور کې د ځان د بندي کولو او زما د لیوالتیا له لاسه ورکولو څخه ستړی شوی وم، نو ما پرېکړه وکړه چې یو د ګنډلو ورکشاپ پرانیزم.»

هغې وويل، «د تېر کال په بهیر کې زما سوداګرۍ وده کړې ده.»

هدایت وویل، «د ښځو په کار باندې محدودیتونه زموږ د هیلو او پرمختګ مخه نشي نیولی. که هغوی موږ ته اجازه نه راکوي چې په دولتي سکتور کې کار وکړو، موږ جرئت او انګیزه لرو چې خپل خصوصي کاروبارونه جوړ کړو.»

هغې زیاته کړه، له کوره بهر کار کول ښځې له ذهني او احساساتي فشار څخه ژغوري، او له هغوی سره د مالي خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

له فرصتونو څخه ګټه پورته کول

ډېرو افغان نجونو چې د زده کړو له دوام څخه منع شوي دي، د هنر زده کړه پیل کړې او هڅه کوي چې په کور کې د پاتې کېدلو پرځای یو کاروبار جوړ کړي.

۱۷ کلنې ثریا نعیمي چې د اتم ټولګي زده کوونکې ده، وویل، که څه هم چې په لومړیو کې یې د زده کړو په درشل کې هیلې له لاسه ورکړې، خو د انځورګرۍ زده کړه یې پیل کړې او اوس کولی شي د خپلو هنري اثارو په پلورلو سره د ژوند څوری ترلاسه کړي.

د هغې ځینې انځورونه د غبرګولي په ۶مه په هرات ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو په نندارتون کې وپلورل شول.

ثریا وویل، «هنر زما په ژوند کې د رڼا په څېر رول لري، او زه غواړم چې په خپل هنر سره د افغانستان راتلونکی روښانه کړم. له هغه وخته چې هغوی زموږ پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي، موږ خپلو خوبونو ته د رسیدو لپاره یو بل فرصت ترلاسه کړی دی.»

هغې وويل، چې ښځې د خپلې سوداګرۍ د ودې او ښې راتلونکې لپاره د نړۍ والې ټولنې همکارۍ ته اړتيا لري.

نوموړې وویل، «په داسې یوه ستونزمن حالت کې، که د نړۍ والې ټولنې ملاتړ نه وي، د افغان ښځو او نجونو ژوند به ویجاړ شي.»

هغې زیاته کړه، «هغه فرصتونه چې د ښځو او نجونو لپاره موجود دي، د همدغه ملاتړ پایله ده.»

د لسم ټولګي یوې زده کوونکې سعیدې قادري چې ۱۸ کاله عمر لري، د نندارتون پر مهال خپل اووه انځورونه او کوچني اثار نندارې ته وړاندې کړل او وپلورل.

هغې وويل، «ما نه غوښتل چې ښوونځي ته له تګ څخه منع کېدلو وروسته په خپګان اخته او په کور کې پاتې شم. ما غوښتل چې د هنر په زده کولو سره د محدودیتونو سره مبارزه وکړم، او تر اوسه پورې زه ناکامه شوې نه یم.»

قادري وویل چې هغه به ټولنیز محدودیتونه ونه مني او د خپلو هدفونو او هیلو د ترلاسه کولو لپاره به له کومې وېرې پرته له کور څخه بهر کار ته دوام ورکړي.

هغې وویل، «دا د نړۍ والې ټولنې د فشار نتیجه ده چې ښځې او نجونې کولی شي له اوسني ستونزمن حالت سره سره له کوره بهر کار وکړي. ملګرو ملتونو او نړۍ والې ټولنې په تېرو دوو کلونو کې هم له افغان ښځو سره هغسې ملاتړ کړی لکه له هغه نه مخکې ۲۰ کالونو په ترڅ کې یې چې کاوه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

متاسفانه زموږ په وطن کې ډېرې داسې مېرمنې شته چې د کور سرپرستي ورله غاړې ده. دا چې په وروستیو کې طالبانو ښځې له کار او کسب همدارنګه له تعلیم منع کړي له ډېرو ستونرو سره یې مخامخ کړي دي. خو که دغسې تجارتونه هم روان وي نو حد اقل یو وخت ډوډۍ خو به په اسانۍ وګټي. د ملګرو ملتونو له مشرتابه او په هرات کې یې له سیمه ییزو همکارانه مننه چې داسې فرصت یې برابر کړی دی. که داسې فرصتونه نه وای مطمین یم چې خلک به نور هم له ستونزو سره لاس و ګرېوان وو. دا اوس مې یو خبر ولوست، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې څه باندې ۱۵ مېلیونه تنه د خوړو له شدېدې نا امنۍ او کمښت سره مخامخ دي، چې له دې منځه ۲ اعشاریه ۸ مېلیون کسان یې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. که دا لږ و ډېرې مرستې نه وای او د طالبانو بندیزونه هم همداسې کش کې روان وو نو د تېرو اتلسو میاشتو راهیسې به په افغانستان کې انساني ناورین رامنځته شوای وی. خو ښه ده چې څه ناڅه له یوې بلې خوا د خلکو چاره کېږي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او نجونو د زده کړو حق له لاسه ورکړی دی. اوس ټولې کارکوونکې نجونې او ښځې نفقه ګټونکي مجبورې دي چې لاسي صنایع جوړ کړي او په دې برخه کې د هرات ولایت ښځې او نجونې کولی شي د ملګرو ملتونو په مرسته خپل کاروبار پراخ کړي. له دې لارې به هغه نجونې چې له زده کړو څخه منع شوې وې، له ذهني او وېروونکي فشار څخه راوځي او له دې کار څخه به عايد ترلاسه کړي. که څه هم تعلیم خپل ځای لري، خو په افغانستان کې مونږ یوازې هنرونو ته اړتیا نه لرو، بلکې مونږ ښځو ته هم اړتیا لرو چې په هره برخه کې کار وکړي.

ځواب ورکړئ