د ښځو حقوق

په ښوونځیو د لګېدلي بندیز په دوام سره، د افغان نجونو د رواني روغتیا ستونزې ډېرې شوي دي

د محمد قاسم او ای اېف پي راپور

دينا رحيمي، چې د يوې لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، د وري په ۱ په کابل کې په خپل استوګنځي کې د يوې مرکې په ترڅ کې غبرګون ښيي. د افغانستان ښوونځي د وري په ۱ د نوي تعليمي کال لپاره پرانيستل شول، خو درسونه ونه ویل شول ځکه چې زده کوونکي يې له پيل څخه خبر نه ول. په سلګونو زره تنکۍ نجونې ټولګي ته له ورتګ څخه ایسارې شوي دي. [احمد سهیل ارمان/د فرانسې خبري اژانس]

دينا رحيمي، چې د يوې لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، د وري په ۱ په کابل کې په خپل استوګنځي کې د يوې مرکې په ترڅ کې غبرګون ښيي. د افغانستان ښوونځي د وري په ۱ د نوي تعليمي کال لپاره پرانيستل شول، خو درسونه ونه ویل شول ځکه چې زده کوونکي يې له پيل څخه خبر نه ول. په سلګونو زره تنکۍ نجونې ټولګي ته له ورتګ څخه ایسارې شوي دي. [احمد سهیل ارمان/د فرانسې خبري اژانس]

مزارشريف -- د رواني روغتيا متخصصين د افغانستان په شمال کې نجونو ته ورپیښې د رواني ستونزو او اضطراب د پېښو د زیاتېدلو لامل د نجونو او ښځو پر ښوونځيو لګېدلي بندیزونه بولي.

د مزارشريف د حوزوي روغتون د رواني روغتيا متخصص ډاکټر عتيق الله صفا وويل، د ښځو او ځوانو نجونو تر منځ د رواني روغتيا ستونزې زياتې شوي او هره ورځ په لسګونو کسان روغتون ته د مشورې او درملنې لپاره ورځي.

هغه وویل، ډیری ناروغان پخواني زده کونکي دي او زیاته یې کړه چې، «هغوی د ډاکټر نسخې او توصیې له ترلاسه کولو څخه وروسته خپلو کورونو ته ستنیږي.»

صفا وویل، «ښځې د پرله پسې محدودیتونو او له اوسني وضعیت سره د نه تطابق له امله له رواني ستونزو سره مخامخ دي. موږ هیله لرو چې په هیواد کې د ښځو لپاره شرایط ښه شي څو دوی نور داسې کړاوونه ونه ګوري.»

افغانانې د کب په ۱۱مه په هرات کې د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې له خوا کېدونکیو د خوراکي توکو مرستو ترلاسه کولو ته انتظار باسي. کتونکي خبرداری ورکوي چې د ښوونځیو، پوهنتونونو او له کوره بهر د ښځو د کار کولو بندیز په ټولیزه توګه په اقتصاد او ټولنه باندې ویجاړونکي او تلپاتې اغیزې لري. [محسن کریمي/د فرانسې خبري اژانس]

افغانانې د کب په ۱۱مه په هرات کې د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې له خوا کېدونکیو د خوراکي توکو مرستو ترلاسه کولو ته انتظار باسي. کتونکي خبرداری ورکوي چې د ښوونځیو، پوهنتونونو او له کوره بهر د ښځو د کار کولو بندیز په ټولیزه توګه په اقتصاد او ټولنه باندې ویجاړونکي او تلپاتې اغیزې لري. [محسن کریمي/د فرانسې خبري اژانس]

افغانانې د کب په ۱۷مه په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي. [د فرانسې خبري اژانس]

افغانانې د کب په ۱۷مه په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي. [د فرانسې خبري اژانس]

١٨ کلنې شمسيې، چې اوس بايد د مزارشريف د باختر لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې وای، وويل، د خپل راتلونکي په اړه يې هيله له لاسه ورکړې ده.‌

هغې وویل، «که زموږ ښوونځی بیرته خلاص نه شي، زه ډېره اندیښنه لرم چې زما د ۱۱ کلونو هڅو ته به څه پیښ شي.»

شمسیې وویل، «ما هره شپه بد خوبونه لیدل. زه څو څو ځلې روغتون ته لاړم او ډاکټرانو ماته د خپګان او اضطراب لپاره درمل راکړل. خو درملو په ما هیڅ اغیزه ونه کړ.»

هغې وویل، «کله چې زه خپل ټولګیوال او ښوونځي یادوم، زه یواځې ژاړم او سم خوب نشم کولی.»

راتلونکی ویجاړ شو

شمسیه یواځې نه ده. ډیری افغان میرمنې او نجونې د خپل ناڅرګند راتلونکي په هکله اندیښمنې دي.

۲۵ کلنې سایرې اسدي چې اوس یې باید په کندوز پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال زده کړې پیل کړې وای، وویل، «زه احساس کوم چې زما درې نیم کلنې زده کړې ضایع شوې او زما هڅې بې ګټې وې.»

هغې وويل، «ما هوډ درلود چې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړم او خپل هېواد ته خدمت وکړم. په هرصورت، زما خوبونه ټول په سیند لاهو شوي دي.»

هغې زیاته کړه، «ما اوس هیلې او امېدونه له لاسه ورکړې دي. زه نشم کولی په زده کړو باندې تمرکز وکړم، خو زه د خپل راتلونکي په هکله فکر کوم.»

هغې وویل، «زما د زده کړې او راتلونکي هیله له منځه لاړه. زما ټول خوبونه او موخې له لاسه ووتل.»

په پام کې وه چې ۲۴ کلنه زرلښته عزیزي په دوو میاشتو کې له تخار پوهنتون څخه د لېسانس په کچه فارغه شي، خو اوس په یوه ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.

هغې تېره سه شنبه /د وري ۱/ وویل، «ما هیله درلوده چې په دوو میاشتو کې فارغه شم او ډیپلوم ترلاسه کړم، خو هر څه له منځه ولاړل. اوس زه نه پوهیږم چې راتلونکی زما لپاره څه لري.»

زرلښته چې د خپلې کورنۍ له مخالفت سره پوهنتون ته د تګ په لاره کې له ډېرو خنډونو سره مخامخ شوې وه، وويل، «يواځې زما مور زما د زده کړو په برخه کې زما ملاتړ وکړ. حتی زما پلار او ورونو هم زما د زده کړې مخالفت وکړ.»

هغې وویل، «اوس زه د یواځېتوب احساس کوم او د خپل تیاره راتلونکي په اړه ژوره اندیښمنه او غمجنه یم.»

یوه تاریخي غمیزه

افغانان وايي، ټولنه لوستو ښځو ته اړتیا لري ترڅو د ښوونکو، ډاکټرانو، انجینرانو، وکیلانو، قاضیانو او امنیتي پرسونل په توګه کار وکړي.

په بغلان ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، ۳۶ کلنې سمیرا ناصري وویل، «په داسې یوه هېواد کې چې فقر او بېکاري پراخه وي، پالیسۍ او پرېکړې باید له زده کړو د ښځو د بې برخې کولو پر ځای په دې باندې تمرکز وکړي چې څنګه یادې ستونزې حل شي.»

هغې وويل، «ښځو په تېرو دوو لسيزو کې ثابته کړې چې هغوی د هر ډول ټولنيز فعاليت د تر سره کولو وړتيا لري.»

هغې زیاته کړه، «علم ترلاسه کول په نر او ښځه دواړو باندې فرض دی. دا الهي دنده د انسان په ژوند کې د زده کړې د اهمیت له امله ده. ښځې باید زده کړې وکړي ترڅو په ټولنه کې د ښځو ستونزې حل کړي.»

په کندوز ولایت کې یو ټولنپوه، ۴۵ کلن حبیب الله مقصودي وویل، له تعلیم څخه د ښځو بې برخې کول د افغانستان اقتصادي ودې ته یو خنډ دی.

هغه وویل، «تعلیم لرونکې ښځې کولی شي چې له یوې خوا د کار ځواک ډیر ګټور او اغیزمن کړي او له بلې خوا په ټولنه کې د هغو ماشومانو په تعلیم کې مرسته وکړي چې بل ډول فرصت نه لري.»

هغه وويل، «د زده کړې له ترلاسه کولو څخه د ښځو بې برخې کول يوه تاريخي تراژيدي ده، چې منفي پايلې به يې زموږ پر راتلونکي نسل باندې اغېز وکړي.»

مقصودي وويل، «له زده کړو څخه د ښځو منع کول بې وزلي او بېکاري زياتوي. دا به د اقتصادي ودې او پرمختګ مخه ډب کړي.»

هغه وویل، «د ښځو او نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو تړل د بشري پانګې او اقتصادي ودې لپاره نه جبران کیدونکی ګوزار دی.»

د ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنې

ملګرو ملتونو د کب په ۱۷مه وویل، افغانستان اوس مهال د ښځو د حقونو په برخه کې «په نړۍ کې تر ټولو ډېر ځپونکی هېواد» دی، او د نړۍ مشرانو په ګډه د اصلاحاتو د ترسره کولو لپاره غوښتنه وکړه.

د ۲۱ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپايي ټولنې یوه ګډه اعلامیه صادره کړه او په کې یې وویل چې افغانستان «د نړۍ په کچه د ښځو او نجونو د بشري حقونو د درناوي په برخه کې ډیر چټک نزول کړی دی.»

هغوی وویل، «که له را ونه ګرځول شي، دغه ناوړه اقدامات به د افغانستان پر اقتصاد او ټولنې ویجاړونکي او نه جبرانېدونکې اغېزې ولري چې هر افغان به ترې اغېزمن شي.»

مرستندویې ادارې وايي، د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړو له نیمایي څخه زیات له لوږې، او نږدې څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

کړکیچ د تیر کال په وروستیو کې هغه مهال نور هم زیات شو چې افغان میرمنې له غیرحکومتي موسسو سره له کار کولو څخه ایسارې شوې، او ډېرې مرستندویې ادارې یې مجبورې کړې چې خپل حیاتي کار وځنډوي.

دغه راز، ښځې پارکونو، تفریحی مېلو، جیمونو او عامه حمامونو ته له تګ څخه منع شوي، او امر ورته شوی چې په عام محضر کې ځانونه پټ کړي او د ځان پټولو ښه طریقه یې د چادرۍ کارول بللي دي.

ځینو افغانو ښځو د بندیزونو پر ضد په پرلپسې ډول لاریونونه کړي -- چې د نیول کېدو، تاوتریخوالي او ټولنیزې نوم بدۍ له خطر سره مخامخ دي -- خو چارواکي معمولاً هغوی په چټکۍ سره خپروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یاره طالبان چې له کله راغلي همدا ښځې ښکته پورته کوي. هر مجلس کې ښځې یادوي. کله یې ټیکری، کله یې حجاب کله یې څادري او کله یې آن پرتوګ ته ورسېږي چې ښځې داسې دي او ښځې هغسې دي. یوه پروګرام کې چې ګڼ شمېر طالب مشران ورته راغلي وو، زه یې هم ګډونوال وم، له سهار نهه بجو تر مازدیګر څلورو پورې په هرو پنځو خبرو کې دوه یې د ښځو په اړه وې او خوشاله هم و چې ولا تقریر کوي حال دی چې ډېر بې فایدې او بې ګټې لګیا وي. نو خبره دا ده چې طالب یوازې ښځه د جنسي خواهش د پوره کېدو په موخه پېژني او بس.

ځواب ورکړئ

موږ بدمرغه خلک یا افراط کوو یا تفریط. د جمهوریت په شل کلنه دوره کې اخلاقي فساد خپل اوج ته رسېدلی و، چې د پاکستان استخباراتي ادارو ته یې دا زمینه برابره کړه چې زموږ د ملایانو [افغان طالبانو] مغز ووینځي، او هغوی دې ته اړ کړي چې د نجونو ښوونځي هم د اخلاقي فساد ځایونه دي. په همدې خاطر زموږ ملایانو چې دا مهال د ټول افغانستان واک په لاس کې دی، پرېکړه وکړه چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړي. دا په داسې حال کې ده چې که د یوه هېواد، یوه پوهنتون، یوه ښوونځي، یوه ټولګي او حتی د یوه کس یو تعلیمي ساعت ضایع شي، ټول هېواد ته زیان رسوي. خدای دې د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته هدایت وکړي چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي او زموږ ځوان او راتلونکي نسلونه بې علمه پاتې نشي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان بې وزله نجونې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي، له همدې امله په رواني ناروغیو اخته کېږي. له اوم نه تر دولسم ټولګي پورې ټولې نجونې په کورونو ناستې دي او د خپل راتلونکي په هکله فکر کوي. د دغو نجونو هره یوه په زرګونو هیلې لري او د دغو بې وزلو نجونو هیلې د اوسني حکومت له خوا په سیند لاهو شوي دي. د دغو نجونو هره يوه ښوونځي ته ډېره لېواله ده او اوس شپه او ورځ په دې انتظار کې وي، چې نن او سبا به د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي، خو د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو د دروازو د خلاصون هېڅ هيله نشته. نجونې په خپلو کورونو کې بې کاره ناستې وي او د خپل راتلونکي په هکله فکر کوي، له همدې امله ډیری نجونې په رواني ناروغیو اخته شوي دي. زه د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوم چې ژر تر ژره پخپله پرېکړه له سره غور وکړي او د نجونو زړونه وګټي.

ځواب ورکړئ

طالبان ډېر بې وعدې خلک دي. له کله چې راغلي بېلا بېلو برخو کې د مثبت بدلون خبره کوي خو تر نن پورې چې شاوخوا د حکومت یې دوه کاله تېرېږي هماغه زړې بیولالې وایي او یوه وعده یې هم نه ده عملي کړې. مکتبونه یې چې بند کړل ویل یې په طرحه کار روان دی، بیا یې پوهنتونونه د نجونو لپاره وتړل. هاغه وخت یې بیا د طرحې د جوړېدو خبرې سره پیوست وویل چې د ۱۴۰۲ کال حمل کې به مکتبونه او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي خو دا دی د حمل هم نن لسمه ده نه یې خلاصوي. هدف یې دا دی چې خلک همداسې بې سواده رالوی شي. بېګا مې امریکا غږ سره د ذبیح الله مجاهد مرکه وکتله په خپله چټله خوله یې هماغه پخوانۍ خبره زمزمه کوله چې په طرحه کار روان دی. مګر دا د فرعون ذات داسې نه وایي چې افغان نسل به د سواد د نشتون له وجې په جهل کې رالوی شي خو د دوی یې څه ځکه د طالبانو زامن او لوڼې په نورو وطنو کې ماډرن ګرځي، تعلیم کوي، کار کوي، خوري څکي...

ځواب ورکړئ